طنز څرنګه منځ ته راغی
پوهنمل محمود نظری
طنز لومړی وار د ژوو له خولې د انسانی ژوند بیان په لنډ او خیالي نکلونه یا افسانو په ډول ویل سوی دی چې په انګریزي کې هغه ته «فابل» ویل سوی دی فابل ( دژوو له خولې انساني کیسې)
دا کلمه له یوناني« fibula»فیبولا څخه اخیستل سوې ده، فابل لنډې خیالي افسانې دي چې په منثور یا منظوم ډول د ځانګړو حیواناتو، افسانوي موجوداتو، نباتاتو، غیر ذیروح شیانو او د طبیعت واک ته انساني واک ورکړ سوی وي چې د رښتیني داستان سره توپير لري او تخیلي دي.
له انسان نه پرته موجوداتو د خولې هغه لنډ حکایتونه دی چي یو اخلاقي ، پندي ، طنزي یا حکیمانه ټکي په کښې نغښتي وی نو ددې حکایتو نو اتلان معمولا له انسان پرته نور موجودات دی چې انساني کرکترونه ورکړ سوي دي.
د فابل افساني عموماً درې برخې لري
لومړی يي سمبولیکه ننداره یزه برخه ده ، دویم يې دعبرت برخه ده او درېیم يې د اخلاقي پایلې برخه ده
په فابل کې هر حیوان یا موجود د یو شی سمبول اویو اخلاقی او ټولنیز شخصیت ښیي د ساری په ډول په کلیله او دمنه کی زمری د پاچا مظهر دی ، په منطق الطیر کې ملاچرګګ د رهبر او مرشید سمبول دی او سیمرغ د خدای مظهر دی، بلبل د خوشګذرانو خلکو او طوطی د زاهدانو سمبول دی اوبوتیمار بیاد بخیلو خلکو سمبول دی .
ځينې پوهانو فابل یاد ژوو کیسې په درو ډلو ویشي لکه : نظري، اخلاقي او جبري
چې نظري يې ښوونیز اړخ لرونکي افسانې دي او اخلاقي یې یوه اخلاقي افسانه بیانوي لکه
دګاډیواناو هرکول( د زور الهه) افسانه :
دیو ګاډیوان چې غويي یې ګاډۍ کښوله، د لرګو بار ګاډۍ عرابه یې په خټو کې بنده سوه او بېله دې چې ځان وښوروي په دعا او زاریو یې پيل وکړ، ټول مقدسات یې یادول چې مرسته ورسره وکړي او تر ټولو يې ډیر هرکول پهلوان( د واک او زورالهه) یادوه چې له هغه سره مرسته وکړي
هرکول هغه ته حاضر سو او ګاډیوان ته يې په غوسه ویل
تا سه عرابه پوري وهه اوغويي په شلاغه ووهه، لومړی ځان وښوروه بیا زاری او دعاوي کوه ددې پرته ستا دعا څه ګټه نه لري
. په جبری فابل کی دکیسې پښې تقدیري دی
یو عقاب د محراب څخه غلا کوی د خدایان د هغه ځاله په غیبی اور سوزی
فابل ویل شپږ پيرۍ مخکې له میلاده پيل سوي دي ، ازیزوپ لومړی سړی و چې فابلونه یې ویل چې ځېني تاریخ پوهان هغه لقمان حکیم بولي ، دوې پيړۍ مخکې له میلاده د «وشینو شرما» کتاب« پانچیتنترا» ( د انسان ورته شکلونه ) لیکل سوی دی، دوې پيړۍ مخکې له میلاده منظمی هندی بودايي فابلونه د« بدپاي» په نامه لیکل سوی دی چې دجاتکا ( دبودا نکلونه ) څخه اخیستل سوی دی او یوه پيړۍ مخکې له میلاده د هندی فیلسوف « ساینتیپس» اووه علقمنو استادانو فابل ویل سوی دی .
۱۷- ۶۴کاله مخکې تر میلاده د هسپانوي لاتین ژبې لیکوال«ګاز جیولس هایجینس» د فابلا کتاب لیکلی دی، او رومی « فیدرس»(۵۰-۱۵)مخکې له میلاده فابلونه لیکلی دی
فابل په لرغونی یونان کې
تر ټولو لرغونی فابل په یونانیانو اړه لري چې شپږ پيړۍ له میلاد نه مخکې ویل سوي دي
چې ډیر يې د ایزوپ دی نو د دنیا لومړی مشهور فابل لیکونکی او اساس ایښوونکی اروپايي ایزوپ"Aesopبلل سوی دی چې شپږ پيړۍ مخکې له میلاده په یونان کې اوسیده چې بیا "فالریوس"د هغه دا حکایتونه را ټول او خپاره کړل
له ایزوپ وروسته «هوراس» رومی شاعر (۸- -۶۵-ق م ) بل فابل لیکونکی دی ، د هغه وروسته همداسی« پلو تارک» یوناني ژوند لیک لیکونکی ( ۱۲۰-۴۶م ) ،لوکیانوس یوناني هجوکوونکی لیکوال( ۱۸۰-۱۲۰م )فابلونه لیکلي دي او د لومړی میلادي پیړۍ په اخیر کې د رومی «فیدروس» فابلونه او د« رومن دورینارت» فابلونه ډیرمشهور دی
ازوپیا ایزوپ
ایزوپ شپږ پیړۍ مخکې له میلاده دکوشنی اسیا په « فریګین » کې اوسید ، ځېنې وایي هغه د بالکان د ټاپو وزمې و ، هرودوت ( لومړی اروپايي تاریخ لیکونکی ) هغه د ساموس د ټاپو اوسیدونکی بولي ، وايي هغه د سافو( sapphoهم عصرو،او د اگزانتوس (xanthos)شاګرد و، هغه په ملا کړوپ ، بد رنګه مګر پوه سړی و ،درې سوه کاله مخکې له میلاد ه «فالریوس» دهغه نکلونه را ټول کړه او په لومړی میلادي پيړۍ کې رومی لیکوال«فدروس» دهغه څه په نظم واړول .
ویل کیږی ایزوپ مریی و چې ازاد سوی دی او بیا يې د کراسوس پاچاkonigskroisos)دربار ته لاره پیدا کړې ده .
د ایزوپ طنزي لطیفې او فابلونه ډیر مشهور کیږي ان پاچا هغه ته د خپل سفیر دنده ورکوي ایزوپ د یونان په دلفي مذهبي سیمه کې د کشیش له خوا مقدساتو ته د توهین په جرم وژل کیږي.
دایزوپ لومړی فابل لیکونکی و چې لنډ حکایتونه یې د ژوو له خولو بیانوي
لکه :ددرواغجن شپون مشهور نکل چي په درواغو يې نارې وهلي : شرمښ شرمش دهغه دی
له هغه څخه درې سوه څلور افسانې پاته دی ان ناصر خسرو د هغه څو افسانې په نظم اړولي دي لکه د ډبری له شا یو عقاب په هوا سو ، کارغه د پنیرو قالب ولید.
مولانا هم د هغه پند ي حکایتونه په مثنوی کې په نظم اړولي دي لکه : ښکار ته د زمری او شرمښ تلل ، کارغه اود طاوس وزر
دهغه مشهور حکایتونه لکه :کارغه او ګیدړه ، بزګز او زوی یې ، ګیدړه او انګور . څو زامن
د هغه ډیر حکایتونه لکه متلونه ددنیا په خلکو کې دود دي
کارغه او ګیدړه
کارغه پر یو ښاخ ناست او یوه ټوټه غوښه یې په موښکه کې نیولې وه یوه ګیډره له هغه ځایه تیریده د غوښو په لیدو يې خوله اوبه اوبه سوه نو په مکاری يې کارغه ته ویل:
په رښتیا ښه ښکلی او خط اوخال لرونکی ، خوش اندامه الوتونکی يي چې وزرونه او بنګې دی ډیره ښه تناسب لری ان سیمرغ دی جمال ته بد ایسي کاشکی ږغ دی ښه وي که داسې وي نو بیشکه باید تا د ټولو الوتونکو پاچا وبولو .کارغه چې دا واوریدل نو په قارقار سو
او غوښه يې له خولې ولویده .ګیدړې غوښه پورته کړه او کارغه ته یې ویل :
اې زما ساده او خواره کارغه ستا په ږغ کې دي عیب نسته نقص یوازې ستا په شعور کې دی چي تجلیل له تزویر څخه نه پيژني .
ګیدړه او انګور
وږې ګیدړه ستړی ستومانه او وږې تږې دیو تاک لاندې ودریده تور انګور پاخه وه او ځړیدل . هغې غوښتله هغه وخوري مګر تاک ډیر لوړ و او ګیدړه لنډه، نو دځان د بسیا کولو لپاره يې وویل: انګور غوره دی
فابل پههندوستانکې
هندي مشهور فابلونه د میلاد اول زر کاله کې ویل سوي دي ، چې مشهور يي دا دی :دویشنو شرما پانچاتنترا ( پنځه اصله )، اوه پادشاهان ، وکرام او بلا، د سینتپاس اوه عقلمن استادان...
دا هغه افسانې دي چې د نړۍپه ټولو لرغونو ادبیاتو يې اغیزه کړې ده
د رمایند ځینې افسانې په مهابارت او رماین کې راغلي دي
ویشنو شرما هندي څیرونکی او لیکوال و،چې د پانچاتنترا یې چې د (۲۵ ) فابلونو ټولګه وه (۱۲۰۰-۳۰۰)مخکې له میلاده ولیکله چې بیا په پهلوي ، عربي ، او فارسي ژبو وژباړل سو ه
د اروپایی فابل سر چینه ختیځی برخې ګڼل سوی دی لکه د هندوستان کلیله او دمنه کتاب چي په سانسکریت کې هغه ته دانتا کاثا"و "کالپتیا کاثاویل سوی دی وايي دا د دوو چغالانو نومونه دی چې نن په پانچاتنترا(یعنی پنځهبابهیا پنځه کیسې) مشهور دی
طبیب برزویه کلیله او دمنه له هندی څخه پهلوی ته د انوشیروان په وخت کې وژباړه او داسلامي دورې په سر کېعبداله ابن مقفعهغه په عربی وژباړه چې بیا رودکی هغه په نظم واړوه او په شپږمه هجري پيړۍ کې ابوالمعالی نصراله منشیهغه په فارسی وژباړه اوله هغه سره يې څه حدیثونه او شعرونه علاوه کړه اوبیا اورپايي ژبو ته وژباړل سوه .
نصراله منشیوايي هغه شپاړس چپرکي لرله چی لس یې د هندیانو وه او شپږ چپرکي ایرانیانو پر هغه زیا ت کړي دي
د «هتو پادشا) کتاب د« ناریان پانډیت» لخوا چې یو برهمن درباری شاعر و په دولسمه پيړۍ کې له میلاده وروسته د شهزاده لپاره په سانسریک لیکل سوی دی
د( وکرام او وینه څښونکی بلا )کیسه ده په سانسکریت لیکل سوی ده
یو انتقادی افسانه ( دسیند د جریان نکل) دی چې «سومادیوه» په یولسمی پيړۍ کې لیکلی دی چې یو لرغونی انتقادی اثر دی
«اوه عقلمن استادان یا اوه عقله» هم مشهور افسانې دی
دکلیله او دمنه یوه فابل :
کارغه وویل زرکه زما همسایه وه هغه ورکه ورکه سوه ګمان مي کوی هغه مړه سوې ده ،سوی راغله دهغه په کور کې یې واړوله، څه مده لا نه وه تیره سوې زرکه بیرته پیدا سوه د سوی په لیدو غمجنه سوه هغه ته یې ویل دا کور زما دی
سوی ویل که کوم سند لرې حق دی ثابت کړه؟
هغې ویل دلته نژدې د اوبو په غاړه یوه دینداره پيشو ده د ورځي روژه نیسي او له شپې تهاجد لمونځونه کوي له هغې عادل قاضی نه پیدا کیږي ، هغه ته به ورسو چې دا دعوا فیصله کړې
دواړه په دې راضي سول . چې د پیشو سترګې پر هغو ولګیدې په دوو پښو مخ په محراب ودریده. هغوی ورته منتظر سوه چې هغه خپل لمونځ ادا کړي، هغې چې لمونځ خلاص کړ
ویل یې : څه خبر ه ده ؟
چې دعوا يې واوریده نو ويي ویل:
زړښت اثر کړی دی ،نژدې راسئ او لوړ وږغیږئ ، هغوی مخی ته ورغلل او له سره يې دعوا ورته تکرار کړه
هغې دواړه ونیول او وخوړل
۳
په مصر او عراق کي
د ژووله خولې انساني کیسې(فابل) د عاموخلکو دګړنی ادبیاتو یو ډیر لرغونی ډول دی چې د ټولو هیوادونو په ادبیاتوکې یې نښې لیدل کیږي او خلک يي لکه متلونه کاروي
په سمیریانی ( هغه ژبه چې څلور پيرۍ مخکې له میلاده په عراق کې ویل کیدل )او اکادیانی ( هغه ژبه چې په میزوپوتیا یا برونز عصر کې د اکاد دښار ژبه وه )کې راغلي دي ، چې « اریش یبلنګ» فابلونه لویدیځ ته ورپيژندلي دي.
د مصر د منځینو پیړیو دځنګل د پاچا نکل د هبرو د ځنګل کتاب سره یوشی دی
او د ایزوپ د (ځوز او د سدر ونه) نکل د دویم کینګ له نکل سره یو شی دی
په افغانستان او ایران کې
په شپږمه هجري پيړۍ کې کلیله او دمنه په فارسي چاپ سوه او هم د« اسوریک ونه « چې دیوې ونې او وزې مناظره ده په پهلوی ژبه چاپ سوه
مرزبان نامۀ دمرزبان بن رستم بن شروین (۳۰۲ق )چې په طبری ژبه وه د «سعدالدینوراوینی» لخوا په فارسی وژباړل سوه .همداسې دسنایيغز نويحدیقه الحقیقۀ ، دسعدی دبوستان ځینې داستانونه (۶۵۵ق ) او دایرج میرزا (۱۳۴۴-۱۲۹۱ق)دګیدړې او کارغه قطعه د هغه وخت ډیر مشهور فابلونه دي .
ژباړه:
ولاړ سه ډاړون زمری سه اې دغله
ځان مه اچوه لکه ګیډره شله
په مثنوی مولوی کي د طوطي او تجار کیسه داسې پای ته رسیږي
ژباړه:
دمړ کیدو مانا طوطی ته وه په کار
دهغه په غوښته يي کړخپل ځان زار
بیا د عبید زاکانی(۷۷۲ق)د ژوو افسانی چې ټولنیزي ، سیاسي او فرهنګي نادودو یادونه یې کوله لکه د موږک او پیشو مثنوی خپره سوه
په یورپ کې د ژووله خولې انساني کیسېد رنسانس په دور کې د انګریز شاعرادموند اسپنسر(۱۵۹۹-۱۵۵۲م) د «هابرد د مور» په نامه ټولګه ډیره مشهوره ده له هغه وروسته«جان درایدن»انګریز شاعر (۱۷۰۰-۱۶۳۱م) له منځه تللي فابلونه راژوندي کړي دي
همد اسې فرانسوي فرانسوس(۱۶۹۵-۱۶۲۱م)د فابل ټولګه چاپ سوې ده
د لافوتین فابلونه لکه کارغه او ګیډره ، لیوه او وری، مشهور دی بیا د« پیر دو لاریوه» فرانسوی لیکوال( ۱۵۶۰-۱۶۱۹م)د فدروس ځینې فابلونه په شعر اړولي دي .دآلکسی میخاییلوویچ رمیزوفبیزوګانی او انګریز جورج اورولد ژوو کلا دهغه وخت نورمشهور فابلونه دي.
لافوتین داروپا د منځنی پيړۍ یو مشهور فابل لیکونکی دی دهغه فابلونه اخلاقی دی
هغه په محاکمو ، کلیساو او بورژوازی نظام فابلونه لیکلي دي
بل مشهور فابل لیکونکی ایوان کریلوف۱۷۶۹-۱۸۴۴ روسی مشهور فابل لیکونکی دی
هغه په روسی لافوتین مشهور دی ، دهغه مشهور فابلونه شرمښ د سپي په کوډله کې ، شرمښ او پسه، کارغه اوچرګ، طاوس اومار، د وحشانو مړینه او داسی نور دی
بل مشهور فابل لیکونکی روسی سالتیکوف شچدرین(۱۸۲۶ ) دی
هغه دايزوپ تر اغیز لاندې فابلونه لیکلي دي د هغه مشهور نکلونه د یږانو حکومت، اوداسی نور دی
د هغه یو فابل افسانه د کپور کب په نامه داسې ده
کپورکب په سیند کې د شارب له ویری د یوې ډبرې لاندې وږی اوبې حرکته پټ و یوازې یې هغه چنجیان اوخزندې چې هغه ته نژدې راتلې خوړلې او ان له ویرې له ښځوکبانو سره نه یوځای کیدی . هغه اوږد عمر لري سل کاله ژوند کوي مګر دمړینې په ورځ یې ارمان کوی ځکه د ژوند تر کمیت یې د ژوند کیفیت جار کړ ی و.