(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې

پوهنمل محمود نظری

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار د افغانستان يونامتو ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی، نوموړی په کال( ۱۹۳۷ میلادی) د ننګرهارد مزينې رود په حصارك كې زېږېدلی دی  له ابن سینا او دارالمعلمين وروسته يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى ، بیا یې دسويس له برن پوهنتون څخه د ماسترۍ او ډاكټرۍ بريليكونه ترلاسه كړي دي . هغه  د كابل پوهنتون کې ادبیاتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب  دښوونې دنده لرله.

پوهاند زيار د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشری او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري هم تر سره کړې ده 

پوهاند زيار  د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري په غاړه لري

 دپوهاند زيار ځینې مهم اثار: پښتو پښويه،پښتو ويي پوهنه،پښتو ليكلار،پښتو شعر څنګه جوړېږي؟،پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې. پښتو سيندګى، انګرېزي - پښتو سيندګى،د ژبپوهنې بنسټونه اوپه لسګونه نور

دشعر په برخه کې:زنداني نغمې،سوزونه او سازونه،وينه او مينه، ګلولې،

اندوژوند،اندو واند،رزم وبزم ،پوهه او ګروهه ، دسبرونو نڅا،ګلوييونه ،څڅواكي

زما نړۍ،د مرجانونو څانګې ،نوې پېړۍ او نوې زرۍ،اور و وينې،ساندې او سندرې او داسی نور

پوهاند زيار اوس د انګلستان د اکسفورد په ښار کې مهاجر دی

د زیار صاحب  دشعرونود منځ پانګې یوه برخه  طنزي توکي (طنز ، هجو او هزل) جوړوي ، چې   هغه ټولنې ته  سیاسي شعور ورکوي او یومهم پيغام لري ، زیارصاحب د روانو ناخوالو په لیدو لکه ځینې سترګې نه پټوي او غوږونه نه کاڼه کوي ،د ولس ستونزې، اوناخوالې رابرسیره کوي او  سپړې اوولس ته يې ښيي.

زیار صاحب  وايي:

ما له تاريخه هېڅ خبره

پټه کړې نه ده

ما ورته هرڅه

ښه په زغرده

مخ پر مخ ويلي:

د بې سهاره تورو شپو د ناتارونو کيسې

د سپينو ورځو د چاودنو

او مرگونو کيسې.

***

ما کله سترگې پټې کړې نه دي

پر هغو گردو ويرژړلو پېښو

چې له نښترو، چنارونو

شنې لوخړې ختې

او د تاکونو له رگو

راڅڅېدې تکې سرې وينې

د شرابو پرځای.

د هر طنزویونکو د بیان ډول له یوبل سره توپير لري  ځینې په ټولنیزو ناخوالو  نظر ورکوي؛ ځینې له ملي او بین المللي  شومو او ناروا موخو څخه پرده پورته کوي  ، ځینې د ناخوالو د قرباني  ( بلهاري) سره خواخوږي ښیي،  ځینې   د ناخوالو له کړونکو څخه کرکه او خواتوري ښيي، ځینې بیا دطنز   لوبغاړي غندي او ملنډي پر وهي ،ځینې د وطن دننه او بهر  غولونکو  او درواغجنو واکلرونکي  دپروړو لاندې  داوبو  تیرول برملا کوي او  غندي .

 زیار صاحب هم د ټولنیزو بدو پدیدو لکه درواغ، ریا، تظاهر، بدبیني، بدخویي، ظلم،خیانت، بد اخلاقي، باندی نیوکې کوي اوکوونکي يې غندي.

  دا چې طنز له محتوا  او ددید د زاویې له مخي په دوو برخو ویشل کیږي : یو سپین یا خوږ طنز چې د خندا او ملنډو اړخ يې  غوښن  وي او بل تور یا تریخ طنز  ، چې د نیوکو اړخ یې تر ملنډو دروند وي

 د زیار صاحب طنزونه  ډیرتور طنزونه دی  دهغه د ملڼدو خوا تر نیوکې لږ ده  داچې

    نیوکه د طنزاصلي جرړه او لغاز  يې مالگه ده،  د زیار صاحب دلغاز برخه لږ سپکه ده او د نیوکې برخه يې څه درنه ده ،چې دا کار   درونداندو کار دی،

   تور طنز   دخلکو ژر پوهیدو او  دکړغیړونو  ژر د غوسه کیدو لامل ګرځي.

زیار صاحب  د طنز په  ویلوکې د طنز له اوزارو لکه  پرده پورته کوونه  ،ملامتونه، کم ښوونه، او ملنډو څخه ډیر کار اخلي او د ترخه وینګ په گذار بد کوونکو ته جټکه ورکوي او ټولنه پرې  خبروي .د هغه په شعرونو کي ټوله طنزیه توکي ( طنز ، هجو او هزل) او ټوکې  لیدل کیږي

لومړی طنز

طنز په ملی  ناخوالو 

الف: سیاسی اړخ

د پَوړۍ پُوړۍ

که څوک غواړي چې څوکۍ ته ورسي

ووهي دې يوه ستنه دوه سيسي...

زيات دې شي خو کم دې نه شي له نسخې

دوسي، چاپلوڅي او جاسوسي!!؟

زیار صاحب مقام ته د رسیدو یوه نسخه رسوا کوی  هغه  دومره غټه نسخه هم نه ده لکه د اوسنیو ډاکټرانو، یو ترکیبي قلم  دی،  چې یوازې دوه سي سي د دوسي، چاپلوسي او جاسوسي  ګډوله ده

 دا طنز زموږ دنننۍ ورځي سیاسي حالت  تر هر بل وخته ښه بیانوي.

۲

د توبې خطر

کړې اشنا له هرڅه نوې توبه

خو يې لا وه لوړه څوکۍ او لوړ ځای

ورته مې وېل: بډې خيانت چې نه کړې

تردې نه وروسته دې پرده کوه خدای!

زیار صاحب په کنایه ورته وايي  پرده دی خدا ی وکړه !

  بله بیلګه:

نوی چل

نوې دود شوه د څوکۍ د ختو لار

ځان چپي کړي، چلوي ځانته اخبار

پټ ښی لاس د داړه مارو د سرکار

شي والي،معين، وزير يا مستشار!

زیار صاحب په ملنډو وايي له زمانې سره د څوکي د ختلو لار هم تغیر کړی دی، یو  ورځ  له چپي خوا ورخیژي   اوبله ورځ  د راستې خوا  او بله ورځ دبل په اوږو...

 دلته هر څه د موډ  او اب و هوا سره برابر تر سره کیږي  نه د ولس دچوپړ په اساس .

څارويتوب

د څوکۍ او گاډی هڅه يې همدې ته

چې په څېر وي د څاروي تل پر څلورو

پر څلورو باندې ناست وي او هم څري

دا ارمان دی د نامړو سړيخورو!

ب : ټولنیزه برخه

ښځينه ناز

يوازې په انسانانو کې نه،

  بلکې په ژويو کې هم

ښځينه پر نارينه ناز پلوري،

تر دې چې يې:

ننګ  سيالۍ، زور ازمايۍ

                                       او ان بلهارۍ ته

                                      هم اړباسي.

۲- بین المللی اړخ

امريکايي ډموکراسۍ...

ماته ارام ژوند بې مرګه بله مانا نه لري

مګر که په مرګ ځنې په ګورکې ارام پرېوتم

 

د جايزې لاسوند

((اوباما)) ته يې

                               -وار له واره-

ځکه جايزه ورکړه

چې له ((نوم)) يې

-       په اسانه-

§         ((بم)) جوړېدای شي!

پنېته- پېنتاگون

((پنېته)) يې ځکه د پېنتاگو

                                                              سروال وټاکه

چې نوم يې ورسره ورته وو...

کټ مټ، لکه:

               ((بلېر)) چې د((لېبر)) گوند  او  حکومت

 سروالۍ ته ورسېد!

نړيواله سوله

شوه د همرشولد له مرگه

پکې پاتې هم اوتانت شو

-       لالهاند پسې والهايم

نه خو سوله نه ديتانت شو

دوه سرې اژدها

سرې رازخمي کړه خويې پرېښووم زه يوازېورته،

  ما کړه پخپله په لوی لاس توره بلا راويښه...

    راوتی يو سر يې له تورې، بل له سپينې ماڼۍ،

      ځانته مې کړه هسې دوه سرې اژدها را ويښه!

بېځوابه پوښتنه

که اسلامي بنسټپالي

                                       د عيسايي پا نګواکۍ

                                                                                    پرګټه نه وای،

نو ولې به يې

                          رامنځته کوله

                                                               او بيا دومره پسې را غځوله ؟

 

۳

۲- هجو

دزیار صاحب د هجوی یوه بیلګه :

کته کړی مېړه

مېړه دلته کته کړی خر د ښځې

تل يې اېښې د سپرلۍ په پار پرې کته

که لغتې خوري پر خوله لکه د خرې ترې،

دا په دې چې د خرې مينه ده لغته

۳ هزل

دزیار صاحب د هزل بیلګې :

- کېله او ډگه

 هغه لومړی لوڅوي

او  هله يې پر خوله منډي...

خو دا بله ،

لومړی پوښوي

                                 او  بيايې پر خوله ورمنډي!!؟

*نوې خبرې

هغه خبرې مارکس و فروايد وکړې

چې وې له مخه له نورو پټې:

د انسان آره اړه به څه وي،

 پرته له خېټې، پرته له خوټې!!

۴- ټوکې

راهبه

وکړه ما مسلمان هيله ترې د مينې

راهبې خبره تېﻻره په خندا کړه...

په احساس يې د گناه خپل صليب ښکل کړ

بيا يې کش پر ځان له هر خوا چليپاکړه!

***

زما بوختيا

زه سر گرولو ته وخت  نه لرم،

پاتې لا ،

                سرجوړولو ته!!؟

***

ولږه

دين و سياست

                                  د مړې خېټي

                                                                   کار دی...

په دې چې:           

     ولږې ته

       نه مسلمان ټينګېدای شي

                                                                                       او نه کافر!

***

خدای کورکه لمباځی؟

زياتره مسلما نان

                                  جوما ت ته

                                                               د لمباځي په سترګه ګوري

چې خپل ورځني ګناهونه   

                    پکې پرېمينځي

۴

دزیار صاحب د طنز بله برخه دژویو ا او انسانانو  تر منځ مقاسیوی ( پرتله يې) لنډ شعرونه دی

زیار صاحب  غیر انساني موجوداتو  ته له انسانانو لخوا  ورکړ سوسمبولونه  دنن ورځي انسانی رتبو سره پرتله کړی دی

په دې ډول طنز کې لیکوال یو  سمبولیک ژوی لکه «خر ( کم عقل)؛  ګیدره ( مکار )  ؛کوتره(سوله) ملاچرګګ  او چرګ( متقی) ... څخه کار اخلي، چې لوستونکي  له  حیواني  سیمبول  څخه پوهیږي چې  د لیکونکي  موخه څه ده

ږيره- برېت

نه هر ږيرور مرتجع دی

او نه هر برېتور مترقي...

که نه،

هسې خو،

وزه هم ږيره لري او پيشو هم برېت!!؟

سړيتوب

نه په ډېرو اذانو دی

اونه په ډېرو سجدو...

که نه، هسې خو:

چرگ هم ډېر اذانونه کوي

او ملاچرگک هم ډېرې سجدې!!؟

پوهاند او پيلسوپ

نه له تشو خبرو څه جوړېږي

او نه له تشو چورتونو...

که نه، توتي به پوهاند وای

او پيلمرغ به هم پيلسوپ!

 

تشې پېښې

په تشو پېښو نه وينا زده کېږي،

او نه کار...

که نه،

تر توتي به بل ژبور نه وای

او تر بيزو به بل کاريگر!!!؟

مشري

مشري په لوی زړه ده

نه په لويه تنه،

که نه،

پيل به د ځنگل پاچا وای،

                                                               نه زمری!!؟

شرافت او سياست

که شرافت په زړورۍ وای

او سياست په زرنگۍ...

نوبه،

تر لېوه بل شرافتمن نه وای

او تر گيدړه بل سياستمدار!!؟

وسله(ازاد شعر)

که وسلې څوک له ډاروخطره ژغورلای،

نو شيشگي، شکاڼه به ولې

ورځ په غار کې تېرولای

او تورتمه توره شپه به،

په غلا ښکار پسې وتلای!!؟

زغم و ځېل

که بې خرته زغم و ځېل

سړيتوب گڼل کېدلای...

نو به ولې په نړۍ کې

خره ته خر ويل کېدلای!!؟

باز و کوتره

که زور و ازار ښه گڼل کېدای

نو،

باز به د سولې سېمبول وای،

نه کوتره!!؟

 

 

 

پياز و بادرنگ

ډېر په پرده کې بې پردې دي

او ډېر بې پردې په پرده کې...

که نه،

ولې به:

پياز دومره بوين وای،

او بادرنگ دومره بې بويه!!؟

- بېرته شاته