د ترکيې راډیو پښتو خپرونې پيل او ویب پاڼه پر لیکه شوه
[17.Jan.2011 - 21:17]
د تركېې غږ نړيوالې راډيو پښتو څانګه د نړۍ د نورو ژبو ترڅنګ د اوږدې مودې راهيسي په سيمه او نړۍ كې د ميشتو پښتنو لپاره بيلابيلې خپرونې لري. ددې ترڅنګ د تركېې غږ راډيو د پښتو څانګې وېبپاڼه هم پښتني كلتور ته د خپلې وسې تر بريده خدمت كوي.
ددې لپاره چې زموږ مورنۍ ژبه هم د نورو ۳۴ ژبو سره د رقابت كولو جوګه شي موږ هڅه كوو چې د پښتو په وړاندې د غير عادلانه چلند سره سره خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ وساتو.
راډیو ستاسې خپله راډیو ده،وايي ورئ د خپرونو د لا ښه والی لپاره اخپل وړانديزونه او نیوکې تر موږ راولیږئ
په ټوله پښتنه مينه او درنښت
تاسې کولی شئ د ترکیې پښتو راډیو د انټرنيټ پر مټ هم واورئ
زموږ د وېبپاڼې پته دا ده