(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیا به دکلي په مینځ نه ځم

دا تاسو ولې د ګلونو دښمنان شوي یې؟  دا په تاسو څه شوي دي چې کارونه د دوزخیانو کوۍ او دعاګانې د جنتونو غواړۍ؟  تاسو هډو خبر نه یې چې پیړۍ بدله شوې ده، فکر بدل دی ، احساس بدل دی، د ژوند رنګ بدل دی ، په ټوله نړۍ کې د سپرلو خبرې کیږي،  هر یو جنګ ځپلی قام د امن او روغې جوړې بحثونه کوي، د کتاب خبرې کیږي، هغه عرب چې تاسو يي نوکران يي، خدمتونه يي کوی او شاړې مو ورله ګلزار کړي دي، هغوی هم د بدلون اواز اوچت کړې دی، له زمانې سره تګ کول غواړي، د رڼا او جمهوریت خبرې کوي.
خو.......
یو ته يې چې د خپل دروغجن غرور له غره  راکوزیدو ته تیار نه يې، ته نه له خپل تاریخه  د خبریدو فکر کوې، نه د نن د غو ښتنو غم کوې او صبا خو درنه د ناپوهۍ او جهالت په تیارو کې ورک دی. ته مایوسه هم نه يې ، خو تا خوبونه لیدل هم پریېښودي دي. منم غلطۍ  له  هر چا  کیږي، منم ژوند د ټکرو نوم دی، خو تا قسم خوړلی چې هیڅ به ترې هم نه زده کوې.
ستا حجره، ستا غرونه او ورشوګانې خو،  د یا قربان او یکه زار په اوازونو مستې او ابادې وې ، نن ته د سندرو دښمن شوې، سازونه وژنې ؟
ستا جماتونه د امن کورونه وو، د روحانیت مرکزونه وو، د جرګو او مشورو ځایونه وو، نن د کرکې او ظلم  علامتونه دي، پرون پرې رحمتونه اوریدل نن پرې اورونه وریږي. د مینې لار درنه خطا شوې ده زړګیه او معلومه هم درته  نه ده چې څه درسره وشو؟
ستا جرګه د انصاف او روغې جوړې ځای وو، نن د دروغو، ظلم او زیاتوب غونډه ده چرته چې په سپینو جامو کې په زړونو تور خلک د ولسونو  د مرګ او ژوند فیصلې کوي.
تا پرون په باجوړ کې د یو شک په بنیاد مامونۍ وژلې وه او نن دې د پیښور په ډک بازار کې په روڼه  ورځ غزاله جاوید په وینو سره کړه، ګناه يي څه وه؟ نن راته ووایه ستا د غیرت  شملې اوچت ساتلو ته هر وخت د وینو ضرورت ولې پیښیږي؟
بیا به دکلي په مینځ نه ځم
د مامونې د سر قاتل به په کې وینه

- بېرته شاته