فنکار نه مري
هنرمند د هنر روح دی
بدن مرګ لري، روح ژوندی وي
ځکه خو لايق زاده لايق د تېرو هېرو اوازونو د فنکارانو د هنري ژوند په اړه د خپل نوي کتاب نوم هم دا خوښ کړی دی چې:
''فنکار نهٴ مري''
لايق زاده لايق د پښتو منلى شوى شاعر دی، په شاعرۍ کې يې موسيقي داسې ده لکه چې د ښاغلي شاعر هر شعر کې د موسيقۍ روح موسيقار ته وايي:
ما داسې خوږ خوږ په سازونو واړوه
په دغه حواله هغه شاعر دی خو نيم فنکار، نيم موسیقي غږوونکی، او د ټولو سازونو ټولګه ده، ځکه د هغه په شعرونو کې د موسيقۍ روح دی.
هغه له هنرمندانو سره د راديو پاکستان د پروډيوسر نه واخله د پروګرام منېجر، سټېشن ډايرېکټر او ډپټي کنټرولر پروګرام پورې په خپل ذاتي ژوند اور سرکاري ذمه وارو کې په سندرو او سندرغاړو دومره مين دی چې خلک تېر اوازونه هېروي خو هغهٴ يې يادوي اوس يې دغه تېر هېر اوازونه، د هغوى ژوند او فن د کتاب په شکل کې د ''فنکار نهٴ مري'' په نوم محفوظ کړل.
سقراط پخوا ويلي دي چې ''تاسو د کوم قوم ذهن معلومول غواړئ نو د هغوى سندرې واورئ.''
"څه وخت پس به پښتانه د لايق زاده لايق دا کتاب هم وګوري خو زهٴ د هغهٴ د کتاب ''فنکار نهٴ مري'' په غږ کې دا هم وايم: هو، فنکار نهٴ مري، خو سازونه هم نهٴ مري."
لايق زاده لايق د سقراط د قول په تاثر کې داسې دعوه وکړه چې نور هم وړاندې ولاړ او په تحرير کې يې ثابته کړه چې ''فنکار نهٴ مري'' دا د پښتو د تېرو هېرو فنکارانو د ژوند او فن لومړی کتاب دی، دا هغه فنکاران دي چې اوس په نړۍ کې موجود نه دي، بلکې په خپلو خپلو کورونو کې يې هم نهٴ تصوير شته او نهٴ ذکر، د پېښور رېډيو سټېشن په ککوړو کې يې اوازونه او سازونه محفوظ دي، دا د پښتو د فن او فنکار لويه پانګونه ده، ډېره ډېره موده د پېښور رېډيو سټېشن په رېکارډ کې دا اوازونه او سازونه قيد پراتهٴ وو.
چې دا اوازونه له سازونو سره چا محفوظ کړي وو اوس هغه خلک هم نه شته. هغه سازونه هم نه شته، د نړۍ خواږهٴ اوازونه او سازونه تېر هېر يادونه شول.
په رادیو کې د موسيقۍ له هنر سره ډېر اشنا پروډېوسران راغلل او ولاړل. خو هېچا هم دا قيد اوازونه او سازونه په داسې شکل صورت کې رابهر نه کړل چې د پښتو موسيقۍ د تاريخ بنيادونه خلکو ته معلوم شي.
خلک ځمکې کیندي ورک تهذيبونه ګوري، لايق زاده لايق د پښتو موسيقۍ هنرمندانو پسې د ورک تاريخ زړې زړې پاڼې واړولې او ورک فنکاران يې ترې راغونډ کړل، دا هغه فنکاران دي چې اوس له خلکو هېر شوي دي، خو د دې فنکارانو د اواز درز د افغانستان هندوستان پورې خور و.
د سزا حکم
د فنکارانو د ژوند او فن په حواله دا کتاب په داسې وخت کې منظرعام ته راغی چې په پښتو موسيقۍ د طالبانو له خوا د سزا حکم هم ختلی دی، او د پښتو د سندرې مرۍ هم پرېکړې شوې ده، د پېښور ډبګرۍ د زوړ بازار د بالاخانو نه سازونه هم راکوز شوي دي.
اوازونه هم خاموش دي، د پښتو سندرې او اوازونو سازونو هر څهٴ سره د کمپيوټر نوې دنيا او د فلم سي ډي ګانو سوداګرو ګستاخ زياتى کړى دى، کېسټ مارو د پښتو موسيقۍ نه د ميدان فحاشه ډمه جوړه کړې ده.
په داسې حالاتو کې لائق زاده لائق هغه هېر تېر اوازونو پسې د خپل شاعر قلم او فن شناس فکر سره د پښتو موسيقۍ د سمندر بېخ ته کوز شو او د پښتو موسيقۍ پاک نازولي تصويرونه يې راپيدا کړل، کوم کار چې د پښتونخوا د کلتور محکمې له پکار و، هغه کار لائق زاده لائق په يوازې سر د ځينو مينه والو په جذبه او احساس سر ته ورساوه، او دا دعوه يې ریښتيا کړه چې فنکار نهٴ مري.
''بايد چې دا کتاب د سرکار لويو لويو ميزونو ته ورسېږي.''
زهٴ چې دا کتاب ګورم، نو خپله خبره او دعوه راته ريښتينې ښکاره شى چې دلته سرکاري ادارې د ډېرو وسيلو او د دې کارونو لپاره په تنخادارو افرادو په لاس نهٴ کېږي، يو د نر زوى راپاڅي او د لويو لويو ادارو هومره کار په يوازې سر وکړي.
د کلتور په نوم د لویې ادارې د ښيښو په ميزونو کې لويو صاحبانو ته فقط خپل مخونه ښکاري، د غريبو فنکارانو شاعرانو ژوند او فن نهٴ ويني.
بايد چې دا کتاب د سرکار لويو لويو ميزونو ته ورسېږي، هغوى به هم په خپله ملامته لهجه وايي:
هو،
''فنکار نهٴ مري''
لايق زاده لايق اوس د پښتو موسيقۍ د سازونو هغه فنکاران هم راژوندي کوي چې سازونه وس ورک دي، يا يې څوک پېژني هم نه، د دغه سازونو فنکاران د خوږو اوازونو سره داسې دي لکه وجود او سيورى.
څه وخت پس به پښتانه د لايق زاده لايق دا کتاب هم وګوري خو زهٴ د هغهٴ د کتاب ''فنکار نهٴ مري'' په غږ کې دا هم وايم:
هو، فنکار نهٴ مري، خو سازونه هم نهٴ مري.