(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د كونړ سيند
د كونړ سيند يم كړم خبرې د څپو په ژبه
د غېرتونو د شملو د هسكو غرو په ژبه
له اباسينه تر امو پورې غورځنګ جوړوم
راويښومه پښتانه بيا د پښتو په ژبه
مخ ته يې ږدمه د غېرتونو هغه تېرې كيسې
بېداروم يې د ملالې د ټپو په ژبه
چا چې زما پاكه سينه كې تور قدم ايښى دى
شي مخ تورن به مخ يې سېځم د لمبو په ژبه
د غرض لاس چې يې زما ګرېوان ته نن ورسېد
پرې ړندوم يې سپينې سترګې د چړو په ژبه
بيا به تاريخ شم بيا به باغ شم غوږ دې مه كڼوه
نن يمه بې وسه پوهوم دې د مسرو په ژبه
"عزيزه" پټه پښتنه هيله بيا ډاډ راكوي
پښتانه خپلو كې يو كېږي د جرګو په ژبه.
Aziz Sarshar
بېرته شاته |