(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو د یووالی د ورځې په مناسبت

د ډیورنډ کرښې تاریخې او حقوقي بهیر ته لنډه کتنه


د پښتنو ټولنيز ولسوګوند (Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) یوازینی ګوند دي چې  بنسټ ئی دلری اوبری  پښتونخوا پښتنو په ګډه ایښودی دی . لراوبر پښتانه پکې په يو ټغر راټول شوي او د قامي احساس ډیوه ئی بله ساتلې ده ،غم، ښادی، خواږه ، تراخه ئې ګډ دي ،د ډیورند استعماري او په زور تپل شوي کرښه غیر قانوني او غیر فطري کرښه بولي  اود پښتنو ددې ټوټې  ټوټې شوي وجود بیرته یو ځای  کیدو لپاره دعدم تشدد له لارې مبارزه او هلي ځلي کوي.
د ډیورنډ کرښې (ډیورنډ لاین) په هکله به پردي هیوادونه او خلک هر څه وائې مګر خبره د پښتون لوی ملت  پوري تړل شوي ده او بل هیڅوک دا حق نه لري چې د پښتون/افغان قوم د خوښې پرته  د پښتنو سرنوشت و ټاکي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party(PSDP)چېدټولو پښتنو قامي سنګر دی،د پښتنو رسالت ورپغاړه دی  او د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب  کوي دډیورند لاين د سل کاله پوره کیدو په ورځ ( ۱۲نوامبر ۱۹۹۳ع کال) ئې د لرو اوبرو پښتنو/افغانانو یوه غټه غونډه راوبلله، چې په جرمني کی د انګلستان د سفارت د بهرنیو اړیکو مسؤل  کارنا روس Corna Rossهم ورته رابلل شوی  او په غونډه کې حاضر ؤ دغه توافق لیکئې   په رسميتوګه دتل لپاره لغوه اعلان کړ او د رديکاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه . د نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يوواليد ورځېپه نامه ونومولهاو هر کال پښتنو د يوواليورځپه مختلفو بڼو کې لمانځي.
په کال ۱۹۴۷کې دبرتانوي استعمار د ختمیدو سره سم افغانستان د برتانوي معاهدو څخه ازاد شو، پکار خو داوه چې  د افغانستان واکدارانو یو کوټلی او عملي ګام پورته کړی وائی او د پښتون دا ټوټې  ټوټې شوي وجود بیرته یو ځای شوی وائی، خو له بده مرغه داسې ونه شوه.
د ډیودنډ کرښې تاریخي او حقوقي اړخ ته ځغلنده کتنه:
 ۱ـ لکه څنګه چې ټولوته جوته  دهد ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتون قام پروت  دی او ددغه قام وجود په ۱۲نوامبر ۱۸۹۳ع کال کې د انګریزانو له خواد یوې جبري لوظنامې(توافق لیک) تر مخه په منځ نیم شو، یانې د امو نه تر ډیورنډ کرښې پوري علاقي د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې داخلي شوي او بیا کوزه پښتونخوا په نورو دریوو برخو وویشل شوه.  د ډیورنډ کرښي لاندي قبائیل د پیرنګي د سیاسي استازي (پولټیکل) د انتظام لاندي شول،د بلوچستان پښتني سیمي د برټش بلوچستان په نوم د برتانوي  ریزیډنټ  او د پښتونخوا علاقي د تاج برتانیه لاندي شوي.
پښتانه چې نه يوازي ګډ تاریخ ، ګډه ژبه  او ګډ کولتور لري،بلکې جغرافيائي وحدت هم دی  دا کرغیړنه کرښه په عمل کې نه ده منلې،انګریزانو هم د ډیورنډ کرښه په حقیقت کې  نړیوال (بین المللي ) سرحد نه ، بلکه  یوه انتظامي کرښه منله  اوددی کرښي دواړو غاړو پرتو پښتنو/افغانانو  ته پرته د پاسپورت او کاغذاتو نه د تګ راتګ اجازت ؤ.
۲ -  څه وخت چې د ډیورنډ کرښه رامنځ ته کیدله ،هغه وخت کې افغانستان نیم غلام او محکوم  ؤ،کورنۍ (داخلي)  ازادي امیر عبدالرحمن خان لرله  مګر باندینی واک د انګریزانو سره ؤ، Sir Mortimer Durand پدی وخت کې د برتانوي هندد بهرنیو چارو سیکرټري اوهم د افغانستان د خارجه چارو مشر ؤ چې دغه نمونه لوبه د نړۍ په تاریخ کې نه شته چې یو سړی  په یو وخت کې د دوه هیوادونودبهرنیو چارو واکمن وي،نو د نړیوال قانون  (International Law)  له مخي دغه لوظنامه هیڅ حقوقي حیثیت نه لري.
۳ـ کله چې په  ۱۸۹۴  ع کال کې برتانوي  جنرال بروس  Bruceد کرښې د تیرولو لپاره د ډیره جات نه د لوئې پوځ سره دګوملي دري په لاره واڼه (واڼا) په لور روان  ؤ، نو ددير د جندول عمراخان یوسفزي او د مسیدو(محسودو) ملا او مشهور مشر ملا پیونده خبردارې  Warningورکړ  چې  مونږ د ډیورنډ کرښه نه منو او مه راځه ، که راغلي نو ستا ویني به په کرښه توی شي . مغرور پیرنګي ورته ځواب کې وویل چې دا واک د برتانیه او امیر عبدالرحمن خان سره دی. نو ملا صیب بې له ځنډه کابل ته لاړ او د امیر عبدالرحمن خان  سره ئی  اړیکه (رابطه) ونیوله، مګر امیر صیب  یو پرې کړی قدم پورته نه کړاود خپلو ګټو(مفاداتو) له امله ئې د ملا صیب سره د ملاقات نه انکار وکړو، ملا صیب تش لاس  له کابل نه بیرته وزیرستان ته راستون شو، اوس پیرنګی ډاډه ؤ چې ملا صیب تش لاس راغلي دی نو د انګریزانو پوځ واڼه  ته راغي. په ۲نوامبر ۱۸۹۴ع کال کې د محسودو (مسیدو) ، وزیر اوخروټو سلیمان خیلو غازیان د ملا پیونده په مشرۍ  د ګهیځ د لمانځه نه پس  دپیرنګي پوځ کیمپ ته ورننوتل ،  لاس په لاس جګړه پیل شوه، ډیر غازیان  شهیدان شول، پیرنګي پوځ  باندی ناتار ګډ شو او ماتې ئې وخوړه ،ټوپکي، کارتوس ،راشن  ډیپو ګان، اسپي ،کچري او اوښان د غاز یانو په لاس ورغلل او انګریزان ئې وځغلول.
انګریزانو په دغه جنګ کې دومره ډیره سخته ماته وخوړه چې دې جنګ  ته  ئې  دلوي غمجنې پيښې (ګریټ ډیزیاسټر The great Disaster)او پنجابي او هندي پوځیانو ورته د ٬٬قتل ګړ٬٬نوم ورکړ.
د همدې قامي پاڅون نتیجه وه چې جنرال بروسGeneral Bruce  بیرته زړه ماتی ډیره جات ته ستون شو او د ډیورنډ کرښه تر نن ورځي پوری پر ځمکه کش نه کړې شوه.  
دپښتنو مشهور مشر حاجي میرزاعلی خان (ایپي فقیر) به ویل چې د ډیورنډ کرښه  ۶۰  ګزه ده،چې ۳۵  ګزه تورخم او ۲۵  ګزه  سپین بولدک دی او نوره کرښه نه شته.
برتانویانو او امیر عبدالرحمن خان ملا صیب پیونده ته دسیسي جوړي کړي ، د د ویېم پیرنګي او افغان جنګ اتل جنرال محمد جان خان وردګ  ، عمراخان یوسفزي او ځني نور غازیان  د پیرنګیانو او قزلباشانو په سازش د امیر صیب په حکم  شهیدان کړی شول. هغه وخت هم د امیر صیب دربار د  AntiPashtoon  قزلباشانو نه ډک ؤ،لکه نن چې د حامد کرزي صیب دربار دAnti Pashtoonsنه ډک دی.
۴ـ څه وخت چې پیرنګی د هند څخه وتلو نو د خپلو ګټو (مفاداتو) په بنسټ ئې هند د مذهب په نوم تقسیم کړ او پاکستان د اسلام  په نوم جوړ شو. پاکستان به ویل چې   لاندې پښتانه سوچه مسلمانان دي نو دا به خامخا د پاکستان برخه جوړیږي. خدائي خدمتګارانو ته وویل شول چې تاسي هند  کې پاتې کیږۍ  او که پاکستان غواړۍ . خدائي خدمتګارانو د ۱۹۴۷ع کال د جون د میاشتي د بنو قراداد مطابق دریم اپشن یانې د پښتنو د خپلواک حکومت مطالبه (غوښتنه) وکړه، چې انګریزانو او پاکستان دواړو رد کړه ،نو پدغه وخت کې باچاخان د ٬هند پاکستان٬ ټولپوښتني کې برخه وانه اخسته او د ریفرنډوم نه ئی  بایکاټ وکړ.
په اګست ۱۹۴۷کې پاکستان د هذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایته (سوبي)  مغربي او مشرقي  پاکستان په نامه لرلي . په ۱۹۷۱ع کال  د ډسمبر په شپاړسمه نیټه  په اقتصادي بنسټ  له پاکستان  نه لویه برخه بیله شوه ځان ته ئې د خپل ملت په نوم بنګله دیش (بنګالیانو)  هیواد جوړ کړ . بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بیل شواو دائی ثابته کړه چې د هندوستان تقسیم د مذهب په نوم غلط ؤ. قوم او اقتصاد کامیاب شو.او هغه تیورې هم غلطه شوه کوم ته چې دوۍ Two Nation Theory ویله. نو اوس خو د انګریزانو له خوا جوړ شوی پاکستان د سره نه شته  اود ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو دخپل ټاټوبي  لرې او برې پښتونخوا تر منځ ده.
  دغه کرښه د De facto  په بڼه (شکل) شته، مګر د De Jure  حیثیت نه لري مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري . دپاکستان حکومت دا خیال کوي چې کرښه خو دDe fectoپه شکل کې شته دی که De Jure   شي نو ښه  ده او که نه شي نو دغه د De factoشکل ئې هم ئې په ګټه دی. دا کرښه پښتون/ افغان ولس او افغان حکومت  هم غیر قانوني اعلان کړي  او د De Jure  شکل ئې نه مني .
په افغانستان کې  پښتانه د ۷۵٪ سلنې نه زیات او ستر اکثریت دی خو له بده مرغه  د احمد شاه بابا نه وروسته واک تل د اقلیت او غیر پښتنو سره پاتې شوي دي .محمدزیان نسبي پښتانه ؤخو کولتوري او ژبني پارسیوانان شوی ؤه اوخپله ژبه او کولتور ئې بیخي له لاسه ورکړی ؤ  پښتوبه ئی  تش په نامه ملي او رسمي ژبه  بلله  ، مګر  سرکاري او حکومتي چارې په پارسي چلیدې . پښتانه /افغانان پخپل هیواد(افغانستان) کې نه یوازې  داچې بې واکه ؤ،بلکې د نورو قومونو په پرتله د زیات فشار لاندې و. دافغانستان دغه واکدارانو د پښتنو د یووالي او د ډیورنډ کرښې د  De fectoد بڼي د بدلولو لپاره   هیڅ کوټلی ګام ندی اخستی،چې کله به ئې تخت ته خطره پیښه شوه  نو د پښتنو د تیر ایستلو لپاره به ئې پښتو ډنګوله .
کله چې احمدشاه بابا کندهار کې واک تر لاسه کړ نو د مغلو والي (ګورنر) ناصر خان   کابل او بیا پیښور ته راغی غوښتل ئې چې د احمد شا بابا پر خلاف پښتانه منظم کړی، کوز پښتانه چې خبر شول چې کندهار کې  واک او حکومت د پښتنو دی نو د مغلو ګورنر ناصر خان تری په تیښته ډیلي ته لاړ. د میرویس خان نیکه  او احمد شاه بابا د واکمنۍ  په وخت کې د پښتنو په خاوره هیچا دعوه نه شوه کولی ، ځکه چې واک د پښتون سره ؤ.
    په افغانستان کی دمحمد زیانو   د شخصي نظام د ړنګیدو ورسته دخلق ډیموکراټیک ګوند دواک په وخت کې  پښتوژبې او کولتور د لږ وخت لپاره  دربار ته سر دننه کړ،خوخلقیانو په روسانو باور وکړ او په دې پوهـ  نه شول چې د روسانو اصلي ملګري پرچمیان دي . څه وخت چې نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د یو بل سره تشدد وکړ خپل ملګري پښتانه او خپل ګوند ئې تباه کړ، روسیانو پري ببرک کارمل د سور پوځ سره یو ځاي راوست، څه روښانفکره پښتانه ئې د امین د بانډ په نامه  ځني ئې په نورو نومونوووژل او څه ئې وشړل شول. که خلقیانو په خپل منځ کې تشدد نه وائی کړي نو تر نن ورځې پورې به ددوۍ حکومت ؤ.
بله موقع پاس پښتنو ته د طالبانو په بڼه کې لاس ته ورغله، دوۍ ځان او جهان نه  پیژانده، نړیوال (بین الاقواميInternational ) سیاست نه خبر نه ؤ،په پنجابي آئی ایس آئی ، سعودیانو او عربانو باندي ئې باور وکړ ،پنجابیانو د خپل مقصد لپاره استعمال کړل او د امریکي مخه ئې افغانستان اړخ ته راوګرځوله  پښتانه  ئې تباه او برباد کړل ، ډالر آئی ایس آئی واخستل او وهل طالبانو وخوړل چې دغه ټولي دوکې د سپیڅلي دین اسلام په نوم آئی ایس آئی له طالبانو سره وکړي،چې  په نتیجه کې حکومت ، واک  او هر څه تري لاړل . پاکستان او س امریکایانو ته وائی چې طالبان به مونږ روغي جوړي ته راضي کړو .
تاجک،ازبک،هزاره او پنجابیان  امریکایانو ته وائې چې جنګ درسره پښتون کوي نو ډالر دوۍ راټولوي  ، هره ورځ په لسګونو پښتانه په  لره او بره  پښتونخوا کې په بیلابیلو نومونو بې ګناه وژل کیږي. دغه لوبي په مونږ ځکه کیږي چې مونږ تشدد ړانده کړي یو، د دوست او دښمن فرق ورک دی،دتعلیم خلاف تخریب یوازي د پښتنو په سیمه کې روان دی،د غیر پښتنو لوڼي او ځامن چې ښونځي (سکول) ته ځي نو اسلام ته خطره نه شته،مګر که پښتانه خپل اولاد ښونځي ته لیږي نو اسلام ته خطره ده،روزنیز مرکزونه یوازي د پښتنو په علاقوکې ورانیږي، ښوونځي ئی په بمونو الوزول کیږي، لنډه داچي پښتانه په خپل کور کې د بې علمۍ، لوږي ، تندي، اوډیر  بد حالت سره مخامخ دي.
مونږ د باچاخان د عدم تشدد د خدائي خدمتګارانودغورځنګ  دلاري لارویان یو او غواړو چې د عدم تشدد په لار ه لر او بر افغان ولس  اوخپل ځوان کولپهحقيقت پوهـاوخپلو کمزوریانو ته متوجه کړو. ځکه چې عدم تشدد مینه ده، ورورولي ده، او د پیغمبرانو لاره ده.  تشدد کرکه، بربادي ، نفرت او بدبختي زیږوی. که مونږ پښتانه تشدد پر ځاي عدم تشدد ته مخه کړو نو زمونږ ډیري ربړي حل کیدای شي.
مونږ پدې عقیده یو چې د پښتنو د پوهنیزې (علمي) ، ادبي،اقتصادي او ټولنیزي بیرته پاتي والي (پسماندګۍ) اصلی وجه د اد ډیورنډ غیر فطري او غیر طبیعي کرغیړنه کرښه  ده. چې پښتانه ئی په څلور ټوټو ویشلې دي. ترڅوپوري چې دغه کرښه وی، تر هغي به د پښتون/افغان وجود نه وینه بهیږي، دا پرهر رغول غواړي، که هر څو د ا کار ګران بریښي ولي که پښتون /افغان ولس  دمیرویس نیکه، خوشال بابا، احمدشاه بابا، پیر روښان، باچاخان،صمدخان اڅکزي او نورو قامي (ملي) مشرانو اومبارزینو په قدم قدم کیږدی، منظم شي  نو ټول  پښتانه به په  ګډه سره دې ستونزي  ته د پای ټکی کیږدی.
پښتانه په سيمه کې يوسوله خوښونکی امن دوسته  ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات (ټیکاو)او امنيت بخښي،زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامي وحدت، سوکالئ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شى راتللې.نو د امن د راوستلو لپاره د پښتنو یووالي د وخت اهم ضرورت دی .قامي وحدت زمونږ فطري اوقانوني حق دى.


په درناوی
 قانونپوه علي خان محسود
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر

Ali Khan Mahsood, Presdent Pashtoon Social Democratic Party -PSDP

 

Durand Line Agreement
(November 12, 1893)

Agreement between Amir Abdur Rahman Khan, G. C. S. I., and Sir Henry Mortimer Durand, K. C. I. E., C. S. I.

Whereas certain questions have arisen regarding the frontier of Afghanistan on the side of India, and whereas both His Highness the Amir and the Government of India are desirous of settling these questions by friendly understanding, and of fixing the limit of their respective spheres of influence, so that for the future there may be no difference of opinion on the subject between the allied Governments, it is hereby agreed as follows:

  1. The eastern and southern frontier of his Highness's dominions, from Wakhan to the Persian border, shall follow the line shown in the map attached to this agreement.
  2. The Government of India will at no time exercise interference in the territories lying beyond this line on the side of Afghanistan, and His Highness the Amir will at no time exercise interference in the territories lying beyond this line on the side of India.
  3. The British Government thus agrees to His Highness the Amir retaining Asmar and the valley above it, as far as Chanak. His Highness agrees, on the other hand, that he will at no time exercise interference in Swat, Bajaur, or Chitral, including the Arnawai or Bashgal valley. The British Government also agrees to leave to His Highness the Birmal tract as shown in the detailed map already given to his Highness, who relinquishes his claim to the rest of the Waziri country and Dawar. His Highness also relinquishes his claim to Chageh.
  4. The frontier line will hereafter be laid down in detail and demarcated, wherever this may be practicable and desirable, by joint British and Afghan commissioners, whose object will be to arrive by mutual understanding at a boundary which shall adhere with the greatest possible exactness to the line shown in the map attached to this agreement, having due regard to the existing local rights of villages adjoining the frontier.
  5. With reference to the question of Chaman, the Amir withdraws his objection to the new British cantonment and concedes to the British Governmeni the rights purchased by him in the Sirkai Tilerai water. At this part of the frontier the line will be drawn as follows:
    From the crest of the Khwaja Amran range near the Psha Kotal, which remains in British territory, the line will run in such a direction as to leave Murgha Chaman and the Sharobo spring to Afghanistan, and to pass half-way between the New Chaman Fort and the Afghan outpost known locally as Lashkar Dand. The line will then pass half-way between the railway station and the hill known as the Mian Baldak, and, turning south-wards, will rejoin the Khwaja Amran range, leaving the Gwasha Post in British territory, and the road to Shorawak to the west and south of Gwasha in Afghanistan. The British Government will not exercise any interference within half a mile of the road.
  6. The above articles of' agreement are regarded by the Government of India and His Highness the Amir of Afghanistan as a full and satisfactory settlement of all the principal differences of opinion which have arisen between them in regard to the frontier; and both the Government of India and His Highness the Amir undertake that any differences of detail, such as those which will have to be considered hereafter by the officers appointed to demarcate the boundary line, shall be settled in a friendly spirit, so as to remove for the future as far as possible all causes of doubt and misunderstanding between the two Governments.
  7. Being fully satisfied of His Highness's goodwill to the British Government, and wishing to see Afghanistan independent and strong, the Government of India will raise no objection to the purchase and import by His Highness of munitions of war, and they will themselves grant him some help in this respect. Further, in order to mark their sense of the friendly spirit in which His Highness the Amir has entered into these negotiations, the Government of India undertake to increase by the sum of six lakhs of rupees a year the subsidy of twelve lakhs now granted to His Highness

H. M. Durand,
Amir Abdur Rahman Khan.
Kabul, November 12, 1893.

- بېرته شاته