Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
جمال د عرفې په غونډۍ
زما د غم کېسه به کله خاتمې ته رسي
تار تار ګریوان به مې یار کله نندارې ته رسي
د اوښکو سترګې شولې وچې لارې تشې ښکاري
جانان به کله د ګریوان تشې کوڅې ته رسي
نن مې غمونه له غمونو نه شرمیږي خدایه
نن مې سلګۍ سلګۍ ژوندون بیا جنازې ته رسي
اختر به هر کالې زه لمانځمه د غم په اوښکو
دا خوشالې کله زما د غم کیسې ته رسي
محراب شهید شو د جومات زړه له غم پړک وچودید
د کوم ظالم له لاسه ورځ بې وخته شپې ته رسي
ترابه خوب وینم ( جمال) د عرفې په غونډۍ
وایې یو نیم چیرته داسې مرتبې ته رسي
مطیع الله تراب