(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلیکوال څیړنه

په خاروکې پټ زردکولنګونووبیلونوپه پلټلوباندې راویستل کیږي، دې پوهې وکلتور په نړی کې دخپلو پیاوړیوڅیرې وپیږندنې دې تکړه واخلاصمنولیکوالوپه سپیڅلیوزړونو وناپیلوقلمونوباندې راښکاره کیزي.

څرګنده ده چې هر لیکوال دې خپل هیواد، خپل قام، خپلې ږبې،خپل دود وخپل خوی دې ښکاره کولو هنداره دی ، او هرشاعر برسیره په پورنتیونوم وړیوشیانودې خپل قام دې رګونوپه وینوکې د احساس تخنونکې څړیکه ده ، په هم وغم کې یې تل ناقراره دی ، هرپوادیب وخطیب دخپل قام دې راویښیدو ګړنجانی دی ، چې دې غفلت په لاروکې ورته کړنګیږي ، او دجهالت له توروتیروڅخه یې را وباسي... دوی ټول دا دنده لري چې دخپل قام دې ږبې په لیکوالانو،شاعرانو، وپوهانوباندي ویاړنه وکړي ، چوپړونوته یې درناوی وکړي،او کړه وړه یې نړیوالوته په انصاف سره ښکاره کړي... نوشک نشته که چیرې په موږکې الله په پښتنې احساس باندې غیورځوانان لیکوالان ډیرکړي نونایاده پښتانه ادیبان به دوی په تاریخ کې یادوي اوڅیرې به یې په څیړنوکې نړیوالونه ورښکاره کوي .
  داچې ولې له پښتنونه دې قومیت دې مینې مفهوم پټ ساتل شوي دی او یا دوی ته په حقیقي توګه سره ندی ورښکاره شوي دا نو بیا بله خبره ده،چئ روښانه ولو اوپرې رڼااچولوته اړتیالري هغه داچې:
   له ډیروپخوامهالو څخه تراسلام څخه دې مخه پښتنوله خپل فطرت(قومیت) سره ډیره مینه درلودله، او په خپل کیان باندې به یې ډیره ویاړنه کوله، او په خپله وطنپالۍ باندې به ترهرچا غیور قام شمیرل کیدل،او دې خپل برم وعزت دې ساتلو لپاره به یو دې بل په ځای په سیالی سره سرونه ورکول، اوپخپلو منځوکې به دې یوالي دې ساتلو لپاره یوبل ته له ټولو خوابدیو ومرورتیا څخه تیریدل،او دې هیڅ یرغمل یوغ ته به یې غاړه نه کیښودله،پخپلوغیرتې پتمنوخویونوبه نازیدل، پخپله ږبه به یې خبري ویاړنې کولې، او دې اغیار ږبې ته به یې دا لاره نه ورکوله چې دې دوی په ږبه باندې بری ومومي،اویا دې اغیار دې ږبې پیښې وتقلید وکړي، همدا اړوند وو چې دې دوی ژبه پخوانی – اریجه – چې اوسنی پښتوده دې دوی په سیمه کې خورا ږوندی ږبه ګڼل کیدله، او ترنوروخوندیو اریایي ږبوڅخه مشره ولوی لمنې شمیرل کیدله،او دې پښتنوګاونډیانو ته به دې درناوۍ وړ وه،او دې خپلوږبو دې پوره کولو لپاره به یې له پښتوږبې څخه ډیرې ویئې وغونډلې اخستلې اوپخپلوږبوکې به یې ورګډولې،او خپل خورالوی لوی تاریخي یاګارونه به یې پرې لیکل لکه دې لوی – داریوش – په قبرباندې یادګار چې ډیره برخه یې په پښتوږبه باندې لیکل شوی ده.
   دې همدې الهي فطرت(قومیت) سره دې مینې په اړوند، او پخپله ږبه باندې دې ویاړنې او له هغې څخه دې ساتنې په اړوند،او دې پښتنودې راټولیدلواو یوالي په اړوند، او پخپلو منځونوکې دې یوه کیان ویوه ځان جوړولو په اړوند..پښتون به خورا ازاد وله درناوۍ څخه ډک ږوند کاوو، او هرقام به ورته په درنه سترګه کتل ،او دې بیرې سترګه به یې ورڅخه کوله.
   تر الاسلام څخه دې مخه دې پښتنوسیموته خراسان ویل کیدلې،اوپه یوه وبل مهال کې په دې ګاونډیو واکدارانوله خوا تیری ویرغلونه پرې کیدل، ا و دې دوی په قامي وکلتوري ږوند کې به یې دې خرابی وناارامی خنډونه راپیداکول، چې یوالی یې په بې اتفاقي وځانځاني باندې بدل کړي اوږبه وکلتوریې دې خپل یرغمل کلتور تر تأثیر لاندې راولي، ترڅوچې وکولی شي چې په پښتنو باندې خپله واکداري وچلووي، خو پښتنو ته به دې دوی داکرغیړن کارونه دې منلو وړنه لیدل کیدل ،او دې یرغمل په وړاندې به یې تل مبارزې کولې.
   همدا اړوند وه کله چې دې مجوس امپراطوري دې مسلمانانو دې اسونو ترنوکانولاندې شوه، او دې اسلام بیرغونه دې پښتنوسیموته را ورسیدل، نو پښتنو ورته په ډیره خوشحالی سره ښه راغلاست وُویلو، او بې له کوموخونړیوجګړویې ومانه ، داځکه چې اسلام دې پاک الله(ج) دین دی، دې انسان دې ازادی لپاره راغلی چې انسان له هرډول غلامی څخه ازادکړي، اودې حق وعدالت قانون   دې خلکو په منځ کې په نړی باندې خپورکړي .
   شک نشته چې پښتانه په هغه مهال کې دې داډول عادل قانون لکه اسلام غوښتنه کوله، تر څو چې پخپلوسیموکې په ارامه ږوند وکړي ، او دې یرغملو ګاونډیانو له تیریو وظلمونوڅخه په امن وامان وساتل شې،او پخپلو دېننه نیوکړو وړوکې دې بیګانه ګانو له لاس وهلوڅخه خلاص شي.
   دې پښتنو دې سیمو خلک دې مجوس له واکدارانوسره دې عربو لمړنیو مسلمانانو په وړاندې په جګړوکې ونه دریدل،او په دې تمه کې ووچې اسلام به ورته خپل پوره حقوق ورکړي ، اوظلمونه وتیري به دې دوی په سیموکې پای ته ورسیږي ، خوافسوس چې مجوسانو دې اسلام دين له خپلو غوښتنو سره سم په کارواچاوو، او دې خپلو ګټوو دې پوره کولو په لاره کې یې ورڅخه کار واخست.
   دې اسلام په لمړنیو مهالو کې دې پښتنو دې ختیځو ولویدیځو سیمودولتونه چې دې اسلام ترتابعت لاندې شول، دوی تر پښتنو وعربانو څخه په پوهنه کې ډیر پرمخه تللي وو، نوځکه به پښتنو وعربانو دې دوی له لارښودنو ومشوروسره مخالفت نه ښکاره کاوه ،که څه هم دا احساس به یې کاووچې دې مجوسانو له دوستی څخه دې تعصب وبدخواهۍ بوی راپورته کیږي،  دې مجوسانو دامشورې به دې سیاست وثقافت په ډګرکې دې دوی په پوهنیزپرمختګ کې ډیرې کټورې وې، اودې عربانو په ځانګړي ډول سره دپښتنودې ږبې وکلتور په هکله خورا خرابونکې وې،ځکه په لیک ولوست ،دیوانونوودفترونوکې دې دولت ډیر لوی کارونه ومنصبونه ټول دې دوی په لاسونوکې وو،خو سره له دې بیا هم مجوسانوبه دا احساس کاوه چې عربان دې دوی دښمنان دې،او ډیره به ورته سخته ښکاریدله چې دې بیدیا عربانوکوم چې مجوس به تل دوی پخپلومنځوکې سره جنګول، او په کلونوکلونوبه یې واکداري پرې کوله ،بې پوهې وشپانه خلک وو، څنګه یې وکولی شول چې دې مجوس هغه امپراطوري ورانه کړي کومه چې هیجا به یې دې ورانیدلو خیال نه نشوکولای، نو تل به په دې سوچ ګې ووچې خپل ورک شوی برم بیرته راپيداکړي، او خپل وارله پښتنو وعربانوڅخه واخلي ،خوداوارې یې دې جګړو له لارې نشي راپیداکولای ،او نه خپل غچ په جګړوسره اخستلی شې،ځکه چې اسلام دې عدالت دین دی،او زردشت ومجوس دې شیطانیت دین دی، اوکوم خلک چې په اسلام کې ورننوتلي وو،لکه پښتانه وپلوچ وکوردان اوداسې نورقومونه، نه یې غوښتل چې عدالت په رزالت وشیطانیت سره بیرته بدل کړي، او له مجوسانو سره دې مسلمانانوپه وړاندې ودریږي ،نو هغه ووچې مجوسانوله انګلیزي سیاست څخه کارواخست هغه دا چې (بې اتفاقي پکشې اچوه، حکومت پرې کوه)لکه څګه چې تر ننه پورې دوی دا کرغیړن سیاست دپښتنو بلوچو،کوردانووعربانوپه بیلوالیوو بې اتفاقیو کې چلوي.
کله چې دې مسلمانانو په منځ کې دې ( عثمان زوی دې عفان - ض -) په وږلو لویه فتنه وبدبختي راپورته شوله، اویو دې بل په مخکې یې تورې سره وځلولې ، دې مسلمانانویوالی په خطرکې شو، او دې لوئ فتنې دې جګړې اوریې په منځ کې ولګیده، چې دې مجوسانولپاره دې غچ اخستلوښه مهال راپیداشو، او ځانونه یې دې ته چمتوکول چې په جګړه کې له یوې خوا سره دې بلې خوا په وړاندې پلویان شې، هغه ووچې ځانونه یې دې پیغمبر- ص- دکورنی پلویان وشیعه وګڼل، چې دې پیغمبر – ص- دې کړو وړوکونکووپلویانو – اهل سنه – سره وجګیږي او په بله ویله سره له عباسیانو سره دې امویانوپه وړاندې پلویان شول، خودوی په دې پوهیدل چې اومویان زورور وزړورخلک دې،دی اسلامي خلافت واکداري په لاس کې لری، عباسیان نشې کولای چې هغوته ماتې ورکړي، نوېه دې سوچ کې شول - لکه څنګه چې دې دوی عادت ودود دی،چې جګړو وکړاوو ته نورقومونه ورټیله کړي او دې سولې وارامی په مهال کې بیا ټولې واکداری ودوترکاری دوی ونیسي – چې دې پښتون وبلوچو په سیمو- خراسان – کې زړه وراتلان لکه ابومسلم خراساني چې ټولې انساني ستاینې وخویونه یې دې پښتون دې، دې امویانو په ضد راوپاره وي،اودې حضرت پيغمبر- ص-  له کونی سره دې دیني واجب په نوم له هغوئ سره دې اومویانو په وړاندې په جګړه کې ودریږي، تر ډیرو خونړیو جګړوڅخه ورسته ، کله چې دې ابومسلم خراساني په توره دې امویانو دولت نسکور شو، او دې عباسیانو دولت ودریده، نو مجوسانو ته په عباسي دولت کې لوی لوی کارونه وقدرتونه ورکړل شول، خودې ابومسلم وخراسانیانو(پښتنو وبلوچو) مکان ومقام ترټولوډیر درناوۍ درلود، خودا درناوی مجوسانوته خوندورنه وه،ځکه دوی نه غوښتل چې دې پښتنوپه سیموکې نومیالي واتلان پوهان وعالمان راښکاره شې،اوکه راښکاره به هم شول، یابه یې دې مجوس په تاریخ کې پخپل نوم یادول،اویابه یې بیخي له تاریخ څخه هیرول ،ځکه دیوانونه ودفترونه به دې دوی په لاس کې وو، او دې نړی په تاریخونوکې به یې له تاریخ لیکونکو سره دې نوروګاونډیانوقومونونومیالي وپو هان عالمان دې خپل مجوسي تاریخ په نوم لیکل، ترڅوچې دې نوروقامونولکه پښتون وبلوچ کوم تاریخي دلیل وجود ونلري، خوبیاهم لمر په ګوتونشې پوټیدلی،دې یوه نومنیالي ، اتل، پوه ، ادیب و لیکوال ، شاعر.. دې پیږندنې لپاره دې هغه دې زیږیدنې اومشت واستوګنې ځایونه ترڅه څخه زبردست وقوي دلیلونه شمیرل کیږي، چې هیڅ حققبقت لیدونکی سترګې نشې پرې پټولی، زماپه اند نړی وال تاریخ لیکونکي باید په دې باندې پوشې چې هرنامتو پوه ډاکټرلکه دې سینا(بلخي) زوی، (فارابي) (خراساني) ( بیروني) او داسې نور زرګونه چې دې پښتنو په سیموکې زیږیدلي اوسیدلي ولوی شوي دي هغوئ ټول دې پښتنو نومیالان دې ،او دې اسلامي ټولنې پیاوړي یوهان وعالمان دي،  هغوئ دې اسلامي خلافت چوپړیان وو،او له خپلوسیموڅخه به دې اسلامي علومودې ښونې اویا اخستنې لپاره ترنیساپور وتربغدادپورې ورتلل،نه دا چې دوی  پاړسی اویا عربان وو، که چیرې پاړسې وانو یاعربانو زموږنومنیالان خپلو ځانوته ورنښلوي، نودابه بیا په هغوئ باندې یادې ویاړنې اړوند وي، او یا به داوي چې حقیقت به ورڅخه ورک شوي وي.
داچې پښتانه پخپله قام ولئ باندې یومین قام دي، او دې قام ولئ مینه یې په رګونوکې دې وینو بیلکۍ لري، چې دې دوی دې یوالي دې کیږدی ستن ګڼل کیږي،نو ځکه دې دوی دا اصیل خوی اغیار ته دې ناکرارۍ اړوند کیږي، او اغیار تل داهڅه کوي لکه څنګه یې چې دې تاریخ په اوږدوکې هڅې کړي دي، چې پښتانه وبلوچ وکوردان تیت ونایووالې په بې خوندیو وبې اتفاقیوکې ږوند وکوي، او خپل قامي شعوریې ورویده کړي، اوله خپلې ږبې وکلتور سره یې مینه لږوکمه کړي،او په خپل ځان وکیان باندې یې احساس واعتماد ورمړکړي،او دې دې موخووهدفونودې سرته رسولو لپاره په اغیار له دین څخه خورا ځیرکه ګټه اخستله،او دین به یې دې پښتون تر منځ او دې هغه دې قامي احساس ترمنځ پوله ګرځولی وو، چې تر نن ورځې پورې داناولی چالچلند روان دی،او دې اسلام له پاک ومقدس دین څخه ډیرې ناوړه ګټې اخستل کیږي چې اسلام له هغوڅخه پاک لري وبیزار دی
   ولې له ډیر پخواڅخه دې پښتنو په سرونو،ذهنونو، عقلونوودوماغونوکې داسوچ ورکیښودل کیده چې اسلام دې قامولی وقومیت په ضد دی؟؟؟ په داسې حال کې چې داخبره بالکل باطله وغلطه ده ،او هیڅ دې درست وسلیم عقل خاوند یې نشې منلی،اسلام دی انسان دې زده کړي وتعلیم لپاره راغلی دی ،چې دې الهی قدرت په کړووړوکې دې درست ونادرست، حلال وحرام ،حق وناحق..ښودنه ولارښوونه ورته وکړي،او لوی څښتن په لمړي ځل کې پخپل نوم سره دې لوستنې په غوښتنه پیل کړی دی،او پخپل کتاب کې یې په لمړي ایت کې له خپل پیغمبرڅخه غوښتلي دي چې – ولوله – دې هغه څښتن په نوم چې دې نړی ټول مخلوقات وپیداشوي شیان یې پیداکړی دي (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ(1)العلق.         اسلام دې پوهې وزده کړې لمړنی دین دی چې ادریس علیه السلام ته یې په قلم سره دې لمړی ځل لپاره لیک ولیکل ورښودلي دي(الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4)،ترڅو چې خپل قام ته لوستل ولیکل ور وښئې او دې ناپوهی وجهالت له تورو تیارو څخه یې دې پوهې وعلم رڼاته را وباسي،چې د ې نورو قامونو په منځ کې یې په ښو ستاینو باندې ویاړنه و سرلوړي وکړي،اسلام دې انسان دې ازادی لپاره راغلی دی، چې انسان بې یوه الله(ج) څخه دې بل څه له لمانځنې وعبادت څخه خلاص کړي،او بې له یوه خالق څخه بل هیڅ مخلوق دې خالائقوته سر ټیت نکړي، ځکه لوی څښتن هغه پخپل کرم سره ترټولوشیانولوړ کړی دی( ولقدکرمنا بني أدم..)،ترڅو چې انساني پت وکرامت یې وساتل شي، او دې انساني  کیا ن یې درناوی وشي      (خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ(2
په عربي کې العلق:ټول نوم دی چې یویې – العلقة: دې ټینګې وینې په مانا چې نه نرۍ او وچه وي.  اسلام دې انساني فطرت سره برابر ولاس ترغاړې دین دی،او هیڅکله له انساني جوړښت وفطرت سره مخالف وشاه په شاه دین ندی،داچې قامي مینه واحساس وشعور دې انسان په جوړښت وکیان کې یو الهي فطرت دی، نو هرو مرو به دې انسان په وینوکې تر مرګه اخښلی پاتې وي،اودې قامي مینې ریښې دې یوه قام دې غړیو تر منځ په هیڅ ډول شخړو بیلوالیو ودښمنیوسره له بیخ څخه نه ویستل کیږي،په هرقام کې کله چې پوه،رڼافکري وحقیقت راښکاره شي،نودرستي به پکښې ولاړیږي ونادرستي به ورڅخه روانیږي، او بدبختی وځان ځانی به یې له منځ څخه درومي،او خوابدی ودښمنی به پکشې پای ته رسیږي، او دې قام دغړیو په وینوکې به یوځل بیا قامي فطري احساس راتخنیږي اوقامي شعوربه راخوځیږي که څه هم پیغمبران وي، ټولې ناخوالې به شاته کیږي ، له قام سره مینه وښه کول ومهرباني به تر هر څه څخه ورته ګرانه کیږي، داځکه چې هر سړي ته خپله څیره دې خپل قام په هنداره کې خوراښکلې ښکاره کیږي.
   وګوره چې زموږ پيغمبر – ص- کله چې قام یې ناپوه وجاهل وو، او دې اسلام پرضد خورابې رحمه دښمنان وو، څو مره  سپکاوۍ، کنځلې، بې پتۍ،وهل ټکول، شړل ورټل، بې کوره کول، ورڅخه مال اختسل..وزغمل، په پای کې ورته دې مرګ بند وبست نیول بیل کړلو، تر هغې چې له مکې څخه تر مدینې پورې ورڅخه وتښتیده.. اوهلته یې هم په ارامه سره پرینښود..بریدونه وجګړې یې ورسره پیل کړلې، ترڅو چې مړیې کړي، اوپه مرګ سره یې دې اسلام ډیوه مړه کړي،خو سره له دې ټولوناخوالیو ودښمنیو..کله چې الله(ج) خپل پیغمبر- ص - په هغو باندې بریالی کړ،او دې وږلو ورټلوواک یې ورته ورپه لاس کړ،او حقیقت راولاړ شو وباطل نسکور شو.. دې ټولو په زړونوکې ارامي یوبل ته دې خواخوږۍ وخپلوالۍ وقامولۍ مینه را ونڅیده، او په وینوکې یې قامي جذبات را وپاریدل،او په رګونوکې یې دې یوالي وورورۍ څړیکه را وتخنیده..ټولې ناخوالۍ ودښمنۍ هیرې شولې ، دې خواخوږۍ وقامولۍ دې مینې واحساس ومهربانۍ څخه ډک جامونه په څپیدا شول، خو له ټولو سره دا بیره وه چې محمد عیله الصلاة والسلام به له دوی څخه په څه ډول سره غچ اخلي، اوڅه سزابه ورته ورکوي؟؟خو الهي رحمت له قامې فطرت سره دې محمد علیه الصلاة والسلام په زړه کې سره وُاخښل شول،خپل قام ته یې ورمخ کړ، ورته ویې ویل: تاسو زما په هکله څه ګمان وسوچ کوي، چې زه به په تاسو څه وکړم؟ هغوی ورته وُویل چې ته زموږ مهربان وروریې، او زموږ دې مهربان ورورځوی یې، هغه په ډیره مینه په ډیرقامي احساس سره ورته وُویل چې: ځی لاړشی، تاسو ازادیاست.دې ډیرو ښودلو لپاره زموږ لیکنه[څوک متعصب دی؟] وګوری
    اسلام تراسلام څخه مخکي دې جاهلیت دې قامولیو په ضد دی،کومې چې دې ظلم او زور په بنسټ به ولاړې وې،او دې انساني اړیکو غزول به دې مالونواو اولادونو په معیار پکښې کیدل،هرڅومره به چې دې یوه قام یاخیل شتمني وسړي ډیر وو ،په هم هغه اندازه به یې په نوروقامونویا خیلونوباندي لاس بری وواکداري چلوله، مالدار وزوروربه له هرې ګناه څخه بښلی وو، اونیسمن و کمزوری به که بې ګناه هم وو، په عذاب باندې به نیول شوی وو، شراب څیکل به په هرځای کې روان وو،دې انسان دې انسانیت او انسانې حقوقودرناوی به نه کیده، دې بدکاریو په مخکې به دې نیکاریوشاه وه،دې شر دې ازادی په افق کې به دخیرپوله نه لیدل کیدله،انسانان وڅاروي به په بازارکې څنګ په خنګ سره خرڅیدل واخستل کیدل،دې ښځې انسانیت وحق به تر پښولاندې وو، او په هرځای کې به یې په کرامت باندې تیری کیده،او کله کله به یې لوڅه لپړه لیدنه وکتنه هم کیدله،همدا اړوند وو، چې ډیروخلکوبه خپلې لورانې ږوندی ترخاورولاندې خښولې، چې بې پتي وپيغور ورته رانوړي، په داډول بې سره وبې پښو ږوند کې دجاهلیت قامونه وخیلونه دومره بې پولوبې پتیو وبې شرمیو ته رسیدلي وو، چې دې نن ورځودیموکراسۍ وازادۍ یې ښې بیکۍ کیدلای شې،چې دې اوښیار وعقلمن وپتمن سړي فطرت - که مسلمان وي اویاکافروي- ورڅخه کرکه کوي،دا چې اسلام د انسان دې فطرت سره برابر ومطابق دین دی، نوځکه دې جاهلیت دې خیلونو یاقامولیودې ناوړه کارونو په ضد وو،اوتراوسه پورې دهرقام یاخیل چې دې جاهلیت دودونه کوي په ضد یې دی،اودې قیامت تر ورځې پورې به دې بدکاریووبد اخلاقیو په ضد وي،لکه څنکه چې په ننه نیو کافرانوکې یې له انساني فطرت څخه وتلې بیلکۍ لیدل کیږي ، چې نن ورځ په ختیځ ولویدیځ کې په ډیر تعصب وبې شرمی سره روانې دي، چې اسلام خوڅه کوی چې ټول اسماني دینون وکتابون یې په ضد باندې دی،او په بده سترګه ورته ګوري.
  دې اسلام سترولوی دین دې اسلامي قامولیو تآئید کوي،او قامولي دې قام دې غړیو ترمنځ دې یوالي وپرمختګ اړوند ګڼي،اوپه غم وښادي کې یې دې ګدون واحساس شریکولوکړکونکي اړیکي شمیري،اسلام دې مسلمانانو قومونو درناوی کوي،او هر قام ته داواک ورکوي چې پخپل ځان وخپلې ږبې وخپل خوی وخپل دوود وخپل کلتور.. باندې ویاړنه وستاینه وکړي چوپړیې وکړي ،او له هرخطر څخه یې ساتنه وکړي ،او هیڅ اغیار ته دا مهال ورنکړي چې تیری پرې وکړي
   موږ پښتانه یومسلمان قام یوپخپل دین وهیواد باندې ویاړنه کوو، اوپه سرباندې یې ساتنه کوو،خوداخبره به له موږ ځه پته ساتل کیدله چې په ځان وقام باندې هم باید ویاړنه وشې، او دې خپلې ږبې وکلتور هم باید ساتنه وشې، داځکه چې په پښتنوکې په پخوانیو مهالوکې پوه وعلم دومره نه وو،او نه په کوم لوی وتکړه پوهان وملایان پکښې ښکاره کیدل، که چیرته به کوم ملا هم راپيداشو، نولیکل ولوستل به یې په بله ږبه کړي وو، او له خپل قام وخپلې ږبې سره به یې مینه واحساس مړ شوي وو، ځکه له ورکتوبه څخه به یې یا بغدادی سپارې یاکتابونه په عربې سره اویابه یې دې جواجه حافط ،ګلستان وپنج کتاب دې مجوس دې شاعرانو کتابونه په پاړسي ږبه لوستلی وو، چې پخپله ږبه پښتوبه یې نه لیکل لیکلی شول اونه یې لوستل لوستلی شول، او بی وزله پښتو به پخپلو ږوندیو زامنوباندې بوره وه ، دې اغیا رله دسیسو او دې خپلو زامنو له بې غوریو څخه به تل ګیله منه وه،او ناپوه ونادان پښتون ته به یې له اوښکو ډکې سترګې نه ور اوښتلې ،او دې زړه له درده به یې په ناامیدۍ کې پښتون ته په چیغو شوله
             تاچې په مخ څپيړې راکړې ٭٭٭له اوښکو ډکې سترګې چاته واړوم
   پښتونو ورڼو په ځانګړي دول سره درنو ملایانونن دې پيښو وتفلید وناپوهی مهال پای ته رسیدلی دی،دې تیکنولوږۍ پرمختک نن له نړی څخه یوکوچنی کلی جوړکړي دی،او هیڅ لویه ووړه پټه نشې پاتې کیدلای، په حلالو وحرامو،کږو وسمو درستو ونادرستو، نیکو وبدو.. نن هرځوک پوهیږي، نور بس دی ټول عمر دې پښتون له دیني جذباتو واحساس څخه ناوړې ګټې اخستل شوي دي، او دې دین په نوم دې خپل قام وخپلې ږبې له چوپړ څخه لرې ساتل شوي دی، نن دې دین چوپړ دې خپل قام وخپلې ږبې په چوپړ کیدلای شي، نن قام وږبه هغه مهال ږوندي پاتې کیدلای شي، چې دین وهیوادیې ږوندي پاتې شي،اودین وهیواد هغه مهال ږوندي پاتې کییدلای شې ، چې دې دین وهیواد ټول کړه وړه زموږ دې قام په خوږه ږبه باندې ولیکل شي،او په پښتو ښونځیو وکتابوکې ولوستل شي، نن دې هغه پوه ،لیکوال،ملا وعالم درناوی هغه مهال کیدلای شې چې پخپله پوهنیزه څانګه کې خپل قام ته په پښتولیکل شوي کتابونه وړاندي کړي، او پخپله ږبه باندې په هرمحفل،هرسمینار وهرځای کې په هسک سرخبرې وکړي، موږپښتانه یوپه دې باندې باید وپوهیږوچې: په قام وږبه باندې اسلام وهیواد ساتل کیږي  ،اوپه اسلام وهیوادکې پښتون وپښتوروزل کیږي ، اوهرچیرته چې دې روزل شوی قام وږبې ته درناوی نه وي، هغلته روزلتون له ورانیو سره سوټک وسندان وي .


وګوره
کــله بــه ویـښـیږې پــه نـړۍ کې نـن ویــده نشـته
قام دې ټول سواګرشو په نسیب کې یې خواړه نشته


قـام ږبـه دې ټـول پـه ورکیدودي ځان واکـداربـولې
لــږخــوځان تــه وګــوره تـر تـانـه بـل سپیره نـشته
         

Ali Khan Sapi

- بېرته شاته