دوه تمانچه اى قاتل
له نورو سره د راشه درشې اوکړنې بنسټيزفنونه که غواړئ شات ولرئ کندويې په لغته مه وهئ.
په ١٩٣١ ع کال دمى په اومه او نيويارک ښار د انسان دترټولو حياجان زيږونکى سحنى ليدونکى وچې تردغې نيټې يې د بيلګه پدغه لرغوني ښآرکې نه وه تيره شوې :
دوه تمانچه اى قاتل نيول شوې ؤ . له اونيو پلټونو ، څارني او تيښتي وروسته اخر کرولى چې په دوه تمانچه اى قاتل مشهور ؤ د وست لند په کوڅه کې د خپلې معشوقي په کورکې ونيول شو کرولى دخپلوورته همسلکانو پرخلاف نه څکل او نه يې شراب پرشونډو ايخي ؤ دايوه استثنا ګڼل کيداى شې .
دکرولى دپټنځاى لاندينۍ طبقه يوسل پنځوس کارپوهو پوليسو په محاصره کې وه دوى غوښتل چت سورى کړې او د اوښکې بهوونګى ګازپه کارولو پوليس دا وژونکى قاتل ونيسي .
همداراز نزدې اپارتمانونوکې ډېر ماشينګڼي لګول شوې وي چې دده ځاى يې په نښه کاوه يوشېبه وروسته دغه ارامه فضا له ډزو ډکه اوپردغه ارامه سېمه يې يو وحشت حاکم کړ .
کرولي چې ديوې سندلۍ شاته يې مورچل نيولې وه دکوټي پرغولې رغښته اود پوليسوډزو ته ځواب ورکاوه دترلسو زرو زيات کسان د سيمې په پياده رو کې راټول شوې ؤ او په ښار کې دغه بېسارى حياجان زيږه ونکى پېښه يې څارله .
دکرولي ترنيولو وروسته د نيويارک پوليسو مشر روښانه اعتراف وکړ چې دا دوه تومانچه اى جناريتکار دنيويارک په تاريخ کې تر ټولو سخت جنايکار دى هغه دومره تيز او چنګ اوبى رحمه دى چې په يوه رالودونکى پاڼه ډز کوي اوپه هوا کې ولى .
خودوه تومانچه اى کرولى دځان په باب څه نظر درلود او څنګه يې فکرکاوه ؟ زه يو له هغو کسانو يم چې ددې پوښتنى په ځواب پوهه يم اوتاسو ته يې وايم : په هغو شيبوکې چې پوليسو دده په کور يرغل وکړ دى ناست ؤ او هغوخلکوته يې ليک ليکه چې ده پوري مربوط و او دخپل بدن له هغه وينى نه يې په يوه څاڅکى ليک سور کړ چې د مرده کى له ځايه څڅيده .
پدې ليک کې د داسي کسانو په څير ليکلى دى چې لطيف انسانى او شاعرانه احساس لري . زما د کميس دچپى زما د کميس له چپى خوا لاندى يو ستړى خو مهربان زړه تر اوسه خوزيږې داسې زړه چې هڅکله د بل چا د زورولو په نيت نه دى خوزيدلى . ددې پيښې نه څو ورځې مخکې پيښې ته ګرځو چې کرولى په لانګ اليند کې خپل موټر په يوه کوڅه کې ودراوه او د خپلى معشوقى سره په مينه اومحبت بوخت ؤ له بده مرغه يو پوليس راپيداشو او د څوکى په منيځ کې ولاړ موټرته يې پام شو ، له بده مرغه پوليس د موټر خواته راځې او چلونکى غواړى د مهربانۍ له مخې خپل جواز ورکړې . کرولى بې له دى چې د چاد زورولو نيت ولري جيب ته لاس کوې خو د جوازپرځاى تمانچه لاس ته ورځى او د بريښنا په چټکتيا د مزاحم پوليس بدن په سربي مردکيو سورى کوى . سريې په مرده کې ولى خپل موټر ته خيژي او د خپلې هغې معشوقي چې مينه يې بشپړه شوې نه وه ځاى پريږدى دا آرام او متين ښاغلى هماغه چې په خپل ليک کې ليکي : زماکميس د چپي خوا لاندې يوداسې زړه دره زيږي چې هيڅکله دچا د زورولو په نيت نه دى دربيدلى آيا کرولى ځان غولوي يا انګېري چې خلک دومره ساده دى او دده داخبره منى چې ده دنورو د ځورونې نيت دى نه درلود هغه نه پوهيده چې ناسمي او ناروا غوښتني کم ترکمه د نورو د غوښتونوپرخلاف راتلي ؟
کرولى وروسته دبريښتا پرواسطه په اعدام محکوم شو فکروکړئ آيا هغه چې کله د سينګ سينګ په زندان کې د مرګ په کوټه کې ګرځيده دايې ويل ( داده د هغه چا سزا ده چې خلک وژني ) ؟ نه ! هغه د مړينى پرمهال هم د خپلى کړنى په ناسموالى ګروهمن شوي نه ؤ ويل يې ( داهرڅه پدى خاطردى چې غوښتل مى له ځانه دفاع وکړم ) دوه تمانچه اى جنايتکار اوچټک پوليس وژونکى کرولي ځان هيڅ ګناهکار نه ګاڼه رښتيا ! تاسو فکر وکړئ چې د بردخورد دا لاره په جنايتکارانوکې استثنايې او غيرعادى ده ؟ نه رښتيا داده چې دا طريقه په لږ اختلاف ددې ټولو په منځوکې يو شان ده چې دا طريقه په لږ اختلاف د دوى ټولو په منځوکې يوشان ده ددې خبرې د تائيد لپاره لاندې پيښې ته پام وکړئ ( زما د ژوند ترټولو ښه کلونه پدى تيرشول چې خلک د ژوند د خوږو او لطيفو خوندونو برخمن کړم زما هڅه داوه چې هغوى خپل وختونه په خوښۍ تيرکړې خوچې د دى بدل کې مي څه برخه کيږې هغه کنځلى ،لعنت او بدى ردى دى چې اورم يې اوبديې لا دا چې تل ترڅارنى لاندې يم )
داچې موولوستلى داده امريکاد ټولنى ترټولو سخت دښمن ال کاپن وينا وى دى چې د شيکاګو د کانګسترانو ترټولو مشهور شخص ؤ اود ويره ونکو بانډونو د مشرپه توګه د وژل شوو او له ځانه يې هميشنۍ کرکه پرځاى پريښوده ال کاپن هيڅکله ځان پرنه ګاڼه او نه يې محکوماوه دهغه رښتياځان دخلکو خدمتګارګاڼه خوداسې خدمتګارچې خلکويې قدر نه دى پيژندلى بلې بيلګې ته پام وکړئ ، شولتزد امريکا يو ډير لوى بدنام جنايتکاردى چې په هاليندى شولتز مشهور دى ديوى روځ پاڼى سره د مرکى پرمهال ال کاپن ته بيخې ورته په ښکاره ډول اعلان وکړ : ( زه د خلکود خدمتګارانو زړګى يم ) ډيره د پام وړيې داده چې د پخپله وينا پوخ ايمان درلود داخبره يې د نيوکارد کانګسترانو دمردکى په وسېله ترمړينى څو ورځى مخکې کړي وه .
مادنيويارک د مشهور زندان سينګ سينګ له مدير ښاغلى واردن والاس سره ډيرلېکني اړيکي درلودل اوډيرجالب ليکونه مويوبل ته ليږلي دى ښاغلې والاس ګروهمن دى چې ( دهغو جنايتکارانوپه منځ کې چې دسينګ سينګ زندان يې ډک کړى دى داسې کسان ډيرلږ دى چې ځان ته تباهکار ووايې دوى ادعا کوي او ډير دلائل ورته پيداکوى چې زما اوستا پشان دانساني ارزښتونو او اخلاقي ښيګڼولرونکى دى دښاغلى والاس د يوه ليک يوه برخه : ( دوى زياتره ددې لپاره دلائيل جوړوى چې ولي يې يوصندوق مات کړى يا يې په زور سره پرماشه ګوته راښکلى ده دوى نه يوازى منطنقي يا غيرمنطقي دليلونوغواړې ځان نوروته سپين کړي لاداهم غواړي چې خپل ټولنيزضد علمونه توجيه هم کړي اوکله دومره مخکې ځي چې په ډيره ټينګه پخپله بى ګناهۍ زور واچوي او وايې چې بايدهيڅکله نه وى بندى شوې .....!) دوه تومانچه اى کرولى ، ال کاپن ، شوليتزاو نور چې پياوړى تباهکاران او په عين وخت کې نهيلي ؤ بيا په زندان کې اعدام شول يا د خپلو لخوا وويشتل شول خوهيڅکه يې ځانونه پړه نه ګڼل او حتى پرخپله بى رحمۍ يې هم باور نه ؤ چې آي زمونږه او ستاسو او نورو خلکو نظرهم چې دغه ډول خلک وينو په د دوى په باب دغسې دى ؟ څرګنده ده چې نه ! موږ ته دهغوى کړنه مهمه ده موږ کله يازياتره حتى د خپلو ځانونوپه باب هم سم قضاوت نشو کولاى ځکه سم قضاوت واقعبينى غواړى دجان وانا ميکر دا اعتراف ډير دپام وړدى چې ترمرګ لس کاله دمخه يې کړې ؤ : ( ديرش کاله مخکي پوه شوم چې بدې ردې ويل ډير ناوړه کاردى زه پرخپلومحدوديتونولپاره د برى لپاره ډير ځوريږم نور وخت چې پاتي کيږې چې پرافسوس کولو او ځان زورلو يې تيره وم ولى خداى د عقل اوشعور تحفه دخپلو بنى ادمو مخلوقاتو په منځ کې يو شان نه ده ويشلى ) داښاغلې هغه وخت پدى پوه شه چې ٤٠ ــــ ٥٠ پوري کاله يې ددې محبت نه دګټي اخيستولپاره وخت درلود ، خوآيا زه هم ددغسې نتيجي دلاسته راوړلو لپاره ٣٠ يا زيات کلونه وليږوم ؟ زه هم اېله په ديرش کاله کې دې نتيجي ته ورسيدم ، چې په هرو سلو خطاو چې خلک يې کوې ، ډيرلږ به داسې څوک پيداشى ، ځان تريوي غلطۍ ډيرو لپاره ملامت کړي . دداسې خلکو انتقاد او بدي ښکارکول دومره ګټورنه دى ، ځکه دوى دفاعلي حالت اوخپلي غلطۍ دتوجيه کولو لپاره دلائيلو جوړولو ته هڅه کوي له بلې خوا انتقاد داخطرلري چې د اشخاصو ګرانبيه غرور او د دوى د ځان مهم ګڼلو حس تاواني کړي ، چې نتيجه به يې د کيني او دوښمنۍ د احساس راپارول وي نه پوهيږم د المان په پوځ کې به داکړنلاره تراوسه وي اوکنه چې يو سرتيرى د رټلو نه وروسته زر د شکايت حق نه لري يوه وخت خواداسي کيده ، کواوس هم وشي ، بده نه وي رټل شوې پوځى هغه وخت د شکايت حق نه لري ، چې قار يې کينې اوغوصه يې ارامه شې . که چابه دا تريقه پريښوده او زر به يې شکايت وکړ ، دجزا به يې ليده . زما په ګومان په سخصي ژوندکې هم د داسې مقرراتوپه پام کې نيولو گټور واقع کيداى شې کيداى شې دمور او پلار د قار ، دښځي ډون کيدو او مشرانو دبدو اوردو ويلو پرمهال مراعات شې . دملتونو په تاريخ کې دداسې ښکاره انتقادونو بيلګې موندل اسان دى ، چې بدې پايلې يې لرلي دى يو داسې بيلګې ته چې ښايې ځينوته ياد وى پام را واړوئ : د تيوډور روزلت جنجال اود جمهوريت غوښتونکى ګوند لخوا د جمهور رئيس تافت دعوه پدې پاى ته ورسيده چې د دواړو پرځاى ښآغلى ميلن پرتخت کيناست . جمهوررئيس روزلت دزمريانو ښکارپسي افريقا ته ولاړ(١٩٠٨ ) ، تافت روزلت په غياب کې د هيواد چارې پرمخ بوتلي ، خوددغه محافظه کارۍ جمهور رئيس روزلت وتاروه ، دافريقاله سفرڅخه ترراګرځيدو وروسته يې پرتافت سخت انتقادونه وکړل او هغه يې وغاند پدې لټه کې شو چې دريم ځل لپاره ځان جمهوري رياست ته کانديد کړي ده د جمهوريت غوښتونکى ګوند په انحلال اود ماوز ګوند په جوړولو يې انتخاباتوته راودانګل ، دجمهور رئيس روزلت د انتقاد داپايله شوه چې جمهوريت غوښونکى ګوند په يوازې په دوه ايالاتو نو ورمون آيوتاکى وځليد د امريکادغه ترټولو پياوړى ګوند د تاريخ ډير شرمونکى ماتى وخوړه روزلت تافت د ماتي عامل ګاڼه ، خوآيا تافت دامنله ؟ نه ، ده هيڅکله دا ومنله چې پړه ومني . پداسې حال کې چې اوښکه يې په سترګوکې ، ويل به يې ، ( نه پوهيږم څنګه مې کولي شو ددې نه بل شان کړنه ترسره کړم ) . زه نه غواړم او نه شم کولاى قضاوت وکړم ، چې څوک په حق ؤ خو ويلې شم چې روزلت انتقادونو ونه شول کولاى تافت قانع کړې او نتيجه يې داشوه چې تافت هڅه وکړه چې دخپلو کړنو د سم ګڼولپاره له وښکوسره داخبره بيابيا وکړې داسې کسان به هم وي چې د دويم اسکاندال تيپوت د نفتودشرکت کيسه به يې ياده وي ، په هرحال که هيره يې هم وى يادول يې بى ګټې نه دى دوهم اسکاندال پيپوت ددې سبب شو چې هغه مهال ورځپاڼى په نه ستړي کيدونکى ډول تيزې او توندى او له قهره ډکى مقالې وليکې ، اوپښه پداسې آب ا و تاب بيان کړې چې ملت وخوزوى ورخطايې کړي . تردغه مهال هيڅوک نه پوهيدل چې د امريکا د خلکوپه ژوند کې کومه پيښۀ شوي وي ، داسکاندال پيښه څرګنده او ښکاره داسې رامنځته شوه چې د هارډنګ دکابني داخله وزير البرت فال ګومارل شوي ؤ ، چې په الک بيل او دويم تيپوت کې دتفتو دولتى ذخيري په اجاره ورکړې دا ذخيري په راتلونکى کې د سمندرى پوځونو لپاره بيلي شوي : ويليام فال چې داخله وزير ؤ فال ګمارل شوي ؤ چې په الک بيل دويم تيپوت دنفتو دولتى ذخيرې په اجاره ورکړې دا ذخيرې په راتلونکى کې د سمندرى فوځونولپاره بيلې شوې : وليم فال چې داخله وزير ؤ هغه د بيو د لوړولولپاره هيڅ ونه کړل هغه دغه له ګټي ډک قرارداد له لدوک ادوارد دوهنى سره وکړدوهنى هم دقرض په نوم فال ته يوميليون ډالرور کول فال د سمندري پوځ امروکړ چې ذخيروته ورشي او رقيبان چې دخپلو کوهيو د لاري دهيل له ذخيرو نفت رااباسي وشړي په پاى کې کله چې رقيبان د توپ او توري په زور له سيمې وشړل شول پرمحکمو يرغل وروړ چې د يوي سل ميلوني ناوړه استفادي نه پرده پورته کړي . نتيجه يې يوه داسې ناولتياشوه چې دهارډينګ حکومت يې ولړزاوه اودغې ناولتيا د ټولو حال واړاوه جمهوريت غوښتونکى ګوند له ګواښ سره مخ شو او البرت فال د زندان د پيجرو شاته ولوليد فال ډير زر محکوم شو داسې محکوميت بېلګه يې ډيره کمه وه خو آيا د خپل کار پښيمانه شو ؟ نه هيڅکله ! کلونه وروسته هر برت هوور په يوه وينا کې څرګنده ګړه چې د ( جمهوررئيس هاردينګ مړينه د يو دوست د خيانت په وجه له راولاړي شوې سودا اوفکرې نارامۍ له سببه وه ) کله چې ميرمن فال داخبره واوريده له خپلى چوکۍ راپاڅيده په زوره زوره يې وژړل پداسې حال کې خپل لاسونه يې په هواکې وځول پرخپل سرنوشت يې لعنت وايه اوچغي يې وهلي ( څه اورم ، بيافال ، هارډينګ سره خيانت کړي دى ) نه ! زما ميړه هيڅکله چاسره خيانت نه دى کړي که کوټه ټوله له سرو زرو ډکه شي ميړه مي لار نه ورکوي ، له هغه چاسره چې خيانت شوي دى ، دار ته ټيلوهل شوې او مصلوب شوي دى ، هغه زما ميړه دى .
وينئ؟ دبشرطبيعت دخپل کار په اړه داسې دى . وران کاري ترځان پرته نور ټول پړه ګڼي ، موږ ټول دغسې يو ، ځکه موږ اوتاسې هريو که کله غواړو په چا انتقاد وکړو ، بايد ال کاپن ، کرولى او ښآغلى البرت فال په ياد راولو ، راځئ دايوه خبره ده دا درته وکړم ، چې انتقاد دداسې کوترى په شان دى چې ، دباز کورته ورګرځى .
هو ! تربيه کوترى خوخپل کورته ځي . اجازه راکړئ داټکى ياد کړم چې کله موږ غواړو پرچا انتقاد وکړو ، هغه ممکن د ځان د پاکولو لپاره د لائيل ولټوي او په بدل کې موږ محکوم کړي او يا د مهرباته تاب په شان ووايې : ( نه پوهيږم څنګه مې کولى شو ، لدې پرته بل څه وکړم ؟ ! ) . ١٨٢٥ داپريل په ١٦ دشنبي پرسهار ابراهام لنکن د يو ارزان بيه هوټل د خوب په کوټه کې چې د پورډ تياتر پکى ؤ ، په مرده کى ولږيد او لوړه اندام يې په هغه کټ راولويد ، چې له دنه ډير لڼد ؤ دبسترې له پاسه يې روزابو نهيور کم بيه مشهوره تابلوهارس فائر پرته وه اود ګاز يوې مړي او يو لړزيدونکى وړانګې کوټه روښانوله . بيا په هغه حال کې چې لنکن ساه ورکوله ، ددغه دجنګ وزيرسټانټن لګياؤ ، ويل يې ، ترټولو لوى کامل واکمن چې نړۍ تراوسه ليدلى دى ، دلته پروت دى . ستانتن پدغه حال کې د لنکن وژنځايه په لاس اشاره کوله . رښتيا د خلکوسره دسلوک پکار کې د لنکن د بري راز څه ؤ ؟ ما لس کاله د ابرهام لنکن ژوند کې څيړنه کړيده اودرى کاله وخت مى د ( ناپيژندل شوي لنکن ) په نوم د کتاب په ليکلو اوسمولو لږيدلى دى ، فکر کوم د امکان تر بريده مى د لنکن د شخصيت او کورنى ژوند په جزياتوکې څيړنى کړيدى ، دخلکوسره مي د لنکن د راشه درشي د ډول او رفتارپه باب ځانګړى څيړنې کړي دى .
آيا هغه د خر د ګيرۍ عادت درلود ؟ هو ، هغه داکار کاوه . هغه دځوانى په ورځوکې د ( انديانا) د پيچن کريک په دره کې نه يوازى شفاهي انتقاد بلکې ليک ، مقاله اوشعر هم ليکه اوځني کسان يې پکې ريشخندول ، هغه به ليکونه پداسې کوڅوکې غورځول چې ډاډه به ؤ ، د نظروړ خلک يې پري تيريږي پدغه ليکنوکې ، يوه يې داسې قهر او غوصه راپاروله چې د عمره يې لمبې بلې وې .
لنکن په سپرينګفيلډ ( الينوى ) کې د وکالت له پيل نه وروسته سمدستي د خپلو مخالفانو پرضد په سرخلاصى ليک کې چې ورځپاڼه خپريده ، انتقاد کاوه ، هغه دا کار يوځل بلکې څوځلي وکړ ، په ١٨٤٢ کې لنکن ديوځان غوښتونکى او جنګيالي ائيرليندى سياستوال جيمز شيلدزسره ونښت ، لنکن په يوه مقاله کې چې په (سپرينګفيلډ ژورنال) کې د يوناپيژندويه شخص په نوم خپره شوه ، نوموړى ا ئيرليندى ريشخند کړ دده مخالف ډير قاريدونکى سړى ؤ ، په اس سپور شو ، راغلى او لنکن يې دويل ته وروباله ، لنک د دويل مخالف ؤ ، خو د هغه د شر نه نشو خلاصيداى ، بايد خپل حيثيت يې هم ساتلى واى .
ده ته اختيار ورکړل شو ، هر ډول توره چې غواړي غوره دى کړې ، داچې ونه يې لوړه وه دسپاره پوځ لنډه توره يې غوره کړه او يوه موده په ( ويست پوينټ ) کې دتوري وهلو په زده کړ بوخت شو . په ټاکل شوي ورځ هغه او شيلډز د ميسي سي پي د رود پرغاړه سره مخ شول او تر وروستۍ سلګۍ د جګړى لپاره تيار ؤ
، خوپه وروستۍ شيبه کې ګواهانو مداخله وکړه او د هغوى د ويلو مخه يې ونيوله . دا پيښه لنکن د ژوند د ټولو بدو پيښو څخه وه ، ده ته يې د خلکو سره د سلوک او برخورد په باب ګران بيه درس ورکړ ، هغه بيا هيڅکله چاته سپکونکى ليک ونه ليک ، بيا يې پرچا ريشخند ونه کړ اوله دغې ورځې وروسته يې هيچا په هيڅ شي انتقاد ونه کړ . دکورنۍ جګړې پرمهال به لنکن هرځل نوى جنرال خوښاوه اود پوځ په سر کې به يې ټاکه ، دوى هريو لکه مک کيلان ، پوپ ، برنسايد، هوکرو ، ميد ډيري لوي سهوي وکړې ، خو لنکن به پداسې حال کې چې په ناهيلۍ کې به ډوب په کوټه کې ګرځيده . دامريکا نيم نفوس دغه ناهيله جنرالان غندل خو لنکن پدي شعار ( نيکي له ټولوسره اوبدو له هيچاسره ) ، به يې خپل د ننني سکون ساته ، دا خبره به يې داسې نقل کوله (قضاوت مه کوه چې ستاپه باب قضاوت ونشي ) کله چې ميرمن لنکن او نورو د امريکا د جنوب خلکو په باب په قهر او شور خبرې کولې ، لنکن جواب ورکاوه : ( پرهغوى انتقاد مه کوئ ، که موږ دغسي شرائطوکې واې هماغسې به واې ) نوځکه که کله به يې انتقاد کاوه هغه به يې هم پرځان کاوه يوه بيلګه يې وګورئ د ١٨٦٤ د جولاى په لومړيو دريو ورځوکې د ګټسبورک جګړه وشوه په څلورمى شپي (لى ) جنوب لورته شاتګ پيل کړ په داسې حال کې چې وريځو زمکى د باران په سيلابونو خړوب کړي وى او جنرال لى په دام کې نښتي او تښتيداى نشو لنکن پدې خبره پوه شوي ؤ دايې يو طلايې چانس ؤ د لي ځواکونود نيولو چانس اوجګړى ته چټک پاى ورکول ، ځکه لنکن په ډيره هېله مندۍ ( ميد) امر وکړ د نظامى شورا د دائريدو پرته په (لى ) بريد وکړي خوخپل پيغام يې د تليګرافي وليږه اوخپل ځانګړى پيک يې هم ميد ته وليږه اود بيړني اقدام غوښتنه يې تري وکړه .
دخوجنرال ميد څه وکړل هغه پوره د لنکن د فرمان خلاف کړنه وکړه هغه نظامى شورا را وغوښته اوپه عملي اقدام کې يې ځنډ وکړ بريد يې نن او سبا ته وغورځاوه او په تيلګراف کې يې د بېلابيلو عزرونو بهانى کولي هغه په ښکاره د هيڅ ډول دليل پرته پر لى د بريد نه ډډه وکړه ترهغه چې د سيند اوبه کېناستى او لى په خوندي توګه دخپلو ځواکونو سره د پروتوماک نه تيرشو .
لنکن ته قار ورغي او خپل زوى رابرټ ته يې وويل ددي څه مانا ده ؟ لويه خدايه ددي مانا څه ده ؟ هغوي زموږ په منګولو کې ؤ او همدا ښه وه چې لاس وراوږد کړو او راته تسليم شي خو هره کړنه چې ما کوله اوهره خبره چې مې ويله نه يې شو کولاى پوځ په خوځښت راولي په داسې شرائطوکې هر جنرال کولاى شو جنرال لى ته ماتى ورکړي حتى که زه تللى واى نو سزا مي ورکولاى شوه لنکن چې زړه يې مات او نهيلي ؤ قلم يې واخست او ميد ته يې ليک وليکه دا بايد روښانه شې چې پردى مهال لنکن پخپله ډير ځان ساتي او د کلموکې استعمال کې يې ډير احتياط کاوه نو په ١٨٦٠ کې دده لانديني ليک دا مانا لري چې ده ميد ته ترټولو بدې غندنې ليکلي دي .
( فکر کوم چې د لى دتيښتي په وجه د راپيداشوى بدمرغۍ په سترتوب پوه شوي ياست ، هغه زموږ منګلوکې و که موږ بريد کړى واى وروستى برى به مو بشپړشوى او جګړه پاى ته رسيده اوس چې وضع داسې شوه جګړه به هم تر ناڅرګند مهال روانه وى تاسو چې وس نه درلود په ارام زړه او د خطر په نه احساس د دوشنبى به روځ بريد وکړئ ، اوس څنګه کولاى شئ د سيند په سهيل کې داسې اقدام وکړئ پداسې حال کې چې ډير لږ سرتيري ( ديخوا په نسبت دريمه برخه ) درسره پاتى دى اوس هيله مندي د هوښيارۍ خبره نه ده او زه هم ددې تمه نه لرم چې پداسې مهال دستاسو اقدام اغيزمن وي طلايې وخت له لاسه تللى اوداچې دغسې طلايې چانس مو له لاسه ورکړى ډير زيات خفه او متاسف يم )
فکرکوئ چې ميد ددې ليک تر لوستلو وروسته څه وکړل ؟ ميد هيڅکله دا ليک ونه ليد ځکه لنکن ورته نه ؤ ليږلي دا ليک دلنکن ترمړينى وروسته دهغه د په پاتى اسنادو او کاغذو کې ومندل شو . ګومان کوم ، اودادګومان نه ډير نه دى ، چې لنکن د ليک ترليکلو وروسته ليک نه دى لوستلى او که لوستي يې وي ، ځان ته يې ويلې دي : بايد لږ صبر وکړم ، زه بايدد دومره بيړي کار وانخلم ، زما لپاره ډيره اسانه ده چې په يو وار اوپه يوه بيشوره ځاى ( سپيڼه ماڼۍ) کې کينم او ميد ته د حملى امر وکړم . خو که زه تيره اونۍ دهغه پرځاى په ګټسبورګ کې وايى او د ميد هومره ويني بهيدنى ملي ليدلى واى اوغوږونه مې د ټپيانو د اوازونوله چغوسره روږدي شوى واى ، ماهم به هم دهغه په شان د بريد سره ليولتيانه واى ښودلى ، که زه د ميد په شان ځوان واى ، شايد هغه کار ما هم کړاى واى چې ده وکړ ، په هرحال اوس د يوسرته رسيدلي کار سره مخ يم .اوداکه دا ليک وليږم يوازى ددي لپاره دى ، چې ځان ارام کړم ، خو جنرال ميد به راوپاروى چې د خپلې کړنې سموالى ته لارې وګورې که هغه پدي خاطرمحکوم کړم ، سخت به ورځوريږي اود يو قومندان په حيث به نور په کار رانشي ، ځکه دنده به پريږدي . لنکن دغه ليک ونه ليږه ځکه هغه پوهه شوي ؤ چې ترخه انتقادونه زياتره نتيجي وي .
تيودور روزولت څرګنده کړي ده کله چې دى جمهور رئيس ؤ که به له کومي ستونزى سره مخ کيده ارام به يې پرچوکۍ ډډه لګوله او لنکن د عکس ته به يې ، چې دميز پرسر ځوړند ؤ ، کتل اوځان ته به يې ويل ، ( که لنکن زما پرځاى واى څه يې کول دا مسئله يې څنګه حلوله ؟ ) نو ځکه پريږدئ ، هرکله چې بل ځل دى ته تيارشوئ چاته بده خبره وکړئ ، چې چاته بده خبره وکړئ ، تاسو هم دغسې وکړئ او څوک چې مو د ژوند سرمشق ټاکلى وي ، په ياد يې راوړئ او ووايئ چې که اوس هغه واى ، څه به يې کول ؟ آيا تاسو څوک پيژنئ چې سمولو او تاديب ته يې ليوال ياست ؟ ډيرښه دا ډير لوى فکر دى ، زه هم ستاسو پلوى يم خو له ځانه يې ولى نه پيلوئ ؟ دځان غوښتنى له نظره داکار د نورو تر سمونى ډير ګټه ور دى ، هو ګټور هم دى او ډير کم خطرهم لري ، براو نينګ واى : ( کله چې د جګړه د انسان له ددنه پيل شي ، هغه د يو قابليت لرونکې وې ) .
ښايې دځان د اصلاح لپاره اوس نه تراخري پورې وخت ولرئ ، ترهغه وروسته هم کولاى شئ په رخصتيوکې ارام وکړئ او په نوي کال کې د نورو تاديب او انتقاد کړئ ، خو ښه داده چې لومړى ځان بشپړکړئ . کنفو سيوس واى : ( پداسې حال کې چې د خپل کور غولى دى له چټلى او واورو ډک دى ، بايد د ګاونډى د بام له واورو شکايت ونه کړې ) .
زه چې ځوان وم او ډيره هڅه مي کوله چې نور ترخپلى اغيزې او نفوز لاندى راولم ، ريچارډ ديويس هاردنګ مجلى ته د ليکلو په باب ديوى مقالى د ليکلو په تکل کې وم ما د يوکس نه په ليکوالۍ کې دهغه ميتود او لارې په باب پوښتلى ؤ او څو اونى مخکى يو ليک ورليږلي ؤ چې په پاى کې ليکل شوې ؤ (دکته شوى خو لوستل شوى نه دى ) دى جملى په پرما ډير اغيز کړى ؤ داسې مې وانګيرل چې د جملى ليکوال بايد د ډير لوړ استعداد سړى وي ، زه خو هيڅ مشغول نه وم خو غوښتل مې ريچارديويس تراغيزى لاندې راولم نوما ليک پدى کليموکې ختم کړ : ( دکته شوى دى خو لوستل شوى نه دى ) . ديويس هيڅ ځان تکليف نه کړ چې زما ليک ځواب کړي ، يوازى زما ليک بيرته راوليږي چې يوه جمله يې پرى زياته کړي وه ( تردى لويه بى ادبى ستاخپله بى ادبى ده ) . رښتيا يى ويل ، ما سهوه کړي وه او د همدغو رټلو او دګلو وړ وم چې ده کړي ؤ ، خوداچى زه ديو انسان طبعيت لرونکى يم ډير ناارامه شوم ، دا رټنه راته دومره ګرانه تمامه شوه چې لس کاله وروسته هم چې ديويس ومړ ماته يوا ځينۍ اولومړنۍ خاطره هم دا وه چې راياده شوه . که موږ وغواړو سبا يو څوک وځورودا ځورونه کيداى شي لسګونه کاله دوام وکړي اوتر مرګه له منځه لاړه نشې که هم تاسو د خپلى خبرى په رښتيا ډاډه ياست ، خوهمدابس ده چې تاسو يونيش لرونکى انتقاد وکړئ ، او مقابل لورى ټول عمر له ځانه خفه کړئ .
دخلکو سره د معاشرت پرمهال بايد دا ياده کړو چې سروکار مو له داسي چاسره نه دى چې منطيق يې زده کړي بلکې دداسې چاسره مخ يوو ، چې احساسات لري . داسې موجودات چې تعصبات او بى دليله ګروهى لري او غرور او ځان ليدنه يې محرک دى .
انتقاد يو ه خطرناکه سپرغۍ ده چې د غرور د باروتو په منځ کې چاودونه رامنځته کوي ، داسې چاودنه چې کيداى شي د هلاکت سبب هم شي . دبيلګې په ډول جنرال ليوناردو تر انتقاد لاندى راغى او ورته اجازه ورنکړل شوه چې له پوځ سره فرانسې ته لاړ شي ، دا امر يې پر غرور داسي بد ولګيد چې له بدى اغيزې يې نا څاپا مړشو.
ترخه انتقادونه ددې باعث شول چې حساس او زر خفه کيدونى توماس هاردې چې د انګلستان ښه رومان ليکونکى ؤ دتل لپاره له ليکنى لا س واخلى انتقاد انګريزتوماس چاترتون ځان وژنى ته اړ ايست . بنيامين فرانکلين چې په ځوانى کې بى پروا او تمبل ؤ کله چې يې د امريکا د لوى سفير په حيث فرانسې ته وليږه ډير کامياب راووت دهغه د برى راز په څه کې ؤ ؟ هغه ويل : ( زه د هيچا بدنه وايم او تل دګړو ښيګڼې بيانوم )
هر ناپوهه کولاى شې په انتقاد او شکايت نور محکوم کړي او زياتره احمقان داسې کوي کارلايل وايې : ( يولوى سړى خپل لوى والى دخپل دسلوک په واسطه وړ خلکوته ښايې ) .
راځئ د خلکو د محکمولو پرځاى هغوى وپيژنو پريږدئ هغوى کشف کړو چې ولى يې رفتار دغسې دى داکار ترخرده ګيرۍ ډير ګټور دى ، داکار دتساهل ، همدردۍ او مهربانۍ منشه ده اود ټولو پيژندل د ټولو د بښلو مانا لري هغسې چې ډاکټر جانسن ويلې دى : ( حتى خداى پاک هم ترهغى قضاوت نه کوى چې څو پورى چې دانسان عمرپاى نه دى رسيدلى ) .
نوموږ او تاسې ولې دغسې يو کار ته لاس وروړو ؟
ليک : ډيل ګارنکي
ژباړه : ډاکټرمحمدابراهيم شينواى
اخيستنه : د دوستى لار
راخيستونکى : مسيح الله عصام