ما ليدلے خوب دے
تاج رحيم ـ ټورنټو کاناډا
ما پوخ نيت وکړو چې نن به يې را نيسم او تپوس به ترې کوم چې دے څوک دے او ولې هر وختې ما پسې ګرځی ـ چرته چې زۀ ځم، دے هلته موجود وی اخر د دۀ زما سره څۀ مطلب دے ؟ چې ما پسې شوے دے تر اوسه خو ما د ويرې تپوس نۀ شو کولے چې هسې نه د سی. آئي. ډی سړے وی خو تر کومې نن مې ورته زړۀ ډاډ کړو او ورته ودرېدم ما زړه کښې وې چې ودريږه نزدې راشی نو رانيسم يې ولې د سترګې په رپ کښې په ګڼه کښې بيا غېب شو دے هر ځل دغه چل کوی ډېر چالاکه سړے دے ـ مخکښې به ترې زۀ پټېدم اوس مې ورته ځان نر کړو نو دے رانه پټېږی ـ د دۀ نيت کښې څۀ دی خبر نۀ يم زما خو دومره مطلب دے چې ځان پرې پوهه کړم چې د دۀ ما پسې د ګرځېدو څۀ غرض دے.
نن چې مي وليدلو نو ما ته يې شا وه ، اوږې ته مې ورله لاس کړو چې اوس مې په قابو راغے ـ خو زۀ حېران پاتې شوم چې زما لاس په هوا کښې اوچت او ښکته شو او سړے چرته نۀ وۀ ـ بيا زما مخې ته ولاړ وۀ ـ زما نه درې څلور فټه بيرته ـ زۀ خو د ويرې په رپېدو شوم چې دا خو بنيادم نۀ دے څوک د پيريانو د قوم نه دے ـ ما ته يې وکتل " ولې ويرېدلے ؟ " " تۀ پېرے ئې ؟ " " نه پېرے نۀ يم " "ما ورباندې لاس کېښود او زما لاس خوشے لاړ ؟ " ٫٫زۀ فرشته يم ـ ما ته عزرائيل وائي " " عزرائيل ! ""هؤ "" اوس پوهه شوم ـ زما وخت نزدې شوے دے ، ځکه راپسې مرګ له ګرځے ؟ " " زۀ خو مرګ يا وژله نۀ کوم ـ په دې کار خو بنديان اخته دی ـ وژله او مرګونه هغوى کوی ـ دا زما کار نۀ دے " " تۀ عزرائيل ئې او وائې چې تۀ مرګ نۀ کوے ؟ درست خبره دې وکړه ستا مطلب دے، تۀ د مرګ فرښته نۀ ئې ؟ ما درته ووې چې زۀ مرګونه نۀ کوم ـ د مرګونو دا کار تاسو بنيادم پخپله کوئ " " چې تۀ مرګ نۀ کوے نو تۀ نور څۀ کوے؟ " چې په دې پوهه شوم، دې مرګ نۀ کوی نو لږ ساه مې ځائے له راغله او لږ زړۀ ور شوم ـ چې دې زما وژلو له ما پسې نۀ ګرځی نو نور تپوسونه مې ترې شروع کړل ـ" مونږ خو د وړکوالی نه اورېد ل چې عزرائيل دا ټول مرګونه کوی او مرګونه ورته معاف دی ـ اوس تۀ وائې چې تۀ دا کار نۀ کوے، نوما لږ پوهه کړه چې تۀ نور څۀ کوے ؟ څۀ وخت چې روح د وجود نه وزګار شی نو زۀ د هغې روح ، د دې دنيا نه په تلو کښې رهنمائي کوم" "دا دې نوې خبره وکړه ـ ښه دا راته ووايه، چې تۀ زما په روح پسې راغلے ئے؟ نه ـ ما ته لا حکم نۀ دے شوے
تر دې مونږ خبرې کړې وې چې دے سمدستی غېب شو ـ زۀ پوهه شوم چې د چا روح ته يې ځان ورسؤلو ـ زۀ حېران پريشان کور ته را روان شوم بيا پوهه شوے نۀ يم چې څۀ وخت اودۀ شوم ـ ناڅاپه د ژړا په آواز را ويښ شوم ـ څۀ ګورم چې د ونې په سېوري، په غولي کښـې، په کټ کښـې ملا ست يم ـ بلا ښځې د کټ نه چاپېره، څۀ ناستې، څۀ ولا ړې دی ـ ژاړی، څوک مخ وهی، څوک سينې په دواړه لاسو ټکوی ـ
او په ژړا ژړا کښې څۀ وائي ـ حېران شوم چې دا دې ښځو څۀ ډرامه روانه کړې ده
غوږ مې ورته کېښود ا و د يوې ښځې په آواز مې ځان پوهه کولو کوشش وکړو ځان له يې مخ وهه وئي کاکا ولې لاړې.؟، مونږ دې يتيمان پريښودو بلې په ژړا کښې آواز اوچت کړو " وئي زما خوږه وروره، تۀ ولې دَ شپېتو کالو ځوانی مرګ شوے، په دې عمر کښې رانه خفه شوے -لا خو ستا د لوبو ورځې وې
ما زړۀ کښې وې ګوره دې منافقانو ته ـ څۀ په دروغه ژاړی او لوبه يې جوړه کړې ده ،د کټه د پاڅېدو نيت مې جوړ کړو چې دا ښځې وزورم او د کوره يې وباسم خو لاس قدر ته مې هم و نۀ خوځېدو ـ بل ځل مې بيا کوشش وکړو خو هيڅ ترې نه جوړه نۀ شوه ـ نو پوهه شوم چې عزرائيل راسره په ګپ ګپ کښې کار وکړو ـ ځکه به راپسې ګرځېدلو ـ ځه! خداے دې ورسره ښه شی چې په مرګ يې هډو پوهه نۀ کړم ـ ګنى زۀ خو به د مرګ نه ډېر ويرېدم ـ دې نتيجې ته ورسېدم چې زۀ مړ يم او مړے په کټ کښې پروت يم ـ او دې ښځو ځکه د ژړا دا ډرامه جوړه کړې ده ـ بيا يو څو نارينه دننه راغلل، ښځې يې زما نه وشړلې او کټ يې اوچت کړو او جمات ته يې يوړو ـ هلته د مړو لمبولو دپاره يوه غسل خانه وه هغې ته يې زما کټ ور دننه کړو، جامې يې رانه وويستې، ما ډېر زوږ جوړ کړو چې سړو خداے ته وګورئ جامې رانه مۀ وباسئ، ما په دې مړ حال کښـې ولې شرموئ ـ خو زما چا اورېدله هغه خو څۀ کړئ چې په دې ژمي کښې يې په يخو اوبو ولمبولم،ما خو په ژوند کښې ټول عمر په ګرمو اوبو او خوشبودار صابون لامبل ـ زمونږ کور ټولو ته پته وه او هغوي ډېر ښکلې قيمتی او خوشبو دار صابن زما غسل له ورکړے وۀ خو دې د غلو ځامنو هغه پټ کړو او خداے خبر د کوم ځاے نه يې دجامو وينځلو يوه کلکه او زړه ټوټه راوړه او په وجود يې راله لکه د ګټې مږله ډېرې چغې مې ووهلې ـ ټولو په غوږونو کښې بوجې ورکړې وې ـ خداے دې داسې مسلمانانو ته سړے چرې نۀ مړ کوی ـ هډو د سړی ځامن نۀ دی ـ په زړۀ کښې مړی له هيڅ رحم نۀ لري ـ خېر چې کفن يې راته واچوؤ نو لږ مې ساه سم شو کنى دې ظالمانو خو په يخو اوبو زۀ هډو وژلے وم ـ ما په خپل ژوند کښې د چا سره چرې څۀ بد نۀ دی کړی کۀ وس به مې کېدو نو ښه به مې کول زمونږ دا چم ګاونډ ډېر لوے دے ـ په دې کښې ښه په ګېډه ماړۀ خلق هم شته، سفيد پوش پکښې هم شته، او په ځنې ځنې کورونو کښې چرسيان او بې خونده ځلمي هم دي چي هيڅ کار مار نۀ کوی او د مور او پلار دپاره عذاب دی ـ او غريبان پکښې هم دي ـ ما او ستا کره په لږ ډېر کار کولو ډوډۍ بيا مومي ـ ما به په اختر شوقدر د دې غريبانو څۀ لږ ډېر امداد هم کولو ـ دغه چرسيان او وزګار به مې خوښ نۀ وو کۀ څۀ به مې ورته ور کول نو ورسره به مې ورته يو لکچر هم ورکولو ـ پېسې به يې خوښې وې خو زما لکچر يې خوښ نۀ وۀ ـ ځنې غريبان را نه په دې خبره خفه وو خو څۀ مې کړې وې زۀ هم د خپل عادت د لاسه مجبور وم
د لمبولو او کفن نه پس يې د جنازې کټ کښې واچولم ـ او جمات ته يې د جنازې مونځ له را وويستم زما په جنازه ډېر خلق رايو ځائے شوى وو ـ د خلقو په دې خبره مې زړۀ ډېر خوشحاله شو او د زړۀ نه مې ورته دعا وختله ـ خلقو د جنازې دپاره صفونه برابر کړل نو ملا صېب را مخکښې شو او الله اکبر يې کړل
ما چې ورته وکتل نو مې په زوره چغې جوړې کړې چې ملا خو بې اودسه الله اکبر کړل ـ دې ملا غرق کړم ـ آخرت يې راله برباد کړو ـ ډېرې چغې مې ووهلې خو چا اوريدې ـ جنازه يې راله اوچته کړه او قبرستان ته روان شو ـ بيا خپل خپلوانو قبر ته ښکته کړم ـ خاؤرې يې راباندې واچولې ـ بيا ټول لاړۀ خوارۀ شول خپلو خپلو کورونو ته لاړۀ او زۀ يې د قبر په تيرو کښې يوازې پرېښودلم ـ
لږ ساعت تېر وۀ چې ناڅاپه رڼا شوه - ما زړۀ کښې وې چې لوډشډنګ لاړۀ او بجلی راغله ـ په دې کښې دوه کسان راغلۀ او خپله پېژنګلی يې داسې وکړه " مونږ انکر منکر فرښتې يو او ستا انټرويو له راغلی يو" ـ ما ترې نه تپوس وکړو چې د تېښتې څۀ لار شته ـ هغوى جواب راکړو " مونږ ستا وهلو له خو نۀ يو راغلی ـ بس يو څو آسان غوندې تپوسونه به درنه کوؤ او د تلو لار به درته برابر کړو" ما ورته وې زر شئ بسم الله کوئ ـ بيا هغوى څۀ ګڼ مڼ وکړۀ او ما ورته په جواب کښې څۀ ګڼ مڼ وکړۀ نو امبارکی يې راکړه او يو کارډ يې راته په لاس کښې راکړو چې دا جنت تۀ د ننوتو ستا پاس دے - او بيا يې اشاره وکړه نو قبر غېب شو او د ګلونو ډک يو شين ښائسته پارک کښې مې ځان ولاړ وليدو ـ دې کښې څۀ ګورم چې دوه نور کسان، يوه زنانه او يو نارينه، په ښائسته سپين لباس کښې ملبوس وو او زما خوا له راغلل او په وېنا شو مونږ فرښتې يو
بې شکه چې زما نه سيوا دلته ټول فرښتې دي ـ اوس تاسو زما بلې انټرويو له راغلې يې ؟ په ډېره مينه او پسته ژبه کښې يې وئيل مونږ خو ستا پخېر راغلى له راغلی يوـ او مخامخ يو د سرو سپينو زرو، ښکلي لوى ګېټ له يې روان کړم ـ هغه کارډ يې زما له لاسه واخستلو او د ګېټ په يوه ډډه کښې يو سورے وۀ هغې کښې يي ور واچوو ـ ګيټ لکه د آتومېټک دروازې پشان لرې شو ـ څۀ ګورم چې د حورو پلټن ولاړه ده او د "پخېر راغلى' بِل بورډونه يې په لاسو کښې اوچت کړی دي ـ چې نور ورنزدې شوم او په غور مې ورته وکتل نو هغه حورې نۀ وې. د خوشحالۍ هغه موډ مې په حېرت کښې بدل شو ـ دا خلق خو ما پېژندلو. يا خدايا! دا خلق په جنت کښې ! دا ټول خو زما د چم هغه خوار پړق، آواره ، چرسيان، بې مانځه او پليت خلق دی ـ دوي دلته د جنت په دې پاکه زمکه څۀ کوی ؟ دا داسې ځاے وۀ چې وېنا له د ژبې حاجت نۀ وۀ. د زړۀ خبره به په تندی لوستې شوه. هغوئ زما د زړۀ خبره زما په تندی ولوستله او ما د هغوئ د زړۀ خبره د هغو په تندو ولوستله.
هغوي ما ته بد بد په کتو شول چې دا منافق, بې ايمانه, دنيا دار او مطلبي سړے دلته جنت ته څنګه را ننوتو ؟ بيا يو دم زما زړۀ بدل شو چې دا هغه دنيا نۀ ده دا خو جنت دے ـ زۀ څوک يم چې د خداے په فېصلو خپله خوښه بر کوم ـ د خداے په خبرو خداے پوهيږی ـ دا ټول خلق د هغۀ بنديان دی او دا جنت هم د هغۀ دے او خوښه هم د هغۀ ده ـ دا سوچ مې زړۀ ته په راتلو سره هغې خلقو ته مې وکتل نو د هغوى په تندو د خوشحالۍ رڼا ځلېده ټول زما نه چاپېره شول او په اوږو يې اوچت کړم او د ربا ب يو خوږ او ښائسته آواز سره د ټولو سرونه په ځنګېدو شول ـ