دپښتوژبی سندرغاړی رسول باچا مړ شو
[05.Jan.2012 - 14:20]په ډیره خواشینئ سره خبر تر لاسه کړ چی دپښتو ژبې پيزندلشوی ،نامتو او خوږ غږی سندرغاړیښاغلی رسول باچا پرون شپه د اسلام اباد په پمز روغتون کې د خپلی ورپیښی ناروغئ له امله د د ۲۰۱۲ کال د جنورئ به ۳مه نیټه دچارشنبی په شپه د پنځه پنځوس کالو په عمر لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی
انالله و اناالیه راجعون
دارواښاد رسول باچا جنازه په ۴جنورئ ۲۰۱۱ د پنجشنبی (زیارت) په ورځ په بنو کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه
ارواښاد رسول باچا د پښتونخوا د بنو په ککي پیرخیل کلي کی زیږیدلی ؤ.او دخپلی ځوانئ له مهاله ئید پښتو ژبی او موسیقۍ چوپړ ته ملا تړلی وه،دپېښور راډيو ، تلویزون، نشترهال او میوزیک سنټرونو لپاره په زرګونو سندرې ریکارډ کړي د پښتنو ګڼی حجری ئی په خپل زړه راښکونکی اواز ښکلی کړی وی. دده زړه راښکونکی غږ به د پښتنو په زړونو کی تل پاتی وی او دده یاد به تل تازه ساتی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد رسول باچا مړینه پښتنی کولتور ته یوه ستره ضایع بولی ، د کورنئ ، خپلوانو، دوستانو او د فن د ملګرو سره ئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی
روح دی ښاد وی جنت فردوس دی په نصیب شی