(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوم يې لوړ،کور يې ډګر

د انسانيت هر خواخوږي او زيرمه خور ته زما پيغام دا وي چي هيڅ کله د خپل ژوند ګاډه په يو کوچني سټيشن مه دروی ځکه هر څوک چي خپل فکرو عمل کوچنئ او محدوده ساتي هغه بيا په خپل ټول ژوند اوژوندون کښي کوچني او ايسار پاته شي. مو ږ او تاسي يې د سر په سترګو وينو او ښه يې پيژنو چي کومو خلګو په سياست کښي د مفاد پرستي او قبيله پرستي جنګ کوي. هغو نن خپل اصله مبارزه او نظريه له لاسه ورکړه. د دې سره سره هغه د علم و دانش خاوندان چي د  درباري اېوارډ، شاهي القابات او فوجي اعزازاتو لپاره يې پټي او ښکاره هڅي کولې نن په خپلو کړو باندي پريشانه او پشېمانه دي. چا چي د خپل سيلف پروجيکشن او کاغذي معتبري لپاره پانډيان او مريدان په کرايه نيولي وو نن يې هغه ټول د پزي پېزوان جوړ سوی دی.چا چي د پېښور، کوټه او اسلام اباد په هر تقرير کښي خپله لب و لهجه بدلوله نن هغه څوک د کور په انګړ کښي هم نه اوري. چا چي د "دريا نيل سې تا به خاک کاشغر تک"خبري کولې نن د خپلو بچيانو هم ائيډيل نه سو پاته. چا چي د امريکنيانو سره نکاح جائزه کولو جواز وړاندیکوی نن بيا هغه د فتوو او فتنو سوداګران د انکل سيم مخالفت کيش کوي.  چا چي د شخصيت پرستي او خاندان پرستي لپاره پراخي هلي ځلي کولې نن د خپلو تخليقي صلاحيتو دښمن ثابت شو. چا چي د ضيا اينډ قذافي په اشاره باندي مشتعل مېلې جوړولې نن هغه ټوله يتميان پاته سول. چا چي د الله تعالی په امر نه بلکې د کرنل امام او حميد ګل په حکم جهاد کولو ډېر ناوخته يې د عالمي غوبل په هائيپو سينټر سر خلاص شو.  چا چي پارون په خپل وطن کښي فوجي امريت او شاهي نظام ته رحمت ويل نن بيا په 22 عرب ممالکو کښي ورته لعنت او د بنده بندګي وايي.راسی نن هم وخت او موقع شته چي د بل په بادرنګو اووبه غورځول په ځای خپل سپين سپڅلي کردار او شخصيت د جوړښت لپاره هڅي وکړو. د محکوم او زيردست خلګو دښمن خپل دښمن وګنړو، د بل تر حلواه په خپله حلاله اوچه ډوډۍ وياړ او   ناز وکړو. کنې دا خبر څرګنده ده چي  عقيده او نظريه فروش نه د ځان په ګټه وي او نه د قام:

تر پارونه يې شړلم نن مي غېږي ته وربولي

يا يې بل خريدار نشته يا يې حسن بازاري شو

د علم و دانش سره د ذوق او شوق په وجه زما مدام هڅه او تکل دا وي چي خپل ذهن د جديد دنيا په جديد علمي جهان بيني باندي منور او سمسوره کړم. د تلاش او جستجو دغي جذبې زه په انټرنيټ بيني، کتب بيني او د اهل علم و دانش سره په مسلسل ربط و تعلق باندي مجبوره کړی يم. خو له بده مرغه دلته د ادب او سائنس سره تعلق لرونکو خلګو ته د نزدېکت په وجه انسان نور زيات مايوسه شي.  ځکه چي تر دوی خپل نوم او چوکۍ غټه وي. د دوی توهم پرستي، ځان خوښي، غير عقلي او غير علمي رويو په وجه کرکه پيدا شي. دا د علم، اعداد، معلومات او مطالعه په هکله څومره چي شتمن ښکاري مګر د خپلي مشاهدې، جديد تحقيق او ځاني تخليق په هکله تر هغه زيات نيستمن دي. هسي هم د کردار په ځای د ګفتار په غازيانو باندي قام او وطن ياد خو وي مګر ښاد نه وي.

غيرت دي ښه راته معلوم ده

په رواجي بريتو دي مه وهه لاسونه

                        د ټولني وګړي به په داسي فکري بانجهـ او بنجر خلګو باندي به څه اولسي دشت فکر سيراب کړي. دا په هر اورېدلې خبره يقين کوي، په ظاهره د دين مبين اسلام او سياسي نظريې خبري کوي. مګر په عمل کښي هغه کوي چي د دوی  زړه يې غواړي. په پټو سترګو او بغير دليله په هر زور دار او زردار پسې لکه کوتار روان وي.  د خپل ژوند پرېکړي د بل په اښاره کوي. که چيري هم دوی د پرديو پاته کوړووني په راغونډ ولو کښي د  علم او معلومات ګودام (Info dump)جوړ شوي دي.مګر بيا هم په دې انفارميشن سټور کښي د ده خپل رنګ او خپل مهک نه وي . نو داسي خلګ په جديد دنيا کښي د يو Facilitator or  Communicator  په نوم ياديږي.مګر د محقيق يا خالق په نامه نه. سهولت کار ,استازی يا ډاکيه هر چيري له خپل چالاکي او چرب زباني څخه کار اخلي. انسان شناسي ډېر غټ علم دی په انساني ټولنه کښي د وګړي دريمه څېره معلومه ولو لپاره دا لاندنی يوه فارموله هم جوړه سوې ده.

Everyone has three characters - which he exhibits, that which he has, and that he thinks he has”.   "

د علمي او ادبي اوفق پر څنګ نن سبا په سياسي افق باندي هم هغه خلک رونق افروز دي د چا چي کردار، قرباني او خدمت کم وي مګر ظاهري جاوجلال او درباري ربط و تعلق يې زيات وي. دا دننه ډېر کهوکهله، لړلي  او کمزوره خلګ  دي. دا د فکر په هکله بانجهـ او بنجر او د مصنوعي پن ښکار  دي. زه د داسي خلګو لپاره د ميک اپ ارټسټ(Make-up artist)نوم غوره بولم. د دوی په عظمت او کردارد دوی شهرت غالب دي. د اليکټرونک او پرنټ ميډيا سره ربط و تعلق په وجه ماته دا هم معلوميږي چي هغه شهرت هم د دوی خپل نه دی بلکې هغه هم د خارجي سهارا مرهون منت دی. هغه خارجي سپورټ ميډيا، سياسي تنظيم، د خپل پلار سرمايه او جاګير يا د سرکاري بادار کرم نوازي هم کېدلای  شي. مګر دغه ټولي خبري د يو تاريخ جوړونکي لپاره هيڅ مانه نه لري. يو سيلف ميډ انسان د بل په اثره نه بلکه په خپل همت او محنت مخ په وړاندي ځي. دا نساني داخليت  او خارجيت فرق کولو وروسته د انسان د اوريجنيلټي Originality تصوير واضع شي. زه ټينګ باور لرم که چيري هغه بېروني کرم نوازي د بالادست طبقې څخه لري کړل شي. نو د دوی په قد او قامت کښي به ډېره زياته کمي راشي. دارنګه د علم و ادب په دنيا کښي هم د اهل قلم اصل قدرو قيمت په لفاظي، جمله بازي او ردِيف قافيه جوړولو پر ځای د تحقيق او تخليق په بنياد وي. د شعر جوړولو مخ کښي خپل فکر جوړول , خپل مزل او منزل معلومول ډېر ضروري وي. خپل تحقيق او تخليق د انسان تلپاتې او قابل فخر سرمايه ده. او دغه په دې ويړ کائنات کښي د انسان د ذاتي شناخت او پهچان بنسټ جوړوي .

د جبر او اختيار فلسفه که چيري موږ مخ ته کښېږدو نو انسان له پيدائشه څخه تر مرګه پوري داسي ډېر شيان شته چي د انسان په خپله مرضي او ختيار نه وي يعني پيدائش، کلچر ، قوم، مادري زبان، مذهب او جغرافيه وغيره بائ چوائس نه بلکې بائ چانس ملاويږي. انسان له وړوک والي څخه د ځوانۍ او له ځوانۍ څخه د پيرۍ په لور له بېلا بېلو ارتقايي پړاوونو څخه تېريږي. د انسان د زدکړي سلسله د مور له غوځي څخه  نيولي بيا د قبر تر غوځي پوري روانه وي. په دې لړ کښي يقيناً انسان له خپل مور او پلار، چاپېريال، استاد او ملګرو څخه ډېر څه زده کړه کوي چي هغه د انسان د شعور و اګاهي او د کردار و شخصيت په جوړيښت کښي ډېر اړين وي د اهم حقيقت دی چي په شروعاتو کښي خو د ماشوم ژوند او ژوندون په بېروني مدد او تعاون ولاړ وي. خپل مخ په خپله نه پاکوي، خپل خوراک په خپل لاس نه کوي، علم او معلومات سره سره د انساني ضرورت نورو شيانو نومونو زده کولو لپاره د بېروني دنيا محتاج وي. څنګه چي ماشوم د جسماني بلوغت او فکري باليدګي په لور خپل لومړني ګامونه اخلي نو د ده کرار کرار په نورو خلګو باندي انحصار کولو کښي کمي راځي . په بله مانه د وخت او زمان په تېرودو سره د ده په اختيارات او غړغشو کښي ورځ په ورځ اضافه کيږي. له نورو څخه د اخيستلو په ځای د څه ورکولو مرحله شروع کيږي. د تقليد او تکرار پېټۍ له خپل سره غورځولو نوي لارې چارې سنجول کيږي. د ماضي پرستۍ او توهم پرستۍ په تنګه دائره کښي د ده دپاره ژوند کول ګران شي . زړې خبري، پخوانی تقرير او بې خونده تبصرې د ده په نازوکو مغزو ښې نه لګيږي. د خپل جذبات او احساسات د څرګندوني لپاره د يو فورم په تلاش کښي شي. د فکر او قلم د خپلواکۍ لپاره دوی  خپل وخت او توانائي په کار واچوي. دا هغه وخت وي چي انسان په خپل سماج باندي اثر اندازه کيږي. د دې دپاره دی له نورو څخه د رڼا اخستلو په ځای په ټولنه کښي د علم و شعور ډېوې بلي کړي. دا وخت دوی خپل ټوله تخليقي صلاحيتونه پر کار راوستلو هڅي شروع کړي. ځکه د تخليقاتو چينه د انسان د اندرون څخه راخوټيږي. د انسان دغه قيمتي جوهر او تخلقيق جذبه د ټولني وګړو ته کله د فکر، کله د هنر ، کله د موسيقي، کله د مصوري او کله د ناز و انداز په بڼه کښي ښکاره کيږي. دانسان د خپلي ذهني دنيا څخه راوتلی رنګ و مهک انسان ته امتياز او پېژندګلوي ورکوي.

انسان له پيدائش څخه نيولې بيا تر مرګه پوري په يوه رنګ او يو مقام نه وي ولاړ بلکې د ارتقا او ترقي د مختلفو مراحل او مدارج څخه مسلسل تېرېږي. د ده وړک والی په ځواني او ځواني يې په پيري کښي بدليږي.د انسان د ژوند د هر پړاو خپلي خپلي تقاضې وي چي د هغه غوښتونو د تکميل لپاره انسان خپل کردار او غړغشو ته وسعت ورکوي د دې په څنګ هغه جسماني او فکري بدلون سره مخ په وړاندي روان وي. په يو وخت کښي که انسان د انساني ټولني برخه وي بيا هغه د خپلي ټولني څخه جدا هم وي. د انسانانو په مينځ کښي د اوسېدو باوجود هغه بيا هم د نورو انسانانو څخه بېل هم وي. که څومره خلګ د تقدير خبري کوي خو دوی د تدبير څخه مدام کار اخلي. د حقائق بيانولو په وخت د هيچا په دباؤ کښي نه راځي.د Creativity and Originality په  وخت خپل وجدان په ږغ لبيک وايي.دا Extra Genius خلګ ماته په دې خوند راکوي چي دوی هغه کار نه کوي کوم چي خلګ يې کوي. يو شی چي د هر چا خوښ وي زما هغه نه خوښېږي.

ننګيالي چي يو ځل مخ کړي په کوم لوري

بيا نه ګوري چي کويي دی که ګړنګ

هر سړی د فکري او نظرياتي ملګرو څخه د اختلاف او اتفاق حق لري. خپل ځاني رای پېش کولو حق لري. هغه د بل انسان د ملګري په ځای د بادارۍ څخه د انکار کولو حق لري. څوک چي خپل انفراديت له لاس ورکوي د هغه نوم او نښان بيا ورک شي. انسان د اوبو قطره نه ده چي په اوبو کښي د شاميلېدلو وروسته د هغه خپل ټوله شناخت ورک شي. په انساني ټولنه کښي د اوسېدو باوجوده خپل ذاتي شناخت جوړولو جذبه او ولوله انسان د همېشه لپاره ژوندی او ګړندی ساتي د انسان د خپل وجود په طاقت او حکمت باندي خبروي. خو د دې ټولو دپاره په انساني ټولنه کښي د بل اختلاف رای او اختلاف فکر ته د قدر په سترګه کتل ضروري وي. دا فيصله وخت ته پريږدی چي د چا خبره او فکر د علم و عقل سره سمون خوري.

لکه څه رنګه چي زڼۍ (Seed)د همېشه دپاره زڼۍ نه پاتېږي که چيري هم د بيج د ودي لپاره خاوره، هوا، اوبه او رڼا ضروري وي. ليکن بيج به يو ورځ هرو مرو شين کيږي، پاڼي او ګلونه به کوي د خپل افزائش نسل دپاره د ځان په رنګ نور بيجان به پيدا کوي. که چيري بيج د خپل ودي څخه انکار کوي او خپل نمو په کار نه راولي. بيا هغه بيج دګوهر په ځای ډبره ثابته شي.

وهم، خوف  او لالچ د انسان د ذهني دنيا رنګيني او ښکلا ورانوي. د علم و ادب په دنيا کښي ډېر متعبره خلګ د بېروني الودګي څخه د ځان ژغورلو لپاره خپل اندروني پاکيزګي ضائع کوي د نامساعد حالاتو څخه د ټکر وهلو پر ځای د بل پر رحم و کرم باندي ژوند کوي.ډېري د جبر او جهالت تيارې به خپل وزرونه وخوروي مګر د خوب او غفلت څخه ورته بيدار او خبر دار اوشی. زما  د حالاتو څخه د خبرداری مانا قطعاً دا نه ده لکه علامه محمد اقبال چي خپل قاري ته د باد مخالف او جابر حکمران سره د ټکر وهلو دعوت ورکوي مګر په خپله د انګريز څه د انګريز په خاوره فرهنګي ايوارډ اخلي.  

انساني تاريخ د داسي ډېرو سر تېرو څخه ډک دی چي په يوه سر يې د خپل وخت له فرعونيت ، قارونيت او مذهبي پېشوائيت څخه ټکر وهلی دی. د دوی د ظلم، جبر او استبداد برجونه يې پرخپله سينه ويجاړ کړي دي. هغه انقلابي هستياني د خپلي دليري او قربانی په وجه نن هم په ټول انساني کړکېش باندي اغيز مند دي. د يادوني وړ ده چي پروردګار انسان صاحب اراده او صاحب اختيار Free will)(پيدا کړی د ی . او د ځمکي او اسمان تسخير يې د ده غړ غشه ګرځولې ده. په ډېر اساني سره انسان د خپل وجود په طاقت او حکمت باندي د Nature and Nurture زنيځيرونه پرېکولو وروسته د خپلواک ژوند څښتن جوړېدې شي. د دغسي اعظيمه هستيو کردار او کارنامو خاتمه طبعي مرګ هم نه شي کولې.

دا د ممکناتو دنيا ده. راځي چي په خپله ټولنه کښي د جديد دنيا د جديد غوښتنو مطابق بدلون راولو. حالات وتقدير د ځان تابع کړو. راسی چي د دې پېل نن د خپله ځانه څخه وکړو. د هر ډول سيالی او سوکالی لاري چاري په خپله وسنجوو . په خپل همت او غيرت باندي غلبه وموندو. دانساني  جبرو استبداد څخه پاکه انساني ټولنه جوړه کړو. د زردار او زور دارو په اښاره باندي نه بلکې د خپل فهم و فراست په رڼا کښي خپلي پرېکړي په خپله وکړو. تر خپل پلرنی او مورثي شناخت خپل ذاتي شناخت او پهچان بهتره جوړکړو. دغه د اوريجنلټي او برياليتوب راز دی. دا هغه وخت ممکنه کېدی شي چي لومړنی موږ  خپلي رويې علمي او عقلي جوړي کړو او خپل ژوند او ژوندون ته سائنسي بنيادونه ورکړو.     

د قلم او فکر د خپل واکۍ په اړوند بيا په زياته د نن د موضوع په هکله زه د قارئين درانه حضور ته څو شعرونه وړاندي کول غواړم:

                                   واخله رانه مال غواړې که سر زما
                                   ياره کو ازاد پرېږده نظر زما
                                   مړ مي کړه له تندي خو چي وچ نه کړې
                                   يو د ميني څاڅکۍ سمندر زما
                                   پرېږده چي يې وړانګې عالمګيري شي
                                   مه اړوه خاوري په هنر زما
                                   کله دي پښو ته ټيټېدلی شي
                                  سر لکه دا پوري اوچت غر زما
                                 خير که ټوپک نه لرم نو څه اوشول
                                  توره مي قلم پاڼه مي سپر زما
                                  زه سر تېر دي مړ شم خو په مينه کښي
                                  دا به وي د ژوند ښکلی اختر زما

       په ډېره مينه او مننه

 

ليک:  پايندخان خروټی                   

چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورم

[email protected]

موبايل شمېره: 0301-3736708

- بېرته شاته