د ماين اشف په ښار کې د کلتوري غونډې راپور
[22.Sep.2010 - 10:16] فرانکفورت ته نژدې دجرمني دماين اشف دښارګوټي په مرکزي تالار( ماين تال هله ) کې د٢٠١٠ م کال دسپتامبرپه ١٩مه نيټه دميشتومهاجرينو دورځې په اړونديوه ادبي اوکلتوري غونډه وشوه چې په نوموړي غونډه کې د مـاين اشف په ښارګوټي کـــې د ميشتو بيلا بيلو نژادونو ليکوالانو ، شاعرانو او فرهنګيانو ته د نوموړي ښار د ښاروال له خوا بلنه ورکړ شوې وه ٠ د هر هيواداستازوپه خپل وارسره دخپل پلرني هيواد دکلتورپه پيژندنه او معرفت کې برخه والو ته توضیحات ور کړل ٠ همدارنګه نوموړې غونډې ته ښاغلي سميع الدين افغاني هم د يو افغان شاعر او ليکوال په توګه د ښاروال له خوا وربلل شوی وو ٠ په دی غونده کې دافغاني صيب شعری مجموعې، د افغاني سندرغاړو په خوږ آوازونو کې د هغه شعرونه،دبعضې اشعاروانګلیسي اوألماني ژباړنې، افغاني لباسونه اوکلتوري توکې په نمایش ایښودل شوي وو. ښاغلي افغاني د غونډې برخه والو ته خپل يو څو شعرونه واورول چې البته په جرمنۍ ژبه ژباړل کيدل ٠ همدا رنګه د ښاغلي افغاني يوڅوشعرونه چې دهيواد دخوږ ژبوسندرغاړوله خوا ويل شوي دي برخه والو ته د سينما په پرده هم و ښودل شول چې له عمله يې د نـــوموړي ښار د ښاروال له خوا ښاغلي سميع الدين افغاني ته هغه تحفه او ډالۍ چې ورته برابره شوې وه د مراسموپه ترڅ کې ورکړل شوه. پورتنۍ غونډه چې د غرمې پر دوو بجو پيل شوې وه د مـــاښام په شپږو بجو پای ته ورسيده ٠ 09/19/2010 زرلښت حفيظ کاناډا هغه اشعار چې افغاني صيب د غنډې ميه والو ته واورول ٠ د وطن پــــه یاد پــــه وطـــن موجوړماتم دی تــورتمونو کې مو شپې دي دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه چه ظلونو کې مو شپې دي *** *** ګـــران وطن راته سوراورشو دوزخ لمبې تــــــري خـــیژي بــــل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کې مو شپې دي دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه چي ظلمونو کې مو شپې دي *** *** د کــــــابــــل هـــــره کــــوڅــه مو ښکلي ښکلي خــــــــاطرې دي اوس یې وران اوویجاړګورم ګــــړنګونو کې مـــو شپې دي دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه چي ظلمونو کې مو شپې دي *** *** زوړ او ځوان مو شهیدان شول څــوک بې پلاره څوک بې موره د چا کور جوړ قــــــــبرستان شو زیــــــــــارتونو کې مو شپې دي دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه چـي ظلمونو کې مو شپې دي *** *** افغانان ټول تار او مار شول څوک په کوزاوڅوک په بردي په وطن کې چې اوســــــــــیږي ماتمونو کې یې شپې دي دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه چـي ظلمونو کې مو شپې دي *** *** داســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه د کــــــــــافرو کانــي وشــــــوې هـــــــــــــیڅ تمیزکـــولای نه شو په چــــرتونو کې مو شپې دي دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه چـي ظلمونو کې مو شپې دي *** *** دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندي موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو څه سپین سترګې دنیاګۍ ده سیاستونو کې مو شپې دي دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه چـي ظلمونو کې مو شپې دي *** *** افــــــــــغانی وطن به جوړ شي که د خدای مــــــــــــهربانـــي وه د پــــــردو لاس بـــــــــــه لنډیږي امــــــــــیدونو کې مو شپې دي دا د کـــــــــــوم ظـالم لــــــه لاسه چـي ظلمونو کې مو شپې دي -----------------------------------------From Pashto to English – Date:1/3/2010
-------------------------------------------------
د وطـــن پـــــــــه یــــــــــــــــاد
In Memoriam of the Homeland
په وطـن مو جـــــوړ مـــاتــــم دی
In our homeland we mourn
تـــــــورتمــــونــــــو کې مو شپې دي
We pass our time in darkness
داد کـــــوم ظـــــــــــــــــــالم له لاسه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چې ظلمــونو کې مو شپــــې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
ګـــران وطن راتـــــه سـور اورشو
Our homeland has become uninhabitable
د دوزخ لـمبی تــــــری خـــــیــــږی
The fires of hell rise from it(the homeland)
بــــل مـحشــــر تـــــه حاجت نه شته
Judgment day is already here
قــیامتــونو کې مــــو شــــپــــې دي
We are already living it now
دا د کـــــــــــوم ظالـــــم لـــه لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظلمونو کې مــــو شـــــپې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
د کــــــابــــل هـــــــــره کــــوڅــه مو
Allies of our Kabul
ښـــکلي ښــــــکلي خــــــــاطرې دي
Provide fond memories
اوس یـې وران اوویجاړګورم
but are now demolished and destroyed
ګــــړنګونو کــې مــــو شپې دي
we are living in a crater
دا د کـــــــــــوم ظالـــــم لـــه لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظلمونو کې مــــو شـــــپې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
زوړ او ځـــوان مو شهــیدان شـــول
Both young and old have become martyrs
څــوک بـــــې پلاره څوک بـې موره
parents suffer from the loss of their children
د چا کــــــور جوړ قــــــــبرستان شو
homes becoming graveyards for some
زیــــــــــارتونـــــو کې مــــو شپې دي
We live in houses of holy graves
دا د کــــــــــــوم ظالـــــــم لــــه لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظـــلمـــــونــو کې مو شپې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
افغانان ټول تــــــار او مـــار شول
Afghans have been massacred
څوک پـــــه کـــوزاوڅوک په بردي
Scattered all over
په وطن کې چې اوســــــــــیږي
Those living in the homeland
ماتــمونـــــو کې یــــــې شـپې دي
They are living in mourning
دا د کـــــــــــوم ظالــــم لـــــه لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظلمونو کې مـــــو شپـــې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
د اســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه
In the name of Islam
د کــــــــــافرو کانــي وشــــــوې
They behave unislammicly
هـــــــــــــیڅ تمیزکـــولای نه شو
We cannont recognise
په چــــرتونو کې مو شپې دي
We are living in contemplation
دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظلمونو کې مو شپې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
دنـــــــــــــیا ټـــــوله راته خاندي
The world smiles at us
موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو
Whilst we scream(Whilst we scream in anguish)
څه سپین ستــرګې دنیاګۍ ده
Look at this domineering world(Can you see this shameless world?)
سیاستونو کې مو شپې دي
We are living in a beaurocracy (Politics in everything)
دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظلمونو کې مو شپې دي
Because of him/this we are living outside the law
*** ***
افــــــــــغانی وطــن به جوړ شي
The Afghan home will be built
که د خدای مــــــــــــهــــربانـــي وه
If God wills it to be the way
د پــــــردو لاس بـــــــــــه لنډیــــږي
External (bad)influences will be severed
امــــــــــیدونــــــو کـــې مو شپې دي
We live in hope until then
دا د کـــــــــــوم ظـــــالم له لاسـه
Who´s caused us this pain?
Who is this outlaw who has done this to us?
چي ظلمونو کې مو شپې دي
Because of him/this we are living outside the law
-----------------------------------------
Author Sameuddin Afghani
سمیع الدین افغانی - سعید افغانی
د وطـــن پـــــــــه یــــــــــــــــاد
ترجمه
In Erinnerung an unser Heimatland
In unserem Heimatland leben wir in Trauer
In Dunkelheit verbringen wir unsere Zeit
Wer hat uns diese Schmerzen zugefügt ?
Wir ist der Gesetzlose, der uns dies angetan hat ?
Wegen ihm leben wir außerhalb des Gesetze
Unser Heimatland ist unbewohnbar geworden
Die Feuer der Hölle lodern daraus empor
Der jüngste Tag hat schon begonnen
Wir leben ihn schon jetzt
Wer hat uns diese Schmerzen zugefügt ?
Wir ist der Gesetzlose, der uns dies angetan hat ?
Wegen ihm leben wir außerhalb des Gesetzes
Mit Freunden unseres Kabul
teilen wir lieb gewonnene Erinnerungen
die aber nun vernichtet und Zerstört sind
Wir leben in einem Krater
Wer hat uns diese Schmerzen zugefügt ?
Wir ist der Gesetzlose, der uns dies angetan hat ?
Wegen ihm leben wir außerhalb des Gesetzes
Junge wie alte sind zu Märtyrern geworden
Eltern leiden , weil sie ihre Kinder verloren haben
Für manche wird ihr Zuhause zum Friedhof
Wer leben in Häusern die heilige Gräber sind
Wer hat uns diese Schmerzen zugefügt ?
Wir ist der Gesetzlose, der uns dies angetan hat ?
Wegen ihm leben wir außerhalb des Gesetzes
Afghanen wurden dahingemetzelt
in alle winde zerstreut
Diejenigen de im Heimatland leben
leben in trauer
Wer hat uns diese Schmerzen zugefügt ?
Wir ist der Gesetzlose, der uns dies angetan hat ?
Wegen ihm leben wir außerhalb des Gesetzes
im nama des islam
Das ist unislamische benehmen
wir können es nicht begreifen
und sinnen darüber nach
Wer hat uns diese Schmerzen zugefügt ?
Wir ist der Gesetzlose, der uns dies angetan hat ?
Wegen ihm leben wir außerhalb des Gesetzes- زرلښت حفيظ کاناډا
بېرته شاته