(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اختر
مبارک د شه جانانه دا اختر
خدائ د راولی وختونه بختور
په دنیا د خوشحالی او امن راشی
د پښتون کور د اباد شی لر و بر
د پښتون وطن جنت په دنیا ښکلې
کاڼی بوټی ئی لعلونه او سرۀ زر
که یو ځلې خپلواکی دپښتون را شی
په جهان به ځان ښکاری کړی لکه نمر
د فیروز د زړۀ ارمان د خدائ پوره کړی
بس چه امن شی نصیب د هر بشر
Feroz Khan Afridi, Qatar Doha
بېرته شاته |