(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
په شنه سپرلي كې هم پخپلو وينو سور و ګلاب
د خپل ډنډر نه اوېزان لكه منصور و ګلاب
پرخې په غاړه كې يې واچوه امېل د لېچو
چې لږه ساه واخلي په تا پسې رنځور و ګلاب
چې شوكېدلې پاڼې پاڼې دى د ناز په ګوتو
الله خبر د كوم پښتون حسن تربور و ګلاب
هلته خو ته لا په پردو كې د عدم پټه وې
اوس يې څوك ناز نه وړي هو! يو وخت كه مغرور و ګلاب
د پسرلي راڼۍ د رنګ ډولۍ كې نورو يووړه
موږ يې وهلى پر تندي لكه سندرو و ګلاب
چې زړه يې روغ وي څوك پخپل لاس خپل ګرېوان نه څيري
مه يې سپړئ زړه، له كوم درده به مجبور و ګلاب
خبره دا وه چې نظر د كليم نه درلود چا
ګنې درمله د رنګونو كوه طور و ګلاب.
Ihsanullah darmal, Pekhawar
بېرته شاته |