(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولس ولې ولس دښمني کوي؟

د هند پاکستان بنګله دیش افغانستان او شاوخوا وطنونو ولس ټول یو قدر مشترک لري او هغه غربت دی-که څه هم په پورته یادو شوو وطنونو کې هند د نړيوالو له نظره چټک پرمختګ کوي خو پايلې يې زمونږ د وړاندې ښکاره دي چې هل

ته وس هم خلک په لارو خوبونه کوي او که سړی بمبۍ یا ډیلي ته ورشي نو د سترو سترو ودانیو ترڅنګ وړې وړې خیمې هم لیدی شي چې د ولسي ژوند اندازه ترې ښه په اسانه لګیدی شي-او د خلکو په نظر ددې شتمن وطن خلک وس هم عربو او بهر نورو وطنونو کې خواري مزدوري کوي او د هند واکداران په سرو سپینو کې لوبې کوي-او د نړۍ دا ستر جمهوریت هم له څو شخصیاتو او کورنو چاپیره چورلي -کیدی شي په راتلونکي کې هند پرمختګ وکړي خو زما په اند څو پیړۍ به نورې هم ونیسي ځکه چې د هند ابادي دومره ډیره ده چې ترتیبول يې د وسني نظام سره ستونزمن کار دی-او غریب هلته وس هم غریب دی او سرمایه د څو کورنو سره ده -په صنعتونو هم ددغو کورنو قبضه ده او سترو ادارو کې هم دغه خلک ناست دي-کرپشن غبن او د ولس مال خوړل دومره زیات دي چې تاسو هندي میدیا وګورئ نو سر به مو څه نه څه خلاس شي-دغه حال ورپسې د پاکستان او بنګله دیش هم دی -پاکستان چې دوه ټوټې شو نو بنګله دیش په وجود کې راغی-د بنګالیانو حال خو له هیچا پټ نه دی که څه هم هلته فوځ د واک شوق ترډیره وخته لرلی خو وس بنګله دیش دوه ګوندي جمهوریت پله تلی دی -حسینه واجد او خالده ضیا يې په وار وار مشري کوي خو دغه جمهوریت داسې دی چې دوي دواړه ګوندونه د یوه بل د وینو تږي دي-د یو ګوند کارکنان د بل ګوند کارکنان وژني او چې کومه یوه واک ترلاسه کړي نو بله يې پښې راکاږي-او د څو لسیزو نه همدغه لوبه ده چې ولس ورځ په ورځ خواریږي او واکداران شتمن کیږي-او بنګالیان په پردو وطنونو کې لیدی شئ چې ګڼ شمیر يې پردۍ کوڅې جارو کوي-او په بیخي لږ اجرت د وطنه بهر شپې سبا کوي -او د نیستۍ له کبله وړې وړې غلاګانې هم کوي چې څوک له وطنه بهر وي نو دا حقیقت به ورته څرګند شي چې بنګالیان په پورته یادو شوو وطنونو کې ترټولو ځپلی قام دی-دغه حال بیخي د پاکستان د ولس دی-په پنځه شپیته کاله کې دلته تردیرشو زیات کلونه فوځ د واک مزې اخستي-د تعلیمي ادارو نه واخله تر صحت او نورو ولسي ادارو فوځي واکمن ناست دي-د وطن ټولې شتمنۍ ددوي په لاسونو کې دي د نورو ادارو لکه عدالت صحافت او سیاسي واکمنو سره هررنګ احتساب یا سپکاوی کیږي خو دوئ پکې سپین هاتیان دي که څوک ورته ګوته نیسي نو د وطن دښمن ټاپه تیاره پرته وي او بیا شرمیږي-د سیاسي ګوندونو دا حال دی چې پلار مري نو ځوی يې مشر کیږي او چې ځوی مري نو نمسی يې مشر کیږي-په ټولو ادارو کې دوئ خپل خپلوان ورټومبلي دي ټولې سترې چوکۍ ددوي په لاسونو کې دي-سترې بنګلې نوي ګاړي او شاه خرچیانې ددوي پلرنی میراث دی-د بهر وطنونو بنکونه يې ډک کړي دي او چې کوم یو هم له واکه ځي نو بیا مجرم وي-سیاسي مذهبي ګوندونه هم د نورو په لاسونو کې لوبیږي او د فوځ د ضرورت په وخت دوئ په اسانه ولس له دهوکه ورکوي-جنتونه او دوزخونه ددوئ خپل دي چې څوک غواړي شهید کوي يې او چې څوک غواړي مرداروي يې-قامپاله ګوندونه هم د څو کورنو چاپیره چورلي او د ولس د پاره يې تراوسه هیڅ داسې د ښیګړې کار ونکړو چې سړی يې وستايي-په عدالتونو کې ددې کورنو خلک ناست دي په ټیکس راغونډونکو ادارو کې ددوي د کورنو خلک ناست دي او دوي له هیچا ویره نه لري پخپلو کړنو کې بیخي ازاد دي-او بل اړخ ته ولس دی چې هره ورځ د لوږې نه ځان وژنې کوي -د غربت دا حال دی چې دوه وخته خواړه په دې وطن کې پیدا کول ډیر ګران شوي-د مزدور په دیاړۍ وچه ډوډۍ هم نه ترلاسه کیږي -تعلیمي حال هم له چا پټ نه دی چې لکه هندوانو کې شودر او برهمن دي په پاکستان کې واکدار او ولس ددوي بیلګه ده--د غټانو بچیان په پرایویټ ښوونځایو کې لوړې زدکړې کوي او افسران ترې جوړیږي او د ولس بچیان سرکاري ښوونځایو کې زده کړې کوي او بابوګان او چپړاسیان ترې جوړیږي--او تاسو لیدی شئ چې د وطن ګڼ شمیر ځلمي په نیمه کې زدکړې پریږدي او بهر وطنونو ته مزدوریانو له ځي او پردۍ غلامي کوي -په پاکستان کې د وړو صوبو سره تل زیاتی کیږي او شتمنۍ يې د شمیر څو ادارې او واکمن خوري او دوي پخپلو شته شتمنیو کې د غربت په ژرنده دل شول-دغه حال بیخي د افغانستان هم دی -د تیرو درې لسیزو نه په دې وطن کې جنګ دی خو لږ به ددې لسیزو نه اګاهو نظر واچوو-چې ولس سره څه کیږي او شوي -
مونږ له پيړیو نه دا خبره ښکاره لیدی شو چې که په افغانستان کې امن هم وو-او واکداران يې ترهنده رسیدلي وو-او د شتمن وطن د سرو سپینو خاوندان وو-خو د پښتنو کلي ددې خبرې ګواه دي چې په ټول کلي کې به څو ملکان خانان او نوابان ماړه وو-د وطن ټولې شتمنۍ لکه زمکې غرونه کانونه او ځنګل ددوئ پلرنی ملکیت وو-دغو واکدارانو د نړۍ د پرمختللو وطنونو نه هیڅ هم زده کړي نه وو-د قام دا تعلیمي حال له هیچا هم پټ نه دی-چې په هغه تیرو وختونو کې په ټول کلي کې یو منشي صاحب وو چې که چاته به چرته چیټۍ راغله نو منشي صاحب له به يې څربه چرګه یوړه نو هغه خط یا چیټۍ به يې ورته واوروله-نیم ولس د خانانو نوابانو او ملکانو زمکې سنبالولې او دغو واکدارانو مزې او چرچې کولې-لښکرې به هم غریبانو کولې -وینې به ددوي تویدلې او نوم به د واکدار کیدو-په میلونو میلونو به چرته یو مکتب یا ښوونځاي په نظر نه راتلو-او د واکدارانو د زده کړو د پاره درباري استادان ډیر وو -چې دوي او ددوي اولادونو ته به يې تعلیم ورکوو او یا به بهر وطنونو ته هم د زدکړو د پاره تلل-مذهبي مشران هم د ولس کوم خواخوګي نه وو -او ددوي د شلیدلو جامو او تریخ ژوند هیڅ درد يې په زړونو کې نه وو-اوس که یو سړی راته ددغو واکدارانو سرونه وینځي نو دروغ يې ځکه ګڼم چې هرڅه زمونږ د مخې ښکاره دي-چې سړی وږی شي نو د سؤر غوښه هم خوري -چې د بهر وطنونو واکدار وغواړي په وږي ولس کې ښه په اسانه ځانته په پیسو خلک لټولی شي او خپلو شومو اهدافو ته رسیدی شي-چې ځیلې يې وسنۍ هیڅکله هم نه دي او له بخواني جرمونو سزا نن مونږ ته رسیږي-که مونږ پرې سترګې پټوو نو دا بیله خبره ده خو زمونږ ولس د تیرو درې لسیزو نه غریب او پې سواده نه دی پیړۍ وشوې چې د افغانستان ولس خوار دی او واکداران ملکان خانان او نوابان ماړه ----د وسني جنګ کړۍ که د هرځاي سره تړو خو ستر لامل يې هم دادی چې د وطن په شتمنیو کې کله هم ولس ته هیڅ برخه نه رسیدلې وه نه وس رسیږي-زه هغه بهر مداخله کونکي هم غندم خو خپل پخواني او وسني واکداران هم هیڅکله بخښلی نه شم چې افغانان يې په وینو ولمبول او لا خوا يې سړیږي نه--او افغان ولس هیڅ ګرم نه ګڼم چې نهره ګیډه جرم جرم نه ګڼي-او د ولس داحال دی چې د غربت مهاجرت او بې سوادۍ په ژرنده دل شول--
دا پورته ولسي حالات بیخي یو رنګ دي-په دې وطنونو کې ولسونه غرک دي او واکدار وس هم مزې کوي-که په چا ورانه ده نو هغه دا خورا ولسونه دي-او د ژوند د خوږو نه نه پخوا خبر وو نه وس خبر دي-او څو پیړۍ وشوې چې زمونږ د ټولو ستونزه بیخي یو رنګ ده-او هغه غربت دی -د تعلیم نشتوالی دی او د سمو ولسي درد لرونکو واکدارانو نشتوالی دی-نو چرته چې درد او تکلیف مشترک شي پکار ده چې ولسونه په یو بل پسې ټوپکې پورته نکړي او د ولسي فکري بدلون د پاره هڅې وشي -او د داسې انتقلاب(بدلون)د پاره لاره هواره کړی شي چې مونږ هم د نړۍ د نورو ولسونو په څیر ژوند وکړو-زمونږ بچیان هم دومره حق لري څومره چې ددې سیمو د واکدارانو بچیان يې لري-مونږ هم چاپیره وینو چې وس ټول یورپ یوه کرنسي (یورو)کاروي -او وطنونه او مذهبونه يې یو نه دي-جلا مذهبونه او جلا جلا قبیلې دي-خو د خپلو حقونو خبر دي او واکداران يې ددوي د خبرو منلو نه پرته بله لاره نه لري-هرنوی ساینسي ایجاد ددوي په لاسونو سر ته رسي-د صحت تعلیم او زده کړو یو رنګ اسانتیاوې لري-جغرافیايي حالات يې هم زمونږ نه مختلف نه دي او قبیلوي ځانګړتیاوې يې هم خوندي دي-
له بده مرغه مونږ د یو بل پښې راکاږو-د یو بل توغونه سیزو-د یو بل په مرګ کې جنتونه لټوو-انساني مینه په دې وطنونو کې د مرغۍ پۍ یا د انځر د ګلونو په څیر ده چې چرته هم نه ترسترګو کیږي-او که داسې حالات وو څنګ چې وس دي نو نورې څو پیړۍ به هم مونږ په دې وسني کړکیچ کې نښتي یو-او د شمیر څو کورنۍ او واکداران به د یادو شوو ټولو وطنونو د سرو سپینو خاوندان وي ---او ولسونه به خوار وي
--
په درنښت
فضل عندلیب
دیر
پښتونخوا

 

 

- بېرته شاته