دليكوالانو او شاعرانو نوي كهول
لیک:محمد نعيم كاكړ
دا به ډيره ناشوني وي چي دځلاند ادبى څانګه او پاڼه دپښتو ادبى غورځنګ كوټي دلس كلن جشن په اړه وخپلولوستكونكو ته دلوست ومعلوماتو په اړه څه ورنه كړي كه څه هم تيره اونى دځلاند په ادبى پاټه كښې څه نا څه ليكل شوي و او ددي څخه علاوه نورو ډيرو ورځپاڼو تو مجلوته ددي لس كلن جشن په اړه ځموږ ليكوالانو ليكني كړي وي اوورځپاڼو په خپل وار چاپ كړي دي كه څه هم هغه په اردو ژبه خپرونو كښې راغلي دي خو بيا هم دستايني وړخبره ده ولي چي دتاريخ دجيردكبله دلته خپله مورني ژبه پښتو دومره نه ويل كيږي لكه او د وژبه چي پښتانه لولي اوليكى يې خو داوږ دبحث دي په دي باندي ډير څه ويل كيدي شي او ليك باندي كيدي شې وخت راغلي دي چي په دي اړه ډيرڅه وليكل شي چي ولي پښتانه ياپه پاكستان اوسيدونكي نور قامونه لكه پنجابيان سرائيكان بلوڅان بروهيان او نور ډير دخپلو ژبو دخپل ادب او دو دونو څخه بيګانه شوي اودنور ژبو ادب او نور څه په دوي باندي تپول شوي اوتپول كيږي پښتانه دنورو د ژبو دو دونو او رواجونو څخه كركه نه كوي نه يې كركه كړي ده خو كه د دوي وژبى او دو ددمنځ څخه دوړلو پرله پسى هڅي كيږي نو قدرتىاو فطري خبره ده چي په پښتانه يا كه دبل قام سره داسي وړه كيږي هغه به كركه كوي خو په دي باندي نور څه نه وايو كه څه هم ودي ته اړتياشه نه څوك په داسي ناخوالو پټه خوله پاته كيدي شې خو په دي اوسنى ليك كښې نه او په كار دي چي په دي ډير وليكل شي چي چارواكي په دي پوه شي چي د دوي هر عمل د قدرت او فطرت او دبشر دغوښتنو په ضد دي.
ژبه د قدرت يوه لويه وركړه ده چي دي نه يواځي بل په پوه كوي بلكي انسان په ژبه هم دونى په مخه تللي او دتهديب او تمدن خاوند شوي دي په دي بشپړه نړۍ كښې څومره ژبى دي داټولي ديوه اوږ ده عمل او دارتقاء څخه تيري شوي او ودي ځائي ته رارسيدلي دي خو دخپلى ژبى ساتنه او پرمختياهر وګړي كړي ده خو په دي كښې د دولت او حكومت هم لويه برخه وي د نړۍ په ټولو ملكو كښې ژبه د دولت ژبه ګرځول شوي وي چي د دولت ټول كارونه هم په هغه ژبه يا ژبو كيږي ددي دڅنګه ژبه زده كونكى په ښوونځيو كښې لولي او ليكى يې ژبه دبازار او دماركيټ ژبه وي يا چي موږ ورته داقتصاد ژبه ورته وايو ديوه وګړي اقتصاد په لاس ورځي چي ددي لاري ژپه ورځ تربلى مخ په وړاندي روانه وي او هر وګړي ودي ته اړوي چي ژبه زده كړي لكه نن چي په پاكستان كښې هر زده كونكى ودي ته اړدي دانګريږي ژبه نه يواځي زده كړي بلكي په هغه ليك لوست هم وكړي ځكه چي په يوه دفتر كښې چي موږ غواړي څه ماموريت ترلاسه كړو نو اړنه ده چي ځموږ به انګريږي ژبه زده او ليك لوست به په كوي شو خو دپاكستان په چپه دنړۍ په نورو ځايو يا ملكو كښې څوك نه شې كولي چي دوي دپرد پو ژبى دلوست ليك او د فتر ژبه وګرځوي كه و جاپان جرمنى چين فرانسه ته يانورو ته وويل چي دوي دي انګريزي ژبه د زده كړو او دفتر ژبه وګرځوي هغه په دي ډير بدوړي حال دا چي جګړه كوي دوي دنورو سره هم دخپلى ژبى په چپه په بله ژبه خبروكولوته هم دكركي په نظر ګوري ځكه چي د دوي دپرمختيار او هم په دي كښې دي چي دوي خپلى ژبى د زده كړو ژبى ګرځولى دي .
خما په اند په نړۍ كښې به بل داسي ملك نه وي چي وخپلو ښاريانو ته دخپلو مورنيوژبو په چپه دنور باندنيانو په ژبه و زده كونكو ته لوست ليك وركړي او د دفتر ژبه هم دنورو ژبه وګرځوي خو دايواځي پاكستان دي چي دهغه غيربشري او غيرفطري عمل دتيرو ۶۷كلو څخه روان دي خو په څنګه كښې اردو ژبه هم روانه ده چي د اژبه هم په پاكستان كښې ميشته ديوه قام ژبه نه ده تر دي خولانوره بده دا ده چي دهغه تاريخى ژبى او د دوي دو ددستور هم د منځ څخه دوړلو هڅي روانى دي چپ دسيندي ژبى پاته ټولى ژبى د دولت لخوا خپل كيږي چي نه په ښوونځي كښې ځائي لري نه دي دفتر كښې نه په بازار كښې تش په نامه ځينى دولتى اداري د دولت لخوا جوړي شوي دي چي د ژبو دپرمختيا دپاره داسي كار كوي چي دهغه چا په ګټه وي تنه د ژبو په ګټه درسنېو او دميډيا دلاري داسي هڅي روانى دي چي دهغه تاريخى ژبى سره ګډو ډي كدي او داسي بڼه وركړي چي هغه رشثي او فطري ارزښت يې پاته نه شې نو ځكه په دهغه ژبو دنورو ژبو توري ورننه كړي او دبده مرغه دځينى ګټو دپاره ډير لويدلي ليكوالان دا كارونه ته كوي او څوك چي دبيلو بيلو لارو ددهغه ناولي كارمخ نوي كوي دهغه مخ موي كيږي.
پښتون او پښتو چي دلسيځو لسيځو څخه د ډير ناوړه حالاتو څخه تير سيږي خو قدرت خپله هم داسي لاري چاري ورته جوړ وي چي دهغه جنايتو نو مخ نوي وشې نو ځكه نن دپښتو وچوپړته په ډير لوئى شمير ځوانان راوتلي دي او خپلى ژبى ته كار كوي او هغه دسيپ چي وپښتو ته دزيان رسولو دپاره كيږي دهغه مخ نوي كوي دهغه بهيرنه يواځي په پاكستان كښې روان دي بلكي دپښتانه په بشپړه ټاټولي كښې او د نړۍ په كونج كونج كښې كار روان دي او داهيله كيږي چي دپښتنو دهغه نوي كهول به خپله دهغه ډنډه ومخ ته يوشي ولي چي دوي په هر څه پوه شوي دي او هغه پخوانى ليكوالان او تش په نامه ناست د دولت په ملا تړ دوي بۀ دهغه ځائي ونوي كهول ته ايله كوي كه هغه نن وي كه بله ورځ وي خو هم دهغه څوك وو چي دپښتو دوهلو په وخت كښې پټه خوله وو بلكي د هغه چا ملګري وو چا چي ځموږ د ژبى په ضد يې دسيې پيل كړي وي په دهغه څولسيځو كښې چي دهغه دولت په ملاتړ جوړي شوو ادارو څومره كار ګړي دي.
نن نوي كهول رامخ ته شوي دي دوي نه يواځي دخپلى مورني ژبى سر بى كچي مينه لري بلكي دوي دپښتو په هر ډول باريكو ټكو پوه دي او دهغه پخوانيووارونه دي چي دپښتو د چوپړ هيڅ نه ښكاره كيږي نه دپښتو په اړه دومره معلومات لري خو يواځي څوكي ونيسي او دهغه چا مخ نوي وكړي څوك چي په رښتيا هم دپښتو چوپړ ته تياروي كه دتيرو نپځلس شل كلو هغه كارونه چي دپښتو دپاره شوي دي ومخ ته كښيږ دونو دابه راته څرګنده شې چي په تيره يوه پيړي كښې دومره كار نه دي شوي چي ځموږ په دي سيمه كښې يوه بيلګه پښتو ادبى غورځنګ كوټه دي چي دخپل لس كلو په ژوند كښې په درځنو كتابونه يې تر چاپ واستل او په پښتنو كښې مفت وويشل ددي ددي د څنګه يې مجلى چاپ كړي او دپښتو د ليكوالانو شاعرانو او دپښتو سره مينه لرونكو يې هر وخت جوړي كړي دي ددي دڅنګه كه بله پيښه وي لكه د رحمان بابا په مزار د وران كارو وراني يابله پيښه دوي دهغه دغندني دپاره غونډي كړي دي وپښتو ادبى غورځنګ ورته دځوانانو دهغه ځنګونه په بشپړه ټاټوبى كښې او دنړۍ دباندي هم دپښتو دو دي كارونه روان دي دپښتنو نوي كهول چي دخپلى ژبى د پرمختياكومه ډنډه په غاړه اخستي ده اوس داويره نه ليدل كيږي چي دپښتو سره به بيا داسي لوبى او لاس وهنى كيږي چي دنن څخه پنځلس پاشل كاله دمخه موږ ليدلي چي اوس يې په يوه نه يوه بڼه كښې ليدل كيدي شې خو ددي مخ نوي به ورو ورو كيږي.
لكه څنګه چي ځموږ دهغه ځوان اونوي كهول په خپلو وږو دهغه ډنډه اخستى ده او ترخپله وسه يې ډير څه كړي دي خو تراوسه ډير څه كول غواړي هر ژبه ټول وخت ودهخ كوياو دارتقاء څخه تيريږي او داعمل روان وي آياځموږ ځوان او نوي كهول به پښتو په يوه داسي ډګر روانه كړي چي د نړۍ نوري پرمخ تللي ژبى روانى دي او دابه د نوي كهول ترټولولويه بريا او كاميابى وي.
۱.پښتو ځموږ په دي سيمه كې دښوونځي ژبه جوړ ول دبشر نړي واله غوښتنه ده چي په كار دي چي وماشوم ته په مورنى ژبه زده كړي وركول شې او بياددفتر ژبه شې بياداقتصاد.
۲.په بريښنائي رسنې اوميډيا كښې داسي څانګه او چپنل چي هغه بشپړه دپښتو او دپښتنو وي چي دوي وكولي شې خپل كروړ او د دونددوددستورنه يواځي د نورو دلاس وهنو څخه وځخوري بلكيونړۍ والوته د او روښائي چي پښتو او دپښتنو دود اورواجو نه څومره او چت دي خو دبده مرغه دنورولخوت ونړۍ والوته وران كارښوول شوي دي كه څه هم برپښنائى رسنې اوميډياچي تيلى ويژن په كښې راځي دحكومتو كار دي خو ځموږ ځوان كهول دومره پياوړي دي چي حكومتى كارونه هم ترسره كوي.
۳.دپښتو دګډوډي او دنورو ژبو د تورو چي كوم سېل را روان دي دهغه مخ نوي او هغهدپښتو خپل توربيرته راژوندي كول چي دنورو ژبو توري استل لكه په چين جاپان او ايران كښې چي كيږي چي خپلى ژبى دسوچه كولو دپاره پيل كړي دي.
۴.و پښتو ژبى ته دنړۍ دټولو علوكتابوز ليكل و پښتو ژباړل او پښتو دنورو پرمخ تللو ژبو په ليكو كښې درول داسي نور ډير څه شته چي ځموږ ځوان اونوي كهول ته به كول وي.