مشاعره
لنډکۍ کيسه
لیکوال :بارکوال مياخېل
تالار له خلکو ډک وو، پر دريځ باندې په پينځو غټو کوچونو (صوفو) کې د غونډې مشر او مېلمانه ناست وو او مخ ته پر مځکه يې هم خلک ناست وو، په دروازه کې هم څو کسان ولاړ وو او د دريځ خواته يې کتل. يوه شاعر چي سترګې يې تورې کړې او وېښتان يې غوړ او برېښېدل، له جوشه په ډک انداز شعر وايه:
جانانه! سپېره مخ او سپېره خوله درپسې ګرځم
شربت د شونډو راکه، ګنې نه درپسې ګرځم
په تالار کې چکچکو زوږ جوړ کړ، واه- واه ډېر ښه، بيا يې ووايه، خوند دي په کړى دى. خيبر ورېښمين بيت بيا ووايه او تر پايه يې همدغسې بيتونه برخوالو په چکچکو بدرګه کړل. د مشاعرې وياند توراب توريالي سپين اوږد کاغذ په لاس کې دريځ ته و درېد:
دوښمن به دي تباه کړم ستا بچى يمه وطنه
تر خاورې دي قربان شم توريالى يمه وطنه
واه، تر دا خوله دي قربان شم، يو وار خو يې بيا ووايه. د مشاعرې مشر په وياند بيت دويم ځل ووايه. وياند د بيت تر تکرارولو وروسته د يوه بل شاعر نوم واخيست، شاعر را ولاړ نه شو، وياند بيا وويل: ويجاړګل ويجاړ ته بلنه ورکوم، نوم نابلده وو، چا ښه نه پېژانده، يو سړى را ننووت څيرې پيرې پټکى تړلى، ږيره يې لوګيو وهلې، مخ يې ګونځې- ګونځې او لمرونو تک تور اړولى وو، سيخ لاړ، دريځ ته ودرېد او بې له دې چي له جېبه کوم کاغذ را وباسي، خوله يې مايک ته نيژدې کړه:
وروڼو بې کوره يم، بې کسه يمه
لوڼه، زامن، مېرمن مي وسوځېدل
د جنګ د اور په تکو سرو لمبو کې
خو اور لا مړ نه دى، لا ستړى نه دى
ستاسې کورونو ته مزل درکوي
لږ سر ور وباسئ د خداى دپاره
راځي او زېرى د اجل درکوي
دا ځل په تالار کې د چکچکو تر څنګ شپېلکي هم وهل کېدل، تالار د واه- واه نارو پر سر اخيستى وو، بيا يې ووايه- بيا يې ووايه ويجاړ صاحب، خو سړى لا تر دروازې رسېدلى نه وو چي يوې زورورې چاودنې تالار و لړزاوه او د تالار مخه سرو لمبو ونيوله.
***
٣١ اکتوبر٢٠١٢م کال
کوټ