سوله اوامنيت دټولى سيمى اړتياخوڅنګه.؟
ليكونكى: محمد نعيم كاكړ
زموږ خاوره او زموږ ولس د كومو كړاونو سره مخامخ دي په دي باندى هر څوك خبردى او پوه دي خو ژوندي قامو نه كله هم په خپل ولس او خاوره باندى داسې حالت نه شې ځغملې دهغه ډول قامونه كه د داسې حالاتو سره مخامخ شې نو په ډېره چټكى او پوهنه د ولس د ځغورلو چارى ترا شوي خو نه شو ويلي چي دهغه پښتون افغان څنګه مخلوق دي چي د كلو كلو څخه د داسې كړاونو سره مخامخ دي خو دوى سرټيټ ناستي دي نه څه لاره چاره لټوي نه داتراشي چي څنګه د خوار ولس او دهغه ښكلې خاوره د دهغه ناورين څخه راوباسى خو تر دي لويه بد مرغي نو څنګه وي چي و يوه بشپړه قام ته دا څرګنده نه وي چي د دوى سره ولى د هغه ناتار دكلو كلو څخه را روان دي؟ دوى ولى وژل كيږى؟ د دوي دښمن څوك دي؟ چي د كلو كلو څخه د دوى نسل كشي كوى پښتانه افغانان داسي مشر هم نه لرى چى و دوى ته د پورتنو پوښتنو جواب وركړى چي د قامو او ولسو مشران هم ددي ورځي دپاره وى چى په كړكيچنو حالاتو كښې قامونه او ولسونه د دهغه ناتار څخه راوباسى خو د بده مرغه زموږ مشر تابه خپله ډنډه نه د تر سره كړى هم د هغه د دوى ناورين عمل دي چي د كلو كلو څخه هغه چارى او چلن زموږ سره كيږى چې هټلر او چنګيز به داسې نه وى كړى ولى هټلر كه هر څو د بد دښمن پيژندل شوى دى خو قدرت ډېر ژرددوى غرور د خاورى سره خاوري كړى خو د پښتون افغان او دده د خاورى دښمن پښتون افغان د تېرو څو لسيځو څخه په مخه كړى دى چي هره ورځ تر بلې ورځي ويرونكي او پناه كونكى وى.
رښتيا خبره داده چي داسې هيڅوك په دى لر بر او كښې نه شته چې دهغه د نړۍ پيژندل شوى قام او ملت د دهغه كړاونو څخه راوباسى كه چاپښو په داسې حال كښې ووينې چي موږك يا يو بل مرغه ونيسي نو د خوړلو د مخه پښي د خپل شكار سره څنګه لوبى كوى يووار پښى خپل شكار ايله كړى بيا پنجه ور واچوى بيايې په خوله كښې ټينګ كړى بيايې په مځكه واچوي او لږ ځينى ليري شې خو په شكار د لوبى كولو وروسته بيا هغه څه ورسره كوى چى موږ ټول په خبر يو د پښتنو افغانانو سره هم دهغه ډول پيښه روانه ده چې ټول نړۍ وال ولكه هغه هر څوك وي ډول ډول لوبى د ډېرو لسيځو څخه ورسره روانى ګري دى دا لوبى به تر كله روانى وى هيڅوك نه په پوهيږى نه داسې يو مشرشته چې و دهغه كړيدلى قام ته د خلاصون لار ور په ګوته كړى تر دي لويه بد مرغي د پښتانه په كور چا ليدلي ده چي د هند څخه راغلي يو پناه ګزين چي د بل په خاوري پروت دي هغه نن د پښتنو خاوره په نوو ايالتو او صوبو كښې ويشي او په موږ كښې يو داسي څوك نشته چي ودي سړي ته خپله پيژندګلوى ور وكړى.
پښتانه وائى چى كوږ بار ترمزله نه رسيږى زموږ د سياسى ګوندو او د دوى د مشران دهغه وخته څخه په كوږ بار پسى وو په تېرو ورځو كښې د شمالى پښتونخوا ماته ګران ليكوال جميل مرغزيو ليك په ورځپاڼه كښې راغلې وو دوى د عوامى نيشنل ګوند او د پښتونخوا ملى عوامى ګوند په اړه څه ليكلى وو چي زه دلته غبرګول نه غواړم خو دونى ويل غواړم چې پښتون قام ته هغه وخت سوچ په كار وو كله چي هم دهغه پښتون قومى تحريك يې دړى وړى كړى يا هغه وخت په كار وو چي دوي د هغه چا ملګرى كوله چاچى په خپلو انتخابى پوسټرانو ليكلى وو چي تاسوډهاكا وركړه خو موږ كابل ترلاسه كړى هم دهغه څوك چي د ډاكټر نجيب الله سره چې څه وشو هغه يو پښتون افغان نه شې ايرولي خو هم دهغه ملګرويې څه ورسره وكړو په دي ټول خبر دي..؟ په كاردې چې د تاريخ سره زياتوب ونه شې او رښتني تاريخ ورا روان نسل ته پريښوول شې، رښتيا خبره داده چي زموږ دهغه مشران نه شې كولى چې قام د دهغه روان ناورين څخه راوباسى لر او بر افغان د كومو ناخوالو سره مخامخ دي په دى موږ ټوله خبر يو اوس دا پريكړه په كارده چې د دښمن و دهغه ناورين ته هم داسې سرټيټ پاته شو كه د ډاكټر نجيب په خوله وكړو چې وطن يا كفن نور څه و موږ ته نه دي پاته او موږ ټول ولس په صفر باندى ولاړيو...؟
راشي د فرانس داتلمسي پيړي داوښتون په اړه و تاريخ ته پام واړوو چي كله نه يواځي كورنيو دښمنانو دا ملك دورانولو په ډنډه بوخت وو بلكي د فرانس ګاونډيانو هم د هري خوا په دي ملك وسله واله بريدونه پيل كړى وو نو بيا څه وشو..؟
د باندنيو يرغلګرو د مخ نوى دپاره د امنيت كميټى جوړى شوى چى ډېره دلاوري يې وښووله پوځى كارپوه كار نوټ(CARNOT)په ۱۴م اګست ۱۷۹۳ء باندى د دهغه كميټى مشر وټاكى او د هيواد د ځغورنى اداره ونوموړي ته وسپارل شوه دوى هم هغه وخت د ولس څخه د وګړو بهرتى پيل كړى او هر وګړى مكلف وو چي د ځغورنى ددې كميټى مرسته به كوى چې سپين ږيري ځوانان ښځى آن دا چې الكوان ټول د هيواد د دځغورنى چوپړ ته راووتل كار نوټ چې بې كچى جنګى پوهنه لرله او په خاوره ډېر مين او سر وركونكى وو دوى د خدائى ددى وركړى څخه بشپړه ګټه واخسته او په ولس كښې يو نوى جوش او جذبه راوپاروله پوځ يې د نوى سره څخه وتراشې او ډېر پياوړى افسران يې وټاكل او د لس لكويو داسې پوځى ځواك يې جوړ كړى چى هر يو په خپل وطن سرايښووي.
هم په دهغه لومړى مياشت اګست كښې شپږلكه پوځى ځواكونه د هيوادو چوپړ ته چمتو شو چې كله دكار نوټ ځواكونه و ميدان او ډګر ته راوتل نو د جنګ چته بدله شوه پوځى سرتيرى هوشرډ(HOUCHARD)وانګليې پوځ ته ماته وركړه او ډنكرك نومى سيمه يې وځغورله او دده ځاه ناستي جورډن په ۱۶م اكتوبر ۱۷۹۳ء كښې داسټروي ځواكو ته په واګنيئر نومى ځائى كښې ماته وركړه او فرانس ته لومړى او لويه ګټه او فتح راوړه ددي وروسته په دسمبر كښې وپرشياته ماته وركړه د هسپانيې ځواكونو هم ماته وخوړله دا ډول د اروپائى ملكو يووالى چې د فرانس په ضد جوړ كړي وو هغه فاش فاش شو د هيواد په دننه كښې لبانس ونيول شو په نارمنډي او لادينډي چي بغاوت كړي وو د دوي سردديواله سره ووهل ۱۷۹۳ كښې نپولين بوناپارټ د توپو په زور ټولون بيرته ونيوي چي هم په دي كاله كښې كورني دښمنان د خاوري سره خاوري كړل شول دا ډول كار نوټ د فرانس خلاصونكي وپيژندل شو د بيكون نومي ګوند چي فرانس يې په انقلابى لاررو ان نوى لارهي باندى د روانوالو مبارزه كوله هغه په مذهبيانو مشرانو لرګى راواخستو او دا شعاريي وركړى چى موږ د قدرت او فطرت د مذهب په ځائى بل څه نه منو چي هغه ورورګلوي برابري او خپلواكى موږ ته راښائي.
كه د فرانس داتلسمي پيړى وروستي لسيځي ته ځير شو نو د افغانستان حالات ګډون د نورو سيمووهغه ته ورته دي خو اففانانو ونه كړل شول چي دوى د كارنوټ (CARNOT)وارو يو لارښود ددي اوږدي جګړي په دوران كښې راوباسي كه څه هم ډاكټر نجيب الله د دولت څخه د بى برخى كيدو په څنګه يوه بشپړه اردو جنرالان ډګروالان او نور ډير شاته پرې ايښې وو او ددي د څنګه په هر دواړو خواو كښې په لكاو سياسى مبارزان لرلو چې د شهيد دا شعار د دوي مبارزه او هدف وو وطن يا كفن اوس هم په دهغه مبارزينو څخه ډېر پاته دي او دوى كولى شې چې خپله خاوره او ولس د داكړاونه د مينځ څخه يوشې او يواځي يو ږغ شې چي موږ نور جنګ نه غواړو يواځي په خپله سيمه او خطه كښې كراري غواړو خو د كار نوټ دهغه مبارزه هغه څوك نه شې كولي چي ټول وخت پټه خوله وو يا دهغه چا ملګري وو چى زموږ دا ټوله سيمه يې د اوسېنو كړاونو سره مخامخ كړي ده هم هغه څوك كولي شې څوك چي په هر اړخيزه سياست پوه دي د نورو تالي څټى دبارنه شې وړي داسې هم موږ تردي ازموينو اوتجربو تېر شوى يو چي يو مشريا ليډرونه كړل شو چي زموږ و غوښتنو او هدف ته يوه داسې لار سيمه كړى چې ومزل ته ورسيږو موږ ټولو تراوسه په تاريكي كښې مزل كړى دى په كاردي چي يو ډله ايزه ټولي چي پوه وي رامخ ته شې يو داسې لاره خپله كړى چى هغه د كركي څخه ليري د ټولو سره د ورور كلوي په چاپيريال كښې فطرى بڼه ولرى..
- زموږ خاوره او زموږ ولس د كومو كړاونو سره مخامخ دي په دي باندى هر څوك خبردى او پوه دي خو ژوندي قامو نه كله هم په خپل ولس او خاوره باندى داسې حالت نه شې ځغملې دهغه ډول قامونه كه د داسې حالاتو سره مخامخ شې نو په ډېره چټكى او پوهنه د ولس د ځغورلو چارى ترا شوي خو نه شو ويلي چي دهغه پښتون افغان څنګه مخلوق دي چي د كلو كلو څخه د داسې كړاونو سره مخامخ دي خو دوى سرټيټ ناستي دي نه څه لاره چاره لټوي نه داتراشي چي څنګه د خوار ولس او دهغه ښكلې خاوره د دهغه ناورين څخه راوباسى خو تر دي لويه بد مرغي نو څنګه وي چي و يوه بشپړه قام ته دا څرګنده نه وي چي د دوى سره ولى د هغه ناتار دكلو كلو څخه را روان دي؟ دوى ولى وژل كيږى؟ د دوي دښمن څوك دي؟ چي د كلو كلو څخه د دوى نسل كشي كوى پښتانه افغانان داسي مشر هم نه لرى چى و دوى ته د پورتنو پوښتنو جواب وركړى چي د قامو او ولسو مشران هم ددي ورځي دپاره وى چى په كړكيچنو حالاتو كښې قامونه او ولسونه د دهغه ناتار څخه راوباسى خو د بده مرغه زموږ مشر تابه خپله ډنډه نه د تر سره كړى هم د هغه د دوى ناورين عمل دي چي د كلو كلو څخه هغه چارى او چلن زموږ سره كيږى چې هټلر او چنګيز به داسې نه وى كړى ولى هټلر كه هر څو د بد دښمن پيژندل شوى دى خو قدرت ډېر ژرددوى غرور د خاورى سره خاوري كړى خو د پښتون افغان او دده د خاورى دښمن پښتون افغان د تېرو څو لسيځو څخه په مخه كړى دى چي هره ورځ تر بلې ورځي ويرونكي او پناه كونكى وى.