د پاکستان مدافعين
خان زمان کاکړ
په دې کي هيڅ د حېرانۍ خبره نشته چي په پاکستان کي اوږد تاريخي پسِ منظر لرونکي سياستدانان له خپلو خلکو د امنيت د ستونزې له کبله لېري پاتې دي خو کالعدم جهادي تنظيمونه په لويو ښارونو کي په لويو لاريونونو مصروف، آزاد هم پرامنه دي. پاکستان د جمهوريت لپاره جهنم خو د څه لپاره چي جنت دی د هغې له کبله د ټولې دنيا آبادي او رنګيني په خطره کي ده. دنيا اندېښمنه ده چي په په پاکستان کي د انتهاء پسند پسِ منظر لرونکو خلکو پياوړتيا به په سيمه کي د امنيت په نوره خوارځواکي تمامه شي. په پاکستان کي جمهوري حکومت په ډېرې سختۍ سره خپله آئيني دورانيہ پوره کوونکی دی خو د دفاع پاکستان کونسل په نوم د انتهاء پسندو او کالعدم تنظيمونو يو اتحاد په ډېرې تيزۍ سره د غوړېدلو چانس ځان ته غواړي. د خارجہ پاليسۍ پر سر د ناست دېب له وجې جمهوري حکومت له دنيا سره د تعلقاتو د نوي تعين يوه مشکله دوره تېروي او غواړي په يوه خاصه طريقه د اعتماد د نېستۍ باوجود يوه داسي لار راجوړه کړي چي پکي د سيمې اولسونو ته د شريک تګ زمينه مساعده وي خو د خارجہ پاليسۍ دېب په دې خاص وخت کي خواره واره انتهاء پسند يوه ټغر ته راغونډ کړل او ځيني داسي نعرې يې پر ژبه ورثبت کړې، د کومو برعکس حالات چي اوس په سيمه کي په پراخه کچه جوړېدونکي دي. تر څلوېښتو د زياتو مذهبي، جهادي او کالعدم تنظيمونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل په ظاهره يوه ډېره ساده ايجنډه لري له کفري طاقتونو او د هغوي له داخلي حمايتينو ملک ژغورل، ملک د هغوی لپاره قبرستان جوړول او د اسلام دا قلعه ودانه ساتل...ددې کونسل په لس نکاتي منشور کي له امريکي تسلط څخه د پاکستان مکمله آزادي، د ډرون حملو او نېټو سپلايي مکمل بندش، د دنيا په وړاندي د پاکستاني قوم وحدت او يووالی، د قوم اسلامي شناخت بحالول، د لبرلو خلکو مخنيوی کول، ملک له غېرملکي استعمار څخه پاکول، له بهارتي دسيسو څخه پاکستان ژغورل، د کشمير آزادي او د کشميري مجاهدينو مرسته کول او په افغانستان کي د مسلمانانو اخلاقي تائيد کول شامل ديدې کونسل هوډ کړی چي د قرارداد مقاصد د روح تحت به ملک له سيکولريزم څخه ژغوري، د عافيه صديقي د پرانيستلو لپاره به جدوجهد کوي او د موجوده حکومت د مغرب نوازو پاليسيو مخالفت به کوي. دې کونسل انډيا ته د ايم ايف اين حثيت په ورکولو سخت خفګان ښوولی او چا چي دا کار کړی هغوی يې غداران او حراميان ګڼلي دي.
ددې کونسل له دې سره څه کار نشته چي له قابلِ علاج ناروغيو د عوامو د صحت دفاع وکړي، د زهرجنو دواوا مخنيوی وکړي، د قدرتي آفاتو پر شدت قابو وساتي، قبضه او ډرګ مافيا ته مهار ورواچوي يا د ملک دننه د شر د ودانو کارخانو په هکله څه خبره وکړي. ددې کونسل کار له هغې ايريا سره دی چېري چي له عوامي جذباتو سره لوبېدل اسانه ښکاري. په دې ايريا کي دا اول ځل نه کېږي بلکې داسي کارنامې وړاندي هم په پراخه پېمانه تکرار شوي دي او دا خاوره د يو داسي تاريخ شاهده ده چي پکي پر قدم قدم د شر فايبريکې پرانيستل کېدې او د ډالرو او پيټرولو په هوس يو تاريخي هيواد ته بارود لېږل کېدل. محترم ولي خان وئيلي و، چي د روس له وتلو پس به ددې خلکو کنټرولول ډېر زيات ګران شي، هم داسي ثابته شوه، نن دنيا ددې د کنټرولولو لپاره پر مختلفو زاويو عمل کوي خو کوم کامياب حل يې مخې ته نه راځي. افغانستان د يو انتهايي موثر متغير په توګه د سيمې د سياسي مستقبل تعين کوونکی دی او ددې مستقبل سره د درستې نړۍ سياسي مستقبل وابسته دی. نړۍ خپل مستقبل ته راجع خطرات ډېر زر رفع کول غواړي او ددې لپاره په يوه خاص طريقه حالات داسي خواته خوځول کېږي، چي شرپسند به د شر له توانه پکي پخپله لوېږي او په آخري تجزيه کي به د خارجه پاليسۍ پر سر ناست دېب ټول اختيارات پارليمان ته په سپارولو مجبوره کېږي که داسي ونه شي ډېره مشکله ده چي په پاکستان کي دي د چا ښې ورځې په نصيب شي. لېکن دفاعِ پاکستان کونسل ددې برعکس يوار بيا د يوه داسي صورتحال تشکيل کول غواړي، د کوم منفي اثرات چي تر اوسه ددې سيمې د اولسونو پر جغرافيه او نفسياتو پراته دي.
مهم سوال ددې کونسل د اهدافو نه دی بلکې مهم سوال دا دی چي په دې کي شامل کالعدم تنظيمونو ته چا ددې غونډو او لاريونونو اجازت ورکړی دی؟
سوال دا دی، چي ددې کالعدم تنظيمونو مشرانو ته چا ددې وئيلوجرات ورکړی چي په پاکستان کي صرف پر يوه سياسي پارټۍ پابندي لګېدلې ده، هغه نېشنل عوامي پارټۍده چي اوس د عوامي نېشنل پارټي په نوم فعاله ده؟
سوال د مېډيا د ضابطه اخلاق دی، چي ولي ددې کالعدم تنظيمونو مشرانپرچېنلونو راولي او د سنجيده سياستدانانو خلاف خرافات پرېشيندي؟
سوال د عدليې د انصاف دی، چي آيا داسي فېصله خو به يې نه وي کړې چي لهټولوکالعدم تنظيمونو پکي پابندي پورته شوې وي؟
سوال دا دی، چي په دفاع پاکستان کونسل کي د شامل ځينو ګوندونو ذيلي څانګې تحريکِ خدمت الاسلام، الرحمت ټرسټ، تحريکِ حرمتِ رسول او تحريکِ خدمت خلق وغيره څه ډول خېراتي کارونه کوي او رياستي ادارې ددې کارونو کوم تفصيل وړاندي کولی شي؟
دوه درې ډېر دلچسپ نکاتدي، د لشکرِ جهنګوي مشر ملک اسحاق چي په جېل کي و، نو هم له هغه ځايه څخه يې د ترهګرۍ منصوبې جوړولې، کله چي په ۲۰۱۱م کالکي د لاهور له يوې بندي خانې خوشي کړل شو نو په رحيم يار خان کي په خپل کور کي سټېټ سيکورټي ورکول شوه او اوس يې د دفاعِ پاکستان کونسل لاريونونو ته زبردست هرکلی کېږي او هلته کي تقريرونه کوي
په داسي حال کي چي يو خوا پاکستان په رسمي توګه هند د تجارت په لحاظ پسنديده ترين رياست ډکلېر کړی دی او د دو ملکونو ترمنځ د پارليماني وفدونو تبادلې روانې دي خو بل خوا د لشکرِ طيبه يا جماعت الدعوه مشر حفيظ سعيد د دفاع پاکستان کونسل جلسو ته تقريرونه کوي، دا هغه سړی دی چي د بمبۍ د پېښې ماسټر ماينډ ګڼل کېږي، له هند سره د دښمنۍ برملا اظهار کوونکی دا سړی څو ورځې وړاندي په يوه ټي وي مزاکره کي د بهارت د پارليمان د يوه غړي په موجودګي کي انلاين واخيستل شو نو هغه ټي وي اينکر ته ووئيل چي دا سړی بايد په جېل کي ناست وې خو هغه شايد خبر نه و چي پاکستان داسي خلک د خپل ځان تر ټولو لويه اثاثه ګڼي. په دې غرض پنجاب حکومت په ۲۰۱۰م کالکي ددې سړي د تنظيم جماعت الدعوه خيراتي څانګې ته له سرکاري خزانې فنډ ورکړی و.
همداسي کيسه د حميدګل ده، دنيا حېرانه ده چي د ترهګرۍ په حواله داسي يو مجرم سړی په پاکستان کي څنګه تر اوسه عامو جلسو ته ويناوې کوي.
څه همداسي تاثر د منور حسن، سميع الحق، قاري يعقوب او شېخ رشيد دی، همداسي يې د ټولو ملګرو کيسه ده. هم له دې ټولو سره په پاکستان کي د بدلون علامت عمران خان ملګری دی، د ترهګرو لپاره په زړه کي لوی ځای لرونکی عمران خان به ډېر زر د دفاع پاکستان کونسل روحِ روان ثابت شي خو د هغه لومړی کوشش به دا وي چي په دې پلېټ فارم له دې نورو ګوندونو خلک بالخصوص ځوانان خپل ګوند ته راجلب کړي، عمران خان چي د کوم بدلون لپاره علامت جوړ کړل شوی دی، هغه په ټولنه کي د سړيتوب، وقار او درنښت د مخنيوي بدلون دی.
پاتې شو د ضياء الحق جنياتي وراثت، اعجاز الحق په خپل موثر ګډون د دفاع پاکستان کونسل په فعاليتونو کي ثابتوي، چي د ضياء الحق په پاکستان کي د ضياء الحق د وينې وراثت نن هم په ايماندارۍ سره کارفرما دی. ضياء الحق او پاکستان د يو او بل دوه نومونه دي.
په پاکستان کي د بلوڅو بوډا قام پرست مشر اکبر بګټی پهخپلو مشکل ترينو غرونو کي پناه وانه خيستلې شوه خو کالعدم تنظيمونه په بدلو نومونو د ملک په لويو ښارونو آن په اسلام آباد کي خپل هر ډول فعاليتونه، کارونه او جلسې کولی شي.
په پاکستان کي د خلکو منتخب وزيراعظم په عدالت کي ولاړ دی خو حفيظ سعيد او ملک اسحاق د خلکو په منځ کي ولاړ دي.
د پاکستان سلامتي له يو بې مقصده مېمو څخه په خطره کي ولويده خو له لسګونو ترهګرو تنظيمونو دې سلامتي ته هيڅ خطره نه رسي. نن د خلکو د واکمنۍ غوښتونکی حسېن حقاني او د هغه کورودانه او د خلکو استازې فرح ناز اصفهاني د دېب د خونخوارې پنچې له ويرې له پاکستانه په بهر وتلو مجبوره شوي دي خو د ترهګرو تنظيمونو ټول مشران په ملک کي دننه دي.
په پاکستان کي د بلوڅو سياسي کارکنان اغوا دي، په جېلونو کي پراته دي خوپه سلګونو دهشت ګردان له عدالته بري شوي په بازارونو کي ګرځي.
په پاکستان کي فرقه واريت خورونکي محفوظ خو جمهوري و سيکولر خلک غېرمحفوظ دي.
پاکستان د بلوچستان د حق خوداراديت په هکله د امريکي کانګريس د قرارداد خلاف احتجاج خو کولی شي لېکن د دفاع پاکستان کونسل پر قراردادونو داسي خاموش دی لکه دا چي يې د زړه آواز وي.
وزيرداخله رحمان ملک وئيلي دي چي هغه په دفاعِ پاکستان کونسل کي د شاملو کالعدم تنظيمونو خلاف د کاروايۍ وس نه لري، ځکه چي په قانوني لحاظ انسداد دهشت ګردي ايکټ ددې مخنيوی نه شي کولی او دوه کاله وړاندي په دې ايکټ کي د ترميم لپاره بل د سېنټ سټېنډنګ کمېټي ته وړاندي شوی دی خو تر اوسه هيڅ پرمختګ نه دی شوی. د ترهګرو په هکله د قانوني بې وسۍ اظهار کوونکی دا وزيرداخله چي کله په بلوچستان کي د بلوڅو مزاحمت کارانو خلاف په کومه دهمکي آميزه لهجه خبره کوي نو تر ده طاقتور سړیتر ډېر لرې لرې پورې په نظر نه راځي.
د درځنونو عسکري نتظيمونو دا ډول فعاليت يوه خبره بهر حال روښانه کوي چي په دې کي اکثر د پنجاب په مېن سټريم کي فعال دي او هم دا تنظيمونه دي چي د انتهاء پسندۍ او ترهګرۍ يوه ايډيالوجيکل نرسري په پنجاب کي ودانه ساتي، نه يوازي برملا د کارکولو اجازه لري بلکې له سرکاري سرچينو څخه د شکرانو چانس هم په لاس کي لري. دا په ډېره څرګنده ثابتوي چي د افغانانو په وطن کي د ترهګرو لپاره نظرياتي نهال خانې نشته بلکې د افغانانو وطن د يو ګراونډ او ليبارټري په توګه استعمالېږي. دوه دونيم کاله وړاندي افراسياب خټک يو سمينار ته پخپله وينا کي وئيلي و چي له پنجاب څخه په زرګونو ترهګر د پښتنو خاورې ته رالېږل شوي دي او موږ پنجاب حکومت ته په سرکاري سطح احتجاج کړی دی خو هغوی هيڅ ځواب راکړی نه دی. د پنجابي طالبانو په هکله اوسنۍ څېړنې خو تر دې هم زړه چاودونکی صورتحال وړاندي کوي. اوس داسي اسناد په کتابي بڼه موجود دي، چي په پنجاب کي شرپسند تنظيمونه او مېن سټريم سياست له يو او بل سره غاړه غړۍ دي. د اطلاعاتو له مخې په ۲۰م فروري چي دفاع پاکستان کونسل په آبپاره چوک اسلام آباد کي کومه رېلي کړې وه، دې ته په راولپنډي کيد پنجاب حکومت مرسته حاصله وه.
په پاکستان کي د ريډکلايزېشن عمل بيا پخپل يو خاص رفتار سره روان کړل شوی دی، په سميز سياست د اثر انداز کېدلو سره سره دا کوشش کېږي چي په يو پلان سره په راروانو انتخاباتو کي د جمهوري او قومي سياست مخنيوی وکړی شي. د ملا او ملټري د اتحاد په نتيجه کي له جوړې شوي ايم ايم اې وروسته دفاع پاکستان کونسل د پراسراره دېب يو بل کمال دی او توقع ده چي د پاکستان د دفاع په خاطر به د دفاعي بوديجې زياته برخه دا ځل پر دې کونسل لګېږي او دا به ثابتېږي چي هم دا خلک د پاکستان رښتيني مدافعين دي. خو قابلِ غور نکته دا ده چي دنيا په دې خبره کي دروغجنه نه ده چي پاکستان د هم دې خلکو لپاره محفوظ جنت دی