(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د کابل د سین بتکه انجلۍ
په سپین پړونې کې ناسته افغان میرمن څومره بهادره ښکاریده، چې نه خو یې له هغه وسله په لاس خلکو ویره کیده، او نه یې د دغه خلکو نه د مدد او یا ژوند بخښنې غوښتنه وکړه.
دا د کابل د سیند بتکه جینۍ اوس دومره زوروره شوه، چې وړاندې له سړکه هم په خپله نه شوه اوړیدی، اوس دا وینې چې یو شمیر سړي یې ګیر چاپیره ولاړ دي، او په دې یې یو داسې تور هم لګولی ، چې ګنې وژنه یې لازم ده، او دا هم لازم ده، چې د دومره خلکو مخکې یې وژني، او بیا یې ویډیو هم جوړیږي، چې وښیې نن یو سړي څنګ خپل غیرت وښودلو. ایا د دومره خلکو راټولیدل هم ضروري وو، لکه په لوی اختر کې چې د ګډو او بزو قرباني کولو ته ماشومان او لویان ولاړ وي.
د کابل د سیند بتکه اوس دومره زوروره شوې ده، چې په پنځه ویشت کلنۍ کې په خیبر کې وسلوالو او سخت دریزو ته په لاره کې د فریدې اپریدۍ په شکل کې ولاړه ده، او په پروان کې هم خپل مرګ ښه په نره ویني خو هیڅ نه وایې.
یار بهادر راکه که همت نه راکوې
ورور غیرتي راکه که غیرت نه راکوې
که د مذهب او ټولنې د روایاتو په نامه پښتنه وژنۍ نو اې بهادره یاره او غیرتي وروره دا ضروري ده، چې د خلکو مخکې مې ووژنې؟
ًمرګ مې قبول دی ، بدنامي نه قبلولومهً.
ستا د دغه غیرت لپاره څومره وینه زما تویه شوه، چې زه کله دا سوچ کوم ایا زما څه عزت هم شته او که نه.
که ستا د غیرت شمله لوړیږي
زما د عمر ډیوه ووژنه مینه
په یوه خبره خفه هم یم او خوشحاله هم، زه خو دې ووژلم، مرګ مې قبول دی، خو حیرانه یم چې زه به څومره لویه خطره تاته ښکاریدم ځکه دې راباندې په خیبر او پروان کې ډزې وکړې.
په جرمني ټوپک مې وله
خو په زخمي زړګي مې مه وهه لاسونه