(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
باچا خان او ولي خان
د کال دوه زره اتم د جنورۍ د مياشتۍ په شلمه نېټه د فخر افغان باچا خان د وفات شل کاله پوره شول. په دې لحاظ دا د هغوي شلم تلين دی. باچا خان د شلمې پېړۍ په ابتداء کښې زېږېدلی ؤ او عن د ځوانۍ د وخت نه ئې د قامي اصلاح او تنظيم کار ته لاس اچولي وو. وړومبی ئې د انجمن اصلاح افاغنه او ورپسې د خدائي خدمتګارۍ د پلېټ فارم نه د اولس خدمت شروع کړو. د 1930 نه خدائي خدمتګارانو د استعمار نه د ازادۍ تحريک د جنوبي اېشيا د ټولو اولسونو د مبارزې سره ملګری کړو. د امن، عدم تشدد، ازادۍ، جمهوريت او انساني حقوقو دغه کاروان په ټوله شلمه پېړۍ کښې د جدوجهد په ازغنه لار خپل مزل جاري وساتلو او دا دې اوس د يوويشتمې پېړۍ په حالا تو کښې د سيمې د ټولو اولسونو په عامه توګه او د پښتون اولس په خاصه توګه د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو په لاره راهنمائي کوي.
نن نه شل کاله وړاندې چې کله د باچا خان د وفات خبر خور شو نو د افغانستان، پاکستان او هندوستان حکومتونو خپل ملي بېرغونه راښکته کړل او د درېو واړو هېوادونو خلقو د نړۍ د نورو ډېرو خلقو سره يو ځائی د باچا خان د فکر او مبارزې په وړاندې د احترام پېرزوئنې وړاندې کړې. د احترام دغه اظهار د يوۀ داسې سړي دپاره بې مثاله او عجيبه ؤ چا چې د خپل اوږد ژوند نيمه ګېنټه هم په اقتدار کښې نۀ وه تېره کړې. خو د دې نه هم اهمه خبره دا ده چې په تېرو شلو کلونو کښې د باچا خان د فکر او سياسي ورثې اهميت نور هم زيات شوی دی. د تشدد هغه اور کوم چې د نزدې او لرې پرديو او دښمنانو د تېرو تقريباً دېرشو کالو راهسې د پښتون په کور لګولی ؤ هغه اوس په يو داسې آتش فشان بدل شوی دی چې هرې خوا ته اور نُولي. کۀ چرې دغه اور زر مړ نۀ کړی شو نو نۀ يواځې به په اېټمي وسله سمبال جنوبي اېشيا بلکې د ټولې دنيا امن په خطرکښې پرېوځي. پښتنو دپاره خو د دې نه سېوا بله لاره نشته چې د باچا خان د فکر د سرې جنډې لاندې ودرېږي او د امن، استحکام او سلامتۍ په لور ګام واخلي. هم په دغه طريقه به هغوي پردي جنګونه او پردي جنګيالي د خپل وطن نه وباسي.
خان عبدالولي خان په شلمه پېړۍ کښې د باچا خان د سياسي مکتب هغه رهبر او معلم ؤ چې د جمهوريت او قامي حقوقو مبارزه ئې ډېره په مړانه مخکښې بوتلله. په دې لار کښې ئې لکه د باچا خان او د هغۀ د ملګرو ډېر قېدونه او تکليفونه وګالل او دوه کاله وړاندې د جنورۍ په شپږويشتمه نېټه په حق ورسېدو. رهبر تحريک ولي خان پاکستان کښې د غاصبو آمريتونو خلاف د جمهوري جدوجهد په علامت بدل شوی ؤ ځکه چې هغه د 1942 کال د انګرېزي حکومت خلاف د ازادۍ د غورځنګ نه تر د پاکستان د جوړېدلو نه وروستو قيوم خاني استبداد، ايوب خاني مارشل لاء، د بوټو د حکومت ناخوالې او د ضياء الحق د فوجي آمريت جبر په وړاندې سر نۀ ؤ ټيټ کړی. لکه څنګه چې باچا خان د افغانانو د تاريخي يووالي مرام همېشه په خپل مخکښې ساتلی ؤ او د مرګ نه وروستو ئې په جلال اباد کښې د ښخېدو د وصيت په ذريعه د لر او بر افغان د يووالي لاره خپله کړه. ولې خان هم د ټوتې ټوټې پښتون د يووالي دپاره خپل ټول ژوند وقف کړی ؤ. پاکستان کښې د يو واقعي جمهوري او وفاقي نظام جوړولو او د ګاونډي هېوادونو سره د پرامنه تعلقاتو خبره ولي خان په داسې حالاتو کښې هم کړې وه چې دغه شان خبرو باندې به سمدستي د غدارۍ فتوې لګېدې. د ولي خان د سياست د سپينوالي او سپېځلتيا اعتراف حتيٰ د هغۀ سياسي دښمنان هم په جار کوي.
د باچا خان او ولي خان سياسي ورثه نن د پښتنې سيمه ايز او نړيوال سياست کښې خاص اهميت لرونکې ده. پاکستان کښې حکومتونه او مختلف سياسي تنظيمونه د امن، جمهوريت او حقوقو خبرې په خُلۀ کوې خو په عمل کښې هم هغه استعماري او استحصالي سياست په مخه بيائي. ضرورت د دې خبرې دی چې دوي نۀ يواځې په خُلۀ زمونږ د قامي مشرانو د سياسي مکتب د رښتينوالي اعتراف وکړي بلکې په عمل کښې هم د هغوي په فکر ولاړ نظام جوړولو دپاره کار وکړي. څومره پورې چې د باچا خان او ولي خان د رښتينو پېروکارو او د هغوي د خپل تحريک تعلق دی نو په هغوي دغه ذمه واري ده چې د خپل قام نوي نسلونه د باچا خان او ولي خان په فکر او مبارزه خبر کړي. پښتون قام د هغوي په تعليماتو سمبال او يو موټی کړي او ټولې نړۍ ته دا خبره وښيي چې پښتانۀ دهشت ګرد نۀ دې بلکې د دهشت ګردۍ ښکار دي. د هغوي قامي تحريک د امن، عدم تشدد او جمهوريت په اصولو ولاړ دی. د قام په توګه د پښتون بقا او خپلو حقوقو د اخستلو دپاره د پښتنو قومي جدوجهد د اسفنديار ولي خان تر قيادت لاندې جاري دی او کۀ خدائی پاک ته منظوره وي نو منزل اوس لرې نۀ دی. انشاء الله چې د پښتون قام توره زبونه شپه به د سحر په رڼا ختمېږي.
Khan Abdul Ghafar Khan (Bacha Khan) Fakh-re-Afghan
und Khan Abdul Wali Khan
(Pakhtun) -
بېرته شاته |