دپښتو سره بيګانګى څنګه لويه پيښه ده
ليكونكى:عبدالجبار كاکړ
كه څه هم په حكومتى كچه دپښتو پالنه او ر وزنه دتاريخ په اوږدوكښې نه دشوي خو بيرته هم په يواځي سر باندي پښتو دومره ننګيالي ژيږ ولي دي چي دخپلى مورني ژبىچوپړ يې دومره زيات وهلي دي چي كيدي شې چي په نور ژبو كښې دي ته ورته كار شوي وي او ددي دڅنګه كيدي شې چي حكومتو په دومره وخت كښې خپلى ژبى ته دومره كارنه وي كړي لكه ځموږ دي ننګيالو چي ترسره كړي وي اود نيكمرغي خو دا ده چي په هر وخت او هره پيړي كښې داسي ننګياليان او دپښتو چوپړ كونكي پيدا شوي دي ځكه چي هزارګان دمتل كوي چي هزار هم خدادار ا اردو ژبى دامتل چي وائى جس سى الله ركهى اس سى كون چهكى. په دي تيرو څو لسيځو كښې موږ وينو چي ددي وخت دپښتو ژبى پتنګانونه يواځي په خپل سر بلكي په ټوله ايز ډول دپښتو و پرمختيااو چوپړته ملاتړلي ده او په ډير لويه كچه وپښتو ته كار كيږي په يوه خواكه په يواځي سر دشاعري او نثر باندي ليكل شوي كتابونه ار چاپ تير يږي خو ويلى خواته ادبى ټولني ادبى بهير خپل كار ومخ ته وړي ددي دڅنګه پښتو اكيډمي او دي ته ورته اداري چي دلته نومونه راوړل ګران دي دپښت دپاره تر خپله وسه كار كوي ددي په څنګ كښې په سيمه ايزه كچه په نړۍ واله كچه غونډي چيړن غونډي او سيمنارونه كيږي او دابهير دڅو كلو څخه را روان دي مشاعري خو دالراوبر په كچه بى شميره كيږي او سيمه ايزه مشاعري كه داسي وويل شي چي په يوه ورځ څو څو مشاعري كيږي نوداخبره به بيځابه نه وي
په دي ترڅ كښې په ۶م او ۷م اپريل يو عالمى پښتو ادبى كنونشن په پيښور كښې كيدونكي دى چي دپښتو ادبى چمن ټل لخواراغوښتل شوي دي او دخيبر پښتو نخوا دكلتور او ثقافت مرسته ورسره ده چي داهيله ددي نړۍ ادبى غونډي څخه كيږي چي په ډير لوئى شمير دپښتو پړوهونكي او خدمت كار به په دي غونډه كښې دلر اوبر څخه بلكي دنوروملكو ميشه پښتانه افغانان به هم ګډون په كښې وكړي ولي چي دڅومياشتو څخه دپښتو ادبىچمن ټل دمشرانو لخواو دي غونډي ته تياري روان دي ددي وروسته په جلال آباد كښې هم په څوور ځوكښې داسي غونډه كيدونكى ده چي څرګنده خبره ده چي په جلال آباد كښې به هم دير پوهان ليكوالان رڼ انده او شاعران سره راټول شې چي ددي څخه داسي څرګند يږي چي دپښتو وپرمختياته هر پښتون افغان ليواله دي ددي سره سره چي په دولتى او حكومتى كچه نه پخوا اونه اوس دومره څه شوي دي چي هغه څوك وستايې خوبير ته هم دشمالي پښتو نخوا اداې اين پى حكومت ستاينه او مننه كوو چي دوي ددي جوګه شول چي دنړۍ والو او دبشرد حقوقو دغوښتنو سره پښتو او نوري ژبى دښوونځي ژبى وګر ځولي چي اوس به هر ماشوم وكول شې چي په خپله مورنى ژبه زده كړي وكړي ځكه چي دا دهر ماشوم فطري او قدرتى حق جوړيږي خودبده مرغه په پښتو افغانانو داسي څوك مسلط شوي دي چي هغه نه په رښتى اسلام خبر دي نه دوي غواړي چي رښتنى اسلام دي راشي نه دوي په دي خبر دي چي په اسلام كښې دژبى څه ارزښت دي خو و دوي ته كه وويل شي چي پښتو په كار دي چي دښوونځي او سكول دفتر ژبه دي وي نو به هم هغه وخت داسي خبره درته وكړي چي ورته حريان به شې دا د دوي لوئى جواب وي چي موږ مسلمانان يو نو د ژبى او قوم خبره ناجائيز او داسلام په ضد ده داسي چا چي داسلام زده كړي په رښتيا نه وي كړي دهغو هم دهغه ډول جواب وي حضرت محمد(ص) وائى چي په ماعربى ژبه ځكه ګرانه ده چي داځمادمور ژبه به ده هم دپيغمبر(ص) ددي يوې خبري څخه هر څه په ډاګه كيږي خو هغه چاته چي عالم وي نه هغه چاته چي نيم ملا وي دبده مرغه ځموږ دينې مشران هم هر څه دخپلو ګټو په رڼا كښې خبره كوي ځكه چي په سياست كښې نن تر هر چا هم دهغه زيات ليدل كيږي.
لنډه خبره دا ده چي ځموږ دټولو مخه دپښتو پرمختيا او دپښتو وده ده ده او داهر څه چي موږ په يواځي سر او په ټوله ايزه كوو داهم ددي دپاره دي ځه پښتو وه پښتون به وي او چي چيري پښتو او پښتون وي الته به اسلام هم وي او كه پښتو نه وي نو په څه وي...؟ ددي سره سره چي په ډيره توپه كچه دپښتو په اړه غونډي او سيمنارونه كيږي او دابهير دڅو كلو څخه رار روان دي خو هغه خنډونه چي دپښتو مخ يې نيولي دي په هغه باندي دومره چيړني نه دي شوي كه لږ ا ډيري چيړني شوي دي خوبيا هغه عملى شوي نه دي كه د څه وخت دپاره عملى شوي هم دي خو بيرته هغه زوړ چلن خپل شوي دي چي داځموم دټولو يوه لويه تيرو ننه ده ددي دمخه وپښتو ته ورپيښو باندي څه وليكم داخبره اړنه كڼم چي په كار دي چي پښتو يوه نړۍ واله تګ لاره ولري چي يوه اداره چي دالراوبر افغان استاځيوب په كښې وي هغه په مياشت دوو درو كښې يوه چيړنه غونډه كوي او هغه ټولي ناخوالي په ګوته كوي چي وخت ناوخته رامخ ته كيږي لكه داسي غونډي چي په تيرو وختو كښې چي په پيښور كابل نتهياګلي كښې شوي وي.
راشې چي هغه ناخوالوته ګوته ونيسو چي پښتو ورسره مخامخ ده كه دهغه خنډونه ليري نه شې پښتو به هم ددهغه كړاو نو سره مخامخ وي.
۱. دحكومتو او دنورو مخالفينو لخواد ډيره وخته څخه وپښتو ته هغه ځائى او مقام نه دي وركول شوي كوم چي حق او برخه جوړيثدله خوبده لا دا چي پښتو يې يوه داسي ژبه ښووله چي دا دويلو او ليكلى ژبه نه ده آن دا چي داخبره عام وه چي پښتو د دورخ ژبه ده ډيرو دپښتو ژبى دښمنانو په حكومتى كچه خپلي ژبى ته شكر ويل او پښتو ته ښككى او بدويل اوس هم په دي كار بوخت دي تر دي چي پښتون او افغان حكمرانان هم دپښتو سره ددښمن لاره خپله كړي وه او ده چي په دي كښېد پښتون افغان مشرانو سياسي لارښودانو او دد دينى علماؤ هم ډير لوئي لاس وو اوس هم شته چي ددي پايلي داشوي چي نن هر پښتون افغان دخپلى مورنى ژبى سره بيګانه دي او ډير لږ پښتانه شته چي دوي پښتو ويلى پښتو ليكى يا پښتو لوستلي شې په زياته بياد كرښي ودي غاړه ته خود پښتو سباؤن ماته سم نه ښكاره كيږي چي په سلو كښې دوه وګړي خپله مورنى ژبه نه شى لوستلي او ليكلى نو څنګه موږ ويلي شو چي دپښتو سباؤن روښانه دي خو ددي دڅنګه څوك چي پښتو پخلپو كښې سره وائى يا خبري په كوي هغه هم پښتو نه ده بلكي دانګريزي اردو فارسي ژبى خريړي او معلوپه ده او كه په اوسني وخت كښې ځموږ دپښتو عم خوارو عم نه وخواړي نوبه دپښتو سره نوره بى ګانګى رامخ ته شې ولى چي نن هر سړي په زياته هغه څوك چي دهغو دين ايمان او پښتو روپى او چوكي ده هغه خوهر وخت ودي ته تياروي چي خپله پښتو ايله كړي او دنورو په رنګ ځان ورنګوي او اوس هم ډير داسي څوك شته چي دلمي په خاطر يې خپله پښتو او پښتنوالي دلاسه وركړي دي.
ټول پښتون افغان ته په كار دي چي لومړي پښتو دښونځي ژبه وګر ځوي كه څه هم په افغانستان كښې په دي اړه دومره مشكل نه شته خود كرښي ودي خواته هر پښتون ماشون او لوئي ددهغه ناخوالي سره مخامخ دي او كه اوسني حالات هم دا ډول دواموكړي يو دپښتون زده كونكي لانوره بيګانګي دپښتو سره رامخ ته شي نو ددي پاره كه موږ دهغه بيګانګى دمنځ څخه ووړلوته ژمن يونو په كار دي چي ددي دپاره په كلكه مبار لاس پوري كړو او نور څوك ودي ته ايله نه كړو چي په يوه اوبل نامه پښتون دخپلى مورني ژبى څخه بيګانه كړي كه څه هم دخيبر پښتو نخوا يا شمالي پښتو نخوا ادارې اين پىحكومت په دي اړه زړوړګامونه پورته كړي دي خو په كار دي چي وخپل دي پياوړي عمل ته دوام وركړي او پښتانه رڼ انده ليكوالان او شاعران دايالتي حكومت سره مرسته وكړي او په دي اړه چي هره ستونځه وي دهغه اواري راوباسي او ددي دڅنګه دخيبر پښتو نخوا ولس ته په كار دي چي يو وار بياواې اين پى ته دپنځو كلو دحكومت كولو واك او اختيار وركړي چي دوي وكولي شې چي پښتو چي دلوست ژبه يېر ګرځولي ده و دهغه كارته نوره وده وركړي ولي چي اوس هم ډير څوك شته چي داې اين پى دهغه پريكړه ورته ومنلو وړنه ده او دوي وائي چي د وپاكستان او اسلام ته خطر جوړه وي يو ډير ښه دپښتو متل په دي اړه ځمادماغ ته راغلي خو دلته ځكه نه ليكم چي دليكووړنه دي كه واې اين پى ته دنورو پنځو كلو دپاره دحكومت كولو واك ولس وركړي نو به دوي وكولي شي چي دڅه وخت په تيريدوسره پښتو ددفتر ژبه هم وګرځوي چي بيابه دپښتنو دپښتو سره بيګانګي تر ډيره دمنځ څخه ولاړه شې تر كومه چي دافغانستان خبره ده په كار دي چي دوخت حكومت او پښتانه هڅي وكړي چي د درې دڅنګه پښتو هم ددفتر ژبه وګرځي ولي چي دا دپښتو حق اوبرخه ده دنن ورځي يو وګړي د داسي غوښتني څخه ډه ډه شې كولي او نورو ته هم نه دي په كار چي ددي حق څخه كر كه ونه كړي بلكې ددي دپاره هڅه وكړي ولي چي دنن په دي پرمخ تللي نړۍ كښې داسي غوښتنى په بشري غوښتنو كښې راځي.
تر كومه او تر كله چي دسويلى پښتو نخوا ياد بلوچستان دپښتنو خبره ده دلته ډيري ستونځي او ناخوالولي ځموږ ومخ ته دي چي ددي دمخ نوي يادمنځ څخه دوړلو دپاره ډير څه كول غواړي خو دبده مرغه نه ددي سيمى سياسي ګوندونه د دوي مشرانو دهغه غوښتنه كړي ده نه ولس په يد خبر دي چي ديوه ماشوم دپاره لومړي زده كړي په خپله مورنى ژبه كول څونى ارزښت لري او څومره اړتيالري و دلته دهغه دهغه غوښتنه يواځي دمورنى ژبو دنړۍ والى ورځي په ۲۱م فروري باندي كيږي بيايو كال هر لوري پټه خوله وي يا دخپل سياست دګټى په خاطر كله كله داسي غوښتنه كيږي خودا شمالي پښتو نخوا په پرتله دسويلى پښتو نخوا حالات ډير توپير لري ولى چي دوه قام خوښي ګوندو لكه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامى نيشنل ګوند خو دكال ۱۹۷۱ء څخه حكومت جمحيت العلماء اسلام جوړه وي او دوه قام مين ګوندونه ډيري لږ څوكي ترلاسه كوي او داوخت هم داې اين پى درې وزيران په ايالتي كابينه كښې شته خو يوه خواته ملايان دي چي داسي غوښتنه دوي دكركي په نظر ورته ګوري ولي كه دوي داسي غوښته وكړي نوبه څنګه وحكومتى څوكي ته رسيږي كه څه هم دليك په سركښې موږ يو حديث شريف وړاندي كړي وو خو څوك په دي نه پوهيږي نو علاج خوي نه كيږي خو ځموږ قام مين ګوندنه په خپله دي غوښتنه و درسيږي توبه ارومرو داغوښتنه ترسره شې هو هغه خبره ده چي وائى چي څه مهچن ګنده څه ميرمن ګنده په بلوچستان كښې اوس هم پښتوتر ټولو په ژبه ده ولې چي بلوڅ او بروهي سرائيكي تو نوري ژبى ددي چى دخلګو مورنى ژبى دي خو دبلوڅ وروڼوته څه ناخوالونى پرتي دي چي دوي نه شې كولي چي دخيبر پښتو نخوا د حكومت وارو هر ماشوم ته په خپله مورنى ژبى دلوست ليك كولو اعلان وكړي كه دوي دهغه ترخ غړوب تير كړي نو ډير ژربه په بلوچستان كښې په مورني ژبو ليك لوست پيل شې خو وپښتون مشرتابه ته داپوښتنه وړاندي كيدي شې چي بلوڅان داپريكړه نه كوي نوپښتون ماشوم به هم دا ډول دخپلى دى بشري غوښتنى څخه بى برخي وي او دخپلى مورنى ژبى څخه نور بيګانه كيږي...؟