(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
هارون باچا سره مرکه
موسيقي د يو ولس، د يو قام د جذبو ترجماني كوي او ددغه موسيقۍ اهڼونه د ولس د ژوند د اړخونو بدلېدو سره سره له نويو تقاضو او نويو غوښتنو سره اشنا كېږي. ددغه حقيقت په تناظر كې كه چېرې موږ په پښتو موسيقۍ نظر واچو، نو د شلمې پېړۍ د لومړيو كلونو د ريكارډڼ نه دا برېښي، چې دغه دور بيخي ساده و، طرزونه ولسي وو او سازونو به د ژوند خبرې كولې. استاد فدا مطهر، گلستان بابا او استاد فريد جان ددغه دور نماينده شاعران او استاد محبت خان، استاد زر خان، حبيب جان، استاد مظفر او داسې نور ډېر د شلمې پېړۍ د لومړي دور ښكاره او ځلنده فنكاران دي.ددغه دور د بشپړېدو نه پس بيا د استاد سبز علي خان او ورپسې د 1995 كال په شاوخوا كې د گلنار بېم او كشور سلطان له راتلو سره سم د پښتو موسيقۍ په دنيا كې انقلاب راځي. د احمد خان ټپې، د فضل ربي بدلې او بيا د استاد خيال محمد غزلې ښې مشهورې شوې. زما په خيال دا د پښتو موسيقۍ زرين دور Golden age دى.
د اتيايزې په دوره كې يو بل آواز، يو بل انداز په كوزه پښتونخوا كې خور شو. دا اواز د سردار علي ټكر وو. د سردار علي ټكر د ټولو نه لوى انفراديت دا و، چې هغه د غني خان نظمونه په خوند خوند وويل. دا بدلون هر چا خوښ كړو. ددې دور سره نزدې نزدې ښاغل گلزار عالم پښتو موسيقۍ ته خپهل اوږه وركړه او په ولس يې ددې دور عظيم شاعر رحمت شاه سايل وپېژندو. هم په دې كالونو كې يو ښاېسته زلمى خپل شوق دې ميدان ته راوستو. دا د خپل سټاېل ډېر خوږ سندرغاړى ښاغلى هارون باچا دى، چې د مئينانو شمېره يې ښه ډېره ده.
((ستوري)) د پښتو ادب او پښتون كولتور د پرمختګ لپاره يوه هڅه او يو كوشش دى، ځكه نو ما چې له ښاغلي هارون پاچا سره كومې خبرې وكړې، هغه دا دي ستاسو لپاره په دغه گڼه كې شاملې دي.
ستورى : باچا ستا نوم، ستا مقام اوس د چا نه پټ نه دى، خو ډېر خلك ستاسو له ذاتي ژوند څخه خبر نه دي، كه لږ ځان پرې وپېژنئ، نو مننه به دې وي.
باچا : لايق صيب مننه! زما تعلق د صوابۍ ضلعې د يو وركوټي كلي پنچ پير سره دى. د پنچ پير د كلي د پېژندگلو ډېرې حوالې دي. دا يو ډېر پخوانى تاريخي كلى دى، چېرته چې يوسفزو اباد دي. دلته له مذهب سره د مينې جذبې ډېرې تاندې دي، زه د يوفزو د كورنۍ بچى يم. وركوټوالي مې هم كلي كې تېر كړى دى.
ستورى : خلك وايي چې ماشوموالى بادشاهي وي، تاسو هم په بې غمۍ كې وخت تېر كړى دى؟
باچا : ظاهره ده، چې څڼه نور پښتانه بچي ژوند كوي، چې څه احساسات نور پښتانه بچي لري، هم دغه رڼ ما په لارو كوڅو كې لوبې كړي دي او د ((خپلې بادشاهۍ)) نه مې ښه خوند اخيستى دى.
ستورى : زده كړه مو تر څه حده ترلاسه كړې؟
باچا : ما لومړنۍ زده كړې هم په خپل كلي كې وكړه، چې كله ددغه دور نه فارغ شوم، نو په پېښور كې مې په (ايډورډ كالج) كې داخله واخيسته. په ايډورډ كالج كې داخله اخيستل په خپله يو اعزاز و، ځكه چې زموږ په صوبه كې د تعليم د معيار دوه نومونه دي، يو اسلاميه كالج او بل ايډورډ كالج.
ستورى: باچا جي! يوه خبره به راته واضحه كړئ، چې د سكول كالج په زمانه كې د ځينې مضامينو سره د يو چا ډېره مينه وي او له ځينو مضمونونو سره يې نه لګي، خپله خبره راته وكړئ.؟
باچا : (په خندا) رښتيا درته ووايم، چې زما له هر يو مضمون سره لګېده، خو بس د Maths يانې رياضۍ نه مې تل سر ټكولى دى.
ستورى : د تعليم خبره خو مو سپينه كړه، خو دا راته ووايه، چې د موسيقۍ مينې مو كله په سينه كې غورځڼ وكړو؟
باچا: ما به د سكول په زمانه كې د ريډيو نغمې اورېدې، ښه اوازونه به مې خوښېدل لكه د استاد خيال محمد، گلنار بېم او كشور سلطان اوازونو ما له حوصله راكوله.
ستورى : بيا؟
باچا : بيا چې كله هم ماته موقع په لاس راتله، نو ما به د سكول او كالج په زمانه كې د ((سندرې)) ويلو كوشش كاوه او چې كله به ملريو حوصله راكړه، نو د ځان نه بۀ مې زړه ښۀ شو. بيا زما استاد چې په ما ډېر گران دى، ښاغلي پروفيسر ضياالقمر څوك چې پخپله د ريډيو او ټيلي ويژن ارټسټ دى، هغه چې زما اواز واورېده، نو ماته يې ډاډ راكړو او راته ئې وويل، چې سبا له به دې ټيلي ويژن ته بوځم.
ستورى : تاسو خو به ښه خوشحاله شوي يئ؟
باچا : خوشحاله كه د خوشحالۍ نه لېونى، ځكه چې زما خوب خپل تعبير ته رسېدو. زړه مې درزېدو او كرل رېبل مې كول چې څڼه به د كيمرې له سترگې سره سترگې جڼوم؟ په هر حال، چې كله پېښور ټي_وي ته ورسېدو، نو ضياالقمر صيب له محترم مشر ښاغلي شوكت علي سره زما پېژندگلوي وكړه.
ستورى : بيا؟
باچا : لايق صيب! بيا داسې وشوه، چې شوكت علي صيب د اختر لپاره يوه (شو) ريكارډ كوله، ما په دغه خصوصي پورگرام كې د ډاكتر اسرار دا سندره ((جينكۍ نه راځي گودر ته) وويله. چې څڼه دا نغمه خوره شوه، نو هر چا خوښه كړه او دغه رڼ مې په دې لاره باقاعده قدم كېښود.
ستورى : باچا جي! ځينې فنكاران د مقبوليت بام ته د رسېدو لپاره كلونه كلونه انتظار كوي، خو تاسو دغه سفر په ډېر لږ وخت كې لنډ كړو، ددې شاته څه خاصه خبره شته؟
باچا : يو د مشرانو دعا، بل له خپل كار سره د زړه نه مينه، چې دا دوه خبرې د چا ملرې شي، نو هر منزل يې پښو ته پخپله راځي.
ستورى : باچا جي! ټپه د كلونو كلونو راهيسې ويل كېده، تاسو چې كله دغه ټپې وويله (اول به كله كله غم و)
ددې طرز چا جوړ كړى؟ دا سوچ د چا واو ايا ستاسو دا باور و، چې دا ټپې به دومره مقبولېږي؟
باچا :(په خندا) نه بالكل نه، داسې وه، چې موږ سوات ته تللي وو، هلته زه له ملريو نه يواځې
يواځې ګرځېدم، په ذهن مې نغمې راورېدې او ما داسې محسوسوله، لكه چې زه د يو الهامي كيفيت نه تېرېږم او هم داسې وشوه، چې زما خيال ته د ټپې دا طرز راغى. ما څو څو ځله دا طرز له ځان سره واړولو او چې كله بيا پېښور ته راغلو، نو استاد صاحب گل ته مې طرز واورولو. هغه ورسره مينه وكړه او دغه مينې بيا دا ټپې د پاكستان دننه او بهر دومره مشهورې كړې، چې په اردو كې يې ژباړې وشوې. دا هر څه د الله تعالى احسان دى.
ستورى: باچا جي! تاسو يو مقام، يو حيثيت ته رسيدلي يئ، د ننني دور په فنكارانو كې مو د چا اوازونه خوښ دي؟
باچا : د هر فنكار خپل مقام او خپل حيثيت دى، البته ((ټكر)) او ((گلزار عالم)) راباندې ښه لي.
ستورى : د چا شعرونه په مينه وايې؟
باچا: هر ښه شعر مې خوښ دى، خوا كه د هر چا وي.
ستورى: دا نن سبا چې د كومو اليكټرانك سازونو او كمپيوټر استعمال پيل شوى دى، دا د پښتو موسيقۍ په ښېگړه تمامېږي؟
باچا : لايق صيب! د بدلون لار څوك نه شي نيولى، بدلون خامخا راځي، خو زه دا خيال كوم چې د (سُر) او (لى) لمن پرېښودل نه دي پكار. بله دا چې په ټريك باندې د كمپيوټر په مرسته يوه سندره دوه ((فنكار)) نه شي جوړولى، دې نوو زلمو له پكار ده، چې دوى موسيقي زده كړي، نو هله به ځان ژوندى وساتي، گنې دا د سيلۍ چپه ده او چپې ډېر زر تېرېږي.
ستورى : موږ د موسيقۍ خبرې اوږدې كړې، په دې مو پوه نه كړم، چې تعليم دې كوم ځاى ته رسولى دى او نن سبا په عملي ژوند كې له موسيقۍ پرته څه كوې؟
باچا : ما په (سوشل ورك) يانې د ولسي ښېگړې په مضمون كې شپاړسم او بيا ورپسې M.Phail كړى دى، څه موده مې د يوې غير سركاري ادارې سره نوكري كوله، نن سبا خپل كاروبار كوم.
ستورى : او كورنى ژوند؟
باچا : (په خندا) ښه د مزو دى، د الله تعالى احسان دى، ښه مطمئين يم، دوه زامن لرم يو (درمان) او بل (ودان) نومېږي.
ستورى : باچا جي! موږ درته نورې خوشحالۍ غواړو. په پاى كې راته خپل يو پېغام، يوه وينا، يوه مينه، يو احساس راپېرزو كړئ!
باچا : لايق صيب! زه خپلو پښتنو ته دوه خبرې كول غواړم، لومړۍ دا چې وخت ډېر په تېزۍ سره روان دى، نن د ټوپك زمانه، نه ده، نن مقابله په ((قلم)) ده، نو د هر څه نه زيات ضرورت د تعليم دى. له وخت سره د تلو دې كه چېرې نن هم موږ د وخت د نزاكتونو احساس ونه كړو، نو خداى مه كه سبا له به مو په تاريخ كې نامه هم نه وي پاتې.بله دا چې موږ دا خپلمنځي اختلافات ختم كړو، چې په دې سيمه كې امن راشي. نن زموږ د پښتنو كور اور اخيستى دى، په سوات كې خو ماشومان ذهني مريضان شوي دي. هر سړى وارخطا دى، چې څه به كېږي؟ په داسې حال كې زموږ د ټولو قامي ذمه داري ده، چې د خپل ځان احساس وكړو، ((نورو)) ته دا موقعه ورنه كړو، چې زموږ كور وران كړي. امن تامين كړو، مينه عامه كړو، نفرتونه هېر كړو، زه خو د قمر زمان طاېزي دا شعر تكرارول غواړم:
دا عـــمـر خـــــــــو زمــــــونــــــږ د محــبـــت لــــــپاره كـــم دى
حــېـــران يــم چــې نــفــرت تـــه وزگارېـــږي خــلــك څــنګــه؟
ستورى : باچا كور مو ودان، تاسو چې د خپلو پښتنو لپاره خپلې كومې نيكې هيلې لرئ، هم دغه د هر باشعور او پوه پښتون نه زموږ تمه او هيله ده. ډېره مننه.
باچا : زه هم د ستوري له ټولو كاركوونكيو او مرستيالانو څخه مننه كوم، چې ماله يې د خپلو جذبو د اظهار موقعه راكړه. مننه
Haroon Bacha Sara Maraka
By: Layaqzada Layaq -
بېرته شاته |