ترين او ترينو
دسيدخيرمحمدعارف په زړه پوري چيړنه
ليكونكى عبدالجبار كاكړ
بشرپه خپله اوږده تاريخ كښې تر څونو اوږدو دورانونو څخه تېر شوي دي ددي په اړه ټوله نړۍ بشپړه معلومات نه لرى كه لږ و ډېر څه معلومات ترلسه كړي دي هغه د مذهبي كتابو څخه ترلاسه كړى دى يا د هغه پلټنو او تحقيقاتو څخه چي وخت په وخت دوي كړي دي خو تراوسه ډېر څه په دي اړه پلټنو ته اړتيا لرى چي بشر خپل ځان تر يو ځايه ورسوي ليك بخته دي هغه قامونه چي دوى و دهغه خواته پاملرنه كړى ده او په بيلو بيلو چارو او حقيقتو موږ څه نا څه خبر كړى يو خو موږ دريمي نړۍ ډېر بې خونده يو چي ودي خواته موږ زياته پاملرنه نه د كړي بلكې كه دا وويل چي د پاكستان چاپيريال خو د څو كلو څخه داسې جوړ شوى دى چې ډېر لږ دي چي د كتاب سره مينه لرى او د كتاب لوست كوي يو وخت چې دري ملك په ښارو كښې د كتابو دكانه وو اوس په هغو كښې د ويډيو يا نورو توكو دكانونه جوړ شوي دي او د هر وګړي مخ و نورو خواو نه ګرځيدلي دي چي دا يو ښه خبره نه ده ځكه چې كتاب خپل ارزښت لرى او هم ځينې ترلاسه كيږى اروپا چې نن دومره مخ ته ده دا هم د كتاب او علم په زور ده او علم د كتاب څخه ترلاسه كيږى نو ځكه چې نن هم دهغه ولسونه د كتاب سره مينه كوي د يو كتاب په لكاو كاپى چهاپ كيږى خو دلته يو كتاب يو زر هم چهاپ شي دا لويه خبره بلل كيږى كه څه هم ځموږ سر شميرنه تر دوي ډېره ده...؟
خبره سيد خير محمد عارف نوي كتاب او چيړنه چې د ترين او ترينو په نامه د پښتو اكيډمى لخوا اوس اوس چاپ شوي دي چي د ترين پيښي لنډ خو ډېر مغزن تاريخ دي او بيا په ترينو باندى خبره شوي ده كه څه هم ددي د مخه په ترينو باندى دوه وړوكى كتابونه ځموږ محترمو ليكوالانو ليكلي وو چي د دوي شوي هڅه هم د ستايني وړده ځكه تر څه نه كول څه كول لويه خبره ده خو سيد محمد عارف چي په خپل نوي كتاب ترين او ترينو څومره خواري كښلې ده او چيړنه يې كړي ده هغه د ډېري لوړي كچي پلټنه او چيړنه ده چي د هري لاري د ستايني وړده خو ددي مانا دا نه ده چي په دي باندى نوره پلټنه نه شي كيدي او ښاغلى ليكوال هم په وربن تندي دا وړانديځ كړي دي چي چيړونكي دي رامخ ته شې او نوره چيړنه دي وكړى خوځه دا وايم چي دا چيړنه بشپړه ده تر هغه وخته چې بل څوك تر ښاغلي سيد محمد عارف څخه ښه او افرخه پلټنه كوي ولي كه يواځي د يورو بدلول رابدلول وي او په جملو كښې بدلون راوستل وي نو داسې هڅو ته څوك چيړنه او پلټنه څوك نه شې ويل كيدي ددي په څه كه په بله چاره چيړنه وشي هغه به ښه خبره وي دا ځما نظر دي.
ځه د خپلې خواڅخه ښلاغلي سيد محمدعارف ته امباركى وايم چي دوى يو داسې چيړنه كړي ده چي و هري پيښې ته د ليل ويلي دي ترينو ژبه چې ځموږ ددي سيمى پښتانه ډېر نه وو خبر خو نن دوي د ترينو په اړه و ټولو پښتنو ته نه يواځي معلومات وړاندي كړي كړو بلكي وچيړونكو ته بلنه وركړي ده چي راشې پلټنه وكړي چي څنګه دهغه بولي يا لمهجه څنګه تراوسه ژوندى ده د ترينو څخه دا څرګنديږي چي پښتو څومري پخوانى ژبه ده او څومره خوږه ژبه پاته شوي ده او څنګه څنګه توري په ترينو پښتو كښې پراته دي سيد محمدعارف په ډېر لوئى شمير د ترينو توري د كتاب په وروستي برخه كښې وركړي دي او د هغو مانا وي هم ورسره وركړي دي په دهغه تورو كښې اوس هم زياتره د هغه ځموږ په كلو كښې ګارول كيږي خو په ښارو كښې څوك نه په پوهيږي ځكه خو ويل كيږى چې سوچه ژبه په غرو او رغونو او كلو كښې اوريدل كيږى نو ددي بيلګي په رڼا كښې موږ ويلي شو چي د ترين او ترينو دهغه سيمه و يوه داسې خواته پرته ده چې د خلګو داندروند څخه بې برخى شوي ده نن هم بې شميره دپښتو توري دي چي په كلبوالو سيمو كښې اوس هم ګارول كيږى خو په ښار كښې څوك نه په پوهيږي دا ځكه چې د دهغه نومونو شيان په ليرو سيمو كښې اوس هم ګارول كيږي او په ښارو كښې داسې شيان نه استعمال كيږى كه څه هم ځيني توري چي ښاغلي سيد محمدعارف په كتاب كښې راوړي دي په هغو ټولو باندى دلته خبره نه شې كيدي خو ځه يواځي څه توري دلته را اخلم لكه لوئيي، عاب،توي، مورى، ګړى، مشكوره او داسې نور لوئيې د ترينو لهجه ده چي په يوه نه يوه ډول دا توري موږ ګاروو لكه الوي چي د نيم پخو غنم په اور الويل كيږى داسې خو موږ ودي توري ته سوځلي ګار وو غاب چي كتخ په كښې خوړل كيږى خو اوس هم ځموږ په كلو كښې غاب ويل كيږى خو د انګريزي ژبى توري پليټ ګاريږي كه و ځينو سيمو كښې پليټ ورته وويل شي كيدي شى چى نه شې په پوه توي دا توري نن هم ډېر پښتانه د لږ بدلون سره استعمالوي لكه شبي موري خو اوس هم په زياتره پښتانه ګاروي خو اوس دور كش هم ورته ويل كيږي چي د اوبو وياله كه د ديوال د يوي خواڅخه بلې خواته ووځي هغه ته موري وائي ګړي نن هم د وخت دپاره هر ځائى ګاريږى مشګوړه په ترينو كښې وګوډي ته ويل كيږى خو بيا كه د نن ورځي و پښتو ته موږ لږ ځير شونو د مشكوړه په بدل كښې موږ څوني توري لرو كه د هر هغه شې نوم وليكل شې چي د پسه د پوسته جوړوي لوويوه درځن ته رسيږى خو كه بيا هغه توكي چي يواځي د اوبو دپاره جوړ شوي دي هغه دلته په ګوته كړو نو هغه هم تر نيم درځن زياتيږي چي ددي څخه دا اټكل كيدي شي چي ترينو لهجه زياته توري نه لري لكه ځموږ د نورو سيمو پښتو چي لري ځه خپله دا اټكل كوم چي د نوري سيمى او خوا په پرتله دهغه لهجه يوه خواته پاته شوي ده او ارتقاء هم وركړي ده خو ددي سره سره چي سيد خير محمد عارف ډېره په ښه ډول د ترين او ترينو چيړنه كړى ده خو اوس هم و ډېر كار ته اجت لري او ډيري پوښتني بې جوابه پاته دي لكه دا.....
۱..چې ترينو د پخوانى پښتو څخه پاته يوه لهجه ده چي د وخت او ځائي د كبله وروسته پاته شوي ده.
۲..يا دا چي هغه سيمه چې ترينو كښې ويله كيږى هغه داندروند څخه يوه خواته پاته شوي ده خو د شپته په لسيځه كښې سائنس كالج په هاسټل د هرنائي ډېر لوستونكي اوسيدل چي ترينو يې سره ويله او په عام پښتو به د موږ سره هم خبره كولي.
۳..په ترينو كښې ډېر داسې توري دي چي د نن په پښتو كښې ډېر نه ګاريږي خو پخوا د هغه توري ګاريدل او په زياتره كلو كښې د څه بدلون سره اوس هم شته چي موږ دا وسلي شو چي ترينو هم د پښتو برخه ده خو بيا چي وګرائمر ته و ګورو چي ډېر توپير لري نو سړى دا لږ په دي پريكړه كولو باندى و دريږى.
۴..يوه بله پوښتنه دا كيدي شى چي ترينو كښې څه شاعري كتاب يا بل څه ليك شته كه وي نو به ليكوال ارومرو ذكر كړي وي خو د كتاب د لوستو وروسته څوك دا ويلي شي چي په ليك دود كښې د پښتو سره يو ډول توپير نه شته هم د هغه الف با ګارول كيږي خو په كاردي چي د را روان وخت دپاره د پښتو ددي لهجي څه خو پاته وي ولي چي عارف صاحب وائي چي دا لهجه مخ په تماميدو ده او ترنيمائى زياته سيمو كښې د مينځ څخه تللې ده دا خو به ارومرو كيږي ولي چي د خپل اصل څخه بيله شوي ده داسې هم دهغه آئى.ټى كه ډېره ګټه رسوله ده خو ترشا ډېري ناخوالي هم لرى.
لنډه دا چي سيدخير محمد عارف په ډېره سوچه پښتو په خپل كتاب ترين او ترينو كښې نوي نوي معلومات و ډېرو لوستونكو ته رسولي دي چي نه يواځي د ترينو په اړه دي بلكي د بشپړه ترين په اړه ډېر په زړه پوري معلومات وركړي دي چي نه يواځي ځموږ ددي سيمى سره اړه لري بلكي د لر او برو كتاب لوستونكو ته يو ښه سوغات دي چي د نن په چاپيريال كښې دوي وړاندي كړي دي چي هر سړى د كتاب څخه ډېر لري او د ډالرو د جوړولو په سوچ كښې دي هغه كه پوستي وي كه نالوستي د سيد خير محمدعارف يوه ډېره تاريخى دودي كلتوري او ددي د څنګه دهغه وخت د سياست او د پښتنو د ننګياليانو په اړه ډېر بشپړه په لږ وټكو كښې وركول شوي تاريخ دي نو ددي دپاره په كاردي چي نه يواځي ددي سويلي پښتونخوا بلكي په لر بر كښې دا كتاب ورسيږى چي د افغانستان حكومت د پاكستان حكومت د خيبرپښتونخوا او بلوچستان حكومتونه د هغه كتاب په دولتي او سركاري كچه په لوئى شمير واخلي او د كتاب تونو برخه وګرځوي ځكه داسې تاريخ او ژبني چيړني تراوسه ډېري لږ شوي دي كيدي شي چې د حكومتو د كتابو سره د ميني ښكاره كولو سره نور چيړونكي هم په بيلو بيلو څانګو كښې ودي كار ته زړه ښه كړي چي تراوسه د بند كتاب وارو پروت دي پښتو اكيډمي كوئټه هم د ستاينى وړده چي په خپلو نورو خپرونو كښې د يو بل ښه كتاب زياتوب وكړى.
ددي څنګه زموږ ددي سويلي پښتونخوا د نورو قبائيلو لكه زركون جعفر او د سيوى د خجكو او نوري لهجي دي چي ددوي چيړنه به هم يو لوئى ارزښت ولرى كه په دوي باندى كاروشې رښتيا خبره داده چې د كل څخه يو جز بيل وي يا يوه خواته د نورو قامو د څنګه ميشته وي نو د هغو ژبى دهغه تر اغيزو لاندي راځي او يوه وخت بيا داسې راځى، چي هغه خپله بڼه په بشپړه ډول واړوي په ښوونځيو كښې مورني ژبى لوستل او ليكل ځكه بشرى غوښتنه ګرځول شوي ده چې را روان كهول د خپل پيژندګلوي څخه بې برخي نه شې او خپل دود او دستور ژوندي وساتي خو د جبر ځائى دي چي بشپړه پښتون ملت دهم دي ناخوالو سره په يوه نه يوه ډول مخامخ دي كه و ځان ته موږ پښتانه وايونو ضروري ده چي مورني ژبى د زده كړو برخه د ګرځولو دپاره د هري لاري مبارزه وكړو چي په دي كار كښې د سياستمدارانو او سياسى ګوندو تر ټولو زياته ونډه جوړيږي اوس چي دوي درې ورځى وروسته ۲۱م فرورى را روانه ده او د مورنى ژبو نړۍ واله ورځ لمانځل كيږى په كاردي چي په دي ورځ لوئى لوئى مظاهري او غونډي وشې او د وخت د حكمرانانو څخه دا غوښتنه وشې چې مورني ژبى دي د لوست او ليك ژبى ومنل شى په زياته بيا سياسى ګوندونه هم په دي ورځ دا ژمنه وكړي چي مورنيو ژبو ته به دا حق راوړى