پښتو د انټرنېټ ژبه
د هر يو کار يو ماسټر وي، هر يو څيز خپل يو پروفېشنل لري، لکه استاد به واخلو. سبق ډېرو خلکو ويلی وي، لکه ډاکټر، انجينئر، خبريال...... خو دې ټولو خلکو خپل بچي په سکولونو او کالجونو کښې داخل کړي وي، ولې؟ دا سبق چې کوم دوی ويلی، خپلو بچو ته نه شي ښودلی، کومه زده کړې چې دوی کړې وه، هغه به يې اوس بچي هم کوي، خو د دې دپاره بيا هم هغوی ټول خپل بچي سکولونو او کالجونو ته لېږي، دا ولې؟........... د دې ولې ځواب دا دی چې د ډاکټر، انجينئر او خبريال کار دا نه دی چې هغوی دې خپلو بچو ته سبق وښايي، بلکې په دې کښې هر يو سړی د خپل کار ماسټر دی، نو ځکه دوی خپل بچي سکولونو او کالجونو ته لېږي چې د سبق ښودلو پروفېشنل انسان هلته ناست وي.
ځکه خو خوشحال بابا وايي کنه
هر سړی پېدا دی خپل خپل کار لره کنه
همدغسې د کتاب يا مجلې کمپوز کول هم خپل يو پروفېشنل کس لري چې کمپوزر ورته ويلی شي. که هر يو ليکوال او شاعر په خپله د خپلو کتابونو کمپوزنګ شروع کړي، نو وړومبی خو دا چې ډېر زيات وخت به اخلي، بله دا چې که کوم يو داسې کس چې هغه په دې سيسټم پوره نه پوهېږي او يو کتاب کمپوز کړي او بيا يې کمپوزر له يوسي چې د چاپ دپاره يې تيار کړي، نو دا به د هغه دپاره يو بل سر درد وي، ځکه چې دغه کمپوز شوی کتاب به ټول ګډ وډ وي او بله دا چې املا به يې هم ګډه وډه وي، نو ځکه که مسوده هغه کمپوزر ته حواله کړي نو هغه به يې ورته په يو څو ورځو کې برابره کړي.
بله خبره تاسو د سافټ وير وکړه، چې د پښتو ژبې سافټ وير مې پېدا نه کړو، نو زه په دې ډېر حېران شوم، ځکه چې د سي ډيانو په هر يو دوکان کې د ان پېج سي ډي شته او په هغې کې د اردو سره سره پښتو هم وي، خو تا بيا دا خبره هم کړې چې اردو دانو د اردو دپاره ان پېج جوړ کړی او اردو يې خوندي کړې ده، خو زه به دا ووايم چې په پښتو ژبه کې کوم سافټ وير د پښتو ژبې د کمپوزنګ دپاره جوړ شوی، نو هغه رنګ سافټ وير په اردو کې نشته، دا سافټ وير نسيم لېوال جوړ کړی چې د ايشيا سافټ په نوم دی او نن سبا په ګل حاجي پلازه کې ښه په اسانه ترلاسه کېدی شي.
له دې نه هم يوه بله اسانه طريقه شته، هغه دا چې کله خپل کمپيوټر ته ونډوز کوې نو د XP په ځای پکې ونډوز سيون يا ونډوز ويسټا انسټال کړه، د دې کمال څه دی؟ د دې کمال دا دی چې په دې کې ټولې ژبې له مخکې نه موجودې دي، لکه اردو، پښتو، فارسي او عربي، که هره ژبه غواړې نو وړومبی Control Panel ته لاړ شه، هلته بيا په Region and Language کلک وکړه، هلته به د Keyboard and Language پاڼه راواړی، بيا به په Changes Keyboard... کلک وکړې او هلته به د Add له لارې که هره ژبه غواړې منتخب کړې او بيا به پکې کار کوې.
خو د دې هر څه دپاره بايد ته وړومبی کمپوزنګ زده کړې، ځکه چې يو سافټ وير که تاسره وي او زده دې نه وي، نو د هغې فايده څه شوه؟.
بله خبره تاسو دا کړې چې که ته چېرته په ايم ايس ورډ کې يو لفظ غلط وليکې، نو بايد چې د هغې لاندې سره کرښه راشي او چې کله سره کرښه راشي نو بيا بايد رائټ کلک له ټک ورکړې او هلته درته ووايي چې دغه لفظ غلط دی او بل درته وښايي چې داسې خو نه غواړې؟.
نو ګرانه! زه به درته دا ووايم چې يا خو د خوش قسمتۍ نه او يا د بد قسمتۍ نه خدای پاک زمونږ په ژبه دومره مهربانه شوی چې د يو ليک دود په ځای يې ورله اته لس ليک دوده ورکړي، لکه مثلا د افغانستان خلک ځانله ليک دود لري، بيا د هغوی په منځ کې هم ځينې ځينې سره جدا جدا دي، په پاکستان کې د پښتو اکېډمۍ خپل ليک دود دی، چې د باړه ګلۍ په سيمينار کې مرتب شوی، ځيني نور بيا هماغه زوړ ليک دود ليکي، يو ليک دود قلندر مومند هم جوړ کړی، نسيم خان نسيم هم خپل ليک دود ډنګوي، ده پکې بيا دا مېړانه هم کړې چې د څلور څلوېښتو نه يې توري څلور پنځوسو ته رسولي، مردانيان خپل ليک دود کاروي، پېښوريان بل ليک دود ته مخ دي، د کوئټې خلک هم خپل ليک دود ليکي او د وزيرستان خلک هم په خپل ليک دود ولاړ دي.
دلته ماته د خوشحال بابا شعر رايادېږي:
اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شه
ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا
خوشحال خان خټک دا ګيله ډېره په خوا کړې ده، چې په پښتنو کې خو اتفاق پېدا نه شي او دا ګرانه هم ده چې په پښتنو کې به اتفاق پېدا شي (خدای دې يې پېدا کړي)، نو ځکه به د دوی ټولو املا او ليک دود خپل جدا جدا رنګ لري.
دلته بله خبره دا راځي چې که ايم ايس ورډ کې ته غلط لفظ وليکې نو هغه بايد ايس ايم ورډ سم کړي، خو چې هغه لفظ لس رنګه ليکل کېږي، نو ايم ايس ورډ به يې څه رنګ سم کړي، لکه مونږ، موږ، موژ، موز؛ کښې، کښي، کشې، کشي، کې، کي؛ تمه، طمه، طمع؛ معنی، مانا، معنا؛ صحيح، صحي، سهي، صيي؛ خلک، خلق، خلګ؛............ او داسې نور ډېر دي.
اخري خبره دا ده چې د انټرنېټ او کمپيوټر ژبه انګرېزي ده، نو پښتو په داسې طريقه راتلل به ډېره ګرانه وي.
اوس به راشو چې پښتو د انټرنېټ ژبه ده او که نه؟
په پښتو ژبه کې بې شمېره وېبپاڼې او وېبلاګونه شته، لکه ټول افغان، تل افغان، لر او بر، بي بي سي پښتو، د امريکا ژغ اشنا راډيو، ډيوه راډيو، بهير، لېوال، تاند، سپوږمۍ، سپين غر، خبريال، افغان اسلامي اژانس، پژواک خبري اژانس.................. او داسې نورې ډېرې زياتې وېبپاڼې دي، چې په هر ډول موضوع کار کوي. خو د پام وړ خبره دا ده چې دا ټولې وېبپاڼې او وېبلاګونه د افغانستان املا (ليک دود) کاروي، له دې علاوه يو شمېر بهرنۍ او دننۍ راډيوګانې هم دي چې د افغانستان په املا او لهجه کې کار کوي، نو له دې نه دا هم څرګندېږي چې د افغانستان املا نړيواله املا ده.
له دې علاوه د نسيم لېوال په وېبپاڼه کې انلاين سکول هم شته، چې په وړيا توګه يې کارولی شې، لېوال د پښتو کېبورډ او لپ ټاپ هم جوړ کړی چې د هغه ځای نه يې ترلاسه کولی شې.
بله دا چې که تاسو فېسبوک وګورئ نو په زرګونو څه چې په لکونو پښتانه په کې دي او زياتره پکې چې کله د يو بل سره چېټنګ يا څه ليکل وغېره شيئر کوي نو په پښتو ژبه وي، دغه وېبپاڼې او وېبلاګونه چې ما بره ياد کړل هم ټولې ليکنې په پښتو کې پوسټ کوي، نو دا ليکل خو ورته ليکوال په خپله رالېږي، ځکه چې وړومبی به يې کمپوز کوې نو وروسته به يې لېږلی شې ګنې نو لېږل يې ګران دي، دوی ټولو پښتنو دومره لږ ډېر کمپوزنګ زده کړی خو د ضرورت دپاره، نور خو که دوی هم خپل کتاب، مجله وغېره چاپ کول غواړي نو د يو پروفېشنل کمپوزر خدمات ترلاسه کوي، ځکه چې دا کار د کمپوزر دی، هغه د دې څيز په باريکيو ښه پوهېږي.
واپس خپلې برنۍ خبرې له راځم، چې پښتو نن سبا يوه نړېواله ژبه ده، د نورو ژبو سره سياله ژبه ده، په پښتو کې ډېر کار شوی، خو چې اتفاق په پښتنو کې نشته نو ځکه داسې ګډه وډه ده.
په دې هيله چې زما دا خبرې د پښتنو ليکونکو او لوستونکو په خېر تمامې شي، په دې اخري شعر درنه اجازت غواړم:
د خانانو به څه وايو چې خانان دي
ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي