دپښتو ژبي ځيني ليكوالان
کويټه: څه موده مخكي مي د ځينو رسنيو له لاري د جهاني صيب يو د جهاد خبرتيا وكتل چي((د قومي اختلاف پالوونكو پر ضد جهاد وكړئ))
دغه وړانديز د لوى قندهار په انارګل دوديزه مشاعره كي جهاني صيب پر هيواد والو او خاصتاً د قندهار پر اوسېدونكو ږغ وكړ.
چي په لوى قندهار كي د ځينو بهرنى څارګرو ادارو لخوا ځيني پښتانه غلامان د پښتون قوم د تباهۍ لپاره يي قومي اتحادونه جوړ كړي چي عام ولس د پښتون قام د يووالي پر ځاى و نفاق ته راښكيل كړي جهاد وكړى!
چي ددغو غلامانو او هم يي د بادارانو د سيسي شنډي شي.
دغه راپور چي مي ولوست په جنوبي پښتونخوا كي مي يوه غونډه په ياد راغله چي زه هم په دغه غونډه كي شامل وم.
دهغي غونډي موضوع تر يو وخته خپل پر حالت روانه وه خو د وخت پر تيريدو د قندهار د قومي اتحادونو رنګه پر قومي واكمنۍ او سياسي بڼه واوښته چي هغه غونډه يي څه بي خونده كړه.
يوزاي دا غونډه نه ښيم ،داسي ډيري غونډي د ځينو ليكوالانو لخوا يو او بل طرف ته كله نا كله اوړي .په هغه وخت كي مي دا تصميم ونيوى چي زه به څه ليكم ،خو وخت ياري راسره ونه كړه كله چي مي د جهاني صيب خبرتيا وكتل نو بيامي دغه هوډ وكړ چي زه خپلو پښتنو ورونو ته دا وړانديز وكړم چي دغه قومي ،سيميز او
سياسي طرف ګنۍ پر ځاى كه چيري د خپل قوم د يووالي ږغ اوچت كړو دا به د پښتون قام د پايښت او خپلواكۍ سبب سي.
زه خپله يو ليكوال نه يم بلكي د پښتو ژبي د خدمت او د پښتون (افغان) قام د يو ځاى كولو ارمان لرم او دهر هغه پښتون (افغان) سره د زړه له كومي مينه او اخلاص لرم چي د پښتو ژبي اود پښتون(افغان) قام د يووالي او د لوى افغان هيواد دجوړولو په هيله وي.
او هرافغان چي د دغوپورتنيو هدفونو په رڼا كي مشاعري، سمينارونه او غونډي جوړوي او خپل شخصي هدف په كښي نه لري ، د قام او وطن هدف يي وي نو هر افغان (پښتون) ليكوال ته په كار ده چي د دغسي اشخاصو ستاينه وكړي اود هغو د خدمتونوپه هكله خپلي ليكني وكړي،چي نورپښتانه(افغانان)د دغو اشخاصو
د خدمتونوڅخه خبرسي او يو رويه پكښي د وطن ، قام او ژبي سره پيدا سي.
چي موضوع راڅه اوږده نه سي بايد موضوع رالنډه كړم او خپل اصلي ټكي ته راسم او دا بايد تاسي ته ووايم
:چي زما عمر ډير كم دى او تجربه نه لرم مګر شكر باسم چي مجلو ، كتابونو ، جريدو او ورځپاڼو د لوستلو څخه به خبريدم چي د پښتو ژبي لپاره غونډي ، مشاعري د نړۍ په مختلفو ځايونو كي جوړي سوي دي . ډيربه ورته خوشحاله سوم اوپه ډيره خوشحالۍ سره به مي لوستله او دامي ارمان ؤ. چي هغه ورځ به كله وي چي زه هم په داسي محفلونو كي چي د وطن ، قام او ژبي لپاره وي كښينم او يا څه ووايم.
دا آرمان مي په كال ( ٢٠١٠) د ( جولای-۲۰) د مياشتي د ېكشنبي په ورځ په كوئټه كي د غازي عبدالله خان اڅكزي لمانځ غونډه وه پوره سو . د دغي ورځي لپاره ماته هم د كوربه له خوا خبر راكړل سوى وو. چي تاسي به زموږ سره په دغه غونډه كي ګډون كوئ او د غازي عبدالله خان اڅكزيي پر مبارزي به خپله وينا هم كوئ.
ما ورته ښه وويل او ډير بي اندازي خوشحاله سوم.
تر څو چي ودغي غونډي ته ورتلم.كله چي دملګروسره ورغلم دافغانستان د كوئټي د قونسلګرى جنرل قونسل
محمد داود محسني صاحب هم راغلى وو . چي نور هم خوشحاله سوم ځكه محسني صاحب زموږ ډير نږدي ملګرى او استاد وو . او په كراچي كي د افغان قونسلګرى د فرهنګي چارو اتيشه او د پښتو ژبي تكړه ليكواله او آديبه پروين ملال خور هم راغلي وه . او نور ليكوالان او شاعران د همدغه جنوبي پښتونخوا او يو ګڼ شمير د شمالي پښتونخوا ( خيبرپښتونخوا) څخه هم راغلي وه.
او يو زيات شمير ژورناليستانو هم په دي سمينار كي شركت ( ګډون ) درلود.
ددې پروګرام د كوربه له خوا يو تعداد ليكوالانو او محترم قونسل صاحب ، پروين ملال خور و سټيج ته راوبلل سوه او ماته هم د سټيج بلنه راكړل سوه.
كله چي پروګرام شروع شو هر ېوه خپله وينا كوله او پر ستر غازي او ستر شهيد عبدالله خان اڅكزيي باندي ږغيدل.
مګر په دغه وخت كي چي زما لومړى ځل وه زه ډير وارخطا او تر سام لاندي وم . ېوه سخته ويره مي په زړه كي پيدا سوه او په همدغه حالت كي ماته د وينا بلنه راكړل سوه.
ما خپل پر وينا شروع وكړه . د وينا په منځ كي مي د افغانانو پر ځاى د كابليانو كليمه يو ځل استعمال كړه ، پروين ملال خور چي پر سټيج ناسته وه ږغ يي راباندي وكړ چي كابليان ته افغانان وايه.
كله چي زماد وينا اخره سوه زه د موضوع څخه ووتم ، ځكه زه په ډپلوماتيكي اصلو خبر نه وم او نه د يو داسي غونډې د اصولو سره بلد وم . نو ما خپل خبري د ايران پر ضد چي زموږ د افغان كډوالو سره يي ډير سخت ظلم شروع كړى و وكړې او دپاكستان صفت مي وكړ چي زموږ افغان كډوالو سره ښه چال چلند كوي. كله چي زما وينا خلاصه سوه پروين ملال خور خپله وينا شروع كړه لومړى ځل پر مايي انتقاد وكړ زه يي ډيرمايوسه كړم كله چي دپروين ملال خور وينا خلاصه سوه ، زه بيرته د دوهم ځل لپاره مايكر فون ته ورغلم
او د خپل خبري دفاع مي وكړه چي دا زما دپاره د پروين ملال خور په مقابل كي د شرم وړ كار وو او زه ددې څخه ډيره بخښنه غواړم.
چي ما دا دشرم كار ددې په مقابل كي وكړ . كله چي پروګرام اوږديدى هر ليكوال او اديب خبري كولي موضوع بل طرف ته ولاړه .د كوئټي پر ښار د پښتو قبيلو د واكمنۍ او ميراث خبري شروع شوې.
يوه ويل چي كوئټه زموږ پلرنۍ ميراث دى بل ويل زموږ پلرنۍ ميراث دى. هغه شخصيتونو او ليكوالانو دا خبري كولې چي د احترام وړ خلك وه او په ډير ښه نومونو او تخلصونو سمبال خلك دي.
ددې څخه وروسته په سياسي او تنظمي طرف ځنۍ وواښته . هغه خپل بي آدبه كار راڅخه هير سو . په دې فكر كي سوم چي زه خو نه ليكوال وم او نه كوم تجربه كار وم او نه مي داسي پروګرامونه ليدلي او نه مي وينا پكښي كړي دي او نه په كوم اصلو (قوانينو) د ملكونو او نه غونډو خبر وم چي ما داخبري وكړي.
دا زما ورونه خو په هرڅه خبر دي ولي داسي كار كوي چي هغه د پښتون قام د نفاق او بدبختۍ سبب ګرځي . او ياداسي محفلونه په قبيلوي سياسي او تنظمي برخو ويشي . زموږ هدف د پښتون قام د يووالي ، وطن جوړوني او پښتو ژبي ته خدمت دى.او د خپل پخواني ملي مشرانو د پاليسوپه رڼا كي دندي سرته رسول دي.
نو په ډير افسوس سره دا وايم چي زموږ افغان قام د تاريخ په اوږدو كي يوار ګُرګين د قبيلو په لومه كي ښكيل كړي وو ،چي بيا ميرويس خان نيكه ددې بلا څخه نجات وركړ.
اوس بيا دادى تاسي يي وينى چي چاپه دې بلا اخته كړى او دلته موږاوتاسي هغه سياسي او ادبي ځوانان ځانو ته وايو هغه هم داننګه كوو ، يو بي تعليمه شخص خو وختي لا دې خبري ته جوړ دى.
چي موږ او تاسي هم زور پر كښيږدو او دښمن خو دا ورځ د خدايه غواړي چي پښتانه څنګه تباه كيږي تر هغه يي لا زيات تباه كړي.
او بل سياسي يا تنظمي نظريي ، ستاسي نظريي خپل پر ځاى د منلو وړ دي مګر په داسي محفلونو كي سياسي يا تنظمي خبري هيڅ اړخ نه لګوي . دلته بايد ديووالي او د خدمت خبري وكړو چي ځوان نسل تشويق سي او دښمن ته ديووالي زور ور وښيوچي موږپښتانه كه دهري قبيلي يُواو ياهم دهري سياسي نظريي خاوند يُو، بيا هم د پښتون قام د ننګ پر ځاى يو يو.
نو د خوشحال بابا په دغه شعر يي پاى ته رسوم د توجو په هيله.
(( زه خوشال توره په لاس كفن په غاړه به را پاڅم
كه خبر سومه په دې چي پښتون د چا غلام سو))