Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
څلورېزې
څلوریزه
د لاله په زړه ګوره عجب داغونه دي
د بلبلانو پرې چیغارونه دي
جار سه عاشق تر هغه معشوق
چې د معشوق په زړه یې داغ پرهارونه دي
څلوریزه
توبه توبه سه د عشق له درده
چې تل مل کړم له آه سرده
چې خپل یار وینم په خپلو سترګو
سینه مې ډک سي د غم له ګرده
شاعر : احمدشاه بابا
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
20.01.2014 05:37 H