مجاور احمد زیار،غازي محمد ایوب خان او د ...
مجاور احمد زیار،غازي محمد ایوب خان او د فیرنګیانو سپی بوبي
فایق خان یوسفزی لندن
پرون مازیګر چې په اوسټرلي (لندن) کې بخارا ریسټورنټ ته ورغلم د یو ملګري سره مې لیدل غوښتل نو حق حیران شوم. موټرې راتللی په دریشو کې سنبال افغانان ډاکټران ، پوهاندان، مشران، افسران او مخه ور ترینه راښکته کیدل او بخارا ریستورنت ته ننوتل. ما مې ملګري ته وویل چې راته ښکاري د چا افغانانو واده دی. زه وردننه شوم ، دوه ځوانان ولاړ و. نومونه يي لیکل . ما ترینه پوښتنه وکړه چې دا څه چل دی. هغوي راته وویل چې دا خو د مجاور احمد زیار پینځه اویایمه زیږون ورځ نمانځل کیږي. پوهاند دوكتور مجاور احمد يو ژبور څیړونکی ، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی نوموړی په ۱۹۳۷زېږديز کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې وزېږېد .او د تیرو شپیتو کلونو راهیسې د ژبې په خدمت بوخت دی.
په دی کې زیار صیب د خپلې لور سره رادننه شو ټول خلک ورته په درناوي کې ودریدل. ګلونه ورته ډالئ شول. زیار صیب په یوه لوړه څوکئ کښینول شو. وار په وار ادیبان، شاعران، پوهان او ویناوال راتلل او د زیار صیب په ژوند، زیار او د ژبو د خدمت ذکر يي کولو. خلکو به لاسونه هم وپړقړل. زه په فکرونو کې غرق ناست وم، چې خدایه افغانان څومره ښه شول د ژوندو درناوی يي زده کړلو کنه زموږ په ټولنه کې خو دا دود دی چې په ژوندو کې ښه نشته او په مړو کې بد نشته. خو راته مالومیدله چې څه کمال د زیار صیب و او څه افغانان لږ راویښ شوي دي.
په فکرونو کې ولاړم د پیښور وزیرباغ ته او د میوند د فاتح محمد ایوب خان قبر ته ودرېدم. د میوند د تاريخي جګړې د فاتح سردار محمد ایوب خان مزار چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ناڅرګندو کسانو له خوا تخریب شوی لا هم وران ویجاړ پروت دی.د نوموړي مقبره چې د پيښور ښار جنوب لور ته د وزیر باغ په نوم تاريخي بڼ ته نژدې د درانیانو په هدیره کې د شيخ حبیب د زیارت په محوطه کې موقعیت لري د ناڅرګندو کسانو له خوا تخریب شوې ده او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د تقریباً دوو بسوو په دې محوطه کې چې شاوخوا ترېنهد پخو خښتو دوه متره لوړ دیوال چاپير دی د غازي محمدايوب خان ترڅنګ د هغه د مور بي بي، سردار محمد ابراهیم خان، سردار جلال الدین خان، ابن علي خان او د یوه پخواني صوفي شخصیت شيخ حبیب څو متره اوږد، پلن او لوړ قبر هم موقعیت لري.بیا مې پام هغه د فیرنګیانو سپي ته ولاړلو چې د بوبي نامه يي ورباندې ایښودلې وه. دغه سپي د میوند له جګړې څخه ژوند راتښتیدلې و او د برتانیا ملکې ورته د برتانیا لوړ پوځي اعزاز ورکړی و. چې نن يي هم عکسونه شته او خلک ورته په درنه سترګه ګوري. یوه خوا غازي محمد ایوب خان و چې خلکو هیر کړی دی او د قبر تپوس يي نه کوي ، بل خوا د فیرنګیانو سپی بوبی دی چې يادګارونه يي جوړ شوي دي. د زیار صیب قدرمنې لور ډیر په خوندور انداز او په پخه پښتو د زیار صیب ژوند بیان کړو چې څنګه يي پښتو ژبه لکه د خپلې لور ساتلې ده، لکه د خپلې مور درناوی يي ورته کړی دی، د خپلو سکنو بچو وخت يي هم پښتو مور ته ورکړی دی. که چا يي په ښکلا نیوکه کړی ده زیارصیب ورله نور سر سڼه کړي دي. که چا يي په کالو ګوته پورته کړی ده زیار صیب ورله کالي نوي کړی دی. که چا يي په ګرزیدلو پورې خندلي دي زیار صیب ورله چال ډال بدل کړی دی. خو پښتو يي یوه کړی، مړه کړی، درنه کړی، خوږه کړی او کره کړی ده. په ویناوالو کې هیچا په زیار صیب نیوکه ونه کړه. ځکه موږ پښتانه تش په ستائینو عادت یو. نیوکه خو بیخي نه کوو او بیا چې څوک رانه په عمر کې مشر وي. بیا خو که هغه هر څه وايي او کوي موږ يي ستائینه کوو. خو د زیار صیب په شعرونو کې راته داسی محسوس شوه چې زیار صیب د ښځو په عقل او پوهه شکمن دی. غونډه تر ناوخته روانه وه. هر ویناوال پینځه دقیقې وخت درلودلو. څومره چې زه زیار صیب پیژنم او څومره چې ما لوستې دی په پینځو دقیقو کې د زیار صیب یو زیار فقط معرفی کول هم ناممکن دی. خو ډیر خوشاله په دی وم چې نارینه او ښځینه دواړه ویناوال موجود و. زرغونې خور یوه رسا ډز وکړلو چې ماته داسې ښکاره شوه لکه زما په شیش يي چې نښه ویشتلې وي. وییل چې بیا داسې غونډو ته راځئ نو خپلې میرمنې هم راولئ چې هغوي هم د دی خبرو نه خبر شي. دلته يي څوک خوري نه. خبرې ډیرې سر يي یو، چې افغانانو هم د خپلو مشرانو په ژوندون د هغوي د زیار او کار ستائینه زده کړه او لومړی سړی چې دغه درناوی يي په برخه شو مجاور احمد ز یار صیب دی.