(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ سياسي، قومي او ...

د کونړ سياسي، قومي او روحاني جوړښت او د دودنو ارزښت


لیک: شاه محمود مياخيل
د ۲۰۱۲م کال د جنوری په ۱۴نيټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال، پوهنمل غلام نبي فراهي تر مشرۍ لاندې په دغه وزارت کې يوه غونډه چې موخه يې د کونړ ولايت د اهميت په هکله د يو علمی سيمينار جوړول و، جوړه شوې وه. دغې غونډې ته چې فراهی صيب زه هم بللی وم، په کابل کې مېشتو کونړيو يو شمير ليکوالانو، پوهانو او استادانوته هم بلنه ورکړل شوې وه چې د دې مهم، تاريخي او پر محتوا سيمينار په هکله ترې مشورې واخلي او د ياد  سيمينار په جوړيدو او ورته د مقالو په ليکلوکې مرسته وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان راديو او تلويزيون رئيس تکړه ليکوال ښاغلي زرين انځور هم برخه درلوده.
دغونډې  په پايله کې اکثرو ليکوالانو ته دنده ورکړه شوه چې د کونړ د سيمي په سياسي، تاريخي، جغرافيايي، قومي اوستراتيژيک اهميت باندې د تاريخ په اوږدوکې د دغه سيمينارلپاره چې د ۲۰۱۲م کال د فرورۍ مياشتې په اخره کې د کونړ ولايت په مرکز، اسعدآباد (چغه سرای) کې به دايريږي، مقالې وليکي. په دې  لړ کې ما ته هم دنده راوسپارل شوه چې د پورته عنوان لاندې يوڅه وليکم. ما ددې مشرانو، ليکوالانو، استادانو او پوهانو په اصرار سره زړه نازړه د دوی دا غوښتنه ومنله ځکه چې د داسې مهم، علمي او څيړنيز مضمون د ليکلوپوره توان ما په ځان کې نه ليده اوهم يې  زيات وخت ته  اړتيا درلوده چې بايد پوره تحقيق او څيړڼه دکونړدسيمې  په هکله وکړم تر څو وکولای شم چې په ټولواړخونو باندې پوره رڼا واچوم. . په هر حال ما د دې مشرانوغوښتنه ومنله او دالنډه مقاله می  وليکله.
اصلي مشکل دا دی چې زمونږ د هيواد افغانستان تاريخ  د وخت د زمامدارانو د ويرې او يا ممانعت له امله د مورخينو او ليکوالانو له  خوا په سمه توګه نه دی ليکل شوی او اکثره زمونږ تاريخ په نورو ژبو ليکل شوي دی نو په دې توګه زمونږ په ملي ژبو او خاصتا په پښتو ژبه کې ډير کم معلومات  مونږ د خپل تاريخ په هکله لرو. همدا شان په مکاتبو کې مونږ هم خپل تاريخ نه دی لوستلی او يوازې مو کرونولوژي يعنې د تاريخي پيښوفهرست لوستلی دی. زمونږ تاريخ اکثره پرديو په خپلو ژبو ليکلی دي چې زمونږ د ولس زيادتره وګړي ورسره نا آشنا يا د خپل تاريخ څخه  نا خبره دي. که مونږ تيرو درې څلورو لسيزو ژوندي تاريخ ته نظر واچوو نو اوس هم مونږ دا نيمګړتيا لرو چې د خپل وخت او ماحول تاريخي پيښې پخپله نه ليکواو نور يي زمونږ په هکله ليکي . زما هيله د ټولو افغاني ليکوالانو نه دا ده چې د خپل وخت پيښې بايد پخپله وليکي ځکه چې دافغانانو برداشت د يو خارجي له برداشت نه خورا توپير لري او په دې  توګه به مونږ وکړای شو چې د خپل ځان په هکله يو صحيح انځورخپل راتلونکي نسل ته وړاندې کړو.
په لومړي سر کې د دی خبرې  يادونه کوم چې دا مقاله د يوی مقدمې په توګه ده اوخدای جل جلاله دې  وکړي چې په راتلونکې کې زمونږ ځوان او تکړه ليکوالان د کونړ ولايت کليو، بانډو او ولسواليو ته سفرونه وکړي او دا زما نيمګړي معلوماتو د پوره کولو په هکله نور هم تحقيق او ريسرچ وکړي او خپلو وطنوالو ته با ارزښته معلومات وړاندې کړي.  د سوسياليژی يا ټولنپوهنې د علم په اساس د يوې  ټولنې جوړښت او دودنه د ټولنې په انکشاف کې خورا اهميت لری.  زما په اند مونږ ته په کار ده چې خپله ټولنه په سمه توګه  وپيژنو ترڅو و کړای شو چې په سمه او سالمه توګه خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شو. که مونږ خپل تير تاريخ ته نظر واچوو نو دا جوتيږی چې زمونږ د پخوانيو مشرانويوه لويه اشتباه همدا وه چې دوی خپله ټولنه سمه نه پيژندله او د داسې پروګرامونو پلي کول يي غوښتل چې زمونږ د ټولنې دخپل وخت د عينی او ذهني شرايطو سره يي خورا توپير درلودلو نوځکه زمونږ ټولنې ته يي په عوض د دې چې ګټه ورسوي ډير زيانونه يي ورته ورواړول چې تراوسه پورې مونږ د تيرو رژيمونو د داشتباهاتواو کړونو تاوان ورکوو. که مونږ بيا هم خپله ټولنه په سمه توګه ونه پيژنو نو زمونږ د دې پير(دور) مشران به هم د پخوانيو په شان اشتباوی تکرار کړي چې زمونږ راتلونکې نسلونه به زمونږ په شان د تيرو نسلولونو د اشتباهاتوپه خاطردرانده تاوانونه ورکړي.
دا مقاله په څلورو برخو ويشل شوې ده چی په لومړۍ برخه کې د کونړدسيمې په اداری او سياسي جوړښت او په دويمه برخه کې د کونړ په قومی جوړښت باندی يو څه رڼا اچول شوي ده. همدا شان په دريمه برخه کې د کونړ په سيمه کې د روحانی او ديني جوړښت او نفوذ او په څلورمه برخه کې د کونړدسيمې په بعضی دودنو او رواجوانوباندی رڼا اچول شوې ده چې د کونړ دسيمې په انکشاف او پرمختګ کې يي د تاريخ په اوږدوکې خورا مهم رول لوبولی دی. د دی مقالې محتوا په تيرو دری څلور لسيزو کې د کونړولايت ته زما د کاري سفرونواو د خپلې ولسوالۍ (خاص کونړ) کې د اوسيدو او خلکو سره د پوښتنو او مرکو محصول دی چې يوه زياته برخه يي زما په دوه کتابونو «د واقعيتونو په بهير کې» او«بيړنې لويه جرګه او مشرقی په ولاياتو کې د انتخاباتوبهير»  کې چاپ شوي دي. همدا شان د دی معلوماتو يوه بله برخه په دوه نورو مقالوکې چې ما په انګريزی ژبه ليکلی چې يوه يي د قومی جوړښت اوپښتونولۍ ارزښت په امنيت او اداره کې
The Importance of Tribal Structure and Pakhtunwali in Afghanistan: Their role in Security and Governance  چې په هند کې د مولانا عبدالکلام آزاد د انستيتوت له خوا په ۲۰۰۸م کال کې او بله مقاله د بشری امنيت اود قانون حاکميت: د افغانستان د تجربه تر عنوان لاندی Human Security and the Rule of Law: Afghanistan’s Experience)) د قانون د حاکميت په نامه د يوکتاب[1] مقاله ده چې په ۲۰۱۰م کال کې د لندن د کيمبرج پوهنتون له خوا خپره شوی ده. همدا شان ما ديو شميرنورو انګريزی ژبی د موخذونو نه هم استفاده کړی ده.
آول: د کونړدسيمې اداری او سياسي جوړښت:
د کونړسيمه چې د افغانستان په شمال ختيځه برخه کې پرته ده د شمال ختيځ او سهيل له خوا د کوزی پښتونخوا د چترال، دير، باجوړ، او مومندو د ايجنسۍ سره نښتي ده چی د لويديځ له خوا د لوی ننګرهار سره او د شمال له خوا د نورستان او لغمان ولايتونو سره نښتي ده. د ويکی پيديا د معلوماتوپه اساس په سلو کي ۸۶د کونړ سيمه غرنی ده او تقريبا څلور لکه او ديارلس زره نفوس لری. د کونړ مساحت ۴۳۳۹کيلومتره مربع دی[2]. د کونړ نوم د کونړ د کلی نه اخستلی شوی دی چې د خاص کونړ په ولسوالي کې موقعيت لری. د پخوانو مشرانو په قول، د کونړکلی پخوا د کونړ دحاکمانو د يوی برخه مرکز و. د کونړ د کلی سهيل پلوته د سرکاري باغ په نامه ځای اوس هم هلته شته خو د باغ اثاراوس نه ښکاري. دا چې امان الله خان د لوی خان ميرزمان خان سره وروري درلوده نو دا ځمکه او باغ يي د ميرزمان خان مشرې لورته چې زما دمور له خوا نيا وه په ځوړوکي کې تحفه ورکړی وه.  زما د مشر تره، وکيل عبدالقادر په قول چې تقريبا دری ديرش کاله پخوا داتيا کلونونوپه شاوخواکې وفات شوی دی ما ته ويلی و چې د کونړولايت مرکزد کلونو په اوږدو کې د خاص کونړنه څوکې ولسوالی ته، وروسته د نرنګ ولسوالي ته او باالاخره چغه سرای (اسعد آباد) ته انتقال شوي چې اوس هم د کونړ ولايت مرکز دی.
په شپاړسمی پيړی کې د کونړ د شينکوړک سيمه شنوارو ددغه سيمې د کافرو نه ونيوله او دوی يي د شمال خوا ته وتنبول. همدا شان ساپو هم په همدغه وختونوکې د پيچ دره د هغه سيمې د کافرو نه نيولی ده. په  ۱۸۲۰م کلونو کې د ماموندو قوم د باجوړد مير علم خان په مشری د چغه سرای او شيګل سيمې ونيولې چې مخکې دا سيمې د اسمار د خانانو له خوا اداره کيدلې. همدا شان مومندو، شنوارو او ساپو قومونو به د پشد خانانو ته چې سيدان و بيعت درلوده او باج به يي ورته ورکاوه. د پشد پاچيان د پيربابا لمسي و چې په شپاړسمه پيړی کې د ميرعباس له خوا چې په پشد کې د ميا عباس بابا په نامه ياديږی د لومړی ځل لپاره په دغه سيمه کې روحانی نفوذ ټينګ کړ. ورسته د ميرعباس زوی، سيد عبيدالله د خپل حکمرانی قلمرو تر کوز کونړ  د پيا کوه تنګي دسيمې پوری چې اوس د ننګرهارولايت سيمه ده وغځوله. د سيد عبيدالله نه وروسته سيد لطيف او د هغه نه وروسته سيد نظيف د کونړد سيمې حاکمان و. د پشد سيدان د ۱۷۷۰ـ۱۸۲۵کلونو پوری دکونړحاکمان و چې پشد يي د حکمرانی مرکزو. د پشد حاکمانو به د کال تقريبا د ۶۰۰۰۰نه تر ۸۰۰۰۰روپۍ دکونړد خلکو نه باج اخسته او د دوی رابطه دافغانستان د سدوزايې اومحمدزايي حاکمانو سره صرف په نامه وه او يوازی کله کله به يي د جنګونو په وخت کې يو څو اسپونه ورکول.
په ۱۸۰۰م کال کې سيد نظيف د شاه زمان د ناسکه ورور شاه محمود سره فوځي ملاتړ وکړاو د شاه زمان په شکست کې د سيد نظيف ملاتړمهم رول ولوباوه خو کله چې دشاه زمان سکه ورورشاه شجاع په ۱۸۰۳م کال کې قدرت ونيوه نو د کونړ په سيمه يي يرغل يوړخودسيد نظيف شخصي شناخت د دغه قواو د قوماندان، عرض بيګی اکرم خان پوپل زايی سره د دی باعث شو چې هغه ته يي پنځه زره روپۍ رشوت ورکړاو دغه سيمه د هغه د کنترول لاندی پاتي شوله. کله چې په ۱۸۱۸م کال کې د قدرت په سر کشمکشونه د محمدزايي مشرانوتر منځ پيل شول او شاه محمود د قدرت نه لری کړی شو نوپه دغه وخت کې د امير دوست محمد خان يو شمير خپلوان په جلال آباد کې اوسيدل. کله چې محمد اعظم خان په کابل کې قدرت ونيوه نو د هغه وراره، سردارنواب محمد زمان خان د سيد نظيف سره فوځی مقابله وکړه اوپه ۱۸۲۱م کال کې محمد اعظم خان پخپله د کونړ سيمې ته ورغی او سيد نظيف يي دی ته مجبوره کړ چې د خيوی (کوزکونړ) سيمه پريږدی اودغه سيمه يي د جلال آباد دوالي پوری وتړله او هم يي د هغه نه ۸۵۰۰۰روپۍ باج واخسته.
کله چې په ۱۸۲۳م کال کې محمد اعظم خان مړ شو نو د محمدزو د مشرانو تر منځ د قدرت په سر جګړی زياتي شوی او د دوی توجه د کابل نيولو ته واوخته خو سيد نظيف په سيمه کې د باجوړد خان مير علم خان له سخت رقابت سره مخامخ و او مجبور شو چې د ميرعلم خان سره ښيخی (خپلوی) وکړی اود هغه خور سره يي واده وکړ چې ددی ښځه نه يي څلوز زامن وشول چې فقير، امير، عباس او شهباز نوميدل. د سيد نظيف دی زامنو غوښتل چې د خپل ماما مير علم خان  او د ناوګې دخان، اميرخان په ملاتړ د خپل ناسکه ورونو، محی الدين، بهاوالدين، هاشم او حسين په پرتله په سيمه کې نفوذ زيات کړي تر څو د خپل پلار د مرګ نه وروسته قدرت ترلاسه کړی. په ۱۸۲۴م کال کې سيد نظيف  د ناوګې سيمې ته د خپلو زامنو سره ورغي ترڅو مير علم خان په دې قانع کړي چې د اميرخان سره دشمنی ختمه کړی خو په جرګه کې د سيد نظيف  ځوی سيد فقيرخپل ناسکه ورور محی الدين په چاقو وواهه او هغه يي مړکړ. ددی نه وروسته سيد نظيف ، سيد فقير او د هغه سکه ورونه د پشد د مرکز نه لری کړل اودچغه سرای، شيګل، سرکاڼو او دونايي په سيمو کې چې وروسته پاتي سيمې وې ځکه کمي ځمکي يي درلودي، حاکمان مقرر کړل او بهاوالدين ته يي د ټول کونړ قدرت وروسپاره. د دی کار نه وروسته سيد فقير په ښکاره د خپل پلار په مقابل کې بغاوت وکړ او د چغه سرای او شيګل سيمې يي خپل ماما مير علم خان ته او د سرکاڼو او دونايي سيمې يي د ناوګی خان، امير خان ته پريښودی تر څو د هغه سره مرسته وکړی اوخپل پلار نه قدرت ونيسي. که څه هم د ده ماما او د ناوګی خان د سيد فقير سره په خپلو وعدو چې مرسته به ورسره کوي وفا ونه کړه خو سيد فقير وشوکړای چې په خپل امکاناتوپه ۱۸۲۵م کال کې خپل پلار سيد نظيف  ونيسي او وروسته يي ووژنی او دکونړ مرکزی سيمه (پشد) ونيسي خو د کونړسهيل لويديځه سيمه (خاص کونړ) د سيد بهاوالدين تر کنترول لاندی پاتي شوه. داوضعيت تر ۱۸۳۴م کال پوری دوام وکړ تر څوامير دوست محمد خان جلال آباد د خپل وراره، نواب محمد زمان خان نه ونيوه. څرنګه چي سيد فقير د نواب محمد زمان خان پلوی و نو هغه يي هم د قدرت نه لری کړ او د لغمان چارباغ سيمې ته يي وليږه چې په  دی توګه سيد بهاوالدين يواځينی حاکم د کونړ پاتي شو او ددی وعده يي وکړه چې په کال کې به ۱۹۰۰۰روپي باج امير دوست محمد خان ته ورکوی.
څو کاله وروسته امير دوست محمد خان د جلال آباد والي ته چې محمد اکبر خان و امر وکړ چې سيد بهاوالدين په دی بهانه چې ګوندې  د انګليس يو جاسوس ته چې د شهزاده تيمور سره مراوده (دليکنی ارتباط) درلوده ځای ورکړی، ونيسي. هماغه وچې محمد اکبرخان کونړ ته لشکر کشې وکړه او د بهاوالدين دارايي چې تقريبا يو لک روپي کيدې  قبضه او د هغه ورور، هاشم يي د کونړ حاکم مقرر کړ اود پخوا په پرتله نه زره اضافه روپۍ باج يي پرې  ومانه. کله چې انګريزانو په افغانستان يرغل وکړ، د بهاوالدين بخت بيا بيداره شو. که څه هم سيد هاشم  تر۱۸۳۹م کال پوری د کونړ سيمه په خپل کنترول کې وساتله خو په ۱۸۴۰م کال کې سيد بهاوالدين د انګريزانو په مرسته د کونړ واګې  بيا په لاس کې ونيولی او سيد هاشم د انګريزانو له خوا يوازې  مستمره  تنخواه ومنله.
د امير دوست محمد خان په دويمه دوره کې، سيد بهاوالدين د کونړحاکم پاتي شو تر څو چې د هغه نه وروسته په ۱۸۶۶م کال کې د هغه زوی سيد محمود د هغه په ځای د کونړحاکم شو. په دغه وخت کې د کونړماليه تقريبا ديرش زره روپۍ اټکل شوی وه چې ددی پيسو نه به شپاړس زره روپۍ سيد محمود پاچا د خپل خرڅ لپاره اخستلې  او نوری پاتې پيسې  به يي په کابل کې د سدوزايو کورنۍ ته ورکولې. سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۳م کال پوری د کونړ حاکم و او د محمد اکبر خان سره يي نږدې  اړيکي درلودې  او د هغه د لور سره يي واده  هم کړی و. کله چې د ۱۸۶۶نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت په سر شخړې  روانې وې  نو سيد محمود پاچا ډير سخت پلوی د اميرشير علی خان و او په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي  خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرګه جوړه کړه نو سيد محمود پاچا د دغه جرګه غړی و. همدا شان سيد محمود پا چا د دير او باجوړ د خانانوسره د امير شيرعلی خان د رابط په توګه رول لوبوه او ده د امير شير علی خان په دربار کې د سرحدی سيمو په اړوند تصميم نيولو کې خورا نفوذ درلوده خو يواځنی مشکل چې د امير شيرعلی خان سره يادونه شوی هغه سيد محمود پاچا نه غوښتل چې د کونړد عايداتو يوه برخه خپل مشر ورور حسام الدين ته ورکړی او په عوض د کې  امير شير علی خان د کونړ د غربی برخی عايد چې د حکومت ځانګړی برخی عايد و او تقريبا دولس زره روپۍ کلنی کيدلې  هغه ته ورکولي[3]. د پشد تاريخی پادشاهی قلعه د کونړ د مهو تاريخی قلعه ګانو نه وه چې اوس هم د دغه قلعه اثار يوڅه شته چې د پشد د کلی نه تاو شوی وه.
د سيد محمود پاچا د لټانو کيسه په کونړ کې خورا مشهوره ده او اوس هم چې څوک لټ او ناراسته وي نو خلک ورته وايي چې ته خو د سيد محمود پاچا لټ يي. قصه داسي وه چې وايي د سيد محمود پاچا په دربار کې به بيکاره کسان هميشه پراته و او هیڅ کار به يي نه کاوه. باالاخره د دی لټانو شمير ورځ په ورځ زياتيدو نو يووخت سيد محمود پاچا ته چا ويلی و چې دا لټان هسي بيکاره پراته دی، که دوی په رښتيا لټان وی او کار نه شی کولي نو د دوی په شاوخوا کې اور ولګوه که څوک په رښتيا لټ وی هغه به ونه تښتي او که چا هسي په لټی ځان وهلی وی نو وبه تښتي. په دی توګه به د اصلی لټانو او غيرو لټانو فرق وشي. کله چې د دی لټانو په شاوخوا کې اور ولګاوه نو يو شمير زيات يي وتښتيدل او يوڅه پاتي شول چې يو شمير يي دومره لټ و چې خپل ملګرو ته به يي ويلی چې مونږ فرياد هم نه شو کولي او زمونږ له خوا فرياد هم تاسي کوي چې وسو.
کله چې اميرعبدالرحمن خان په کال ۱۸۹۵-۱۸۹۶م کلونو کې د کونړ او نورستان سيمې د خپلی کنترول لاندې راوستلې  نود پشد د پاچيانوحکمراني  په کونړ باندې ختمه شوله او کونړ د اميرعبدالرحمن خان د پادشاهۍ په وخت کې د کابل د مرکزی حکومت اداري واحد شو چې شرقي اومرکزي نورستان سيمي هم په کې شاملې وې. د کونړسيمه په دريو حصو وويشل شوه چې د برکونړ (اسمار) سيمه، د خاص کونړ سيمه او د کوزکونړ (خيوه) سيمه. د اسمار په سيمه کې يوغنډ و چې وروسته په لوا او د ثور د کودتاه نه وروسته فرقه شوه. همدا شان په سرکاڼو او خاص کونړ کې هم فوځي قطعات د سرحد سره پراته وو.
وروسته د کونړ سيمه د لوی ننګرهاريوه برخه وه. ريس تنظيمه (د مشرقی د سيمې مشر) به په جلال آباد کې او کونړ، لغما ن او شنوارو کې به حاکم آعلی چې د حکمران په نامه هم ياديده د مرکزي دولت له خوا حکمروايي کوله. په ۱۹۷۷م کال کې کونړ، د لوی ننګرهارنه جدا شو او مستقل ولايت په توګه وپيژندل شو[4]. په ۱۹۸۹م کال کې چې کله د نورستان په نامه ولايت جوړ شو نو شرقی (ختيځ) نورستان (کامديش او برګيمټال ولسوالي) او هم مرکزی نورستان (ويګل او پارون سيمي) د کونړ ولايت نه جدا شولي او د نورستان ولايت برخي وګرځيدلي. په دی توګه د لويديځ (غربي) نورستان سيمه چې د لغمان ولايت ولسوالي وه د لغمان نه جدا او د نورستان د ولايت پورې وتړل شوله.  
اوس مهال د کونړ ولايت د مرکز (اسعد آباد) په ګډون پنځه لس اداري واحدونه يعني ولسوالۍ لري. دغه ولسوالۍ د نورګل، څوکۍ، خاص کونړ، سرکانو، نرنګ، مروره، وټه پور، پيچ، چپه دره، شيګل، اسمار، دانګام، ناړۍ او غازی آباد[5] په نومونوياديږي.
د تاريخ په اوږدو کې د کونړ سيمه د لويو امپراطوريو له خوا د هند په نيمه وچه باندی د حملولپاره خورا مهمه وه چې د دی سيمې نه به تيريدل اودهند په نيمه وچه باندی به يي خپلو حملو ته دوام ورکاوه لکه سکندر مقدوني د کونړد سيمې نه باجوړ ته پورې واته او[6]همداشان ظهرالدين بابر[7] او تيمورلنګ هم د کونړد لاری د هند په نيمه وچه باندی خپلو حملو ته دوام ورکړی دي.
په معاصرتاريخ کې هم د کونړسيمې خاص اهميت درلودلی دی او د کابل مرکزی حکومت هميشه کوشش کړی چې د کونړ د سيمې نه د حکومت پرضد د تهديداتو مخه ونيسي او هغه خنډونه چې د حکومت پرضد به احساس کيدل له منخه يوسي چی څو ښي بيلګي يي د ۱۳۲۴هجری شمسي کال کې د ساپوانقلاب او په ۱۳۵۷کال کې د ثور د کودتاه نه وروسته د کونړ د خلکو پاڅو ن د حکومت پرضد ښي نموني دي. همدا شان د کونړ په تاريخ کې نور مهمی پيښي هم شوي چې په خاص کونړ کې د ننګريزانو انقلاب، د پشد د سيمې د ګلاپړي انقلاب اود باجوړد جګړو يادونه ضروری ده چې البته ددي پيښو د عواملو په هکله زياتوڅيړونو ته ضرورت دی. هغه څه چې ما د مشرانو نه اوريدلي غواړم په اجمالي توګه دلته د دي پيښو په هکله يوڅه يادونه وکړم. په کونړکې د حکومت پرضد پاڅونونه په عوامو کې د انقلاب په نوم ياديږي. د دغه پورته پيښو په هکله ډيري کمې ليکنې شوي او د دې ضرورت دی چې زياتې نورې څيړنې وشي تر څو دا نيمګړي معلومات غني شي.
د ساپو پاڅون:
د ساپود پاڅون مهم دليلونه دوه و چې يو يي د نفوسو يا جبري عسکرۍ نه منل او بل د ناروا ماليه اخستلو مسلې وې ددې عمومي نفوسو ورکول نه د مخه هشت نفری وه چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې په خلکو منل شوې وه چې د هرو اته نارينه نه به يو کس د عسکري خدمت ته ليږل کيدل خود سردارهاشم خان دصدارت په وخت کې حکومت غوښتل چې جبري عسکري عامه کړي يعنی هر څوک چې دوه ويشت کلن شي بايد دعسکرۍ خدمت وکړي. په ابتدا کې عسکري خدمت دوه کاله و خو د داود خان په وخت کې هغه چا چې مکتب نه وويلی دوه کاله، دولسم پاس به يو کال او چا چې فاکولته (لسانس) درلوده نو شپږمياشتي د عسکري خدمت دوره تيروله. که څه هم د نفوسو مسله اصلی عامل ګڼل کيده خو په اصل کې د محلي چارواکو ظلم او ناروا ماليه ولس تر سپنګمو(پوزي) رسولی واو ددی د پاسه يي د خلکونه نفوس هم غوښته.
څرنګه چې د کونړ سيمه غرنۍ او د خلکو عايد ډير کم اوحتي په وچه ډوډۍ په ګيډه هم ماړه نه و خو ددې سره د وخت حاکمانو د خلکو نه زيات باج او ماليه اخستله. په هغه وخت کې سه کوټي ماليه وه چې د درې حصو د حاصلاتونه به يوه حصه حکومت اخستله. کله به چې د درمند وخت شو نو مامورماليه او موظف کسانو به درمندو نه لومړی مهرولاک کړل او دهغه په مخ کې به درمند بايد تلل (وزن) شوی وی. حتی داسې هم کيدل چې مامور د ماليه به وخت نه درلود اوټول درمندونه به يي په خپل وخت نه شوتللی نو که باران به وشو زيادتره درمندونه به خرابيد ل اودخلکو د خوله رزق به د له منځه تله او خرابيده. کله چې به بيا د ماليه د ورکړې اندازه معلومه شوله نو زمينداروته به يي ويلې چې دا د ماليه بوس او دانې (حاصلات) د حکومت په ګودامونو کې چې يو يي په اسمار او بل يي په کوز کونړ کې و داخلي (تحويل) کړي او د ګدامدارنه بايد سند واخلي. لومړی د دې حاصلاتو انتقال خورا ګران کار و ځکه ترانسپورتي وسايط نه و او زميندارو به په حيواناتو(څارويو) دا دانې انتقالولې او هم به مجبور و چې ګدامدار ته د دانوپه تحويلولو رشوت ورکړی ځکه ګدامدار صيب به کړی وړی (هغه دغه) کول چې لومړی درجه دانې بايد تحويل کړي. همداسي ماليه دچهل یک په نوم چې خلکوبه ورته چیلک ویل په بزو، غواګانو او حتی په غوړو هم وه. نو ولس مجبوره و چې دخپلو ځکمونه په پکو(تنګ) شي او پريخستلو ته به مجبوريدل.
هماغه و چې د کونړخلکو د نفوسو د ورکولو پرضد پاڅون وکړ. داپاڅون شپږمياشتي دوام وکړچې د کونړ ډيرې سيمي د حکومت له خوا بمباري شولې او په سل ګونوکسان د حکومت له خوا ووژل شول. حکومتي عسکروته هم خورا زيات تاوان اوختی و.
د جنګ نه وروسته د ساپوزيات مشران د کونړ نه فرار او د افغانستان نورو سيمو ته تبعيد شول. د دی انقلاب مشران شهسوار، سليمی او امان الملک د بلخ ولايت د شولګره ولسوالۍ ته، او يو شمير نور د ساپو مشران لکه سلطا ن محمدخان د پيچ، شبرغان ته او لعلو جان د بلخ ولسوالي ته فرار (تبعيد) شول چې د دی کورنيو يو شميرزيات غړی اوس هم هلته اوسيږي. د کونړيو شمير نوری مشهورې کورنۍ لکه د لوی خان مير زمان خان کورنۍ د ساپو د پاڅون په وخت کې هرات ته، د وټه پور د محمد امين خان، جمدر خان او اکبرخان کورني شبرغان ته فرارکړی شوې چې د ديموکراسۍ تر لسيزې پورې (۱۹۶۴م کال پوری) دوی ته د دې اجازه نه وه چې کونړ ته راشي او خپلو کورونو کې واوسيږي. د ميرزمان کورنۍ ټول غړي نارينه يي لومړی ديارلس کاله د کابل په دهمزنګ بنديخانه کې او ښځېنه غړي يي د کابل د قلاچې په سيمه کې د دوی په کور کې بنديانې وې چې دغه قلعه وروسته د ښځو د محبس په نامه ياديدله ځکه نورې ښځېنه بنديانې به يې هم د دوی کورته راوستلې او د دوی قلعه د ښځو د محبس په نوم شهرت وموند. د دې بنديخانې نه وروسته، د ميرزمان کورنۍ هرات ته تبعيد شوله او اته کاله نوره هم هلته وه. زما مشر ماما خدای بښلی وکيل عبدالجليل ملنګ په هغه وخت کې تازه د شپږم ټولګي نه فارغ شوی ونو زما نيا هرات ته وليږه چې د ورونو احوال ورته راوړي خو کله چې حکومت ددې نه خبرشو په دې پلمه چې ګوندې د حکومت پرضد فعاليت کوي ، شپږ کاله يي بندي کړ او ويي نه شو کړای چې خپلو لوړو زده کړوته دوام ورکړي. د ارواښاد محمد هاشم زماني د زنداني خاطرو په نوم کتاب د دغه دورې د ظلمونويوه ښه نمونه ده چې هر افغان يي بايد ولولي.
ويل کيږی چې د وخت ملايانو د ساپومشرانو ته ويلي و داچې تاسې د پادشاه پر ضد اغتشاش کړی نوستاسي مړي شهيدان نه دی نو ښه به داوي چې تاسې هم د خپل ځان لپاره پادشاه وټاکئ چې ستاسي مړي د شهيدانو په قطارکې حساب شي ځکه بيا ستاسي جګړه به دبلې پادشاهۍ سره وي. هماغه و چې ساپومشرانو شهسوار د پادشاه، سليمی د صدراعظم او امان الملک د دفاع د وزيرپه توګه وټاکل. امان الملک چې په ملک ساپي مشهورو ما پخپله په پيښور کې ليدلی وچې فوځي کرتۍ او خولۍ به يي په سر کوله. د دغه او نورو جنګونو په هکله محلي زياتې لنډۍ او سندرې ويل شوي دي. د ساپو د جنګ په هکله د يوې لنډۍ يادونه راته پوهاند ډاکټرمحمد قاسم جمدرپه دی توګه وکړه:
په ساپو کې سليمی و
د توری زمری و
ډاکې به يي اچولې د څوکۍ په رباط[8]
عسکر يي کړل بربا د
نوری داسي ډيري ټيکۍ او سندرې د سا پود جنګونو په هکله ويل شوي دي. هغه وخت چې جنګي الوتکې ډيرې پر مخ تللې نه وې نو د سورلکئ او شين لکئ جهازونو(الوتکو) په نومونوبه ياديدلې . ويل کيږي چې يوه ددې الوتکونه غورځيدلې وه نو ددې الوتکې د راغورځيدو په هکله دا ټيکۍ ويل شوې ده:
د سليمي دی حکمت ته ګوره
جهاز يي راکوز کړلکه زرکه په ټوپونو
دا چې ډير کسان د ساپوپه جنګونوکې وژل شوي دي نوددې لاندې ټيکۍ نه معلومږي چې ولس هم د جنګ نه ستړی شوی و:
سليميه روغه وکړه
ساپۍ دي لنګې شوې د ګټو په سرونو
د خاص کونړ په ولسوالي کې د ساپود کال د بمباريو دري نمونويادونه کوم چې يوه يي د تنر په کلي کې د اخوندزادګانو د ميرزا عزيزخان په کوروه چې يولس کسه ښځې او نارينه پکې ووژل شول چې د بمياريو د ويرې دوی ونه شو کړای چې خپل مړي په خپله هديره کې ښخ کړي نو دوی خپل مړي د خپلې قلعه نه بهرد شپې له خوا ښخ کړل چې د دوی قبرونه اوس هم هلته شته دی. همدا شان د تنرسره نږدې د پاچيانو په بانډه باندې بمباري وه چې په هغه کې زما د مور خور چې ددې نه مشره وه او هم د عصمت الله روحانی[9] مور او يو ګڼ شمير نور کسان پکې ووژل شول. دريمه بمباری د منګوال سره نږدې د سيد حنيف پاچا په کور وه چې ګڼ شمير کسان د هغه په قلعه کې راټول شوي و اود حکومت جنګي الوتکوپری بمباري کړې وه. د داکټر سيد قاهرعاطف په قول چې هغه وخت کې د دولس يا دريالس کلونو په عمر و، په دغه بمباری کې څلورويشت کسه ښځې، نارينه او ماشومان شهيدان کړی شول.
که څه هم حکومتي قواو ډيرتلفات درلودل خو ددې سره مقاومت يي هم کاوه او دخاص کونړکنډک تر اخره مقاومت وکړاوولسي لښکرو ونه شو کړای چې د خاص کونړد کنډک چوڼۍ ونيسي نودا ټيکۍ يي ښه نمونه ده:
خلک دی داسي زامن راوړي
لکه کوچي چې کندکي[10] راوړي دينه
او داسي هم شوي چې يو شميرعسکرومقاومت نه دي کړی او خپله خوښه يي ځانونه تسليم کړي دي لکه چې د لاندي ټيکۍ نه معلوميږي د خاص کونړد غونډۍ دپاسه چوڼۍ چې يو ټولی عسکر هلته و او مهم سوق الجيشي اهميت يي درلوده ددې ټولي قوماندان پريښودلې وه او تښتيدلی و:
چوڼۍ يي په سازه ورله پريښوده
فقير[11] جامې د جنکواغوستې وې
د ګلاپړي جګړه:
د ګلاپړي جګړې اصلي عامل دا و چې د تيمور په نامه يو تن چې د ګلاپړي د سيمي د اډوخيلو د قوم نه و، په اوړي (دوبي) کې د شپې له خوا به يي د پشد په کلی کې غلا کوله خو خلک نه پوهيدل چې دا څوک دی ځکه تيمورچې ښه معززسړي و د شپي له خوا خپل کالي (جامي) ويستلې او په ځان به يي شګي شيندلې اوپه لاسونو به يي خنډ داره څپلي چې ميخونه به پکې و په لاس کولې . څرنګه چې په کلې کې بلد و نو هغه کورته به ورتله چې ښه معلومات به ورته و چې سړی (نارينه) پکي نشته دی او که د کور څوک به پرې راويښ کيدل نوپه هغه به يي د څپلی ګذارکاوه اوچا نيولی نه شو. نو په دی توګه د ولس ترمنځ اوازی شولې چې د پشد په سيمه کې برباڼو(لوڅ پوڅي يا بي جامونفر) پيدا شوي دي او چا به ويلی چې انسان دی او چا به ويلی چې پيری دی اوټوله سيمه يي د تشويش سره مخامخ کړی وه. باالاخره د کلی ځوانان سره راټول شوی وچې دا برباڼو بايد خامخا ونيسي ځکه د کلی لپاره دبي عزتۍ خبره ده چې د کلی د کورونونه غلاوی کيږي. دوي په همدی مصلحت کې و چې اوازه شوله چې برباڼوپه کوم کور ورغلی او د کلی ځوانان ورپسي شوي دي او برباڼو يي نيولی دی. ترڅو چې دا پيژنی د ونی پوری يي تړي او چې وهي يي نوتيمورخپل ځان ورپيژندلی دی اوعذرونه يي مشرانو ته کړي چې ما مه وهۍ او زه خدای او د پشد اولياو ووهلم چې غلاوې می کولې او ويي شرمولم. د کلی مشران چې سخت په قهرو ځکه ده د دوی د کورونو بی عزتي کړی وه نوتيموريي همداسي لوڅ د خاص کونړ ولسوالي ته چې هغه وخت د سرکانو ولسوالي هم د خاص کونړ د ولسوالۍ پوری مربوط وه راوستي و. په دغه عمل دګلاپړي دسيمې هډوخيل چې د دوی د مشر بی عزتي شوې او لوڅ يي د خاص کونړ ولسوالۍ ته بيولی دی ډيرپه قهر و نودوه ښځې چې د پشد ډاګ ته مالونه (څاروي) وړي و د هډوخيلو له خوا تښتول کيږي. څنکه چې ددی دوه ښخو د تښتولو خبر د پشد کلی ته رسيږي نو د کلي خلک لښکرکوي او د هډوخيلو نه ښځې خلاصوي او جنګ د دوی ترمنځ دوام پيدا کوي چې باالاخره د جلال آباد نه د حکومت قواوی د پشد سيمې ته ورځي او د ګلاپړی د سيمي خلک ډير سخت ټکوي او جنګ ختموي. د لاندي ټيکۍ نه معلوميږي چې دا جګړه د ښځو د تښتولو نه پيل کيږي ا و هم دولتي قواو ته زيات تلفات اوښتي دي:
که کجکي[12] داري تللي نه وي
غوټۍ غوټۍ عسکربه ولی رژيدل
د لاندي ټيکۍ نه معلوميږي چې د ګلاپړي جګړه د ساپو د پاڅون نه د مخه شوي ده:
د ګلاپړي جنګ يي لا څه و
جنګ د باډيل وچې ګلونه رژيدل
د باجوړجنګ:
 د باجوړ جنګ د ۱۹۶۰م کال د سپتمبر په مياشت کې وشو چې سردارداود خان د سفربری امرورکړ او د باجوړپه سيمه يي حمله وکړه چې دکونړاو مشرقی ډير شمير مشران او سپين ږيری په دغه جګړه کې ووژل شول. زما تره وکيل عبدالقادر قصه کوله چې غلام فاروق خان د مشرقي ريس تنظيمه و او په چغه سرای کې د لښکر د مشرانو نه وغوښتل اوورته ويلي و چې د تاسي نه د اصحاب کرامو غوندې غزا غواړم. يو تن سپين ږيری ورجګ شوی و او ورته يي ويلي و چې د مونږ نه د اصحاب کرامو غوندې غزا غواړې نو د اصحابو په وخت کې به پيغمبر مخکې و او صحابه به ورپسې و. ته په جلال آباد کې ناست يي او مونږ نه په تش لاس د صحابه وکرامو جنګ غواړې نوته مخکې شه او مونږ به درپسې يو. ددي جنګ د عواملو په هکله زياتو څيړونو ته ضرورت دی.
دویم: د کونړولايت د قومی جوړښت يو څوبيلګې:
دکونړ په سيمه کې دیارلس بيلابيل واړه او لوي قومونه لکه ساپي، مومند، ماموند، سالارزي، مشواڼي، ګجر، شنواري، یوسف زي، سيدان، الکوزي[13]، نورستاني، افریدي [14](اپریدي) او پشه يي (شاړي چې په بعضي ځایونو کې د دیګان په نامه هم یادیږي)، او کسبه کارلکه جالوانان، ترکاڼان (نجاران)، مسګران، جولاګان، شاخيل او داسي نور قومونه اوسييږي. مومند او ماموند زيات د خاص کونړ، سرکاڼو ، او مروره په ولسواليو کې، سالازي،مشواڼی او ګجر زيادتره د اسمار، دانګام، شیګل او ناړی په ولسواليوکې، شنواري د شيګل په سيمه کې، سيدان د پشد، سرکاڼو، شونکړک، خاص کونړ او کوز کونو په سيمو کې اوسيږي. ساپۍ چې د تولو قومونو په پرتله زيات دي اکثريت يي د نورګل، څوکۍ، نرنګ، وټه پور، پيچ دره او شونکړۍ په سيمو کې اوسيږی.
ډيری پښتنو او غيرپښتنوليکوالانو او مورخينولکه خوشحال خان خټک، قاضی عطاوالله خان، عبدالحی حبيبی، محمد علی کهزاد، سيد بهادرشاه ظفر کاکاخيل،حافظ رحمت خان، افضل خان، راورټی، سراوليف کايرو او داسي نورو د پښتنوپه تاريخ، قومي جوړښت، کلتور او دودونو باندی ډيری ليکنې کړي دي نو دلته به ماته ګرانه وی چې نورڅه ورزيات کړم. خويوڅه چې د اوسني وخت سره سر خوری هغه دادي چې د پښتنو يا افغانانوپه قومي جوړښت باندی پوهيد ل ضروري دي ځکه چې د دغه جوړښتنو په بنياد دوی ګټه او تاوان، مشران او نمايندګان تعينوی او ددوی دا اصول د اوسنۍ نړۍ د ديموکراتيکواصولونه هم په ښه شکل صورت نيسي او دا ويلی شم چې د پښتنو محلی قومي جوړښت د ديموکراسۍ په اصولو ولاړ سيستم دی او همدا علت دی چې په جرګو او مرکو کې هر څوک برخه اخستلی شي او ټول مسايل د يو بل سره په تفاهم حل کوي او دا ډول تفاهم چې په ټولنه کې ثبات راولي او اجتماعي عدالت تامينوي د Restorative Justiceيا ترميمي عدالت په نامه ياديږی چې ترميمي عدالت په نړی کې د Punitive Justiceيا جزايي عدالت په پرتله ښه نتيجه ورکړې ده.
د بيلګی په توګه مونږ ګورو چې يوه ډيره وړه مسله په کلونو کې د محاکموله لاری نه حل کيږی خو د جرګو له لارې په ډيره کمه موده کې حل کيږي . په جزايي عدالت کې قاضي يوازې په مجرم حکم کوي خودا نه ګوري چې د دواړو خوا ترمنځ به دا حکم دښمني په راتلونکي کې ختمه کړي او که نه. اما په ترميمي عدالت کې د راتلونکي دښمنی د مخ نيوي هم خيال ساتل کيږي په اسلامي اصولو کې هم عفوه د انتقام نه بهتره ده او عفوه د جرګو او مرکو له لارې کيږی چې دواړه خواوې په دې قانع کړي چې يو بل وبښي. حتی مونږ په خپلو سيمو کې داسي ډيرې بيلګې لرو چې د رسمي محاکمو او دولتي ادارو دلاری مسايل حل شوي نه دي نوجرګو ته يي موضوګاني محول کړي دي.
د پښتنو دا دوه متلونه په خاصه توګه په کونړکې چې زيات استعماليږي د عدالت او يوالي (مساوات) ښې بيلګې دي چې وايي په زور کلي نه کيږی او يا وايي چې ساپي سم سمکي دي يعنی ساپي ټول سره يو شان حقوق لری او يو پر بل برتری يا لوړوالی نه لري .
دا چې د کونړ هر قوم په څو خپواوخيلونو لکه ساپي په ګربز، ودير او قندهاری او يا مومند په بيزی، خويزی، حليمزي او ترکزي تقسيم شوی دی دا ډول معلومات د نورو په ليکنو کې پيدا کولی شئ خو يو څه چې پرې کمې ليکنې شوي هغه په هره ولسوالي د کونړکې او تر کومه حده چې ما د افغا نستان د نورو ولسواليوپه هکله ريسرچ کړي دي هغه دا ده چې د قومی جوړښت تر څنګ نور محلی جوړښتونه هم شته چې ولس پری ورځني مسايل حل کوي . ما د خپلي انګليسي ژبې په مقاله کې چې ددې مقالی په سرکې يادونه شوې دا ډول جوړښت د Non-Recognizable Governance Structureيا په ولسوالي کې د حکومتدارۍ غيررسمی جوړښت په نوم ياد کړی دی چې حکومت يي په رسمی توګه نه پيژني خوولس ورځني مسايلو په هکله ټول تصاميم او پريکړي د همدې سستم په اساس نيسي. په دې توګه د افغانستان په ټولو ولسواليو کې دا سيستم شته دی
ددی لپاره چې لږوضاحت وشي، د دی سستم د يو څو نمونويادونه په کونړ کې او د افغانستان په نورو سيمو کې کوم چې د همدې سستم په اساس د بيړنۍ لويې جرګې انتخابات مونږ د کونړاو د مشرقي په نورو ولاياتو کې وکړل او زما د بيړنۍ لويه جرګه په کتاب کې د دی سيستم يو څه يادونه شوې ده.
په هغه ولسواليو کې چې يوقوم اوسيږي نو د هغه ولسوالۍ ولس په قومي تړه ګټه او تاوان، د مشرتابه ټاکنه، جرګې او مرکې کوي . د بيلګې په توګه د پيچ ولسوالۍ کې يوازې ساپي اوسيږي نو دوی خپل تقسيمات د ساپوپه قومي جوړښت باندې کوی خو د خاص کونړ په ولسوالۍ چې مختلف قومونه اوسيږي ، دوی خپل تقسيمات په ونډونو کوي چې بيا هر ونډ خپل تقسيمات لری. دا ونډونه د افغانستان په ولسواليو کې په بيلابيلو نومونو ياديږي. د هزاره جاتو د جاغوری په ولسوالي کې د منطقه، د فراه د ګلستان په ولسوالي کې د قبيله او د فارياب د ګرزيوان په ولسوالي کې د تګاو په نومونو ياديږي.همدا شان په بعضی ولسواليو کې دا تقسيمات د قريوپه شکل دی د بيلګه په توګه د ننګرهار د کامي ولسوالي په ۵۲او د کابل د بګرام ولسوالۍ په سلو قريو تقسم شوی ده.
د پوره وضاحت لپاره د خاص کونړ د ولسوالي تفصيلي يادونه کوم چې ما پکي پوره څيړنه کړی ده او ددې ولسوالۍ ټول جوړښت په لاندې چارت کې په ګوته شوی دی. د خاص کونړ ولسوالۍ په پنځه ونډونو تقسيم شوی ده چې بيا هر ونډ په کلو تقسيم شوی او بيا هر کلی په پلرني يا سهم تقسيم شوی دی. په دی تقسيماتو کې دوه مهم ټکي دا دي چې يو خوټوله ګټه او تاوان او حتي عامه ځايونه لکه جبه (د سيند په غاړه غيرمزرعی ځکمه)، ډاک او ځنګلونه ټول په همدی شکل تقسيم شوی او د هر ونډ ساحه او ځای معلوم دی خو په رسمي اسنادو کې ددی تقسيماتوپه هکله هيڅ معلومات نشته دی. په حقيقت کې دا د دې ونډونو ملکيت دی اما دا چې دوی رسمي اسناد نه لري نو د دولت په حساب کوم ځای چې رسمي سند ونه لري هغه دولتي ځمکه او ځای دی. په دی سيستم کې تغيرات د خلکو په ملکيت کې بدلون راولي او دا ډول تغيرات تازه جنجالونه په سيمو کې ايجادوی. نومحلی چارواکې بايد د هرې ولسوالۍ په هکله دا ډول معلومات راټول کړي ترڅو د ولس د مشکلاتو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
که دغه لاندی چارت ته نظر واچوو ګورو چې د منګوال او چمياری ونډ په دوه کلو تقسيم شوی دی چې د سهم په حساب دوه برخي د منګوال او يوه برخه د چمياری د کلي ده. همدا شان د منګوال کلی بيا په اوه پلرينو تقسيم شوی دی. په دغه پلرينو کې شپږ پلريني اتمرخيل مومند او يوه پلرينه سهم ارجل (متفرقه) کورنيو ته چې په کلي کې اوسيږي ورکړل شوی دی.
د پورته تقسيماتو نه دا جوتيږی چې د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کې د اجتماعی عدالت زيات خيال ساتل شوی دی چې حتي د کمزورو کورنيولکه کسبه کاروسهم هم په ټولنه کې خوندي دي او دوی د نورو ميشتو قومونوپه منځ کې مساوی حقوق لري. د ۲۰۰۲م کال د بيړني لوې جرګې په انتخاباتوکې دخاص کونړهر ونډ خپل نمايندګان يا استازي پخپله په دريو ونډونود منګوال او چمياری، چنداراواولوټان، کونړاوتنرکې په اتفاق د آرا او يا تفاهم په نتيجه کې او په دوه ونډونود شامکاراو حکيم آباد (کلی ګرام) او اراضيوګانوکې دمستقيورايو په شميرلووټاکل. دا نوع انتخابات د امريکه د ايوا (Iowa) په ايالت کې د کاکس (Caucus) په نامه ياديږی. کاکس ګروپ يا غونډه ته وايي چې د هر کانديد طرف دارپه يوه ځای کې راټول کيږي بيا د ايالات د انتخاباتو دکميسون غړي د ټولو په مخ کې د هر کانديد پلوي کسان شماري. په دغه انتخاباتاتوکې د وټ اچول او يا وټ چاپول نه وي او هم د انتخاباتومصارف ډير کم وي. د ۲۰۰۲م کال د بيړنۍ لوې جرګې انتخاباتاتو ټول مصرف د مشرقي په څلورو ولايتونو کې د يولک امريکايي ډالرونه کم وي اما هغه انتخابات د په پرلسي انتخاباتوپه اړوند چې ميلونونو ډالرلګښت پرې شوی و د خلکوپه نزد زيات مشروع واو د ولس ښه استازيتوب يي کولی شو. ددی لپاره چې په راتلونکي کې په کمو پيسو مشروع انتخابات په خاصه ټوګه ولايتي او پارلماني انتخاباتو ته زه د پورته سيستم وړانديز کوم چې خلک په خپله خوښه نمايندګان د يوي شفافي پروسي په اساس وټاکي او هم د انتخاباتو نتيجه بايد په هماغه ورځ معلومه وي تر څو د درغليو مخه ونيول شي نه داسي چې د وروستيو انتخاباتو نتيجه تر يوه کاله پوری لا معلومه نه وه او پايلې اوس هم د سوال لاندې دي. د دا ډول انتخاباتو لګښت به ډير کم او د حکومت په وسه به پوره وي چې د انتخاباتومصارف ورکړي نه چې د انتخابات لپاره هم زمونږلاسونه بهرنيانوته اوږده وي. دا يوه بيله مسله ده چې زيات بحث او سياسي اراده ته اړتيا لري چې ترڅود افغانستان په انتخاباتي پروسه کې شفافيت رامنځ ته شي او ولس په کې فعاله ونډه وراخلي.

- بېرته شاته