PSDPجنرل سیکرټری اقبال لالا سره لیدنه وکړه
[30.Dec.2011 - 21:20]د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټری نصیر ستوری په۲۲ ډسمبر ۲۰۱۰ د پنجشنبی (زیارت) په ورځ په فرانکفورت کی دپښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د بهرنیو چارو سیکرټری اود فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا سره د کتنی په ترڅ کی ددغه څانګی دګوندی چارو د پرمختیا په هکله د نظریو بدلون او خبری اتری وکړی.
پدی لیدنه کتنه کی د سیمی، د لری او بری پښتونخوا او په ځانګړی ډول د پښتنو په اوسنى تازه روانو حالاتو هم هراړخیزه رڼا واچوله شوه . د عوامی نیشنل ګوند د پښتونخوا ملی عوامی ګوند او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دګډ کار دلړئ په جاری ساتلو هم زور واچول شو.دغه راز دهیواد دننه دګوند دفعالیت په لارو چارو غور وشو. .