Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
تیراه
کټ شوی دی خو ټیټ ندی سرونه د تیراه
ګواه په دې میړ ا نه تر یخونه د تیراه
هر چا مې په سر ایخئ د ګناه ایلم د وخت دې
تل شوائ په مونږهرظلم او هرسرتم د وخت دې
تروړالئ مې لا،ګواتو نه هر چا قلم د وخت دې
دې ځائ ي زمونږغولي که که هر یو ماتم د وخت دې
بوتان ورته مونږ ښکاروچې څوک هم صنم د وخت دې
په مونږ ي راړاوالئ دي که هریوخم د وخت دې
یبا هم ورته ولاړیو لکه غرونو د تیراه
دنیا په ثقافت پسې زمونږه لور راواړائ
چې سپین بولی ځانونه هم هغو دې تور راواړائ
د آمن د بیرغ لاندې دې هر چا خپل شور راواړائ
په نوم ي د رنړاه همیشه دلته اور راواړائ
نښترو چنارونو ته ي بل تنور راواړاي
د واورو توریدو پسې ي هر ځل سکور راواړائ
خو بیا هم چا خړ نکړالو رنګونه د تیراه
مدام دې دلته اور وی بس د دغې ارمانی دی
زمونږ دوینو تګی دی که خپل دی که پرادی دی
څوک نیشته چې نیاتونه ي زمونږ په باب سهی دی
هر چا راته پټ کړی په لاسونو کښې ازغی دی
په ذهن کښې تضاد زمونږ په حق د هر سړی دی
په دې تل احساسات د شیرولی زخمی زخمی دی
خو بیا هم مړاوی نشوالو ګلونه د تیراه
ګواه په دې میړانه تاریخونه د تیراه