ډېورنډ، منونکې که ماتېدونکې کرښه
د افغان ملت پر وجود پرته خيالي كرښه، هغه مسله ده، چې د سيمې او ان نړۍ په كچه د سياستونو محور ګرځېدلې او له اره را منځته شوې هم د همدې خود غرضو سياستونو لپاره ده.
پر ډېورنډ تپل شوې كرښې څه باندې سل كلونه اوړي؛ خو لا هم دغه كرښه له غوڅ اكثريت افغانانو نه ده هېره. كه څه هم په تېر سل كلن بهير كې د سيمې حكومتونو د ډېورنډ په اړه خپل ځانګړي سياستونه درلودل او لوبولې يې هم دي؛ خو يو هم پر دې ونه توانېد، چې دغه خيالي كرښه دې په رسمي ډول د پولې دواړو خواو ته پر پرتو قومونو باندې ومني.
هغه قومونه چې تر خپل منځ، د ژبې كلتور او وينې رشتې لري او د ډېورنډ منل ورته د موچ په كونه د ډبېلى منډل ښكاري، د وخت په تنور كې د نړۍ د دوزخي لمبو ښكار ته پاتې دي.
د ځينو تاريخي شواهدو له مخې دغه توره كرښه د كاغذ پر مخ هېڅ كوم رسمي شتون نه لري او يوازې يوه خيالي كرښه ده؛ خو د وخت په تېرېدو سره د پرنګيانو د لاسوهنو په وسيله د هغوى د اجڼټانو لخوا لا وغزېده او لا تر اوسه له لانجو ډكه پاتې ده.
له پسرلي مجلې سره په مركه كې افغان تاريخ پوه ښاغلي غلام محمد زرملوال د يوې پوښتنې په ځواب كې، چې ډېورنډ كرښه يانې څه ؟ ويلي دي.
(( امير عبدالرحمن خان چې واقعا زړور او له حالاتو باخبره پاچا وو، د ۱۸۹۰ز، كلونو په اوږدو كې د ګڼ شمېر بغاوتونو په ځپلو لګيا و. د كلونياليزم پر خلاف يې مقاومت هڅاوه او ملاتړ يې كاوه، له همدې كبله و، چې مورټايمر ډيورنډ، ډيورنډ لاين، چې نه پر ځمكه او نه پر كاغذ ياني نه په ډيفكټو او نه ډيجور بڼه وجود لري، يوازې يوه خيالي او سايكلوژي كرښه ده، چې په يو اړخيزه توګه پر امير تحميل شوه. (پاكستان مصنوعي هيواد دى، زرملوا غلام محمد، پسرلى ۲۵مه او ۲۶مه ګڼه)).
تېر شاليد ته په كتو سره، دا ښه جوتېږي، چې رښتيا هم د ډيورنډ لاين په اړه كوم رسمي او منل شوى كاغذ له اغيار (پاكستان) سره نشته او كه واى نو ټوله دنيا به يې له ډنډورو ډكه كړې واى.
يوه خبره، چې د ډيورنډ له را منځته كېدو ان تر نن ورځې پورې د تعجب وړ ده، هغه دا چې څنګه دغه كرښه سره له دې چې په نړيواله سطح كوم رسمي تمديد نه لري لا تر اوسه د افغان وجود پر منځ پرته ده.
ښه به و ي چې د دې خبرې په سپيناوي، ژور نظر تېر كړو.
پاكستان:
پاكستان، چې پر ۱۹۴۷ز، د سيمې په كچه د څو هېوادونو د وجود غړي پرې شول او په پايله كې د پرنګيانو په واسطه دغه هيواد د نړى نقشې ته راوستل شو؛ نو اوس دغه ماشوم هيواد ځان مجبور ګڼي چې د خپلې بقا لپاره د سيمې په هيوادونو كې په يو ډول نه يو ډول لاسوهنې وكړي.
پنجابيان په يو پاكستاني چوكاټ كې د ژوند تېرولو په موخه، لكه اوبو اخيستي هر بوټي ته لاس اچوي؛ نو تر ډېره يې د خپلې سيالۍ ميدان افغانستان او هند ټاكلي، چې وخت ناوخت له دغو دواړو هېوادونو سره ښكر په ښكر كېږي.
پاكستان د خپلو سياستونو د پلى كولو لپاره له ګڼو قواوو څخه كار اخلي. د اسلام دين، د نړيوالو پيسې، اټومي ځواك او داسې نور په لسګونه قووتونه دي، چې پاكستان د خپل پايښت لپاره ناوړه ګټه ځنې پورته كوي.
اسلام:
د اسلام دين هغه ځواك دى، چې پاكستان د جوړېدو له مهاله تر ننه پورې د خپلو خاينانه سياستونو لپاره كارولى او په هند او افغانستان كې ډېرى وخت د اسلام تر نامه لاندې ډنډورې غږوي او په دغو هېوادونو كې ګوښه شوي، مذهبي كړۍ هم هر وخت و رسره تېر وتلي دي.
له افغانستان سره د ډيورنډ او له هندوستان سره د كشمير خبرې هغه مسلې دي، چې پاكستان تل غواړي په خپل كنټرول كې يې ولري او د دې لپاره چمتو دى، چې هر ډول كار ته مخه كړي، ځكه داسې يې انګېرلې ده، چې همدا دوه مسلې يې ژوند اوږدولى شي.
پاكستان د اسلام تر سيوري د خپلو مستبدانه افكارو په لېږلو توانېدلى، چې د پولې ښكته خوا د ځينو افغانانو افكار د خپل ځان په ګټه واړوي، او ورو، ورو يې د تپل شوې پولې له مسلې لرې كړي.
خو لمر په دوه ګوتو نه پټېږي او په بر وطن كې پراته افغان به هېڅكله هم د خپل وجود پرې شوې ټوټه له ياده ونه باسي.
په افغانستان كې د سره پوځ له يرغل وروسته پاكستان ته ښه چانس په لاس ورغى، چې د ډېورنډ د قانوني كېدو لپاره افكار وروزي او دغه كار هغه مهال لا ورته اسانه ښكاره شو، چې كله بر افغانان د جنګونو له امله كوزې پښتونخوا ته مهاجر شول. په دې وخت كې نو پاكستان له جهاد سره د كومك په نوم له غربي هيوادونو پيسې اخيستې او افغان مجاهدينو ته يې وركولې او تر څنګ يې د خپلو سياستونو لپاره هم پراخ كار پيل كړ.
د هجرت په كلونو كې د اوه ګونو او اته ګونو ګوندونو پر سر د پاكستاني استخباراتو سيوري تر ډېره، د ډېورنډ مسله د خلكو له ذهنونو و ايستله او دليل يې هم همدا و، چې په همدې كلونو كې د ډېورنډ د خيالي ميعاد د پوره كېدو له امله دغه كرښه همداسې پاتې شوه.
د پورتنيو خبرو پر استناد پاكستان داهڅې كړي او لا يې هم كوي، چې په يو ډول نه يو ډول ډېورنډ پوله د رسميت تر بريده ورسوي؛ خو افغان ولس وايي، چې كه شپه تياره ده؛ نو مڼې په شمار دي، كه مو اقتصاد ضعيف دى، كه بې تعليمه يوو؛ خو پر دې لا پوهېږو، چې زمونږ د هېواد د ابادۍ او سوكالۍ يوه لار شته او هغه هم د ډېورنډ كرښې له منځه وړل دي.
د كرښې له پيله افغان دولتونو هم په پوره ايماندارۍ د دغې كرښې د له منځه وړلو او يا منلو په خاطر كوم پرېكنده سياست نه دى لوبولى او كه ځينو لوبولى هم وي؛ د پردې تر شا پټ پاتې شوى دى.
افغان حكومتونه او ډېورنډ كرښه:
ځينې خلك دې ته خوشاله وي، چې افغان حكومتونو په دې سل كلن مزل كې لا هم ډېورنډ كرښه په رسمي ډول نه ده پېژندلې؛ خو هغه ګيله چې افغانان يې له ټولو افغان حكومتونو لري هغه دا ده، چې ولې يې تر اوسه دا كرښه له منځه نه ده وړې، يا يې لږ تر لږه داسې هڅې ولې ورته نه دي كړي، چې افغانانو ته رڼې وبرېښي.
له هماغه لومړۍ ورځې تر نن پورې د ډېورنډ په اړه دغو حكومتونو كوم ځانګړى سياست نه دى لوبولى او كه يې لوبولى هم دى؛ نو په نړيواله سطح يې نه دى مطرح كړى.
سره له دې چې په وار، وار داسې موقع افغان حكومتونو ته په لاس ورغلې، چې د ډېورنډ تپل شوې كرښې په اړه پرېكنده تصميم ونيسي؛ خو بيا هم دغه مسله همداسې پاتې شوې او تر نن ورځې پرې په غير قانوني ډول پاكستان خېټه اچولې ده.
د خپلواكۍ له جګړې وروسته تر ټولو ښه ضمينه برابره وه، چې دغه كرښه دې له منځه لاړه شي. د انګرېزانو پر ضد په افغان جهاد كې ستره ونډه همدغو قبايل ميشتو افغانانو درلوده، چې نن د اى ايس اى تر ولكې لاندې دي او ورځ تر بلې يې د لوى افغانستان افكار ور وژني. له هغه را وروسته د روسانو د اشغال پر مهال هم افغانانو ته ښه زمينه پر لاس ورغلې وه، چې د دغې كرښې په اړه تصميم ونيسي.
په اوسنيو حالاتو كې هم يو ځل بيا افغانانو ته ښه زمينه برابره شوې، چې د دغې پولې په اړه تصميم ونيسي. له يوې خوا مو عامه اذهان تر ډېره دې ته برابر شوي، چې دا كرښه له منځه لاړه شي او له بلې خوا ټوله نړۍ راته په كور ناسته ده او اوس نو زمونږ د حكومت او مشرانو نبوغ پورې اړه لري، چې څومره له دغې موقع څخه ګټه پورته كولى شي. كه نن دغه مسله په نړيواله سطح مطرح نشي؛ نو سبا ته يې رامنځ ته كول، ډېر ګران تماميداى شي.
يادونه: (دا ليکنه په پسرلي مجله کې هم خپره شوې)