پړانګ غار
پړانګ غارد مومند ايجنسۍ په ختيز کې پروت تحصيل دی ددې ختيځې مورګې دچارسدې او ملاکنډ ايجنسۍ سره لګېدلې دي- په مغرب کی یی د سوات سيند او په مشرق اړخ کې یی جيندی بهیږي
د پړانګ غار د ملک ساز محمد په وېنا د دغه غره د چميارۍ کمر په یو سمس یا غار کې د پړانګ په نوم یو خطرناک وسله وال اوسېدو- ده به خپله وسله او کارتوس جوړول چی د ځايي خلکو سره ی اوس هم نښې نښانې شته – او محمود غزنوي سره ې دوه جګړې کړی چې په اخر کی سره د ګنړو ملګرو اووژل شو- د پړانګ نومې تن دغې تاريخي سمس يا غار له وجې دغه ځاېې ته اوس پړانګ غار وايي
پړانګ غار د اتمان خېل قبيلې کور دی او د پېړو راهسې پکې د دوی 6 وړې قبيلې دېره دي په دغو کې شهداد کور،سکندر کور،زيرک،پخی کور،دني خيل او عمر خيل شامل دي-
پړانګ غار؛ د طالبانو لپاره د باز ژاله!
هر څه که دغه قبيلی د يو بل سره جګړې او غليمۍ کوي خو بهرني دښمن ته يوموټې وي او روستی ښکاره مثال یی د سيمې نه د طالبانو شړل دي
رپوټونه وایی لکه د کرم ايجنسۍ د شلوزان په شان پړانګ غار هم لوي سټراټجکي اهميت لري چې دچارسدې ، مردان او پېښور سېمې ترې ډېرې په اسانه قابو کېدی شي نو ځکه پرې طالبانو ډېرې حملې کړي خو هر ځل د اتمان خېلو د امن لښکر په شا تنبولي او نن هم په پړانګ غار کی طالبان سر نه شي ښکاره کولې- طالبان که پړانګ غار ته تللي نه دي خو د پړانګ غار او د نورو اتمان خېلوپه مشرانو باندې د نهمې جولایی 2010م حمله د ياد وړبريد دی طالبانو يکه غونډ ته د پولټکل اېجنټ سره جرګې له ورغلو قبا ېلي مشرانو باندی دغه حمله کې د پړانګ غارد 2 مشرانو په شمول د اتمان خېلو 17 مشران وژلي وو په دغه حمله کې د ټولو وژل شوو کسانو شمېر 106 وو-
د پېريانو او نورو باباګانو زيارتونه:
پړانګ غار کې د عيسا بابا زيارت موجود دی دغه زيارت په خواوشا سيمو کې د خزې يا سړي نه د پېري وېستلو لپاره يادېږي
پړانګ غارکې د عيسا بابا د زيارت نه علاوه نور زيارتونه هم شته- دغرونو په لمن کې د سپنخړو بابا ( عبدالقيوم صاحب) اودپړانګ غارد غره په څوکه د يوسف با با دربار دی چي د لرې لرې نه ورله سیلګري راځي – او هلته د زرکو، تنزرو، سيسو او سېلانو کونترو ښکار هم کوي-
تعليم او روزګار:
د رپوټونو ترمخه په مومند اېجنسۍ کې طالبانو د 110 و نه زيات سکولونه وران کړي خو په پړانګ غار کې سکولونه اماني دي او د تعليم د محکمې د شمېرو ترمخه دغلته 44 سکولونه دي- په پوره تحصيل کې د جينکو د پاره يو او د هلکانو دپاره دوه هایی سکولونه دې-
د پړانګ غار نه يو شمير هلکان په يونيورسټو او کالجونو کې سبقونه وايي او ځنې پکې په ښو ښو څوکو هم دي-د کوزو مومندو لپاره د فاټا ايجوکیشن افسر حاجي فېض محمد تعلق هم د پړانګ غار سره دې-
پړانګ غار غره ايزه سيمه ده د کر کروندې زمکه پکې کمه ده خو ددغه ځايې د وړو وړو باړو ټماټراو پياز ډېر خوښيږي-
د پړانګ غار نه ډېر ځلمي په دوبۍ او عرب هېوادونو کې خپل محنت موشقت کوي او په وطن کې د خپلو کورونوخرچې چلوي
د پړانګ غار د مېزري بونړ، د جوماتونو پوړونه، موصلې او پوزکي ډ ېرمشهوردي- ډېر امکان دا دی چې ساسو په کور حجره يا جومات کې پوړ، کټ يا پوزی د پړانګ غار د بونړ يا میزري نه جوړ وي-
د د غه ځای کرومايټ، سنګ مر مر، او سپينې بکورې هم ډېر شهرت لري او د معدينياتو ماهرين وایی دغلته ځای په ځای د قيمتي کانړي زمرودو کانونه هم شته- په پړانګ غار کې د ماربلو يو شمېر کارخانې هم لګېدلي خو د بجلۍ د کمي لکبله بندې پرتې دي-
پړانګ غار کله رات شو!
د کال 1981 نه وړاندې پړانګ غار د پاکستان واک هم نه منلو- اود کوزو علاقو نه به ورته مخروران او وران کاري ورتلل- په هغه وخت کې دغه سېمه د مخرورانو ګړ ګنړلې کېدو- خوپه دغه کال د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر جنرل فضلِ حق په وخت کې په پړانګ غارکې پوځی اپرېشن اوشو- او پړانګ غار یي رات ( رعايه) کړو پوخ سړک وره ووغزول شو او پکې د ملېشې چېک پوسټونه ،سکولونه او هسپتالونه هم جوړشو - ځنو مشرانو دغه بدلون او نه منلو او غرونو ته اوښتل – په دغو کې شېر محمد عرف شېرې ملک د يادولو وړ دی چا چې د پړانګ غار د پاره ډېر جنګونه کړي-
پړانګ غار ته لارې د چارسدې نه په تنګي اود شبقدر نه په ابازو ورځي- او کلي په کلي پکې پاخه سړکونه ګرځېدلي- خلک يې پرامنه او مېلمه دوست ګنل کېږي او پخوانۍ وېرې تر دېره حده کمې شوې دي Source:Deewa radio