د پاکستان ويلنټاينز ډې
خان زمان کاکړ
دا پاکستان دی، دلته همېشه د مېډيا مجاهدينو کېمرې پر غاړه اړولي وي، په پارکونو او بازارونو کي ګرځي، چي چېري کومه نجلۍ خو له کوم پردي هلک سره په سېل راوتې نه ده، که چېري کوم دوه ملګري ناست وي، دوي ترې نکاح نامه غوښتلې شي، دا تپوس ترې کولی شي چي دوی د مور او پلار په اجازه که بې اجازې راوتللي دي؟ که چېري يې نکاح نامه ښکاره نه کړه نو د ټي وي پر پرده به په څو څو واره وښوول شي، د مېډيا مجاهدين د جوړې د نه اجازې او احتجاج باوجود په زور د هغوی کوريج کولی شي. ځکه چي په پاکستان کي د مېډيا جهاد روان دی او مقصد يې دا خاوره له بداخلاقۍ، فحاشۍ او عريانۍ پاکول دي، دا مېډيا ځانته دا حق ورکوي چي د چا په شخصي ژوند کي مداخله وکړي او د هغوی هر ډول عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي، په داسي حال کي څوک جرات کولی شي چي ويلنټاينز ډې ولمانځي او په خپلو کي د زړونو او ګلابونو تبادله وکړي؟
دا پاکستان دی، دلته تر ټولو زيات قابلِ نفرت شی جمهوريت دی، جمهوريت رضامندي او د ضمير آزادي ته وايي، عشق يو جمهوري عمل دی، ځکه په پاکستان کي بېن دی، په پاکستان کي يو داسي روش پاتې شوی دی، چي د دو کسانو په باهمي تعلق کي دريم څوک همېشه ځانته د مداخلې حق ورکوي، هر کال د ويلنټاينز ډې په ورځ ليدل کېږي چي د دو مئينو په تعلق کي يو دريم څوک له خپل ټول شر سره مداخله کوي او دا تعلق په پوره بې دردۍ تار په تار کوي، په پاکستان کي د ويلنټاينز ډې په مناسبت ردِ ويلنټاينان له وړاندي تياري نيسي او په بازارونو کي د ګلونو دکانونه ګډوډوي، بهر راوتلي ملګري ډبوي او په مئينو زړونو يې خپلې کرکجنې منګولي ورښخوي.
دا پاکستان دی، په دې کي برلاسی ذهنيت په دې نظر دی چي ويلنټاين له مغربه امپورټ شوی رسم دی، ځکه دا زموږ عقيدوي ژوند ته خطر پېښوي. دلچسپه خبره دا ده چي د پاکستان لار د مغرب ډالرو ته پرانيستې ده خو د مغرب رسوماتو ته په هره لار جنګيالي توره په لاس ولاړ دي، حالانکې د مينې روايت تر مغرب ډېر زوړ دی، رحمان بابا وايي
دا جهان دی خدای له عشقه پېدا کړی
د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا
دا پاکستان دی، په دې کي پر هر سړک فحاشه خانې ودانې دي، شپه او ورځ پکي د انساني بدنونو سودا کېږي، د منټو د لنډو کيسو غوندي يو زړه چاودونکی صورتحال دی، دا انسان دشمن عمل چي په پسِ منظر کي يې ظالم طبقاتي نظام کارفرما دی په پاکستان کي په ډېره پراخه کچه روا دی خو په پاکستان کي د عشق مقدس عمل روا نه دی، دوی وايي چي دا زموږ د اخلاقي نظام خلاف عمل دی، کوم نظام چي د يوې فحاشې نس نه شي ورډکولی هغه نظام د اخلاقياتو کومه دعوه کولی شي؟ بهر حال سږکال به هم د ويلنټاينز ډې د لمانځلو اجازه نه وي، ټول خلک بايد په پام کي ولري، چي ددې ورځې د لمانځلو غلطي به نه کوي.
دا پاکستان دی، ددې په ورځپاڼو او ټيلي ويزنونو کي هره ورځ پر لاشونو د لاشونو غورځولو خرمستي روانه وي، کرکجن، قاتلان او غله لګيا وي خپلې وايي خو په دې ورځپاڼو او ټيلي ويزنونو کي به د مينې، ايجنوايمنټ او اينټرټېنمنټ يو سين ونه ليدل شي، د ويلنټاينز ډې په مناسبت دي هم څوک ددې سين توقع نه کوي.
دا پاکستان دی، په دې کي يې له هره چا د اظهار حق اخيستی دی، دلته يوازې کرکجنو ته د خرافاتو ويلو آزادي ده، که کوم هلک او نجلۍ په خوښي د واده کولو جرات وکړي، کرکجن رواج يې دا جرات په وينو ورولړي، د انساني حقونو په رپورټونو کي يې لوستلئ شئ، چي په پاکستان کي هرکال د مينې د رشتې څومره ډولۍ (Love marriages)په جنازو بدلېږي. دلته چي پلار مېږه يا وزه اخلي نو غاښونه يې ګوري خو چي زوی ته د ټول ژوند ملګرې ورپه نوم کوي نو په نه ديد سودا کوي، په داسي حال کي دي څوک هېښ نه پاتېږي که پرڅوارلسمه فروري پر ويلنټاينز ډې د کودتا لپاره لښکرونه په ډنډو او وسلو سمبال راووځي
سايل وايي:
هر زړه چي پېدا شي يو ارمان له ځان سره راوړي
خيال د خپلې خوښې د جانان له ځان سره راوړي
د خپلې خوښې د جانان خيال هر څوک له ځان سره راوړي خو ددې خيال د اظهار جرات د ګوتو په شمېر خلک له ځان سره راوړي.
دا پاکستان دی، په دې کي د عشق او فحاشۍ معنا يوه ده، په دې کي عشق د سيکس په معنا اخيستل کېږي، د زړونو يوه لويه دنيا د کرکجنو د نظام په قاموس کي د ډېرو وړو معنو په بوتل کي بنديوانه ساتل شوې ده. همدا وجه ده چي دلته د ويلنټاينز ډې معنا فحاشي او سيکس دی.
دا پاکستان دی، دلته په اکثرو پوهنتونونو کي د نجونو او هلکانو کېمپسونه يوه له بله لېري جوړ وي، د تګ لارې يې هم بېلي وي، د جسماني او ذهني بلوغت او د پوهنتون د علمي پختګۍ په دوره کي چي هم انسانان په يو بل قوت کنټرول کېږي، نو په ټولنه کي به د څه بلوغت او پختګي موجوده وي؟ څوک دې منلو ته تيار نه دي چي دا د عمر يوه داسي حصه وي چي پکي انسانان بايد خپلې رضامندۍ ته پرېښوول شي او سماجي تعلق او تعليمي پروسه بايد د جنس، عقيدې او نسل له امتيازه ماورا وګرځول شي، خو د اخلاقياتو محافظ دې حقيقت منلو ته تيار نه دی، چي په لوړو تعليمي مرکزونو کي داسي صورتحال وي، نو په عامو ټولنيزو مرکزونو کي به څه حالت وي؟ په پاکستان کي د ويلنټاين د ناکامۍ راز په دې کي دی
دا پاکستان دی، دلته عشق حرام دی، دلته د کرکو کارخانې دي، دلته د خلکو پر شخصي سماجي ژوند د سټېټ د پرورده تهيوکرېسۍ دېب ناست دی، دلته قراردادِ مقاصد د ژوند رنګيني لوټي، دلته بې مهاره مېډيا د خلکو آزادي مجروح کوي او د مکتب استاد د محصلينو په ذهنونو کي کرکه، تنګ نظري، تعصب او شدت پسندي پيچکاري کوي. په دې کي د ويلنټاينز ډې لپاره هيڅ ګنجايش نه پاتېږيدا پاکستان دی، په دې کي د انسان درناوی نشته د انساني اقدارو به څه درناوی وي. په دې کي تر ټولو محبوبه مشغله د سرونو غوڅول دي، په دې هيواد کي د ويلنټاينز ډې اهميت ته د درناوي غوښتنه حماقت دی، بايد دا حماقت ونه شي.
ويلنټاين مرده باد
امريکه کا جو يار هی غدار هی غدار هی