Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
رښــتـیـنـی انـځور
غزل
نن خــپـه رانـــه جـــانـــان دی ربه خیر کړی
زما زړه سـخـت په لـړزان دی ربه خیر کړی
ودانــــه د مــیــنــې دنــیـــاګــــۍ وه زمــونــږ
تــنهـایــي کـې غــټ تـاوان دی ربه خیر کړی
پاس اسمان کې د غم ورېځې راښـکاره شـوي
ږلــۍ ،بـاران کـــه تـوپــان دی ربه خیر کړی
ته مــې یار، ته مــې دلـدار، ته مــې نګار یې
بې له تا مې ژوندون ګران دی ربه خیر کړی
احــمــدزیــه ورشــه آشــــنـــا راپـخــلا کــړه
د ریبار داســـې فـــرمــان دی ربه خیر کړی
غزل
کـه څـوک پـه ژونـد کــې شي یو ځل مـهـمـان د ګلرنګو
هــلــتــه بـــه ورتــه ښــکـــاره شـــي ایــمــان د ګلرنګو
څــه پـه ګفتار څــه پـه رفتار څــه پـه رخسار ښـــې دي
خــو پـه زړونــو یـــې کـــرکــــه وي پـنــهــان د ګلرنګو
مــا ویل ځـــوانه دلـتـه څــه دي ، ولــې دلـتـه راغــلی ؟
وی چــې چوپ شه!ځـــوانــي مـــې شه قربان د ګلرنګو
چــا یاران چــا خپلوان چــا جانان چــا وجدان پــريـښود
پـــه تــــــوره شــــپــه دوي ولاړ پـــه دوکـــان د ګلرنګو
بـــس لاس پـــه لاس ســـودا ده ، میـنـه میـنـه نــه شــته
ځــيـــنـې خــلــــک هـــســــې کــــوي ارمـــان د ګلرنګو
صــغـیـــره ګــنـــاه بـــه دې هـــم کــبـیـــره ګــنـــاه شي
داســـــې پــــه ګــنـــاه کــکــــړ دی جـــهــــان د ګلرنګو
احـمــدزیــه اوس دی په حـــلوا کـــې غـــاښ مـاتـېــږي
اوس چې زوړ شوی اوس پوه شوی پــه تاوان د ګلرنګو
رښــتـیـنـی انـځور
چـــې د پــۍ مــخو پــه ښــار کـې بې قرار وي
یــا بــه مسـافــر وي ، یــا خـــو بــه لاچار وي
د مــار پــه څــیـر څــرمــن اچــــوي لــه غـمه
هـغــه ســـړی چـــې لــرې لــه خــپل دیار وي
چــې پـــښــتون په مــخه ورشــي ژړا ورشــي
کـه هر څـومره په زړه سخت په ځـان تیار وي
د پــــردو موټــــرو تــصــویــــرونـــه کــــاږي
قسم لــکــه اســپــنـــدي بـــه یـــې روزګار وي
ځــیــنې ځـــــینې د یورپ په ژوند ډېر ویاړي
څه به خوار پردېس وي ، څه به یې وقار وي
د کـــلــــي نــه تـــل د غـــــم خــــبــرې اوري
د وطــن پــه غـــم بــه یـــې ځـیګر پرهار وي
د احمـــدزي پــه مـــخ بــیا اوښــکې بـهــېــږي
مســافــــر پــه زړه نــری پــه روح بیمار وي
(جاوېد احمدزی)