دوزخ مې خوښ دې
د تاج رحيم صېب نوې تکل
لیک: فیروز اپریدی
څه وخت چې ماته د دوزخ حکم اوشو نو زړه مې ډير خپه شو ـ ډير ستومانه شوم ـ که مې په ژوند کې لږ ډير د نيکئ کارونه کړې وې ـ يو کس دوه مې د خدائ د پاره وژلې وې او دچايوکورنيممې وران کړې وې نو نن به لکه د دې نورو خلقو پشان خوشاله خوشاله جنت ته روان وم ـ ولې څه وخت چي د جنت په خوا تير شوم او دوزخ ته را ننوتم نو د خدائ شکر مې اويستو ـ
دَبونيرپه وطن کې پښتون د پاره د هټئ دنده د لوئ شرم خبره وه او د پښتون ولئ نه ځا ن غورزول ووـ نو د پښتون شرم او پښتو ساتلو د پاره دا کسب هندو په خپل سر اخستې وه ـ هر کلي کې به يو دوه کورنئ د هندوانو وې او د پيړو نه وې ـ ښه په امن او عزت به ئې ژوند تيريدلو ـ د خپل مذهب او پوجا پا ټ ورته مکمل آزادي وه ـ او هيڅوک به ورباندې نه بلوڅيد ل ـ د دوئي خپله د کورنئ ژبه هندکو وه ـ مياشت نيمه کې به ورله يو پنډ ت نيم راتلو، د مذهب تلقين به ئې ورته کؤلو او د جمع پوجا پارټ به ئې ورسره کولو ـ خپل ټيکس به ئې ترنه وصول کړو او بيا د ټيکس د پاره راتلو له به رخصت شو ـ
دا ځل يو مشر پنډ ت راغلې وه نو د نزدو کلو لس دولس عقيدت مند ورته را ټول شوي وو او مسئلې ترنه تپوسلې ـ د يو ځلمي ورسره مکالمه څه په دې رنګ وه:
ځلمې: “ پنډتج ي جنت ته به کون کون جاسي؟“
پنډ ت: ـ“ اسي توسي”
ځلمې: ـ“ پنډت جي ! نور به کون کون جاسي ؟”
پنډ ت : ـ“ پِيران مِيران”
ځلمې :ـ“ نور کون کون ؟”
پنډ ت : ـ“ ملان شولان”
ځلمې : ـ“نور کون کون ؟”
پنډ ت : ـ“ بس کر دلې دِ يا پتره ـ جنت هويا که غوجل”
پنډ ت جي د لوې زړه خاوند وه چې پيران او ملان ئې هم د ځان سره جنت ته پريښو دل ـ کنې زمونږ ملان خو خپل سم مسلمان د ځان سره تر هغېپورې جنت ته نه پريږدي تر څو ئې ترنه د جنت ټيکس نه وي لاس ته کړې ـ دنيا اوس ډيره ترقي کړې ده او جنت ته تله ډير اسان شوي دي ـ پخوا دا جازونه، نه وو ـ د پيښور نه کراچئ ته سفر د پاره ريل ګاډې وه او دا د درې څلورو شپو ورځو سفر وه ـ او نن د نيو يارک نه جهاز کې کينه او لس دولس ګينټو کې په کراچئ کوز شه ـ د دې ترقئ اثر جنت ته په تلو هم پريوتې دې ـ بس يو شي ترقي نه ده کړې چې جنت له د اجازت ټيکه لا د ملا او پِير په لاس کې ده ـ خو نن صبا اولس هم پکې څه نه څه اختيار په لاس کړې دې ـ چي څوک ئې خوښ وي نو مخکې ئې شهيد کړي او د ملانو د اجازت نه بغير ئې جنت ته واستوي ـ او بيا پرې ملان هم غلي شي او خلاف فتوه نه ورکوي ـ او داسې هغه مړې جنتي شي ـ ځکه خو قا تل او مقتول دواړه په جنت کې په يوه کوټه کې ښه په امن او خندا خوشالئ اوسيږي ـ چې ملا او پنډت دواړۀ په يو ځائ جنت ته تلې شي او په يو ګاونډ کې اوسيدې شي نو قا تل او مقتول څه لوئ ګناه خو نه دې کړې ـ
زما زان له دوزخ ډيرخوښدو چې دائمي ژوندپکې په امن خوتيريږيي په جنت کې خوهر وختې سم غوبل جوړ وي، درزه دروزه وي ـ يو خوا پکې ملان په لاؤډ سپيکرو باندې په بانګونو اوخطبو لګيا وي نو بل خوا پکې د مندرو د ګينټو کنړنګا وي ـ بنده خوا کې ناست سړي خبره نشي اوريدې ـ مخکې به پکې فرښتې ګرزونو په لا س ګرزيدلې او د امن امان کنټرول به ئې ساتلو ـ اوس هغه چرته د يرې تښتيد لي دي او د جنت ټول کنټرول طالبانو سمبا ل کړې وه ـ وائي چي هغه مشر فرښتې طالبانو ته اوې چي مونږ له خدائ ګروزونه راکړي دي او د دې په زور مونږ امن قائيم ساتو نو يو طا لب ورپسېغليغوندې د څادر نه کلاشنکوف را اويستو او ډزه ډزه د سترګې په رپ کې ئې ورله ټول وجود سورې سورې کړو ـ نورو فرښتو چې دا منظر اوليدو نو ګروزونه ئې په ځائ اوغوزول او په تيزه منډه د جنت نه او تښتيد ل ـ د هغي ورځې د جنت ټول کنټرو ل د طالبانو په لاس راغې ـ په جنت امن خو څه، بد امني ډيره زياته شوې ده ـ امريکنيان او يورپوال د طالبانو کنټرول نه مني او طالبان د هغوئ ـ بس درز او غوبل دې ـ خدائ دِ خپل نيک مخلوق د جنت د ژوند نه په امان ساتي ـ
د مشرانو نه مو اوريدلي وو چي دوزخ به د سور اور نه ډک وه نو هغه ټول اور جنتيانو په زور جنت ته يوړلو چي هلته يو بل سيزلو له د اور حاجت ډير زيات شوې وه ـ اوس په دوزخ، نه اور شته نه ګرمي ـ ساړه پکې ډير شوي دي ـ واؤرې پکې هم پريوزي ـ ماړه جنتيان د ګرمو چټيانې دلته تيرولو له راځي ـ او بلا جنتيانو پکې خپل بزنسونه شروع کړي دي ـ او زبردست لنډه بازار پکې چليږي ـ د ګرمو کپړو، بړستنو او کمبلو، او د اور د انګيټو په بزنس کې ډيره ترقي شوې ده ـ د يرې خبره دا ده چې جنت دومره ډک شوې دې چې پخواني جنتيان چې د څۀ نيکئ په صله کې جنت ته تلي وو په هغوئې جنت تنګ شوې دې او دوزخ ته هجرت د پاره ئې درخواستونه ورکړي دي ـ اوريدلي مو دي چې درخواستونه دومره ډير شوي دي چې فرښتې ورباندې شپه ورځ لګيا وي خو کمي پکې نه راځي ورځ په ورځ زيا تيږي ـ زۀ دې غم اخستې يم چې اوس خو مې په مزو سر دې ـ په دوزخ کې راته يوه وړه شان کوټګئ الاټ شوې ده ـ د خدائ لوئ فضل دې هر څه پکې پريوانه دي ـ په خپله خوښه په څه رنګ غواړم اوسيږم ـ په خپله خوښه اوده کيږم په خپله خوښه پاسم ـ که ښکلي لباس ته مې زړه کيږي نو اچوم او که بربنډ ناستې ته مې زره غواړي نو بې لباسه کينم ـ نه مې د چا يره شته او نه راته څوک ګوري او نه رابندې بلسي او نه زۀ په پردي کارونو کې ګوتې وهم ـ د ابدي ژوند د پاره مې دا ځائ په نصيب کې وه نو خدائ راکړې دې ـ د جنتيانو پشان نا شکره او نا خوشاله نه يم ـ بس دغه يو غم لکه د نورو دوزخيانو، اخستې يم چې که په دې حسا ب جنتيا ن دلته راروان وي نو هسې نه چې د دې ځائ نه راته جنت جوړ کړي ـ او زمونږ د دوزخيانو امن او سکون برباد کړي ـ چا ته به فرياد کوو ـ هغه ښه وختونه لاړه تير شول چې خدائ ته به مو فرياد اوکړو نو هغه به واؤريد لو ـ
خدائ هم پوهه وه ځکه خو ئې زان ته وۀ اسمانه جوړ کړي دي ـ چې يوه ورځ به له دې خپل مخلوق د لاسه تنګ راځي ـ او هغه ورځ راغله او په غصه کې ئې مخلوق ته اوې ” زئې ورک شئ ـ تاسو پوهه شئ او ستاسو دا زمکه، ستاسو دا جنت دوزخ ـ زۀ مو پوزې له راوستم ـ زم چې زان له قلاره بره يو اسمان کي ستاسو نه لرې کينم او تاسو راباندې نه بلوڅيږئ