د ايران مکروه څېره
ليک: نذرمحمد بړېڅى, جوبي پښتونخوا، کوټه
ما ستا غمخوره عربستان وليدى
د پردې شاته مي ايران وليدى؟
د مئ ۲۰۱۱په لومړۍ اونۍ کښي مو د بي بي سي پر ويب سايټ باندي يو رپورټ وليدى او د مزيد تفصيل پيدا کولو هڅه مو وکړه او په دغه رپورټ کښي په ايران کښي ميشت افغانانو او د افغانستان لپاره د تيلو پر ټانکرانو باندي بنديز او په دې هکله د ايراني اخوندانو لخوا د وحشت او بربريت څېره را بربنډه سوه.
د ايران د دغه ناروا چلند په خلاف په افغانستان کښي د ايراني قونسلګريو مخ ته احتجاجي مظاهرې (لاريونونه) روان وو او د خپلي خواشينۍ اظهار يې کوى، د ايران دغه وحشت ننى نه دى بلکي د ډېر پخوا څخه ايران خپل بغض او عناد لري او په تاريخ کښي يې داسي ډېر ناروا عمليات کړي دي چي هيڅکله يو افغان پښتون داسي نه دي کړي لکه ايران چي د پښتنو او افغانانو سره کړي دي، د اسرائيلو زياتوب او ظلم خو عرب ملکونو خپل ځان ته د خطر په خاطر د اسرائيل او فلسطين په مسئله کښي په نړېواله سطح را پورته کړي دي، زه نه پوهېږم چي پښتانه مشران، ليکوالان، ميډيا دغه کيس ولي پټ ساتلى دى بلکي پر دغه ظلم يې سترګي پټي کړي دي، بحيثيت يو ليکوال د خپل قام کيس را پورته کول او قام په علمي او ساينسي تاريخي بنسټ باندي را وېښول خپله خاصه دنده ګڼم چي د ماضي د زياتوبونو او جګړې تفصيلات په څو کرښو کښي قام ته ياد دهاني (ور په ياد) کړو.
د افغان پښتون او د ايراني اخوندانو بدي نه پنځوس کلنه او نه سل کلنه ده، په تاريخ کښي يې څوک نه سي ثابتولى چي ايراني اخوندانو دي يې د يو ښه همسايه په توګه خپل ژوند کړى وى، بلکي ايران هميشه د لستوڼي د مار په شان خپل کردار ادا کړى دى او کله يې چي موقع پيدا کړېده پر افغان باندي حمله آور سوى دى، که هغه د ګورګين او امير خسرو په شکل کښي د ميرويس خان نيکه سره په جګړه باندي بوخت سوى دى، که د شاه محمود څخه نيولې تر نادر افشار پوري دى ډېرې زړې خاطرې لري، پر ايران باندي پښتنو باچاهي کړېده خو بيا هم ظلم او زياتوب يې نه دى کړى، د دې دمخه په ۳۳۸ – ۳۳۳قبل مسيح کي داريوش او کورويش تر ۴۵– ۵۳۹پوري افغانان او ايران په جګړه بوخت وه.
د شيرشاه سوري د مرګ پس چي کومه خلا پيدا سوه د هغه څخه ايران (فارس) ګټه واخيسته او ايران او مغل سره ملګرى سوه پر افغان باندي حمله آور سوه د مغل حکمرانانو مسلسل زياتوبونه او حملې پر پښتون افغان رواني وي. د مغل ظهير الدين بابر څخه نيولې تر بادشاه ظفر پوري چي (۱۵۲۶ – ۱۸۵۷) پوري د ظلم او جبر حکمراني وکړه، د هغه وخت علماﺀ کرام (فتاوْى عالمګيري) د اورنګزېب باچا په نامه کړه، اورنګزېب د مغلو حکمرانانو تر ټولو ښه باچا وو چا چي د خپل پلار سترګي را وايستلي او د اقتدار لپاره يې خپل سکنى ورور قتل کړ، او پر غيرتمنو پښتنو افغانانو باندي يې څو واره لښکر کشي وکړه، وايي چي د اورنګزېب ظلم تر نورو کم وو، چي د هغه په هکله خوشال بابا وايي:
چي په نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږم
اورنـــګزېـــب داســي پـــاچـــا دى د اســــلام
د دغه بيان کړل سوو تفصيلاتو څخه څرګندېږي چي پښتون افغان او د ايران د ښمني څومره زړه ده، د دغه ثبوت پر بنياد څوک نه سي ثابتولى چي ايران دي کله هم د پښتون افغان متعلق مثبت سوچ يا د پښتنو سره حسد او بغض نه وي کړى. د ايران ټول ليکلى تاريخ او ادب د پښتنو څخه د کرکي پر بنياد پاته سوى دى، يو ايرانى فارسي زبان نسته چي هغه دي پر پښتو ليک شاعري يا نثر باندي کار کړى وي، يو واري مي هم دا نه واورېده او نه مي چيري ولوسته چي يو فارسي زبان ليکوال، سياسيتدان پښتو ژبي ته (شيرين زبان) چيري هم په غلطۍ ويلى وي، دغه پېغور د هغه پښتون ليکوال، شاعر لپاره بس دى څوک چي فارسي ته شيرين زبان وايي يا خپل ليک او لوست په فارسي کوي، او نه هم ايراني ادب يا د هغه لټرېچر د پښتو متعلق مثبت ليک کړى دى، بلکي په ډېر هنر او چالاکي د پښتو ادب او تاريخ د مسخ کولو لپاره يې هره حربه استعمال کړې ده، د بلي خوا څخه د يوې محتاطي اندازې مطابق د ۱۲۰۰څخه زياتو پښتنو ليکوالانو او شاعرانو په فارسي کښي نثر او شاعري کړې ده، دغه يې لوى ثبوت دى چي پښتنو د پښتو پر څنګ د نورو ژبو هم احترام کړى دى.
د پښتون تاريخ د مسخ کولو او فارسي د پښتو څخه د زياتي قديمي او ادبي ژبي د ثابتولو لپاره ايران د پټي خزانې په خلاف څومره کار کړى دى، په هغه پښتانه ليکوالان ولد دي، خو قربان د هغه عظيم پښتون مفکر ليکوال علامه حبيبي صاحب چي په خپل تحقيق او ليک يې دغه ثابته کړې ده چي د پښتو ليکل سوى تاريخ د ايران د فارسي څخه ۱۵۰کال زوړ تاريخ دى، او پښتو د فارسي څخه ۱۵۰کال مشره ده، خو بيا هم ايران کوشش کوي چي فارسي پر پښتنو مسلطه کړي، روان زياتوبونه خو پرېږده، پر زاړه تاريخ باندي هم قبضه کوي نن هم سيد جمال الدين افغاني د ځان بولي او وايي چي سيد جمال الدين افغاني نه دى بلکي جمال الدين اسدي دى، د تُرک په ملا نصرالدين دعوه کوي چي هغه هم ايرانى دى په دا شان د عراق، ترک، مصر او د افغان عظيم شخصيات او تهذيب په خپله کهاته کي راولي.
ايران هيڅ يو تاريخ ساز شخصيت، نوبل انعام يافته ساينسدان نه لري چي څوک ورته تخليقي قوم ووايي، بلکي په نړۍ کښي ايران د کارپيټ ميکر يا په شنه کولرانو پېژندل کېږي، پلاسټيکي شيان ښه جوړوي، علم ادب او تاريخ نه لري، بلکه د نورو قومو او ژبو علم وادب مسخ کړي او په خپله ژبه کښي راواړوي او د ځان يې کړي، د پښتو ژبي يو محقق دکابل پوهنتون استاذ اسماعيل يون په خپل ليک کښي وايي چي ايران په يو کال کښي په اربونو ډالر د ادب لپاره خرڅوي چي د نورو ژبو ادب په خپله ژبه کښي را واړوي.
په ډېر غير محسوس انداز د اسلام آباد سفارتخانه او د کوټي او پېښور ايراني قونصلګريو په کلتوري او ادبي څانګو کښي ډېر لوى کار روان کړى دى، هر هغه باشعوره د قلم او د پوهي خاوند چي په علمي ادبي سرکل کښي وي، په هغو باندي کار کوي، قونسلګري ته يې را غواړي ميلمستيا ورکوي، مفت کتابونه ورکوي، حتـْى چي ډېر داسي پښتانه ليکوالان صحافيان زه يې په نامه پېژنم چي هغه باقاعده د ۲۰ – ۲۵شپو لپاره په سرکاري خرچ ايران ته بيايي هلته خپل زيارتونه په کوي ذهن يې ورجوړوي مراعات او پروټوکول ورکوي او چي کله راسي بيا د ايران او فارسي ژبي صفتونه کوي يوه مياشت په اخبارو کښي په ليک کولو او خصوصًا په سفرنامه کښي په ډېر فارسي او ايران زده لهجه او انداز خپل رزق او ميلمستيا حلالوي.
ايران نه يواځي په ادب او تاريخ کښي مداخلت کوي بلکي په سياسي او اندروني معاملاتو کښي هم ډېر په غير محسوس انداز خپل فعاليت کوي، په افغانستان کښي چي کله بدلون (د ثور انقلاب) راغلى، انقلابي حکومت جوړ سو د افغانانو خپل آزاد حکومت وو، انقلاب په کاميابي سره د خپل منزل په لورى روان وو، خو ۹ (نهه) مياشتي وروسته په هرات ولايت کښي د ايران په سازش بغاوت وسو، د دغه جارحيت سره و نړۍ ته موقع پيدا سوه، همدغه بنياد او وجه وه چي نن افغانستان د تاريخ د بدترين جنګ سره مخامخ سو، د انقلاب پر ضد ايران د افغانستان ټول د شيعه مسلک خلق او مشران په تهران کښي را جمع کړل او د هغو تنظيمي جهادي ګروپونه او د شيعه مسلک ۱۰ګوندونه (ګروپونه) جوړ کړل چي نومونه يې په دې ډول دي: ۱. حرکت اسلامي افغانستان ۲. سازمان نصر افغانستان ۳. روحانيت جوان افغانستان ۴. نهضت اسلامي افغانستان ۵. مجاهدين خلق افغانستان ۶. نيروى اسلامي افغانستان ۷. اتحاديه علماى افغانستان ۸. جنبش مستضعفين افغانستان ۹. شوراى اتفاق افغانستان ۱۰. حرکت رعد اسلامى افغانستان.
دغه ټول ګروپونه د شيعه فرقې سره تعلق لري چي وروسته يې د دغه لسو واړو ګروپونو څخه يو ګروپ په نامه د حرکت اسلامي افغانستان او بيا د جنبش ملي افغانستان جوړ کړ او د هغو هر ډول مرسته او کومک يې کوى، يوې خوا ته يې د جهاد په نوم افغان خاوره د جنګ په لمبو کښي سوځله بلي خوا ته يې د شيعه فرقې مدد کوى، د نړۍ په مخ کښي يې ځان ته مسلمان وويل خو په اسلام کښي دننه بيا شيعه وو، د افغانانو په منځ کښي فارسي بان وو، د پښتو او فارسي جنګ يې کوى، د خلق پارټۍ مشر او د افغانستان پخواني صدر محترم ډاکټر نجيب الله چي کله د اقوام متحده په دفتر کښي وو، هلته يې په ډېر خښم او سخته لهجه د ايران سفير ته ګيله وکړه چي ايران د افغانانو سره ډېر بد کړي او کوي يې، د مسلمان په جامه کښي فارسي بان او د فارسي په جامه کښي شيعه دى، يعني افغانستان څو ځايه تقسيموي، يو وارى د پښتو او فارسي په نوم، بيا د شيعه او سني په نوم خپل ګېم کوي، د ډاکټر نجيب الله دغه تاثرات په ليکوال مجله کښي هم راغلي دي چي کله د ډاکټر کليزه لمانځل کېده.
ايران هميشه اوبه خړوي او خپل ماهيان نيسي، سخته انتها پسندي او رجعت پسندي د ايران فلسفه ده، ځان ته يو فکر لري د بل لپاره سخت دريزه شاونسټ دى په خپل وجود سخت په شيعه مسلک انتهاپسند دى، نړۍ ته جمهوريت ښکاره کوي خو دننه سخت امريت پسنده دى، ځان د انسانيت همدرده بولي خو تر اسرائيلو سخت ظالم او وحشي دى.
خپله د مذهبي آزادۍ خبري کوي په ايران کښي سخت فرقه پرست دى، په ايران کښي دننه د شيعه مسلک نه علاوه بل مذهب او مسلک ته اجازت نه ورکوي، بلي ژبي ته د ويلو اجازه نسته خپله په بل ملک کښي د مداخلت لپاره ۱۰ګروپونه جوړوى خو په خپل ملک کښي د خپل خلقو پر انقلابي پارټۍ (توده پارټۍ) باندي کوم ظلمونه کوي، د توده پارټۍ د مشرانو سره يې څه وکړه؟ پر دغه پارټۍ باندي يې پابندي ولګوله او ختمه يې کړه، د ايران يو ځاى دغه ظلم نه دى چي کوي يې بلکي په ايران کښي د ميشت افغانانو، کُردانو او بلوڅو سره کوم ظلم کوي، په مذهبي توګه کوم تعصب کوي، د مسلمانانو جومات د نړۍ په هر غيرِ مسلم ملک ماسوا د اسرائيلو کښي سته، او هغو ته مذهبي مسلکي آزادي حاصله ده، خو په نام نهاد اسلامي ملک ايران کښي هيڅ يو جمات نسته، د زابل ولايت په يوه علاقه لوتک کښي مولوي عبدالحميد بلوڅ په خپل کلي کښي جومات او مدرسه جوړه کړه خو تيره مياشت يعني په اپريل کښي هغه مدرسه په بلډوزر هواره کړل سوه، په خپله هرکال د پاکستان څخه په سلګونو خلق بيايي هلته د خپل مسلک نظرياتي مذهبي تعليم ورکوي، هيڅ يو مذهبي يا سياسي ګوند د ايران د دغه عمل غندنه نه کوي.
د انسانيت دوستۍ په قانون باندي د عمل کولو يې دغه حال دى چي په نړۍ کښي په هيڅ يو ملک کښي په حکومتي سطح سره دومره سخت بيګار نسته لکه په ايران کښي، د نورو ملکو خبري نه کوم په پاکستان کښي کله چي يو مهاجر غير ملکي ونيسي، د قانون مطابق هغه بند کړل سي په جيل کښي هغه ته د قانون مطابق سزا ورکوي، يعني جرمانه کوي يې، بيا د متعلقه ملک په حواله کړي، ليکن په ايران کښي چي غير ملکي ونيسي، هلته خو بل څوک نه ځي افغانان يا د بلوچستان د مخصوصي علاقې يعني د باډر خلق ځې، ايراني حکومت د شپږو ۶مياشتو لپاره سخت ترين بېګار ځني اخلي بيا يې قسمت خپل دى که مړ سو که ژوندى تر سرحد را واړول سو، په مختلفو بهانو غريب افغانان نيسي او سرعام يې پانسۍ کوي يا يې په ګولۍ وولي، د سعودي عرب او ايران علاوه په ټوله نړۍ کښي سرعام پانسۍ نسته، ټوله نړۍ د سزا نوري طريقې خپلي کړي دي خو ايران هغه وحشي او ظالم ملک دى چي د انسانيت بدترين تذليل کوي.
افغانان چي څرنګه ووژني، د بي بي سي د رپورټ مطابق چي خلقو د هغو د ظلم خلاف په کابل کښي مظاهره هم کړې وه چي ايراني عسکر بې له کومه جرمه دا خلق سرعام په ګولۍ وولي او لاښونه يې پر چوکو پراته دي سګريټونه پر ولګوي هر هر خاندي دغه ټول لا وارثه افغانان دي صرف ګناه يې دا ده چي تاسو بې پاسپورټه ولي ايران ته راغلي ياست، هيڅ قانون، عدالت او انصاف نسته، يو ښکاري چي کله ښکار کوي نو هغه هم څه اصولونه لري، د هر حيوان ښکار چي کوي په هغه کښي مادې او بچي نه ولي ځکه بيا د هغه حيوان نسل ختمېږي، خو ايران هغه ظالم او وحشي ملک دى چي هرڅوک چي په مخه ورځي هغه ولي.
خو ډېر افسوس د افغانانو مشرانو، ليکوالانو صحافيانو خصوصاً د نړۍ پر بشري حقوقو باندي د کار کوونکو څخه چي د ايران پر دغه ظلم او بربريت ولي خاموش دي؟ پښتانه افغانان ولي بيده دي؟ کله به را پورته کېږي؟ د ايران دغه وحشت به څوک نړۍ ته بربنډ کوي؟ دغه کار ټول د ليکوال دى چي هغه دغه ظلم را برسېره کړي.
نوټ: د ايران د شيطاني حرکاتو او تاريخي ادبي ظلم او زياتوبونو په هکله د ”غوث خيبري“ کتاب ”په افغانستان کښي طوفان“ او د ”مولانا منظور نعماني“ او ”اسماعيل يون“ ليکل سوى کتابونه لوستل د هر پښتون افغان لپاره لازمي دي ولي چي په دغه کتابو کښې د ايران مکروه څېره ډېره بربنډه کړې ده.
که د خپل ملت په خپله غمخور نه شې
هر ګـز نـه کـا پـه پـردي مـړي ژړا څـوک