د پښتون قامي جرګه وځنډیدله
[16.Dec.2011 - 15:57] د پښتنوقامي او روحاني مشر محمدافضل خان (خان لالا) دروان ۲۰۱۱ ع کال دډسمبر په میاشت کې د يوي مهمي پښتون / افغان قامي جرګي د رابللو پریکړه کړی وه . خو د اوسني شرایطو او حالاتو په نظر کی نیولو سره ،د افغانستان ، پاکستان او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا له امله او د کڼ شمیر ملګرو د وړاندیزونو په بنسټ ښاغلی خان لالا دا لازمه وګڼله او پریکړه ئی وکړه چی دا مهمه جرګه په راتلونکی کی په یو بل مناسب وخت کی ډیر ژر راوبلی . او دجرګي تسلسل به جاري ساتی. نو لدی امله ټولو پښتنو/افغانانوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو، ديني او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زده کونکو (طالبعلمانو) نماېندګانو، د مزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامو مشرانو ته په درناوی خبر ورکول کیږی چی د دی اهمي جرګي وخت،ځای او نیټه به وروسته درسنیو له لاری اعلان شی.
په درنښت
اړيکي .