Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
منم/دُعا
منم
ولاړ ومه په اور کښې ما وې اور زما قسمت
لمبې د قسمت نهء وې ، وې لمبې زما د نیت
نهء بخت او نهء کمال منم، نهء توره نهء جلال
یو ستا د سترګو خیال منم او ستا د شونډو ست
نهء ګل، نهء دلربا منم، نهء حسن، نه بهار
یو ستا د خندا راج منم بې تاج بې سلطنت
نهء چل او نهء تدبیر منم، نهء عقل ، نهء تقدیر
یو زیړ د سپرلي ګل منم، ضامن د یار د پت
دُعا
ای دحسن او نُور دریابه! ما له یو ټکی د نُور را
سترګې ډکې د خندا را، شونډې ډکې د سرور را
زهء دې خپل وړوکي زړګي له یوه نخښه د یار غواړم
ای د حسن او نُور دریابه! ما له یو ټکی د نُور را
دې تک تور د غم محل له یو بڅری د رڼا را
سترګې ډکې د خندا را، شونډې ډکې د سرور را
دې مستۍ او دې ارمان له یو تصویر د جانان راکړه
ستا په مینه نازیدل را، ستا په ښکلي مخ غرور را
دې د خود سوي باغچې له، یوه وعده د بهار غواړم
زهء دا نهء وایم چې جنت را، زه دا نهء وایم چې طور را
د دې خوب او ساه او وخت اشاره د تعبیر راکړه
ما له زړهء د بادشاهانو او سینه د یو فقیر را
شاعر :ارواښاد غني خان
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
24.05.2014