د سوات په سندرې بيا د سزا حکم
نورالبشر نويد
اخر د پښتو په سندره دا دومره تشدد ولې؟!
دا سندره لېونۍ ده که دا خلک
دا دې د سوات په سندرې باندې بيا د سزا حکم وشو، د سوات د ضلعې پوليسو افسر لخوا په يوې خصوصي دولتي غونډه کې فېصله وشوه چې د سوات هنرمندان به ميوزيکل یا د موسیقۍ نندارې نه کوي. ځان ته دې بل څه روزګار پېدا کړي!
دا د يو څو کرښو د غټو دولتي لفظونو حکم نامه ده، خو په ځان کې د پښتو د سندرې په ضد په ټوله پښتونخوا او باالخصوص په سوات کې د طالبانو حکمونه تکراروي او ما ته په پېښور ډبګرۍ کې د مذهبي ګوندونو د اتحاديې (ايم ايم ای) له خوا د موسيقۍ خلاف کاروايي يادوي او ورسره د هغه وخت دا شعر!
يو غږ شو چې د ژوند د سندرغاړو ژبې پرېکړئ
حېران يوې سزا ته پېښور کې د ملا یو
نن زه په سوات کې د سندرې په ضد د باور دې سرکار د حکم په رڼا کې لږ د اسلام اباد او د پېښور دوه زاړه حکمونه، او د هغو حکمونو په غبرګون کې راپېدا شوى منفي حالت يادوم!
په پاکستان کې چې هره پوځي کودتا شوې ده، هر پوځي صدر قام ته په خپل اولنۍ نشرياتي پېغام کې يو شان وېنا کړې ده، چې په کې د نورو خبرو سربېره په اسلامي احکامو، اسلامي نظام زيات زور شوی.
"په سوات کې د هنرمندانو يو خاصه سیمه په بڼ ياديږى. په دغه وختونو کې ''بڼ'' د پښتو سندرې سره د فحاشۍ په تور کې لويه قرباني ورکړې ده، خو انعامونه، اعزازات او تمغې د بل چا!"
جنرل ضياء الحق ته خو د اسلامي نظام په اسره او افغانستان په جهاد کې د سرخېلۍ په رڼا کې د اميرالموٴمنين خطاب هم ورکړی شوی و.
دغه ځان ته اوږده کیسه ده، زه د پاکستان د يو مارشال صدر ايوب خان يو حکم او د هغه حکم غبرګون يادوم!
پوځي صدر ايوب خان د اسلامي قوانينو په زور کې د لاهور هيرا منډۍ (چکلې) په ضد يو حکم ور کړ، د فحاشۍ دا اډه يې بنده کړه او د پنجاب لوی جنسي صنعت يې په يو کش ختم کړ.
د هيرا منډۍ چکلي ماران، ټول جنسي دنده مار نورو لويو ښارونو، او د اوسېدونکو خلکو ترمنځ بنګلو او کورونو ته راغلل.
د ايوب خان د حکم غبرګون دا وشو چې د پاک پليت تميز ختم شو، خلکو احتجاج شروع کړ، حکومت بيا د لويو ښارونو، د اوسېدونکو د ابادیو نه بېرته دغه د جنسي دندې خلک هېرامنډۍ ته غونډول.
دغه ډول يو بل حکم د پښتونخوا د مذهبي ګوندونو اتحاديې (ايم ايم ای) په خپل حکومت کې په نشتر هال پېښور کې په سټېج پروګرامونو بندیز ولګاوه.
ډبګرۍ نه يې هنرمندان پاڅول، په موسيقۍ بندیز او مېداني پروګرامونو پابندي ولګېده.
د نشتراباد او ډبګرۍ په ضد د سرکار د حکم منفي غبرګون په نشتراۤباد پېښور کې په پښتو سي ډيز پروګرامونو کې هغه ګند راخور کړ چې پښتو ژبه، قام، او کلتور يې په شرمونو وشرماوه.
د ايم ايم ای په دور کې د دغه فحاشۍ کرونده شوې ده.
د طالبانو دړکو او حملو کې هم دغه بازار ګرم وو، اوس د پښتنو د استازی ګوند د ای اين پى(ANP) په حکومت کې هم دا دنده دوام لري.
پایله يې دا ده چې د پښتو هنرمندانو ته يې فن بدنام کړ، پښتو موسيقۍ ته يې د فحاشۍ نوم ورکړ.
د سوات په لويه شخړه کې خو يوه سندرغاړې '' شبانه'' حلاله شوې هم ده.
په سوات کې د هنرمندانو يو خاصه سیمه په بڼ ياديږى. په دغه وختونو کې ''بڼ'' د پښتو سندرې سره د فحاشۍ په تور کې لويه قرباني ورکړې ده، خو انعامونه، اعزازات او تمغې د بل چا!
د بڼ د سندرغاړو، د پښتونخوا د هنرمندانو، د پښتنو کلتور ته خو اعزاز يا تمغه څه چې تحفظ هم حاصل نه دی.
پرون طالب د مذهب په نوم سندرې ته فحاشه او ګنده ويل، نن باور دى قانون د پښتو په سندره باندې بندیز لګوي، خو پوښتنه دا ده چې په سوات کې ''راه راست'' عملیات کامياب شو، نو د پوځي ورديوالو په شتون کې په سوات کې د پښتو موسيقۍ پروګرام وشو.
"پرون طالب د مذهب په نوم سندرې ته فحاشه او ګنده ويل، نن باور دى قانون د پښتو په سندره باندې بندیز لګوي، خو پوښتنه دا ده چې په سوات کې ''راه راست'' عملیات کامياب شو، نو د پوځي ورديوالو په شتون کې په سوات کې د پښتو موسيقۍ پروګرام وشو."
اعلى بالا ورديوال شرفاء، نامتو سياسي مشران، وزيران، ، لاندې په هال کې ناست وو او د پښتو هنرمندانو ته يې لاسونه پړقول.
د پوځي عملیاتو د کاميابۍ د جشن لپاره د پښتو سندره، د پښتو سندرغاړي، او بيا په امن عامه کې د خنډ اچولو په سزا کې هم د پښتو سندره او سندرغاړي سزاوار!؟
سرکار د کلتور وزارت، څانګې، ادارې او تنخوادار نفر هم لري او په بهرنیو هېوادونو کې د کلتور د وفدونو سره هم ځي خو دلته کلتور ته فحاشي او د ټولنې ناسور هم وايي!
د سوات د پوليسو د ضلعې افسر حکمنامې ته چې د ذکر شوو احکاماتو د غبرګون په رڼا کې وګورو، او د پوليس افسر په حکم کې دا خبره راواخلو، چې د موسيقۍ سره تعلق لرونکي دې ''متبادل روزګار'' ولټوي، نو باوردى سرکار دې خپل حکم ته د نورو دولتي حکمنامو په رڼا کې وګوري، چې ''متبادل روزګار'' به څه وي!؟
کوم خلک او د هغوى دنده چې د فحاشۍ په نوم تورنه شوې، هغوى به څه روزګار کوي!؟
خلک به ورته په هر حالت کې د فحاشۍ او د هوس په عېنکو کې نه ګوري!؟
دلته خو اوازونو او سازونو سره د پخوا نه دغه چلند روان دی. خلک اوازونو او ښایستونو ته د هنر او فنکار په نظر کم او د هوس په نظر زيات ګوري.
باور دى سرکار به په بې روزګاره ، عملیاتوونو او سېلابونو ځپلي، وردۍ او پټکۍ ځپلي، ''مقبوضه سوات'' کې به د پښتو د بڼ سندرې نه نعت څنګه جوړوي او سندرغاړى ته به د بل روزګار څه لاره ورکوي!!؟؟
اوس خو به هنرمندان سندره خرڅه کړي، د ګنګرو شڼا به خرڅه کړي، چورلک به خرڅه کړي.
سرکار بابا!
چې ته ترې دا هر څه واخلې نو بيا به د ''نوي روزګار'' په نوم دا خلک څه خرڅوي!؟
په پښتنو کې خو جنسي صنعت غټه کنځله ده!
--------------------------------------------------------------------------------
دا د هنر اعتراف دی که خیرات!؟
په هر وطن کې هر رياست د هنر د خدماتو په اعتراف کې هنرمند ته تمغې، مډالونه، اېوارډونه، تعريفي سندونه ورکوي.
د ځينو بهرنیو ملکونو دغه شان اعترافاتو سره دومره رقم يا نور مراعات هم وي چې زموږ غوندې د درېمې دنيا د غريبو ملکونو هنرمند ته که د ''اعتراف هنر'' د اېوارډ سره دغه نغد رقم په لاس ورشي
نو د غريب هنرمند نيستي به غوڅه کړي، خو له بده مرغه چې څنګه د لويو ملکونو او د غريبو ملکونو په اقتصادياتو او د ژوند ژواک په وسيلو او طور طريقو کې توپير دی دغه شان زموږ د هنر او هنرمند او اېوارډونو مراعاتو په مرتبه او شکل کې هم څرګند توپير دی.
حال دا چې هنر او هنرمند که د نړۍ د هر قوم او هرې خطې سره تعلق ولري د هغوى په حېثيت کې هيڅ توپير نه وي.
په نړېواله کچه چې هر کله د ټولو ملکونو د جلا جلا قومونو هنرمندان د خپل وطن، خاورې او قوم نمایندګي کوي نو هنرمند د هنر په دغه کتار کې په يو قدوقومت او يو شکل و صورت کې ليدل کيږي.
دا بیله خبره ده چې زموږ د غريبو ملکونو هنر هم غريب دی او هنرمند هم.
البته د غريب هنر او غريب هنرمند او اۤقا او سرکار د مالدارو ملکونو سره برابر دی، چې د ټولې نړۍ د مالدارو، سرمايه دارو کميونټي خاندان، قوم قبيله، رتبه او مرتبه، تعلق او تړون يو دی.
"سرکار خو چې خلکو ته لاره، کوڅه هم پخوي نو د هغې د پاسه به د خپل نوم تختۍ ضرور لګوي."
نو بيا د ټول قوم د هنر په نمايندګۍ دا هنرمند د نړۍ د نورو هنرمندانو سره يو برابر ولې نه دی!!؟؟
د هنر او هنرمند، د اعتراف هنر په حواله زما تمهيد اوږد شو خو د ډوبو ډوبو سلګو سر اوږده ژړا وي.
دا وخت د ټول پاکستان د ټولو قومونو خصوصاً د پښتنو هنر او هنرمند دواړه د محرومۍ ښکار دي.
يو طرف ته د پښتو ثقافت، هنر او هنرمند د فحاشۍ په فتوه د طالبانو په شکنجه کې دى، بل طرف ته د غربت او بې روزګارۍ له لاسه در په در، خاورې په سر دى.
څوک له ويرې د هنر د دنيا نه لاړل او نعت خواني يې شروع کړه، د هنرمند دننه نغمه ګر پښتون په نعت کې بغېر سازه هنرمند ژوندی ساتي.
چا اوږدې اوږدې ږيرې پرېښودې، تبليغيان شول، د هنرمند دننه د ګڼو خلکو کردار په لارو کوڅو او جوماتونو کې په خلکو کې هغه کردار ژوندی ساتي چې د خلکو و.
توپير فقط دومره دی چې پرون دغې کردار ته مېک اَپ اۤرټسټ په اُستکارو ګوتو مصنوعى ږيره لګوله، اوس د هغه په مخ د تبليغ ږيره ده.
داسې اداکار په تبليغ کې هم په خلکو کې خپله اداکاري ژوندۍ ساتي، د شکسپئير په قول چې دنيا يو سټېج دی او موږ په دغه سټېج اداکاران يُو.هر څوک خپل خپل کردار ادا کوي.
هنرمند او اداکار په هر شکل هر صورت د خپلې ژبې خپل قوم نمايندګي کوي.
زموږ په پښتونخوا کې دا وخت هنر او هنرمند داسې مثال لري لکه زول او ډيوه!!
"زموږ په پښتونخوا کې دا وخت هنر او هنرمند داسې مثال لري لکه زول او ډيوه!!"
سرکار دعوه لرې چې موږ د کلتور د ساتلو لپاره هنر او هنرمند محفوظ ساتو، خو هنرمندان ترې بهر ملکونو ته خود ساخته جلاوطن کيږي، يا پنجاب او کراچۍ کې پناه اخلي، يا ترې نعت خوانان او تبليغيان جوړيږي.
د پښتونخوا حکومت د هنرمندانو، شاعرانو، اديبانو کلتور سره تعلق لرونکو لپاره د يو يو لکو روپو امداد ورکوي، خو بيا هم په ميډيا (رسنيو) کې ژړا او فرياد په کې شرط دی.
په تېر کالم کې ما د رفيق شينواري د مېرمنې احتجاج ځکه بيان کړی و د پاکستان په ميډيا هم خپره شوې وه.
نو هغې ته يو لک روپۍ کمک ورکړی شو، ورسره عبدالوهاب دستي او د پښتو ډرامو سپين ږيرى اداکار ممتاز علي شاه او نورو ته چې ټوله شمېره يي اووه نفر جوړيږي، د اطلاعاتو نشرياتو او کلتور صوبايي وزير ميان افتخار په لاس ورته د يو يو لکو روپو امداد ورکړی شو.
دا ټول هغه کسان دي چې يا يي په خپله په رسنيو کې فرياد کړی او يا د بل چا په قلم د هغوى ژړا ښکاره شوې ده.
د حکومت وېنا ده چې ته مړ شوی نه يې او زه ژړېدلی نه، خو دلته د هنرمندانو، شاعرانو د اۤرټ او کلتور ژړا هم عجيبه ده او د سرکار اعتراف هم عجيبه!!
"دا زموږ د هنر اعتراف دی که زموږ په سپينو ږيرو، او د حالاتو جبر وهلى ژوند پورې ټوکې مسخرې!!؟؟"
يعنى د دې يو لکو روپو لپاره درخواست، وير ژړا، سفارش، سياسي شناخت، او په ميډيا کې خپل فرياد لازمي دی.
بيا د دې کمک لپاره د پرنټ او الېکټرانک ميډيا کيمرې ته مخامخ کېدل هم ضروري دى، ځکه چې دا صدقه نه ده چې په پټو لاسونو به ورکولى کيږي، بلکې دا سرکاري سياسي خېرات دی.
سرکار خو چې خلکو ته لاره، کوڅه هم پخوي نو د هغې د پاسه به د خپل نوم تختۍ ضرور لګوي.
دغه شان چې د هنر په اعتراف کې شاعر اديب هنرمند سره مرسته هم کوي نو هغوى به په سپينه ږيره، ملا کې کړوپ او په رپېدلو لاسونو ځان ته دروي.
دا د هنر اعتراف دی که د سرکار خیرات په نوم د هنرمند او قلم د خاوند توهين !!؟؟
په دغه لړ کې اوس اوس يو بل بوډا سپين ږيری، د پښتو ډرامو اداکار ايچ ايم رضا اخر هم د پښتونخوا په اخبارونو کې فريادي شو خو هغه دا هم وايي چې سرکار موږ له يو يو لک روپۍ راکوي او خپلو مينه والو ته مو د خیرات ګر په ډول ښيي.
نو دا زموږ د هنر اعتراف دی که زموږ په سپينو ږيرو، او د حالاتو جبر وهلى ژوند پورې ټوکې مسخرې!!؟؟
"دا د پښتون اۤرټ او کلتور ته څټ ماتوي او که خپل ټول پښتون غرور په خپله ماتوي؟؟"
دا هغه هنرمندان دي چې په ځينو پښتو ډرامو کې يې د زړو باچاهانو، د خانانو، نوابانو کردارونه کړي دي.
اوس چې په کتار کې په څټ کې د تشکر خم سره سرکار ته ولاړ دى نو پښتون سرکار څه وايي؟؟
دا د پښتون اۤرټ او کلتور ته څټ ماتوي او که خپل ټول پښتون غرور په خپله ماتوي؟؟
ځکه چې پښتون خو پښتون دی، سرکار خو پښتون نه وي، سبا به دغه سرکاري پښتون ته هم دا خپل پښتانه هنرمندان، شاعران په خپله خوږه ژبه وايي:
راځه د خپلې خاورې د لعلونو جوارګره
بايللي د سرونو په دې لوبه کې هر چا يُو