دکابل ټکسي چلوونکي غله
نظرمحمد مطمئن
حاجي اسدالله د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي د چانجير اوسيدونکی وايې چي په يخ ژمي کي کابل ته راغلي وم، دوه زره اوم کال وو، کله چي بيرته تلم، داچي د کندهار ۳۰۳موټربسونه د شپي له خوا حرکت کاوو، دشپي پر دوه بجي د کوربه له کور څخه راووتم، ټکسي مي پيداکړ، دوه تنه نور هم د ټکسي موټر په شاتنۍ چوکۍ کي ناست وو، چلوونکي وويل چې کاکا کجا ميري؟ ورته مي وويل چې د کندهار اډي ته ځم، هغه راته وويل چي: بالاشو، ما هم اده کندهار ميرم، خبره مي دکرايې ورته وکړه، ويې ويل چي: فرق نميکند هرچيزي که دادي صحيح است.
ټکسي په سړه هوا کې د کندهار اډي پرلور حرکت وکړ، لږځنډ وروسته د عمومي سړک څخه بل فرعي سړک ته واوښت، ويې ويل چي دلته نږدي په دي بله کوڅه کي يو بل مسافر هم کندهار اډي ته ځي وعده مي ورسره کړي ده هغه به هم راواخلو، د شاکسانو سمدستي وويل چي: برو ما هم مسلمان هستم، خيراست او بيچاره هم بالا ميکنيم.
ټکسي موټر يې په توره شپه کي يوي کوڅي ته وردننه کړ، په کوڅه ور دننه کيدو سره سم د شاکسانو زما په غاړه کي دستمال راواچاوو، يوه تومانچه راباندي ونيوله او بل چاقو راباندي راوکيښ.
ژر ژر يې زما جيبونه تلاشي کړل، راسره پيسي يې ګرده راڅخه واخيستلي، هغه بکس چي دکور د غړو له پاره مي تحفي اخستي وي او زما سامان پکښي وو هغه يې هم راڅخه يووړ، او له موټر څخه يې کښته کړم، څو لغتي يې هم ووهلم، ويل يې چي حال اده کندهار برو.
حاجي اسدالله ډير ځيرک سړی دی وايې زما د وهلو پروخت مي ددغو شاته کسانو څيرو ته ښه په ځيرځير وکتل، ډيره موده وروسته بياځل کابل ته راغلم، په جاده کي روان وم چي همهغه دوه نفره مي ترسترګو شول، زه هم په دوی پسي روان شوم، او ځان مي ناګمانه واچاوو، دواړه کسان په جاده کي يوي پوستي ته ننوتل، داچي زه هم پخوانی صاحب منصب وم، په ډاډ سره پوستي ته ورپسي ننوتلم، هلته مي د پوستي د مشر پوښتنه وکړه، له روغبړ وروسته مي ورته وويل چي دلته دوه نفر ستاسي پوستي ته راغلل څو مياشتي مخکي يې زما څخه د شپي له خوا پيسي غلا کړي، اوس مي وليدل او دادي تاسي ته مي خپل عرض وړاندي کړ.
دپوستي قومندان وويل چي شاهدان لري چي ستاڅخه يې غلا وکړه، ومي ويل چي شپه وه او دوی ټول ملګري وو،قومندان وويل چي که شاهدان لري ښه خبره ده او که نه وي او خپله خبره دي ثبوت نه کړه بيا به تاته هم جزا درکول کيږي، څو نوري خبري يې هم دا ډول وکړي، چي هرڅوک راشي زما څخه غلاشوي او بيا شاهد هم نه شي حاضرولای، برو ګم شو.
زما بل ملګري وايې چي د خوشحال خان مېني څخه ووتم او د سيلو پرسړک ودريدلم، غوښتل مي چی ده افغانانو ته ولاړشم، يو ټکسي موټر سراغونه روشانه کړل او زما لورته رانږدې شو، ودريدی، ويې ويل کجا ميري، ومي ويل چي ښار ميرم، ويې ويل بالاشو.
دټکسي د شا دروازه چي مي خلاصوله قيدونه يې وهل شوي وو او نه خلاصيدله، مخکي يو نفر ناست وو، هغه وويل چي مخته راشه، شاته نفرمریض لري، همدلته زما سره کښينه.
کله چي په مخکي چوکۍ کي کښيناستلم، داچي په کابل کي په مخکنۍ چوکۍ کي دوه نفره کښينوي، نو هغه بل نفر چي ځوان وو او د غټ بدن لرونکی وو، زما پرغاړه يې خپل چپ لاس واړاوو، ويې ويل چي اجازه ده زه به لاس واړم، ځکه تنګ ناست يو داډول به لږ هوسا کښينو، موټر حرکت وکړ، دغه د مخکنۍ چوکۍ نفر وويل چي دروازه دي سمه نه ده بنده کړي، ماچي دروازه خلاصه کړه، البته سړی ښوري او د دروازي څخه مې نورهم ځان د هغه سپاري خواته راټول کړ. دروازه مي بيرته وتړله، د موټر چلوونکی هيڅ زموږ خواته نه کتل او نه يې خبري کولي، او دغه نفر چي په مخکي ناست دی، خپلي کیسي يې هم راسره کولي چي د هجرت وخت کي چيرته واست؟ د پېښور په کيسو يې يوځای زما ذهن مشغول کړ او د دروازي په خلاصولو او بندولو يې بل ځای زما ټوله توجه او پام اړولی وو، بل داچي دغه ځوان په پښتو خبري کولي او په زړه پوري جملي يې کارولي، بيا يې وويل چي دروازه سمه نه ده بنده، ما دروازه خلاصه کړه او نور هم دده لورته نږدې شوم، په کړس سره مي داځل دروازه بنده کړه، په دغه وخت کي د پولي تخنيک د هغي دروازي برابري ته ورسيدو چې د لويې جرګي د خيمي لاره ده.
کله چي د باغ بالا لوړځای ته ورسيدو هلته دغه پښتون ځوان پوښتنه وکړه چي ته چيرته ځي، ومې ويل چي ده افغانانو ته، هغه وويل چي موږ خو سرای شمالي ته ځو، ته دلته کښته شه او بل موټر ته وخيږه، ددي خبري سره سم د موټر چلوونکي بريک وواهه او ويې ويل چي پاين شو.
زما ملګری وايې چي زه پوه شوم چي غله دي، خو داچي ډير وو، او بل پوهيدم چي د پوليسو سره لاس او اړيکي لري، که جنګ او جنجال کوم هم کومه ګټه نه کوي او يواځي داچي نور به هم خلک راپسي وخاندي، بل داچي خپل جيب هم راته معلوم وو چي چندان زیات دولت پکې نه وو.
په دي ډول يې زما څخه پيسي يوړي، هغه وايې چې کيدای شي په اول ځل چي ماته يې وويل چې دروازه سمه نه ده بنده، په هغه حالت کې يې زما د جيب څخه ټول شيان ايستلي وي، د شا چوکۍ کسانو ته يې ورکړي وی، هغوی پيسي ورڅخه جلاکړي وي او نور اسناد چي د بانک کارډ او ځيني نور کارډونه وو چي ددوی په درد يې نه خوړل بيرته يې دمخ په چوکۍ کي ناست غله ته ورکړي وي، دوېيم ځل چې بيا يې وويل چې دروازه خلاصه ده او ما خلاصه او بنده کړه، په دغه حالت کې به يې هغه زما کارډ او نور کاغذونه بيرته زما په جيب کي ايښي وي.
دغه ډول غلاوي ډيري د هغو کسانو څخه کوي چي د ولايتونو څخه کابل ته راځي، او هغه خواران چي ځينې يې په لومړي ځل کابل ته راځي د غلو په دغو چلونو نه پوهيږي، چي په ټکسي کي به ټول خپل سره ملګري غله يوځای وي او بيا به ورڅخه په لويه لاره کي پيسي وړي، او يا به په لايني ټکسي کي ملګري غله ناست وي او ديوه نفر ځای به يې پري ايښي وي او دهغه څخه به پيسي غلاکوي.
دا ډول نور چلونه هم غله کوي چي په ترتيب سره به يې زه تاسي ته ورسوم، خو هيله مي داده چي زموږ هغه وروڼه چي دغلو ددغه ډول کړنو سره مخ کيږي او ياخبريږي، هغه خپلو دوستانو او د کليوالو ترغوږونو ورسوي، او که کله هم ددوی دوست له ولايت او يا بل ځای څخه کابل ته راځي، هغه بايد مخکي له دي چي په ټکسي کي سپور شي وپوهوي چي له جيبو سره پام کوه او د غلو ځيني چلونه ورته وښئي.
داچي له کابل څخه کندهار، هلمند او هرات ته ۳۰۳بس موټران د شپي حرکت کوي نو ددغو سيمو ډيری کسان د شپي پر يوه نيمه او دوه بجي د کوربه له کور او يا هوټل څخه راؤځي او تر کندهار اډي پوري ټکسي نيسي چي ډيری کسان له ورته پيښو سره مخ شوي او د ټکسي چلوونکي لخوا د مخکي جوړ شوي پلان له مخي غلو پيسي او قيمتي سامان لکه ساعت، قيمتي ګوتمۍ، او نور سامان چي په لاسي بکس کي ورسره وي ورڅخه وړي دي.
دا ډول د ورځي له خوا هم په ټکسي کي ډير مسافر د غلو له خوا شکول شوي او دهغوی له جيبونو څخه پیسي، موبايل ټليفون او دا رنګه د سامان څخه ډک بکسونه ورڅخه غلا شوي دي.
په ملي بس کي چي د سوارلیو ډيره ګڼه ګوڼه وي هم ورته ډول غلا کيږي، له ډيروکسانو څخه موبايل غلاکيږي او کله کله يې جيب هم وهل کیږي.
که ستاسي هر دوست کابل ته راځي، ښه داده چي توصيه ورته ؤشي، چي که ټکسي نيسي نو د ټکسي له چلوونکي سره دي مخکي له مخکي خبره خلاصوي چي بل نفر ته به يې نه دروي او نه به بل نفر راخيږوي، د ټکسي چلوونکي ډير وخت وايې چي خير خو کرايه کمه راکړه زه به د شا چوکۍ کي نور سپاري هم راواخلم، چي غم په دغو د شاکسانو کي وي، او بيا يې په ګټه لوټي، په هیڅ ډول له خپل ملګري ماسيوا بل څوک په ټکسي کي مه درسره پريږدئ.
کله کله د ټکسي چلوونکی يواځي وي په مخکي يې خپل ملګري غله کښينولي وي، که ستاسي دوست په دي پوه شي چي ټکسي لاره واړوله نو ښه داده چي ورڅخه کښته شي.
خپلو هغو ملګرو او دوستانو ته چي له اطراف څخه راځي او په ښارکي بلد نه وي او دښار د غلو په اړه معلومات ونه لري، هغوی دي هغه ټکسي ته نه خيږي چي نورکسان پکښی وي.
ملي بس ښه دی خو د خپل موبايل او جيب سره دی زيات پام کوي،که چوکۍ پیداکړي او پکې کښيني ښه ده.
ترټولو په اوس وخت کي مصؤن ښاري موټر ټونس بللای شو، چي ډيري د غلا پيښي پکې نه کيږي، خو کله کله په ټونس موټر کي هم داسي پيښي کيږي، ولي ډيري لږ.
زما هدف ټول ټکسي چلوونکي نه دي، ډيرښه کسان په ټکسي چلوونکو کي شته چې دهمدي لاري څخه خپلوبچوته حلاله روزي ګټي، خو دغو ځينو له الله نه نه ويريدونکو د ټکسي چلوونکو غلو ددوی ټولو رنګ وربد کړي، په کار ده چي ښه ټکسي چلوونکي هم دي ته متوجه شي او ددغه ډول ټکسي چلوونکو په مخنيوي که مرسته وکړي او د ټکسي د چلوونکو د اتحاديې د لاري يې مخه ونيسي، ترڅو د وچو له کبله لاندي ونه سوځي، او که دغه ډول حالت دوام پيداکړي نو خامخا به ددوی پرکاروبار منفي تأثير اچوي.
زما وړانديز دادی چي خپلو دوستانو ته چی کله کابل ته راځي او يا دشپي له خوا د بسونو اډو ته ځان رسوي، هغوی ته د غلو ياد شوي چلونه وښودل شي ترڅو تر اډي پوري مصؤن ورسيږي
پای
********
کرائي کور House For Rent
د ۲۰۰۶ ميلادي کال په وروستيو مياشتو کي کابل ته راغلی وم، په يوه مجلس کي مې نجيب وردګ د تاج محمد وردګ ځوی وليد، په هغه وخت کي يې وويل چي زما سره په افغانستان کي د امريکا هغه پلان شته چي دوی به دلته په کومو کلونو کي ډيرډالر مصرف کوي او په کومو کلونو کي لږ، هغه وويل چي په ۲۰۰۷ م کال کي به تر ټولو کلنو زياتي پیسي (ډالر) په افغانستان کي مصرف کيږي، په ۲۰۰۸ کال کي د ډالرو د مصرف ګراف بيرته کښته کيږي، په ۲۰۰۹ م کال کي دغه د ډالرو مصرف بيا زياتيږي خو د ۲۰۰۷ کال په ډول به دومره زيات ډالر نه شي مصرف، او په ۲۰۱۰کال کي به يواځي لږ پیسي مصرف کيږي په ۲۰۱۱ کال کي به دغه ګراف ډير ټيټ شي او بيا به له هغه وروسته هیڅکله هم په افغانستان کي د امريکايې ډالرو د مصرف ګراف لوړ نه شي.
د ناټو چي په سر کي يې امريکا ده له يرغل سره سم د ډالرو باران زموږ د هيواد په ځينو ځانګړو وګړو ووريدی، او دهمدغو ځانګړو وګړو ترڅنګ بيا ډيری نور وګړي د امريکا ژلۍ تر پخوا هم خوار او زار کړل.
د ۲۰۰۳ م کال په اخرو وختونو او ۲۰۰۴ کال په اولو وختونو کي د وزير اکبرخان ډيری کورونه په ډيرو لوړو بيو بهرنيو مؤسساتو په کرايه ونيول، په ۲۰۰۵ کلونو کي دغه کرايې دومره لوړی شوي چي دکورونو څښتنانو يې هیڅکله هم تصور نه شو کولای، داسي کورونه هم وو چي مياشتنۍ کرايه يې د ۵۰۰۰۰ ډالرو څخه تر ۷۰۰۰۰ ډالرو د کور مالک ترلاسه کړه، او د وزير اکبرخان د عادي کور چي ډير کوچنی او پخوانی جوړ شوی کور به وو د مياشتي کرايه يې تر ۵۰۰۰ امريکايې ډالرو کمه نه وه.
د شير پور د کورونو په عصري او مډرن ډول جوړيدل هم په بيړه روان وو، په ۲۰۰۷ م کال کي د وزير اکبرخان، او شيرپور نږدي ګرده کورونه د بهرنيو مؤسيسو له خوا په لوړ قيمت کرايه شوي وو، او د هر کور په مخکي به د ځانګړي امنيتي کمپني وسلوال د بهرنيانو د ساتني له پاره ولاړ وو.
په وزير اکبرخان او شيرپور کي د لوړ ماډل او لوکس موټرانو کاروان هره شيبه ليدل کيدل، دغي سيمي ته په کتو سره سړي فکر کاوو چي د دنيا له ډيرو شتمنو سيمو څخه يوه هم د وزيراکبرخان او شيرپور سيمه ده.
د بهرنيانو له پاره د فاينسټ Finest او ډول ډول سوپر مارکيټونه جوړ شول، د چين، کوريا، تايلنډ ځينو ښکلو نجونو هم په وزیر اکبرخان او شيرپور کي د نامشروع جنسي اړيکو له لاري د ډالرو د ګټلو له پاره په دغه سيمه کي ځانګړي کورونه په کرايه ونيول. او د جهاد د وخت د ځينو رهبرانو زامنو هم په دغه سيمه کي د بهرنيانو د عيش او عشرت له پاره د بهر په سټنډر هوټلونه او رسټورانټونه خلاص کړل.
د ښارنو، تايمني او کلوله پښته ډير کورونه ځکه په کرايه ونيول شول، چي نور نو په وزيراکبرخان او شيرپور کي کرايې کور نه وو پاتي، د شش درک سيمه خو ځکه وار دمخه لا مؤسیساتو او انجوګانو نيولي وه چي د امريکا سفارت ته نږدي سيمه وه، او ډیر ډالر له همدغه سفارت څخه ترلاسه کيدلای شوای.
د ليوزبرجر .LBG Louse Berger Group intپه نوم د USAIDله خوا تمويليدونکي يوه اداره په وزير اکبرخان کي وه، خلکو ويل چي د خپلو کارکوونکو له پاره يې د وزير اکبرخان يوه پوره کوڅه په کرايه نيولي وه، خو زما د معلوماتو له مخي چي په لومړيو وختونو کي يې له ۶ کورونو او بيا وروسته کیدای شي تر ۱۰کورونو پوري په کرايه نيولي وو.
دIRD مؤسيسه چي بوديجه يې له USAID څخه اخستله په شير پور کي يې بشپړه کوڅه موډرن او عصري کورونه په کرايه نيولي وو.
د DAI مؤسيسه چي داهم د USAID لخوا تمويل کيدله دوی يوه بشپړه کوڅه په وزيراکبرخان کي نيولي وه خو وروسته يې د وزير اکبرخان په بله کوڅه کي هم څو داني دفترونه دلودل او خبره دي ته ورسيدله چي کله په کندهار کي د بهرنيو مؤسيسو په ګډ ځای بمي بريد ؤشو، د امنيت د خرابوالي له امله يې خپل کارکوونکي کابل ته راوغوښتل چي له وزيراکبرخان سربيره يې په شيرپور کي هم څو کورونه په کرايه ونيول.
داسي هم نه وه چي د يادو شوو ادارو کارکوونکي همدومره زیات وو، د يادو شوو درې واړو ادارو مشرانو به خپل د کار دفتر بېل وو چي په هغه کي به دوه ياد درې نور کسان چي ډير وخت به ښځينه وي ورسره په هغه دفتر کي نږدې کار کاوو، او د همدغو ادارو مشرانو به دخپل خوب او اوسيدو له پاره ځانګړي حويلۍ په کرايه نيولي وه چي هلته به يواځي پکي اوسيدی او خپل دخوښي کومه بهرني نجلي به يې هم ورسره کړي وه، خو په اصولو کي يواځي د اداري د مشر له پاره به يو بشپړ کور په کرايه نيول شوی وو.
دبلک واټر Black Water امريکايې امنيتي کمپنۍ په موټرانو ، بهرنيو او افغان کارکوونکو خو به سهار او مازيګرمهال د وزيراکبرخان او شيرپور نږدې ټولي کوڅي ډکي وي، او هرځای به ددغه کمپنۍ وسلوال له خپلو سرپ او فرونر ګاډو سره ولاړ وو
دايو مثال وو، د هري لويې اداري، انجو او ودانيز شرکت ورته حال وو، په ميليونونو ډالر د کورونو کرايه، د لوکس موټرانو رانيول او کرايه کولو ولګيدل، او دا رنګه په لويه پېمانه ډالر د بهرنيانو له خوا د منظم پروګرام له مخي غلا او بيرته امريکايې بانکونو ته ورسيدل.
د ۲۰۱۱ کال په پېل کي د ډالرو باران کي کمښت راغی، او د ۲۰۱۱ کال ترپايه دغه لړۍ دومره پسه شوه چي ترټولو لومړی يې د وزيراکبرخان او شيرپور سيمي د کورونو مالکان وځپل. د ۲۰۱۱ کال په نيمايې کي د شيرپور د ډيرو کورونو پر سر به کوچنۍ ټوټه ځوړند او پري ليکل شوی به وو چي House For Rentددي ترڅنګ به يې د خپل موبایل نمره هم ليک شوي وه.
د ۲۰۱۲ کال له پېله دغه د کورونو خالي کيدل دومره زيات شول چی د شيرپور او وزير اکبرخان په هره کوڅه کي نږدي د نيمايې کورونو د دروازو پرسر به کوچنۍ ټوټي ځوړند او پري ليکل شوي به وو چی House For Rent.
د شش درک، ښارنو، تايمني، کلوله پښته سيمی هم د بهرنيو مؤسيساتو له شتون څخه خالي او کورونه يې تش پاتي شول.
اوسمهال چي کله شيرپور سيمي ته ورشي نو نږدې له ۸۰٪ څخه تر ۹۰٪ کورونه خالي ولاړ دي او هيڅوک پکي نشته، دا ډول په وزيراکبرخان کي هم نږدې۶۰٪ څخه تر ۷۰٪ کورونه د بهرنيو مؤسيساتو څخه خالي شوي دي او تش ولاړ دي.
پاتي دي نه وي چي په وزيراکبرخان کي يواځي هغه سيمه لا په خپل حال پاتي دي چيرته چي بهرني سفارتونه دي.
د ۲۰۱۱ کال ترپايه او د ۲۰۱۲ کال په لومړيو وختونو کي لاهم د کور څښتنانو دغه کورونه يواځي بهرنيو مؤسيساتو ته په کرايه ورکول غوښتل نو ځکه به يې د ټوکر په کوچنيو ټوټو يواځي په انګليسي ژبه House For Rentليکلي وو، خو وروسته وروسته چی کله دغه د ډالرو باران کم شو،اوس د شيرپور او وزيراکبرخان د ډيرو کورونو پر دروازو په ځوړند شوو ټوټو ليکل شوي دي چي، خانه کرائي.
مشرحاجي صاحب هوښيارسړی دی، خو والي صاحب!
دهلمند له پاره نوی والي د ګلاب منګل پرځای وټاکل شو، کله چي دروان کال د تلي مياشت پر پنځمه ورځ يې رسماُ په لښکرګاه کي په کارپېل وکړ، ډلي ډلي سپين ژيري يې مبارکي ته راتلل، دمبارکي له پاره به سپين ژيرو ډول ډول ډالۍهم د والي صاحب د خوشاليله پاره له ځان سره راوړلي.
د ښاغلي کرزي صاحب د حکومت په راتګ چل، فريب، اختلاس، فساد، رشوت او ډول ډول نوري ناوړه کړني خپل اوج ته رسيدلي دي، د هلمند د نويوالي صاحب دمبارکي له پاره هم خلک په غوليدونکي ډول سره راغوښتل کيدل او دهغوی له ناخبري او ناپوهي څخه استفاده کيدله.
پخوا مي اوريدلي وو چي د رحمان بابا د ليسي زده کوونکي يوځل ددي له پاره کوم مشر بيولي وو چي هلته يې مسؤلو کسانو ته ښودلي وو چي دغه ځوانان د سولي د پروګرام سره يوځای شوي دي، او د ليسي څخه د تګ پرمهال يې تورپاجونه هم زده کوونکو ته ور په سر کړي وو.
د هلمند د نوي والي تورن جنران محمد نعيم بلوچ پخواني ملګري او دوست (مشرحاجي صاحب) غوښتل چي د هغه مبارکي ته له ډيرو نورو مشرانو سره يوځای د ولايت مقام ته ورشي، خو داچي ولس د ښاغلي کرزي صاحب د حکومت سره فاصله نيولي او ورځ په ورځ دغه فاصله نوره هم زیاتيږي، دغه د والي صاحب هوشيار دوست له ځان سره پلان جوړ کړ چي باید ټول د قوم مشران او سپين ژيري د والي صاحب د مبارکي له پاره له ځان سره بوځي او د والي صاحب مبارکي د شانداره مراسمو په ترڅ کي ترسره شي.
مشر حاجي صاحب له کابل څخه لا دخپلو کليوالو د مشرانو سره د ټلفون پرکرښه اړيکي نيولي چي نوی والي صاحب زما ملګری دی، زه درځم او چي کله درشم په ګډه به ولايت ته ورځو، پلانی او پلانی کار به پري کوو.
مشر حاجي صاحب هلمند ته د والي له تګ څخه وروسته ډير ژر لښکرګاه ته ولاړ، د خپل کلي له مشرانو سره يې پر ټلفون خبره وکړه چي سبا سهار دکلي ګرده مشران او سپين ژيري راټول کړئ او لښکرګاه ته راشئ، والي صاحب ته ورځو، د حاجي عبدالغفور له بند څخه دخلاصيدو ، او د پنبي د قيمت د لوړوالي په اړه به هم خبره ورته وکړو.
مشرحاجي صاحب کليوالو ته پر ټلفون داهم ويل چي والي صاحب له ډير پخوا څخه زما ملګری او دوست دی، انشاءلله حاجي عبدالغفور به هم پري راخلاص کړواو د پنبي قيمت به هم پري لوړ کړو.
زموږ غريب او بيچاره ولس چي په کليو او بانډو کي اوسيږي اوس هم د پخوانيو پيړيو د خلکو په څير په زړه پاک او هره خبره مني او لاهم نه دي خبر چي دنيا ټوله چل او فريب نيولي.
ډير ژر دغه خبر د نادعلي ولسوالي د زرغون کلي او په مارجه کي د لويې څلورلاري سره نږدي د سليمانخيلو په کليو کي د ټولو سپين ژيرو او مشرانو ترغوږو ورسيد چي مشر حاجي صاحب له کابل څخه راغلی دی، سبا سهار يې ولایت ته ټول غوښتي يو،له نوي والي سره د حاجي عبدالغفور د بند په اړه او دا ډول د پنبي (پختي) د قيمت لوړيدو اړوند خبره ورسره کوي، والي صاحب د مشر حاجي صاحب ډير ټينګ انډيوال دی، سبا له خيره به ټول مشران او سپين ژيري لښکرګاه ته ځو او له مشرحاجي صاحب سره به يوځای والی صاحب ته خبره کوو.
دحاجي عبدالغفور ورور ډير خوشحاله معلوميدی، په کلي کي يې د هرچا دروازه ټکوله چي سبا سهار وختي چمتو وي او پاتي نه شي، دکلي هغو خلکو هم سبا لښکرګاه ته د تګ ښه کمپاين وکړ چي ډيره پخته يې درلودله او د لوړ قيمت په نيت يې په خپلوکورونو کې ساتلي وه.
مشرحاجي صاحب هوښيار سړی دی، داسي دوه مسئلي يې بيچاره کليوالو ته ور وړاندي کړي چي دکليوالو غوښتني وي، حاجي عبدالغفور چي څوکاله کيږي د نشئې توکو په تور نيول شوی او د پلچرخي د زندان له خوندکتلو وروسته اوس د لښګرګاه په محبس کي د خلاصيدو په هيله شپي او ورځي تيروي، دکليوالو سره د ښه چلند له امله کليوال ورته درناوی لري، دا ډول د زرغون کلي او زموږ د مارجي دوستان چي د ذراعت کار کوي، هر کور د يوه خروار (۴۵۰ کيلو ګرام) پنبي څخه زيات پنبه لري، او په دي هيله يې خوندي کړي چې ګوندي کومه ورځ به يې قيمت ښه شي.
سهار وختي ډلي ډلي مشران د نادعلي او مارجي ولسواليو د سليمانخيلو د کليو څخه لښګرګاه ته راورسيدل، مشرحاجي صاحب لا وار دمخه د راټوليدو او يو ځای کيدو ځای ورته په نښه کړی وو، په لښګرګاه کي هم د صافيانو او نورو سيمو څخه د سليمانخيلو مشران راغوښتل شوي وو، ښه لويه ډله مشران او سپين ژيري سره يوځای شول.
مشرحاجي صاحب چي سپين کالي، سپينه لونګۍ اوسپيني اوږدي ژيري يې دهرچا پام ده ته اړاوو، داچي د قوم ډله خلک ورپسي روان وو، دده په لور دهرچاه سترګي کږي وي.
ديوځای کيدو دځای څخه د ولايت په لور دروانيدو څخه مخکي سپين ژيرو ته مشر حاجي صاحب وويل چي والي صاحب خو نوی راغلی دی، ښه ده مبارکي به هم ورکړو او دابه لا ښه وي چي يوه لنګۍ پر سر وروتړو، والي صاحب به خوشحاله شي.
فکر کيږي چي مشرحاجي صاحب پرون ورځ لا د هلمند د والي صاحب سره خبره کړي وه او خپل پلان يې ورته ويلي وو چي ما د خپل قوم مشران راغوښتي او سبا سهار ولايت ته درځو.
بست هوټل ته د والي دمبارکي اوښه راغلاست له پاره له بېلابېلو ځايونو څخه دوالي خواخوږي راتلل، مشرحاجي صاحب هم د خپل قوم له مشرانو او سپين ژيرو سره بست هوټل ته ورسيدی، د رسيدو سره سم يې ځينو سپين ژيرو ته وويل چي دلته خو خلک ټول د والي صاحب د مبارکي له پاره راځي، او موږ به هم مبارکي ورکړو، لنګۍ به پرسر وروتړو ، د حاجي عبدالغفور د خلاصيدو او پنبي د قيمت په اړه به زه بيا مازيګر له والي سره خبره وکړم، اوس که مبارکي ورکوو او بيا دستي داخبره هم ورته کوو، مناسب به نه وي.
په زړه پاک کليوال لاهم نه پوهيدل چي زموږمشرحاجي صاحب والي صاحب ته پرون شپه لا ويلي چي ما خپل دقوم مشران ستاسي مبارکي ته راغوښتي او سهار مو مبارکي ته درځو.
دهلمند راډيو او ټلويزون کمره ګرځوونکي او خبريالان د نادعلي او مارجي ولسواليو د مشرانو د ناستي او انتظار سالون ته راغلل، خپلي کمري يې عياري کړي، ډير ژر نوی والي صاحب لوی سالون ته راننؤت او له ګردو مشرانو او سپين ژیرو سره يې پر لاس روغبړ وکی.
مشرحاجي صاحب لومړنۍ تشريفاتي خبري والي صاحب ته وکړي، او ويې ويل چي والي صاحب د نادعلي او مارجي څخه د قوم مشران اوسپين ژيري ستاسي مبارکي ته راغلي او ستاسي سره خپل ملاتړ اعلانوي.
محترم والي صاحب دغو مشرانو ستاسي د مبارکي له پاره لنګۍ راوړي او موږ غواړو چي دغه د فخر او وياړ لنګۍ د قوم د مشرانو پرلاس درپه سر کړو.
د ښاغلي کرزي صاحب حکومت چي له لويه سره پر تشريفاتو ولاړ دی، او هر والي او وزير د کار کولو پرځای په دا ډول ناسمو تشريفاتو خوشحاله کيږي، د هلمند نوی والي صاحب هم بي سده زيات خوشحاله ښکاريدی.
مشرانو ته د ډالۍ او تحفي په ډول لنګۍ پر سر ور تړل په تيرو يولس کلونو کي ډير عام شوي دي، دکابل حکومت لوړپوړو چارواکو خو دغه زموږ د نيکونو او پلرونو د وياړ لنګۍ او پټکي حتی زموږ د نيکونو، پلرونو، وروڼو، خويندو او ماشومانو قاتلينو او دښمنانو انګريزانو او امريکايانو ته هم د ډالۍ او وياړ په ډول ورپه سر کړي.
د والي صاحب له سالون څخه تر وتلو وروسته يو بوتل پاکي اوبه او يو بوتل پيپسي د سليمانخيلو د قوم پر مشرانو او سپين ژيرو وويشل شول، او والي معذورت وړاندي کړ چي نور خلک هم زبات راغلي اوکارونه هم زیات دي، نو ځکه درڅخه رخصت کيږم، لازم خو داوه چي زيات کښيناستلي وای او مجلس مو سره کړی وای، بيا به په کراره کومه ورځ سره کښينو.
مشر حاجي صاحب خبره ورغبرګه کړه چي: والي صاحب تاسي ته ډير خلک ناست دي، او ډير کارونه لرئ موږ يواځي ستاسي مبارکي ته راغلي وو، تر څو خپل ملاتړ درسره وښيو، دغه خلک او قوم خپل خلک وبولئ او ستاسي خلک دي.
سبحان الله، نړۍ څومره بدله شوي، خلک څومره فريب کاره شوي، د سليمانخيلو قوم چي د ښاغلي کرزي صاحب د حکومت له پېله تر اوسه يې هیڅ د قوم کوم ځوان او يا سپين ژيری له دولت سره د اړيکو په تور د چا له خوا نه دی زوريدلی، او د اربکيانو په جوړولو کي خو دنادعلي ولسوال او امنيه قومندان دومره په تکليف کړل چي هره ورځ به يې ددوی پرکورونو چاپه اچولي وه او بې ځايه به يې پرتکليف کول ترڅو هغوی مجبوره کړي چي اربکيان ورکړي او په راتلونکي کي په خپلو منځونو کي په دښمنيو اخته شي، خو دغه قوم داهرڅه وزغمل او ترپايه يې دغه کار ونه کړ.
مشرحاجي صاحب دغه ټول قوم دخپل شخصي پروپوزل چي په جيب کي يې ورسره درلود خرڅ کړل. او ددغه قوم ناخبره او په زړه پاک مشران يې ځينې د بندي د راخلاصيدو او ځينې د پنبي د قيمت دلوړيدو په بهانه وغولول.
ماښام د هلمند دملي ټلويزون پر پرده د نادعلي او مارجي د سليمانخيلودقوم له خوا نوي والي صاحب ته د مبارکي او ملاتړ د غونډي او مجلس راپور ښه په زير او زور خپور شو.
والي صاحب پرخپله مخه ولاړ، مشرحاجي صاحب بيرته کابل ته ستون شو، حاجي عبدالغفور په محبس کي د ښه خبر اوريدو له پاره غوږ نيولي او پنبه په کورونو کي له خپل ټيټ قيمت سره پاتي شوه.
دهلمند والي صاحب او د ښاغلي کرزي صاحب لوړپوړو چارواکو! دا يو مثال او يوه پېښه ده چي د سترګو ليدلی حال دی، داسي ورته کړني ستاسي سره کيږي او خلک مو غولوي، دا ډول د ښاغلي کرزي صاحب ګردچاپيره هم ځينې داسي کسان را ټول شوي چي ناسمي مشوري او ناسم راپورونه ورته وايې، که دخبري حقيقت او د ولس اصلي څيري ته ځير شو نو د سليمانخيلو دقوم مثال يې يو درس او عبرت بللای شو.