Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دذبیح لله شریفي شعرونه
دا وطن لکه زندان دی
لوی قیامت په د وطن کې روان دی
څه بی ځایه ځوانان مري ارمان ارمان دی
هر خواکې روان د غم جنګ دی
زړونو مو نیولی د وینو زنګ دی
هر چاته چی ګوری مړاوي پړاوي ښکاري
ورنه ورک د انقلاب غورزنګ دی
خوار غریب ته دا وطن نن لکه زیندان دی
څه بی ځایه ځوانان مري ارمان ارمان دی
د جنګ جګړو له لاسه هر سړی دردیږي
د بی ځایه دسیسو له لاسه نن افغانان قتلیږي
څه درد ناک حالت راغلی یو ورور بل ورور
ته ګوته په ماشه ناست ده ناحقه وژلکیږي
د ټوپک په زور هر سړی نن قومندان دی
څه بی ځایه ځوانان مري ارمان ارمان دی
لګیدلی په ړندو بمونو هر کور دی
بل کړی په وطن نورو خلکو دا ور دی
افغانان په کې ناهقه بی ګناه سوزیږي
نن د جنګي جنانیت کارانو دوران زور دی
د چا لاس نن خالي ده کور یی وران دی
څه بی ځایه ځوانان مري ارمان ارمان دی
دلته هر څوک د پردیو په زور واکداران شوی دي
که وزیر یا والي ده ټول اجیڼټان شوی دي
لاندی ځمکه پاس اسمان راته په قار دی
افغانان ګنس او ګیچ یا غي باغي په غلتو لارو روان شوی دي
ذبیح لله اوس نه معلومیږي څوک غل څوک پاسبان دی
څه بی ځایه ځوانان مري ارمان ارمان دی
شین پسرلی ده
زانګم رازانګم د جانان سره د خیال په ټالونوکې
ګر ځم را ګر ځم ور سره د مینی په باغونوکې
شین پسرلی ده ګلانو غوړولي شینی غوټی دي
ډیر شایسته ده نی شته مثال د باغ په ګلونوکې
ای نصیبه اوس لار راښیه ځان له یاره ځار کړمه
که تور زلفان می کړم فرش د یار قدمونوکې
د نرمو شوڼډو موسکا یی ور بل کړي په ما باندی
لاس تر لاسه چی ځو ور بل شوی د ریقیبانو په زړونوکې
پټه مینه روسوا شوه دا خبره اوس خوره په هر خوا شوه
وایم ذبیح لله ته وایه د مینی پیغامونه عاشقانو ته شعرونوکې
دعا لوی خدای ته
لویه خدایه تیت او دانی قام می یو کولی نه شم
نور خوار او ځار دربدره پښتون لیدلی نه شم
د ټولو دغه دعا ارمان ده چی خپل منز کې روغه جوړه
وکړو زه خو خالي لاس ورته صوله راوستلی نه شم
سبا بیګا په رنګا رنګ دیسسو پښتانه وژل کیږي
زړه می په دردیږي خو ارمان ارمان هیڅ کولی نه شم
ډیری دعاګانی وزرو ځاری می درته وکړی
دا د غمونو دردونو نه ډک جنګ ودرولی نه شم
دا جګړه خو د غربیانو د ګټو لپاره روانه ده
زه څه وکړم خپل قام می په د خبره پوهولی نه شم
لویه خدایه له تانه مرسته غواړم زه په تنهایي باندی
بی تا دا راغلي کفار غداران له وطنه ورکولی نه شم
لویه خدایه ته په مونږ پښتنو د یوالي اتفاق رحم ترحم
وکړه زما د ذبیح لله وښکی شوی وچی نور ژړیدلی نه شم
زمونږ ګران پشتونیستانه
کله د په دومره اسانه د پریږدو پشتونستانه
یوه ورځ به راشي تا به ازادو پشتونستانه
ته لوی ارمان د غفارخان او اجمل خان وی
د دیورندکرغیړنه کرښه به ورانو پشتونستانه
وطنه زیری می درباندی شاه ځلمیان د راویښ
شوی تابه په خپل زور میړانی خپلو پشتونستانه
هغه ساعت به په ټولو پښتنو د خوشحالی اختر شي
چی پنجابیان شی په ګوڼډو پشتونیستانه
ځار د له دنګو دنګو غرونو شو زمونږ ځانه
ستا خپل واکي ده فرض سنت په پشتنو پشتونستانه
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفي
دا خړ پړ قبر زما د یار دی
ولی به نه ژاړم چی خواری په امبار دی
دا جیږی جیږی شنختی زما د یار دی
هر سو هیروم نه می هیریږي ډیر ډیر می یادیږي
د شهادت جام یی څکلی پروت نیشه خمار دی
ټول بدن می په لړځان دی تورتم راته ټول جهان دی
دۍ چی تللی زخمي زړګی می ولاړ په انګار دی
نیشم هیرولی په ما ډیر ګران دی زه څه وکړم زما جانان دی
مرګ حق ده د ټولو انسانانو هم دغه لار ده
زما لوی ارمان دا ده چی زلکدن کی می یو وار وی لیدلی
ذبیح لله نن که دۍ مړ شو سبا زما وار دی
مولا د ورک کړه ټوپکه
ښایسته ځوانان د کړل شهیدان مولا د ورک کړه ټوپکه
اوس د خړو خاورو دي بندیوان مولا د ورک کړه ټوپکه
له ډیره خیاله به یی کاګه وړل ورمیږونه اوس هغه ده
خړی خاوری په امبار دي ارمان ارمان مولا د ورک کړه ټوپکه
په هي چا د رحم نه شته ډیر ځوانان د کړل بد رنګه
کڼډ کپر پراته دي زخمیان مولا د ورک کړه ټوپکه
په ډیر شوی مندی بوری له چا پاتی شوی تور سری
اوس یی غواړي خیراتونه ایتیمان مولا د ورک کړه ټوپکه
له ډیرو وطنو د جوړی کړی کڼډوالی اوس خالي پالي دي
ته به وایی لګیدلی په د قیامت توفان مولا د ورک کړه ټوپکه
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفي
د غمازانو د کور وران شي
کاشکی له غمازنو وی لری تښتیدلی
ماړه په دیدنو وی شپه نه سبا کیدلی
په مینه مینه کې خمار وی کله ویده کله بیدار وی
کله می ته کله د زه راویښولی
چی مخ د پټ په زرغون شال وی کله ویصال وی
کله جنجال وی تا پټولی ما د مخ رالوڅولی
شپه تیره په خندا وی چی سترګی مو رالوسی کړی وی
سحر سبا وی تا روسخت اخیستی ما بیرته راګرځولی
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفي
اشرف غني او زلمی رسول
په ویر او ژړا افغانان دي لویه خدایه
ستا عاجز بی چاره بندګان دي لویه خدایه
له یوی خوا جګړه ده له بلی خوا بی سواده
بی مسلکه خلک زمونږ واکداران دي لویه خدایه
کلونه وشول چی جنګیږو بی ګیټی بی مورامه
چاته وژاړو مشران مو ټول غلامان دي لویه خدایه
په وطن کې تور غوبل روان دی زور واکانوته هي څوک
چیشی نسي ویلی افغانان ورته هیران دي لویه خدایه
سبا بیګا افغانان وژل کیږي د پوښتنی یی څوک نه شته
نن افغانان د هررنګه ماتم غم درد بندیوان دي لویه خدایه
کاله کرزي مو غږ نه اوری ده په یوه او بله به یی غلولو
د کرزي د ډلی غله بیرته امریکا ته روان دي لویه خدایه
د ذبیح لله قلم به نور څه ووایي افغانان هم ستا انسانان دي لویه خدایه