په كاردى چى زموږ مخه د پښتو وده او پرمختياوى
څلوريمه برخه
په تېره اوني كښې موږ په افغانستان كښې د پښتو مخ ته د خنډونوپه اړه د خپلو معلوماتو سره سم يو څو ليكي ستاسو و مخ ته وړاندى كړى كيدي شې چې ځموږ معلومات بشپړه نه وي نو كيدي شې چې يو بل څوك ځموږ د معلوماتو څخه هم زيات معلومات و لر بر لوستونكو ته وړاندي كړي چي موږ ټوله هغه ناخوالو باندى خبر شو چي بيا يوه داسې لاره و تراشل شې چې ځموږ مورني ژبه زياته وده وكړي او ددي د څنګه دهغه تكي تكي ولس يو د بل په هر اړخيزو چارو ځان سره خبر كړى.
په دي ليك كښې به موږ په شمالى پښتونخوا (خيبرپښتونخوا) منځني پښتونخوا (قبائيلى) سيمو كښې د پښتو په حال ځان خبروو كه څه هم په دهغه خوا كښې د پښتو دپاره ډېر كار شوي دي او د ډېره وخته څخه كار روان دي او د پښتو ډېر نامتو او د نړۍ والي كچى شاعران او ليكوالان دي خاوري ژيژولى دي چي د ټولو نومونه دلته په ګوته كول آسانه خبره نه ده كه د دوي د پښتو دپاره شوى كارو ته موږ ځير شو نو موږ كولى شو چي د ډېرو ناخوالو د څنګه د پښتو مركزو نوموو خو چي كلو هغه ناخوالى موږ په ګوته كړو نو بيا يو سړى په خپله دهغه پريكړه باندى د نوي سره څخه و غور كولو ته اړ كوي چي پښتو مركز دي شمالى پښتونخوا وګرځول شې هم دهغه ناخوالي دي چي سړى دا ويره احساسه وي چي داسې نه وي چي موږ خپله رښتني پښتو دلاسه وركړو ولي چي په دهغه سيمه كښې دتېرو څوكلو يا لسيځو څخه د پښتو په ليك دود كښې ډېر توپير راغلي دي كه موږ د شمالى پښتونخوا د نن څخه شل پنځويښت يا ددي څخه د پورته څو كلوچاپ شوي كتابونه و ګورو او د نن ورځي د چاپ شوو كتابو سره پرتله كړونو به حريان ورته پاته شو يو خوا د پښتو ځانګړى ټكي لكه ښ، ږ، ڼ، څ، ځ په نوو ټكو بدل شوي يا ددي دپاره كار روان دي خو ددې د مخه داسې نه وو كه موږ د خدائى بخښلې اجمل خټك كتاب دا زه پاګلوم ولولو يا د باچا خان دهغه وخت پښتون مجله و لولو يا نور پخوانى كابونه نو د پښتو ځانګړى ټكي پخپل ځائى ګار شوي دي او يوه معياري پښتو ليك دود په كښې ګار شوي دي خو اوس چې كوم كتابونه چاپ كيږى يو خوا د پښتو د تورو او الفاظو په ځائى د نورو ژبو دومره و دننه كړل شوي دي چي كله كله د چا دا ګمان باندى راشې چې ځه د پشتو كتاب نه لولمه بلكې كوم د بلې ژبى كتاب دي او په وارو وارو په دي باندى ليكنى شوي دي كه ځموږ د شمالى پښتونخوا ليكوالانو شاعرانو او اديبانو ودي لويه تېروتنه ته پاملرنه ونه كړه لوبه ارومرو يوه ګلابى پښتو ژر ځموږ و مخ ته راشى.
عجبه خبره خو دا ده چي نن چين او ايران په دولتى كچه دا پريكړه كړي ده چي هم دواړه ملكونه د خپلو ژبو څخه د پربديو ژبو توري وباسى او په دي باندى په دولتى كچه كار روان دي دا دواړه داسې ملكونه دي چي د دوي ژبى چينائى او فارسى هم دفتري ژبى دي هم د ښوونځي او ماركيټ ژبى دى هم د رسېنو آن دا چې دا دواړي ژبى حكومتى او دولتى ژبى چې څومره ارزښت په خپلو خپلو هيوادونو كښې لرى پښتو خو دهغه ټولو اسانتياو څخه بې برخى ده يا بى برخى كړل شوي ده نه يواځي چين او ايران بلكې د نړۍ نور ملكونه په دي كار بوخت دي چي د خپلو ژبو څخه د باندنيو ژبو توري وباسى څرګنده خبره ده چې ارومرو به ددي په زيان دوي پوه شوي وي خو موږ يو چي په پټو سترګو د نورو ژبو توري په خپله ژبه منډو چې دا ښه پايلى ونه لرى چې پښتو ته به د وخت د تېريدو سره رسوي بيا به موږ ددي وړلو چې د پښتو څخه د باندنيو ژبى توري وباسى يا دا چې د نورو ژبو توري دومري ډېروي چي د پښتو تورو واستلو ته د را روان كهول اړشې ځكه د مخه موږ ويلي ووچي د يوه قام د مينځ څخه د وړلو دپاره اړنه ده چي دهغه ژبه ځينى واخلى د پښتو او پښتنو د مينځ څخه د وړلو د دښمنانو هڅي د ډېرو وختو څخه د مغل ددوره را رواني دي خو دوي لولي څښتن په فضل ځموږ دښمنان په دي كار كښې بريالي نه شول كه څه هم په ډېره لويه كچه داسې هڅي وشوى نو ځكه دوى دا بله لاره خپله كړه چي پښتو يې ورګډ وډه كړه چي د كار په كابل كښې په دومره لويه كچه نه دي روان لكه په شمالى پښتونخوا كښې چې روان دي نن موږ د پښتو دوځو نومونه لكه د ګل ورځ د زيارت ورځ د جمعه د خالى ورځ دلاسه وركړى دي او ډېر لږ كليوال وګړى يې ګاروي كښې د شمالى پښتونخوا په ګډون منځنى پښتونخوا او سويلي پښتونخوا يا خو پير،منګل، بدهه، يا يكشنبه، دوشنبه، سه شنبه او نوري ټكى ګاروي په شمالى پښتونخوا يا پى كي پى خو د پښتو شميرني يا ګتني هم ايره كړي ده او دهغه په ځائى بيس تيس چاليس په كار راوړي او ځما په اندچې په سلو كښې لسى وګړى به داسې نوي چي دوى د يوه څخه نيولي بيا تر سلو پوري شميرني وكړى دا ولى داسې كيږى ددې ډېر علتونه دي خو ددي ټولو پيړه هم په موږ باندى راځي په كاردي چي موږ نور پړه نه كړو خو د پاكستان چاپيريال داسې جوړ شوي دي او رسنېاو ميډيا هغه څه ښكاره كوي چي هغه نه زموږ د مذهب سره اړه لرى نه ددي ملك د تاريخ قامونو د جوړ شوي دي او رسنې او ميډيا هغه څه ښكاره كوي چي هغه نه زموږ د مذهب سره اړه لري نه ددي ملك د تاريخى قامونو د دود او كلتور سره څه اړه لرى چاچي څه وكړو هغه يې وكړو د مخ نوي سوچ د چا سره نښته خو دا به هغه وخت و دوي ته څرګند شې چې اوبه تر ورخ واوړي كه د لويديځ دود او كلتور و دوي ته ډېر خوښ دي او ګران دي خو ځموږ د آسيا دود او كلتورو نه يواځي ډېر پخوانى دى بلكې ډېر ارزښت هم لرى دا رښتيا خبره ده چې لويديځ و زده كړو تعليم او سائنس ټيكنالوجى ته مخه كړه او د نه يواځې ډېر پخوانى دى بلكى ډېر ارزښت هم لرى دا رښتيا خبره ده چي لويديځ و زده كړو تعليم او سائنس ټيكنالوجى ته مخه كړه او د پرمختيا واوج ته دوي ورسيدو او موږ و دوي ته اړ او محتاج شول او دهري لاري دوي په موږ باندى اغيزي كوي كه په وخت موږ د آسيا خلګو زده كړو سائنس او ټيكنالوجى ته مخه كړي وي نو به نن دا حال نه وى.
يو بله لويه تېروتنه چې ځموږ د شمالى پښتونخوا په ايالت كښې د كلچر په نامه كيږى هغه هم د پښتو دود او رواج ته ډېر زيان رسولي دي كوم فلمونه او ډرامي او په نورو نومو چي كلتوري دستوري كړي هغه ځموږ د پښتنو د دود او كلتور سره يو ډول اړه نه لرى خو بيا هم ځموږ دهغه كهول روان دي نورو كلتور د پښتنو په نامه ښكاره كيږى دديې د څنګه د پيسو په نامه باندى داسې شاعرى ځموږ په دهغه سيمو كښې كيږى چې هغه ځموږ د تاريخ دود دستور او كلتور سره يو ډول اړيكى نه لرى كيدى شى چې د ځينو نورو خلګو به دهغه كلتور وي او د دوي په ټولنه او كورو كښې به دي څخه څوك بد نه وړي خو نه دا د پښتنو دو ددي نه پښتانه په خپل كور كښيې داسې څخه ځغملى شې.
داسې نه چي موږ پښتانه د يوې بلې نړۍ مخلوق يو او ددي نړۍ اغيزي به په موږ نه كيږى دا هر څه شته موږ به هم د نړۍ سره سم په ځان كښې څه نه څه بدلون راولو خو ددي مانا دا هم نه ده چي خپل هر څه دلاسه وركړو او د نورو ښه او بد خپل كړو دا وخت لر او بر پښتون افغان د يوه لوئى ناورين څخه تيريږى د تېرو پنځه ديش كلو څخه موږ د نورو په جګړو كښې راګير يو ځموږ خاوره ځموږ هر څه وران شوى دى په لكاو لكاو وژل شوي دي په لكاو لكاو وګړي د خپلو كورو څخه بې كوره شوي او بې كوره كيږى په دا تېرو درې لسيځه كښې چې ددي قام سره څه وشو په تاريخ كښې به د بل چا سره نه وي شوى او اوس هم دانه د څرګنده چې په را روان وخت كښې به ددې ولس سره څه كيږى ټوله نړۍ كه هغه ليري دي كه نزدې ځموږ په ورانيو بوخت دي او ددي څخه څوك ډه ډه نه شې كوي خو ددي ټولو ناخوالو د څنګه د ډېر وخته څخه موږ ګرانه ژبه او ځموږ دود دستور دورانولو د هڅو څخه مخ نه ګرځوي دا هر څه چې موږ په ګوته كوو دا ددي دپاره چي و خپل لر بر قام ته دا څرګنده وي او دوي د خپله وسه داسي هڅي وكړى چې د دهغه نړۍ وال ناورين څخه ځان وځغوري او نړۍ والو ته دا ورو ښايى چې پښتون افغان نه وران كار دي نه تهره ګر نه نا سياله دي نه غير مذهب دي بلكى په بشپړه يو نوموړي قام دي چي يو لرغوني تاريخ لرى داسې ژبه لرى چې د نړۍ د لويو ژبو څخه يو ده ډېر پراخ وطن لرى ډېر شتمن دود دستور او كلچر لري چي هم يې د غم ځائى ښكاره دي هم يې د ښادي او اختر ورځ ښكاره ده دابيله خبره ده چې د تهره ګري په نامه باندى د پښتنو افغانانو نه جنازي خوندي دي نه يې جمات خوندي دي نه يې مركه او جرګه خوندي ده نه يې ښوونځي ليسه او كالج خوندي نه يې مشر سپين ږيري او د مخ سړى نو ځكه چې و پښتون افغان ته په كارده چي خپل تس نس وجود سره راټول كړي يو بل ته لاس سره وركړى او كوم ناورين او طوفان چې په راوستل شوي دي دهغه مخ نوي په مړانه وكړى او كوم باندنې لاسونه چې ځموږ ګريوانو ته را رسيدلي دي هغه غوڅ كړي دا هغه وخت كيدي شې چي موږ لاس په لاس كښې سره وركړو د خپلې خاوري د خپلې ژبى د خپل دود او دستور ساتنه وكړى ولې چې دا ځموږ د ټولو پيژندګلوي او شناخت دي نو هر څوك چې ځموږ دي وباړونو ته لاس اچوي هغه خپل دښمن وګڼو كه هغه خپل دي يا پريدي..؟ ډېر خلګه به دا فكر كوي چي داسې خبرى او ليكنه د خلګو په مينځ كښې كرګه رابرسيره كوي خو يوواربيا په لويه چغه د خبره كول غواړم چي نن پښتون افغان د يوې ډېري بدي ناخوالى سره مخامخ دي دا هر څه چي د قلم د څوكي څخه راوځي دا ټوله رښتيا او حقيقت دي او په كاردي چي په رښتيا سترګي پټي نه شې او څوك چې مخالفت ورسره كوي هغه هم دا رښتيا ومنې داسې هم د اسلام سپيڅلي د بن ښووني په رښتيا باندى ولاړي دي او دا ښوونه كوي چي كوم ښې دي ځان ته خوښ دي هغه تل ته هم خوښوه او كوم شې چې دي ځان ته نه وي خوښ هغه بل ته مه خوښه وه پښتون افغان خو يو پراخ لمني قام دي هم چي نن د كومو ناخوالو سره مخامخ دي ددي يو علت هم دهغه دي.
نن چي پښتون افغان ته د مارانو كوم سرونه ښكاره كول كيږي په كاردي چي په هغه موږ پوه شو او تر ډېره پوري په پوه يو خو په دي نه يو پوه چې د شطرنج په دي لوبه كښې كوم چال خپل كړو هر كله چي موږ په چال ورسره پوه شو نو بيا هيڅوك د موږ څخه برى نه شې وړي نن هر څه څرګند شوي دي د تېروتنې ګنجائش نه دي پاته خو ددي هر څه سره سره په كاردي چې ځموږ نړۍ والو ته دا څرګند كړو چې ددي خاوري بچى او خاوندان موږ يو د نړۍ والوسره د برابرى په كچه ژوند كول د هر بشر حق دي پخپله خاوره په خپله ژبه خپل دود دستور او خپل سپيڅلى دين اسلام ساتنه ځموږ شعار دي.