(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قيامتي اندېښنې که ذهني انګازې

زما سر د قيامت له اندېښنو سره ليا له ماشومتوبه سر ګردان دی، پروسږ کال مې يو ليکنه د قيامت د فزيکي ممکني سببونو په اړه ليکلې وه. له هغه مودې دا دي دويم کال هم مخ په تېرېدو شو، خو ليا هم پر ما قيامت نه دی شوی. د لاتين امريکا د انديانو د مايا د کليز پر بنسټ د ۲۰۱۲ ميلادي کال د دسمبر ۲۱ نېټه د بشري ژوندون لپاره د قيامت نېټه ټاکل شوې ده، چې زموږ نړۍ به ورانېږي يا ورکېږي او يا دا چې ټول کاينات به له منځه ځي. په ګڼشمېر اديانو کې د ټول کاينات ګډوډېدلو ته قيامت وايي  او هر دين قيامت ته خپل تعبير او تفسير ورکړی دی. عجيبه بيا دا ده، چې د دسمبر یوويشتمه هم د يلدا شپه يادېږي او هم د قيامت آنګازه ده.

ملايانو به موږ ته ويل، چې په غوږونو کې ګوته کېږدی او د دوزخ د لمبو او شغلو نارې واوری. د قبر له عذابه ځان وساتی. جنت تګ آسانه نه دی! د سرات له پله به تېرېږی، چې له وېښته نازک او تر تورې تېره دی! زه هم له دغه اندونو سره سرګردان وم. زموږ په کور کې يوه توره په پوښ کې زړېدلې وه، نو کله کله به ورنېژدې شوم، خو مشرانو به ويل، چې لاس پرې و نه وهې، چې غوڅ نه شي. بل بيا راته ويل، چې دغه توره جوهر لري، زخم يې بيا هېڅکله هم نه جوړېږي، نو سرات د پله اندېښنه به بيا راته پيدا شوه  او خوږ خوب به راباندې ناآرامه شو.

وختونه تېر شول. په افغانستان جګړه وتپل شوه. په افغانستان کې تر څوميليونوخلک ووژل شول. سېلابونه راغلل او کورونه يې يووړل. زلزلې وشوې، مرضونه راغلل، قتل عام وشو او جګړه ليا هم روانه ده. په ژوند کې مو هغه څه وليدل، چې د دنيا جنت يې لیا ځمکنی قيامت کړ او د جهالت دوزخ يې هر يو ته وروښودلو. پرته له افغانستانه مو د اندونيزيا او جاپان څونامي وليدله، نړيوال سېلابونه او توفانونه مو وليدل، چې دلکاو خلکوژوند يې يووړ او د دغو قربانيو لپاره ريښتيا هم چې ځمکنی قيامت وو او څوک د ځمکې په دوزخ کې سره لمبه او شغله شو. ما ګومان کولو، چې نور نو د قيامت له اندېښنو اوذهني انګازو يې نوخلاص شوم، مګر د مايا کليز مې بيا فکرمغشوش کړ.

د مايا د کليز سره سم د ۲۰۱۲ ميلادي کال د ديسمبر په ۲۱ د يلدا په شپه قيامت کېږي. د قيامت له وېرې د نړۍ په يوه  يا بله سيمه کې خلک له رغونو د غرونو پلو ته تښتېدلي دي  او برسېره د غرونو پر سر يې ځايونه نيولي دي. فرانسې ليا مخکې له مخکې تدابيرنيولي دي، چې غرنيو سيمو ته د خلکو د تګ مخنيوی وکړي او په کوڅو کې يې عسکر ورته تيار درولي دي. په روسيه کې وزيران خلکو ته ډاډګېرنه ورکوي، چې ګواکې قيامت نه کېږي. په هند او يو شمېر نورو سيمو کې خلکو د قيامت له وېرې ځانوژنې تر سره کړې دي.

په رسنيو کې هم د څو کلونو په بهير کې د ۲۰۱۲ ميلادي کال د دسمبر د ۲۱ نېټې په ترڅ کې د نړۍ د لمنځه تللو وږمې خپرې کړې دي. اوسمهال هم په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې د يلدا شپه د قيامت شپه يادېږي، نو ما ته هم دغه آند په زړه پورې ښکاره شو، چې د دغو اندېښنو په اړه لنډ مالومات راټول کړم او له خپلو هيوادوالو سره يې شريک کړم. داسې ويل کيږي، چې ۲۰۱۲ م کال د نړۍ د پايښت کال دی او زموږ شنه نړۍ به د تل لپاره نسکوره شي، نو د دغه معما په اړه به د ځينو ممکنو تيوريګانو اساسات  تاسو ته په دغه ليکنه کې وړاندې شي.

د ۲۰۱۲ م کال د وروستيو شپو ورځو له رانيژدې کېدو سره د نننۍ نړۍ د پايښت اندېښنې هم پياوړې کېږي او په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، چې يوه يې له بلې په زړه پورې ده او خپله ذهني او فزيکي ځانګړنه لري، نو په دغه څو کرښو کې هڅه کېږي، چې د دغه پېښې د رامنځ ته کېدلو بېلابېل اړخونه تاسو ته وړاندې شي. له ګڼشمېر تاريخي او پوهنيزو سپړنو داسې ښکاري چې د بشري  نړۍ د پای پيلامې ورځ تر ورځې رانيژدې کېدونکې دي او د مايا د کليزې پر بنسټ د يلدا شپې ته د ګوتو په شمېر ورځې شپې پاتې دي. په امريکا، کاناډا کې توفانونه تېر شول او په فليپين کې هم توفان په زرهاو خلک نابود کړل او په نړۍ د ژمي سړه هوا خپره ده!

د ځمکې د له منځه تللو اوازې هر پلو اورېدل کېږي. خلک له ذهني کشمکش سره لاس او ګرېوان دي او د معاوماتو په نړۍ کې ښکېل دي. مخکې له دې چې د ځمکې د له منځه تللو په ميکانيزمونو معلومات وړاندې شي، نو د ځينو پېښو او فزيکي پديدو په اړه لږ څه رڼا اچول اړين برېښي. په دې برخه کې به لومړی داسې پېښې يادې شي، چې زموږ په کهکشان او په کايناتو کې پېښېږي، چې په طبيعي بڼه په فزيکي قوانينو تر سره کېږي، مګر د بشر د ذهني لمسونې لپاره ډېرې مفکورې او خاطرې رامنځ ته کوي.

بايد ياده شي، چې په کاينات کې ستوري بېلابېل جوړښت لري. په نورو سيارو کې د ژوندون امکانات هم شته، ځکه زموږ ځمکه د کاينات د ميلياردونو کهکشانونو او د ميلياردونو شمسي نظامونو يوه وړه سياره ده، چې ژوند پکې کېږي، نو د دې ډېر امکانات شته، چې په کايناتو کې تر ميلياردونو داسې ځمکې وي، چې هلته د خدای مخلوق پکې وي. زموږ ديني سبق کې د قصص الانيا يوه برخه وه، نو يوه فرموده زموږ د ملا دا وه، چې کله رسول اکرم محمد (ص) له معراجه بيرته ځمکې ته راستنېدلو، نوحضرت جبرئيل امين يې وپوښتلو، چې په نورو سيارو کې هم د قرآن اعظيم الشان تدريس کېږي او که نه؟ حضرت جبرئيل امين د کاينات په يو سياره کې رسول مبارک يو جومات ته رهنمايي کړ، چې هلته په بله سياره کې هم انسانانو د قرآن کريم لوست کولو او خلکو يې په اسلام ايمان راوړی وو.

 

په کاينات کې ستوري کېدلی شي خاورين، ډبرين، اوبګين، کنګل شوی او سره لمبه سيارې وي. داسې سره لمبه ستوري لکه لمر غوندې هم په کايناتو کې په ميلياردونو دي. داسې ستوري شته چې له سروزرو، سپينو زرو، مسو او داسې نورو وسپنيزو عناصرو جوړ دي. په کايناتوکې د الماسو ستوري هم موندل شوي، خو د انسان لاس نه وررسېږي. له نفتو او تېلو ډکې سيارې هم شته، مګر له ځمکې ډېرې لرې دي، ځکه د انسانانو د خولې لاړې ورته بهېږي.

دا چې دغه دنيا د څه لپاره هست شوې ده، نو زه هم نه پرې پوهېږم، خو يو شی دی، چې کاينات مخ پرخورېدو او پراخېدو دی او د چاودنې فزيکي امکانات يې شته، مګر نه د بشپړ محوه کېدلو! يعنې دغه مادي کاينات له يوې بڼې بلې ته وراوړي او په بل ډول به  د کهکشانونو او ستوريو توازن يا فزيکي انډول رامنځ ته کېږي. د ستوريو په منځ کې د جاذبې قوې، د سيارې محوري سرعت او مقناطيسي ځانګړتياوې د ستورو، شمسي سيستمونو اوککشانونو تر منځ د فزيکي قواوو په انډول کې تر سره کېږي، چې کاينات په کُل کې لکه يو سيستم په توازن کې محرک دی، خو په ځينو برخو کې يې د ځينو فزيکي حالاتو په ترڅ کې د توازن نا انډولتياوې رامنځ ته کېدلی شي.

  د ۲۰ پېړۍ په پيل کې د آلمان يو څېړونکي «Einstein» د «rogue black holes» يا په کيهان يا هم په کهکشان کې د تورې سوړې  شتون جوت کړ. توره سوړه په کاينات (کيهان) کې هغه سيمو ته ويل کېږي، چې په هغې کې هر موجود ورنسکورېږي او تری تام کېږي، چې حتی رڼا «نور» هم په دغه توره سوړه يا «بلک هول» کې نه شي ټينګېدلی، نو هرومرو پکې نسکورېږي او له منځه ځي، خو په شلمه پېړۍ کې د دغه « rogue black holes» په اړه بېلابېل کتابونه ليکل شوي، چې د بشر وېره يې رامنځ ته کړې او ډیری پوهان هم د قيامت په اندېښنو کې لاهو دي.

له نېکه مرغه چې دغه تورې سوړې يا توره تشه «rogue black holes» په یوه معينه يا ټاکلې کرښه د نورو سيارو او ستورو په چاپېريال کې څرخي او راڅرخي، مګر کله کله يوه توره سوړه له خپل محوره خوشې شي او په کاينات کې په هر لوري په خوځښت وي او په خپل مسير کې هر څه په ګېډه ننباسي، چې په لکهاوو ستوري او سيارې غوړپوي يا تېروي او تری تام يې کوي. داسې څرګندونې کېږي چې کاينات په ميليونونو دغه ډول تورې سوړې «rogue black holes» لري، خو مخکې له دې چې انسان وارخطا شي، نو بايد وويل شي، چې داسې توره سوړه نشي کولی په آسانۍ سره زموږ ځمکې ته رانېژدې شي، ځکه چې دغه تورې سوړې په زرهاوو نوري کلونه زموږ نه لرې موقعيت لري، نو مخکې له مخکې د قيامت له آوازو او انګازو مه وېرېږی.

د «supernova» يا آسماني چاودنې تيوري هم ډېره په زړه پورې ده، چې د دغه تيوري بنسټ د لمر د سترګې مړينه ده. داسې ويل کېږي، چې کله يو ستوری چوي، نو کېدای شي چې زموږ ځمکه يې د اور په لمبه کې له منځه لاړه شي، خو د دغه پېښې پېښېدل ډير نا ممکن دي، ځکه چې د لمر سترګه د کاينات په پرتله ډېره وړه ده او کېدای شي د لمر لمبې ځمکې ته را ونه رسېږي، خو «Mercurius» او «Venus» چې لمر ته نيژدې دي، نو کېدای شي د اور په لمبو کې «great balls of fire» سکروټې شي.

د ځمکې د له منځه تللو بله تيوري د ځانګړو وړانګو اغېز دی، چې د «Gamma-ray bursts» په نامه يادېږي او د «gamma»  ډېرې پياوړې وړانګې دي، چې د چاودنې په بهيرکې يې ډېره ستره انرژي رامنځ ته کېږي، چې د دغو وړانګو يوه چاودنه د ۱۰ ميلياردو کلونو په بهير کې د لمر د ژوند له انرژي نه هم پياوړې انرژي ده. دغه د « Gamma-ray bursts» انرژي د دوو خوشې شويو او يا هم لوېدلو ستوريو د ټکر په ترڅ کې د چاودنې په مهال رامنځ ته کېږي. که زموږ سترګې د دې قدرت درلودلی، چې په رڼا ورځ مو د دا ډول چاودنو ننداره کړې وای، نو موږ به هرومرو په ورځ کې ۲ ځلې د دا ډول چاودنو کتونکي وای، چې د برېښنايي رڼا په بڼه به مو لیدلی. که چېرې د «Gamma-ray bursts» چاودنې له ځمکې د ۱۰۰۰ نوري کلنو په واټن کې رامنځ ته شي، نو پر ځمکه د مخلوق لپاره ژوند نا ممکن دی. د « Gamma-ray bursts» کېدای شي د کاينات په هره برخه او هر ګوټ کې رامنځ ته شي، نو د هغه د مخنيوي او مخکېوينې امکانات ډېر لږ او ناشوني دي.

د لمر لمبې هم کېدی شي د ځمکې په نابودي کې ځانګړی اغېز ولري. د لمر په سترګه کې د چاودنې او د دغه چاودنو په بهير کې د ډېرو لويو او پياوړو لمبو شېندل، چې د پلازما په بڼه په کاينات کې خپرېږي، چې کېدلی شي ګڼشمېر ستوري له منځه يوسي. د دغو چاودنو او لمبو قوه د يو ميليارد اټوم بمونو د چاودنې سره پرتله کېدلی شي، د دغو چاودنو په ترڅ کې لمريز شمال (باد) رامنځ ته کېږی، چې قوه يې ۱،۵ ميليونه کيلومتره په يوه ګړۍ کې ده او په کاينات کې خوځېږي. د لمر د لمبو تآثيرات پر ځمکه نا څرګند دي، خو که دا لمبې ځمکې ته راورسېدې، نو زموږ ځمکه به ايرې کړي. دا نا مالومه ده، چې د لمر لمبې به ځمکه له منځه يوسي او که نه، خو د « NASA» کمپنۍ يو «supercomputer» جوړ کړی، چې د لمر د سترګې فعاليت څېړي او د لمر د لمبو او چاودنې مخکېوينه کولی شي، خو له قيامته زموږ تېښته ناشونې ده.

د آسماني ډبرو «Meteorites» رالوېدل کېدای شي، چې زموږ ځمکې ته لوی ګواښ رامنځ ته کړي. د « Meteorites» يا آسماني ډبرو لوېدل د هاليوډ يا باليوډ د فلمونو کيسه نه ده دا یو واقعيت دی، چې له آسمانه ګڼشمېر لويې او وړې ډبرې را شېوه کېږي او کېدای شي پر ځمکه ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي. د هر ۲۵۰.۰۰۰ کلونو په اوږدو کې د يو کيلومتر په قشر درلودلو سره ګڼشمېر آسماني ډبرې پر ځمکه رالوېږي، چې د ځمکې پر سر د اور او لمبو سمندرونه رامنځ ته کوي او د دغو لمبو لوګی (دود) د لمر سترګه پټوي او ځمکې ته د لمر وړانګې نه رارسېږي، چې پايله يې پر ځمکه د سړو رامنځ ته کېدل دي، چې د حرارت ټيټوالی کېدای شي پر ځمکه د ژوند د له منځه تللو سبب وګرځي. بايد ياده شي، چې د «Neptunus» او «Kuiper» ملاستنی په چاپېريال کې داسې آسماني کنګل شوې ډبرې موجودې دي، چې قشر يې تر ۸۰ کيلومتره لوی دی، نو له دغه سيمې په متواتره بڼه آسماني ډبرې د ځمکې پر خوا رالوېږي يا هم په يو او بل ډول يانې د رېکاشت په بڼه ويشتل کېږي، خو که چېرې له دغه سيمې يوه لويه آسماني ډبره راشېوه شي، نو زموږ د ځمکې د ژوند د پای ټکی به وي او ځمکه به دړې وړې شي.

نا بللي مېلمانه هم کله کله زموږ ځمکې ته سر راښکاره کوي. بهرني مېلمانه هم کولی شي، چې زموږ ژوند ته د پای ټکی کېږدي. د ورځ په تېرېدو سره موږ دې پايلې ته رسېږو، چې هرومرو به له نابلل شويو ميلمنو يا جوجو ماجوجو سره مخامخ کېږو. هره مياشت ستور-پوهان نوي ستوري او نوې ځمکې په کاينات کې موندي او د نړۍ يو نامتو ستورپوه « Carl Sagan » ګومان کوي، چې په کاينات کې په ميلياردو نورې ځمکي شته، نو له دومره لوی شمېر ستورو او ځمکو سره هرومرو يو ځای نه يو ځای به هرومرو بل ډول مخلوق موجود وي او يا به موږ ته ورته مخلوقات وي، خو موږ نشو کولی، چې ووايو چې د بلې ځمکې خلک به موږ له منځه يوسي او زموږ ځمکه به تری تام کړي، خو که د انسانانو کړو وړو ته سم ځير شو، نو د داسې پېښو رامنځ ته کېدل نا شوني نه دي.

د ځمکې له تل نه د اور راوتل او د ځمکې د زړه چاودل هم کېدای شي د «super-volcano burst»  په بڼه رامنځ ته شي. د ځمکې له تله د اور راوتل او پر سر يې د آتشفشان رامنځ ته کېدل کومه نوې خبره نه ده، نو که يو « super-volcano » رامنځ ته شي، نو د ځمکې پر سر د ژوندون د له منځه تللو ګواښ هرو مرو ورسره شته دی. د يو آتشفشان په چاودنه کې «۱۰۰۰» کوبيک متره سکروټې د ځمکې له تله هوا ته ويشتل او شنل کېږي، چې لویه انرژي له حرارت سره رامنځ ته کوي، خو د مخلوق ژوند د دغه لويې انرژي او ګرمي په ترڅ کې له منځه نه ځي، مګر د مخلوق ژوند د ځمکې ټيټ حرارت او يا ساړه په ترڅ کې له منځه ځي. د آتشفشان د چاودنې په ترڅ کې د لمر سترګه لوګی پټوي، چې پايله يې د ځمکې د تودوښې ټيټوالی او د سړو رامنځ ته کېدل دي، چې ځينې پوهان  د ځمکې پر سر د کنګل د مودې د ګواښ يادون کوي، چې پر ځمکه به د مخلوقاتو د لمنځه تللو سبب وګرځي.

بله تیوري، چې کېدلی شي د ځمکې د لمنځه تللو سبب وګرځي، نو هغه د ځمکې د مقناطيسي اړخونو ادلون او بدلون دی. موږ فکر کوو، چې د ځمکې جنوبي اړخ او شمالي اړخ به تل پر خپل ځای پاتې وي، خو د ځمکې په تاريخ کې د ځمکې شمالي او جنوبی اړخونو څو ځلې خپل موقعيت ته بدلون ورکړی، خو د ځمکې د اړخونو د ادلون او بدلون د پېښې اغېز په اړه مخکېوينه نا ممکنه ده او دا چې څه به رامنځ ته شي، هېڅوک هم نه پوهېږي. د دغه پېښې په بهير کې کېدلی شي د ځمکې د آزون «ozone» قشر له منځه لاړ شي او د کاينات ځانګړې وړانګې او  د لمر وړانګې او لمبې به مخامخ ځمکې ته راورسېږي، چې بشر او نور مخلوقات به له دغو لمبو او وړانګو نه وي ژغورل شوي او له منځه به ولاړ شي.

د کنګل دوران کېدلی شي د بشر او مخلوقاتو د ژوند د پای ټکی ياد شي. د ننني تکنالوژي او له ځمکې سره بې مسؤليته چلند کېدلی شي د ځمکې د تودېدلو سبب وګرځي، خو خلک به ګومان کوي، چې پر ځمکه به بيا د کنګل دوران نه راځي، خو د ځمکې په تاريخ کې د کنګل ۱۲ دورانه تېر شوي دي، چې راتلونکی د کنګل دوران کېدای شي وروسته له ۴۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ کلونو په ترڅ کې رامنځ ته شي، خو اوسمهال د دې هڅه مه کوي، چې اوس ليا ځان ته ګرمې مشکولې او تودې کمپلې واخلی.

که ځمکه د آتشفشانونو، د لويو چاودنو په ترڅ کې له منځه ولاړه نه او يا هم په توره سوړه کې نسکوره نه شوه، نو موږ خلک يې پخپله هم کولی شو له منځه يوسو. د ژينوا «Genève » په سيمه کې د نړۍ تر ټولو لوی د زراتو چاودونکی څېړنيز مرکز « Large Hadron Collider» موجود دی، چې د دغه ماشين په مرسته پوهان غواړي چې د لوړ-باسون «high boson» زره وموندي. دا يوه وړه زره ده، چې د نورو زراتو کتله جوړوي، تر يو بريده په دې برخه کې جوتې لاسته راوړنې هم شته. ډېر پوهان په دې نظر دي، چې د دغو تجربو په ترڅ کې کېدلی شي داسې يوه وړه زره د ژنيوا په څېړنيز مرکز  «Large Hadron Collider» کې رامنځ ته شي، چې کېدلی شي يوه داسې توره سوړه يا بلک هول «rogue black holes» جوړه کړي، چې ځمکه به يوه مړۍ کړي، خو دغه لوی چاودونکی ماشين کولی شي د «strange quarq» زره هم رامنځ ته کړي، چې د هغه په رامنځ ته کېدو سره کېدلی شي زموږ ځمکه په يوه شېبه کې ومري او په مړه ماده واوړي. پرته له دې د نړۍ اټومي ځواکونو دومره اټومي وسلې جوړېړې دي، چې کولی شي نړۍ پنځوس ځلې له منځه یوسي.

درنو لوستونکو ما دلته لاندې د آسماني ډبرو او ستورو د چاودنو يو شمېر فلمونه تاسوته غوره کړی، چې په هغه کې د طبيعت ځواک ووينی او د پورته یادو شويو پېښو انځور اټکل کړی.

  http://www.youtube.com/watch?v=yYgEwXWilUc

http://www.youtube.com/watch?v=RgfbjHz_UTo&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=ou3TukauccM&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=bB5lJEGTxug&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=Jb7tZ0EHpJY&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=x1w8hKTJ2Co&feature=player_embedded#

پايله

د نوح (ع) په موده کې پر ځمکه توفانونه او بارانونه نازل شول او د خدای د مخلوق دژغورنې لپاره نوح (ع) لويه کېمه جوړه کړه او د هر مخلوق جوړه يې په خپله بېړۍ کې پورته کړه، چې د بشر او حېواناتو نړۍ وژغوري او د ارارات دغرونو لمنې ته يې د خدای مخلوق ورسولو. رسول اکرم محمد (ص) هم تل ويل چې د ځان ساتل فرض دي او هېڅکله زاړه، درز شوي او کاږه دېوال ته نه نيژدې کېدلو، نو ما هم کله چې د مايا د کليز پر بنسټ د قيامت خبره واورېدله، نو له ټيټوځمکو، توفاني سيمو او د سمندرونو له ساحله مې د يلدا له شپې مخکې پښې سپکې کړې او له څېړنو سره سم د افغانستان غرونه تر ټولو لوړ راته ښکاره شول او ځمکه يې هم تر ۴۰۰۰ متره د سمندر له سطحې نه لوړه ده، نو ما خو ځان خپل ټاټوبي ته ورسولو، ځکه نه غواړم د توفانونو شمال مې ووهي او يا د سمندرونو په اوبو کې لاهو شم. په دې هم پوهېږم، چې افغانستان سيسميکه سيمه ده او زلزلې پکې ډېرې وي، نو بيا به وايم چې د افغان د تيږې وار مې پر سر راغی!

د ځمکې ژوند تلپاتی نه دی، نو د ځمکې له منځه تلل د پورته ياد شويو فکتورونو په رڼا کې په يو ويښته پورې تړلی ژوند دی، نو ښه به دا وي چې د نيکو کړو وړو په تر سره کولو سره ځان نېکمرغه کړو او د نورو خلکو ژوند هوسا کړو، دا دنيا خو هسې هم فاني ده او اځل مو ګام په ګام څاري، نو ښه، نيک او ګټور کارونه وکړی، چې د محشر په ورځ مو درمل شي. ښه ويل شوي دي، چې موږ له خاورو پيدا شوي يو او بيرته به خاورې کېږو، خو که څوک په دې پوه شي چې «انا لله و انا اليه راجعون» څه مانا لري، نو په دې به پوه شي چې د ژوند پای ته يې پام شوی.

په درنښت

    

- بېرته شاته