(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

شعرونه

دغرب شفق

Asad Zmarai
دا دشرق دو ینو رنګ دی چې د غرب په لمن ښکاری
دا د شرق تالا ګلان دي چې د غرب په چمن ښکاری
د سپیرو میرو په تاو کې ، هلته هره تیږه سوځی
دا د شرق د مټ قوت دی چې د غرب په عدن ښکاری
د باروتو تور لوګی دی ،چې د شرق له کاله خیږی
د لمبو روښانه رنګ دی چې د غرب په ګلشن ښکاری
د«د جلی» د او ښکو موج دی چې بهیږی په« دوناو» کې
د« پا میر» دسر شمله ده چې د غرب په بدن ښکاری
د افغان -هندو په وینو هندوکش- ایوریست غرق شول
د کشمیر دنافی بوی دی چې د غرب په ختن ښکاری
د ویتنام ـ کوریا په تن لا د بمو نو چری خښی
د چیچن ـ ایران انسان دی چې د غرب په خوږلن ښکاری
ورغلی سره نه دی د عرب د زخم شونډې
د تاجیک ـ سیلون مړ زوی دی چې د غرب په درشن ښکاری
د راکټو قافلی دي چې روانې دي تل شرق ته
دا دوینو تور امیل دی چې د غرب په ګردن ښکاری
د جنګ اور باندی ئې جوړ کړ ، له دنیا ځینې دوزخ نن
د ګناه نه ډک جنت دی چې د غرب په وطن ښکاری

Dah kar sarre wam kho be kara shuma
Zah che ra rawan dah ishq pah lara shuma
Khazan me ter kralo dah yara sara
Che pasarle shwalo be yara shuma
Tah hum peda kre khuday zama dah para
Zah hum peda dah sta dah para shuma
Sta dah ulfat lar dah khatro daka da
Pake naskor pah so so wara shuma
Zaka har sok rawrri azad lasona
GUL shum ToFaNa KHO Be khara SHuma

Shaer tofan mahsod

غزل

دغره لمنه کي مو کډي دې کیږدۍ ته ناست یم
زه دخیالونو په ټال زانګمه شپیلۍ ته ناست یم

لکه دباز وزري وکړمه هوا ته جګ شم
د ناز وزري مي راماتي شی سیلۍ ته ناست یم

د بي وسي او بي کسي پوښتنه څله کوي
دومره به ووایم په توره شپه سپوږمۍ ته ناست یم

زه پري زړګي ټکورومه که پيدا یي کړمه
د ښاپیرې په طلب ګرځمه کوچۍ ته ناست یم

شاعر انداز د نصرت څومره خوندور ښکاریږي
ځان په څادر کي رانغاړم څیري څپلۍ ته ناست یم
Nasirullah Nasrat
روسیه مسکو

غزل

د زړونو کما لی د ه، چې جمال را غا ړه و ځي.
ښایست دخپل هنر لره شین خال را غا ړه و ځي.

شفق مې له دې وریځو نه سبا ته مخ پټ کړی.
سبا را کوي ز یری چې هلا ل را غا ړه و ځي.

سپین مخې غوندې شپه ده په سپوږمۍ رڼا رڼا ده.
تیاره تیاره ماښا م کې بیا مشا ل را غا ړه و ځي.

ښکالو دې که پاینزېب دې چې څپه څپه یی راړي.
څپې څپې سیلۍ شي، چې شما ل را غا ړه و ځي.
جذا ب د لونګین دی ، او له غاړې یی شال تا و دې.
.
سالو پرسر را خور کړی هم یی شال راغاړه و ځي.

ښاما ر د تورو زلفو چې په مخ دسپوږمۍ خور شي.
په ما راوړي پیچ وتاب زلفې په ټا ل را غا ړه و ځي.

کرشمه ده، مکیزونه دی، خیا لونه یی تصویر کړي.
شبخون کوي، خیا لونو کې و صا ل را غا ړه وځي.

وصا ل ته یی په لو یه لا ر کې زه لیوا له ناست یم.
معبر کې غا ړ ه را کړي ښه لیوا ل را غا ړه و ځي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیوال

Aid Mohammad Lewal

 

==============================
الله هو شه الله هو!
للې للو للې للو للې للو
تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دی
هغه ډک دې د مصرو
الله هو شه الله هو
په دې لار مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دې
لکه ګوډی د اوړو

يا دا چې:

الله هو شه الله هو!
للې للو للې للو للې للو
زما جانان داسې اوده دې لکه پنډ د پتاسو الله هو شه الله هو
زما ګران داسې اوده دې لکه ګل په نندارو الله هو شه الله هو
په کوزه چنه مه راځئ، په بره چنه وروو الله هو شه الله هو
پشې شه پيشو، په دې لار مه راځئ غلو الله هو شه الله هو
هلته يو دبلې دی ، هغه ډک د اشرفو الله هو شه الله هو
بچې مې داسې اوده دې، لکه ګوډې د مصرو الله هو شه الله هو
للې للو للې للو للې للو، قورې پشې شه پيشو

يا دا چې:

الله هو تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دې. هغه ډک دې د مصرو
الله هو تاسو مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دی. لکه ګل په نندارو
الله هو تاسو مه راځئ غلو
په کوزه چنه مه راځئ، په بره چنه رو
هلته يو دبلې دې. هغه ډک دې د روپــــــــــو
الله هو. پشې شه پيشو. دلې مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دی لکه ګــــــــوډې د مصـــــــرو

يا دا چې:

الله هو شه الله هو زما جانانه الله هو
يوه زرې دې ده مور پلار دې نيشته دې په کور
نه مې مور شته نه خور هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو
ته اوده شه زما ځان مور دې ستا نه شه قربان
ټول کارونه مې دي وران شپه او ورځ مې ده په ځان
الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو

يا دا چې:

پلار دې تلې دې په جنګ ښه تيره توره تر څنګ
سر به ورکاندې په ننګ په وطن راغلې فېرنګ
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
پلار دې تلې په غزا دښمنان به کړي فنا
نوم به پرېږدي په دنيا نن به راشي يا سبا
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
الله هو
تربوران راته په څو ټول وطن شو راته بو
د زړګي نه مې ځي نو خدائ دې ګډګړي په دوي لو
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو

Ghulam Rabbani Fayaz

 

ناز او نیاز
خدایږو څه د سترګو جنګ و مازدیګر

چې آشنا مې ناست تر څنګ و مازدیګر

غماز نه وو، رقیب نه وو، اغیار نه وو

د سرو سپینو شرنګ و پرنګ و مازدیګر

بی غمی وه، خوشحالی وه، نازو نیاز وو

لری شوی د زړو زنګ و مازدیګر

د سرطان ۱۱ - ۱۳۳۴

شاعر : شهید امان الله سیلاب ساپي

Amanullah Sylab

سترګو، نظر، تیر اؤ کمان پرې کړې
د زړه قطرې راله یزدان پرې کړې

د معصومانو ارمانونو سلګۍ
وخت کربلا مې په میدان پرې کړې

سیرې ګریوان ووم لیونی د مینې
تا مې ريخې د تار ګرېوان پرې کړې

سنګارول مې د ژوندون مخونه
وخت راله شونډې په پېزوان پرې کړې

خاموشه څه به کړې ګیلې له بخته
ژبې له مونږه چه آسمان پرې کړې

خاموشه

Hafiz Amin Khamoosh

نفســـــــــــونه شــــول غــــــالب، ددې غــمـــه ژړیـــږم

بې کاره بې تعلیمــــــــه را ته پاتــــــې خپل اولاد شو

پښتــــون غــــــریب بربــــاد شـــو

نفســـونه مخالـــــف شول، خیالونه مختلف شــــــول

د کــــور بغض او حســـــد موږ لــــــــره نه دی مناسب

نفســـــونه شــــــول غـــــــــالـــــــب

هر څـوک گټه د ځان کړي، وطن به څوک ودان کړی

د قــــــوم مینـــــه د زړنو نه بهــــــر شوه ښــــــه پوهیږم

لــــــــه دې غــمــــــــه ژړیــــــــــــــږم

ملک صاحب دی جوړ وي، په گیډه دې دی موړ وي

د خــــوار او دغـــــــریب پوښتنه نشته څه فســـــاد شو

پښتــــون غــــــریب برباد شــــــــــو

سید په خپل سیادت، د ځان غـــــــــواړي عزت ړ وي

قســـم دی مــا ونه لید د وطــــن د خیـــــــر طـــــــــــالب

نفســــــونه شــــــول غـــــــــــــــــالب

څوک میا او څــوک مــلا شول، د کسب نه ټپرا شول

وایې کسب وکمـــــــال څه کړم شکرانو باندې مړیږم

لــــــــه دې غــمـــــــــه ژړیــــــــــــــږم

نه ننگ شته نه غیرت شته، نه خاورې ته خدمت شته

نن وگـــــــوره دنیا ته هـــــــــر ملت ســـر په مـــــراد شـــــو

پښتــــون غــــــریب برباد شــــــــــو

گـــوندي او عـــــــداوت، په مــــــوږ کـــې شو عـــادت

دوستــي او شفقت په پښتنـــــو کــــــــــې شــــوغــایب

نفســـــونه شــــــــول غـــــــــالـــــــب

څوک وایې چې ره خان یم ، معـــروف په کل جهان یم

هستي دولت مـــې ډیر دي په خدمت باندې شرمیږم

لــــــــه دې غـــــمــــــــه ژړیــــــــــــــږم

دا خــــان نه دی خاین دی، په خپل ځــان چې مین دی

هیڅ غم د وطن نه خوریي چې یو ځـــل یې نس آباد شو

پښتــــون غــــــریب بـــرباد شــــــــــو

که حـــــق وایم ویریږم، کــــه نه یې وایـــــــــــــم پړسیږم

د ځیـــــنو کارکنانو کاروي وړ د تعــــــــــــــــــــــــــــــجب

نفســـــونه شــــــــــول غـــــــــالـــــــب

په ځای د عـــــدالت ، مــــــــاولیــــــــــد تجـــــــــــــــارت

له غمه شــــم ترور له یو نیم مامـــــــــور نه چې خبریږم

لــــــــه دې غــــــمــــــــه ژړیــــــــــــــږم

خـــاونده موږ اصــلا کړې، دنیا کــــــــې سر بالا کړې

ډیر غله د خپل کاله دي هـــــــر سړی مــــل د فساد شو

پښتــــون غـــــریب بـــرباد شــــــــــو

پښتــــــــونه وروره واوره، نیکــــونـــــو نه دا خــــــاوره

ده مــــــوږ ته سپـــارل شـــــــوې بې ــــــافل به څه سبب

نفســـــونه شـــــــــول غـــــــــالـــــــب

ددې خـــــاورې خـــــدمت ، کــــویً په صداقــــــــــــــت

د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکــــــــــــــــو شرمیږم

لــــــــه دې غــــــمـــــه ژړیــــــــــــــږم

ریښتیا ریښتیا به وایـــــم، چې څـــــو په دې دنیا یم

مجبور دی ملنگ جان له ډیره غمـــــه په فــــریاد شو

پښتــــون غـــریب بـــرباد شــــــــــو

National Poet Malang Jan

Sender : Shah Stanakzai

Guzraan

Da sro skarwato pa bestar me Guzraan charta kegi,
Zama da barkhe pa orono Baaran charta kegi.

Sta mohabbat ke tar lamana me shledale grewan,
Pa ma da khalqo os da rogho Gumaan charta kegi.

Nan me pa laas warla da zra pa weno gul jorawo,
Janan wayal daa da nakreezo pa Shan charta kegi.

Za bad-qismata pa ghamono ke jwandon terawom,
Da zra pa lalma me da mene Gulaan charta kegi.

Da khkolo ishq ke me zwani ao khani dwara baile,
Waya raqeeba tana dagha Tawan charta kegi.

Zargia ma wena khoboona da sangal da janan,
Lewanay kega ma da zmake Asmaan charta kegi.

KHIYALA da de daor pemakho ke wafa charta da,
Pa butkhaano ao pa mandar ke Azaan charta kegi.

 

 

 

Noorullah Khan Miani

 

Yo So Khabre Me Pa Zra Bande Geele Paate Shwe,
Da Hijran Okhke Me Pa Makh Bande Sare Paate Shwe.

Sta Pa Mahal Ke Chiraghuna Da Didan Baleegi,
Zama Jungara Ke Divey Da Wisal Mrhe Paate Shwe.

Ma Ve Za Sta Yam Ta Zama Ye Tar Lahada Pore,
Da Da Qismat Likale Shave Faisale Paate Shwe

Noorullah Khan Miani

 

 

څومره سپوږمۍ باندې د لمر نظروي
هومره زما په خپــل دلبــر نظر وي

دا چې اسمان ورباندې ښکلی ښکاري
په هر یوه ستوري د سحر نظر وي

ما يې په غاړه خپل ژوندون لېدلی
ځکه همېش مې په ګودر نظر وي

چې مو د مينې ژوند ته سا ورکوي
خود به زما په مازديګر نظر وي

دا زموږ زړونه يې طاقت نه لري
د ښکولو څومره جادوګر نظروي

شاعر:عبدالله شاه ژوندون

Sender: Allahmohammad Otmanzai

 

 

Che sana waye dah yar pah sar dah jabay
Der prewati di pah lwarr qamar da jabay
Da gabin jaba pah shundo kra ra tera
Tote zruna krri ra ghund shakra da jabe
Zah ba sah waym dah jabe la honara
Mum la uspane kri jorr honar dah jabe
Dah khobano pah mehfal k ba ye mume
Pah dokan dah zaro nishta zr da jabe
Che dah haq o sadaqat chaghar krri jaba
Zrghonegi be misal samar samar dah jabe
Narai mla me che Qamar pah shan narai shwa
Jaravi me pah hr dm khatar dah jabe
Rehbari ye pah osaf k sakhawt kri
Tr qyamata v jari langr dah jabe
Pah so wara de kaba kra rranga panga
Pah niyam k tal sata khanjr dah jabe
Dah guftar pah tar de oganda byan khpal
Pehra dar nast di ;khaki;
Pah wr dah jabe

Sufi shayer noor aslam khaki

Tofan Mahsod

 

دپتنګ میـــنه
دریـبارپـه خوله سـلام ،مې په کارنــــه دی
دزړه مـینه راتـه راکړه،چــې ملنــګ شـــم
مـادمـینې پـــه ګلشن کې، یـــووارپـریــږده
چې ځان ورک کړم،لیونی لکه پتنګ شــــم
هـریــوګل بــــه دآشناپـه مـینه، بــوی کــړم
چې رسوازه دهرګل ،په تهمت رنګ شــــم
تـورې سترګې دی،نظرپه خوږزړه نه شی
ستـادستـرګـونـه لـــوګی،لکـــه دبنــګ شـــم
خپل ګلشن کې چې خپلواک،زه قدم کیــږدم
دلـیلا پــه نـرۍ غــاړه، کــې لـــونـــګ شــم
شیـره څومره بخــــتور،بـه هـــغه ورځ وی
چې نړی کې زه هرسیال سره هم څنګ شم

Sher Jan

 

دچا مخ ته د چا مخ دے د چا درد ته د چا شاه
څوک په مینه کښی ملنګ دے څوک په مینه کښی بادشاه

د چا نیمه دچا درسته دچا لږه د چا ډیره
د چا زر کاله ژوندون او دچا نیمه ګهړئ ساه

د یو موره دي پیدا کړل یو دي خوار او بل دي موړ که
څنګ بنده نه انصاف غواړي ستا پخپله انصاف دا

په منطق دي نه پوهیږم فلسفے ته دي حیران یم
په رموز دي نه رسیږم هر اټکل مي ځی خطا

یوسفزیه سر پري مه خوره یار د خپل زړګی بادشاه دے
وائ کن شه فیکون شی نارواه هم شی روا
Saidrasul Shah
سیدرسول یوسفزي امارات

 

دَ حالاتو په لوستلو کښې خراب شم
ِدَجامو نو په نوشلو کښې خراب شم

زۀ په هر خزان کښې کلکه توبه او کړم
ولې بيا په وخت دَ ګلو کښې خراب شم

که مې سپے بولې رقيبه بند مې نه کړې
هسې نه چې په تړلو کښې خراب شم

ستا دَ زلفو سودائي يمه زۀ داسې
دَ سپوږمۍ په راختلو کښې خراب شم

دَ ګريوان په شليدلو کښې لګ خه وم
دَ ګريوان په راګنډلو کښي خرا ب شم

زۀ خيبر خو خبر لوڅ دَ زمانې يم
خو اشنا ته په وئيلو کښې خراب شم

-------- خيبر آفريدي

 

Khabara daa na wa chey na pohedoo
khabara daa wa chey dair kha pohedoo

shadal badal saada mayan lalia
moonga da meeney pa her sa pohedoo

da sthargo sath key thaqazey da meeney
stha da nazar pa her kaatha pohedoo

sparlia stha la perzawano zaar sham
gul mo parhar key tukeda pohedoo

khkaree narey shuwey jourh da zrhoono pardey
pa toll razoono ye da zrha pohedoo

sum da makhama darwazey poorey she
saadar da weyarey khuwareda pohedoo

thakal ba deir wo kho wazarey na wey
sook alwatha sook prewaatha pohedoo

laar da sahar ba qafelo tha khaayoo
pa allamo da juwandaana pohedoo

joondh raa tha sa sa krha daaley wasifa
ka wo khuwaga ka wo thraakha pohedoo

Wasifullah Khan Daudzai

 

مالہ د ٹول عمر ارمان راکہ
مالہ یو خکلے شان مکان راکہ

چی تصورمی ورتہ ھم نہ رسی
رالہ یو داسی گلستان راکہ

ھر زڑگی کی مینہ مینہ غواڑم
ربہ ھمت د کل جھان راکہ

چی پرھارونہ مو د زڑہ ٹکور کڑی
مونگہ لہ داسی طبیبان راکہ

دخیال دنیا چی پری اٰبادہ کڑمہ
بس رالہ دا ساز و سامان راکہ

لکہ اٰئنہ شی پکی ھرسہ خکاری
ما سیار لہ دغہ سی گریوان راکہ

سیار صوابی وال

Amir Siar

 


زه د شمعې د رڼا په کور کې ناست یم
د یار مخ ته په بل سوي اور کې ناست یم

یوه شیبه مې له فریاده خالي نه شوه
لکه چیغه د خپل زړه په شور کې ناست یم

څه نا ځوانه زمانه را نه رخصت شوه
زه ژوندی د دوی له لاسه ګور کې ناست یم

له طور ځار شم چې یې غږ را باندې وکړ
زه هم سوی د جانان په تور کې ناست یم

ته ځلانده په دې غم کې تنها نه یې
زه پرهر ستا د دردونو زور کې ناست یم

Zaland Nikyar


بېرته شاته