لنډه کیسه
لیک: شفیق الله همدرد
د هغې کورنې څوکاله پخوا د هیواد څخه مسافره شوې وه او د پردیسې په دیار کښې د کړونو نه ډکې شپې او ورځې تیرولې ناهیدې هم د پردیسې په غیږ کې دې فانې نړې ته سترګې غړولې وې د هغې په پیدا کیدو سره د هغوې په کور کښې بې حده خوشحالې میلمنه وه جمال اکا او سیما توړې هغې ته ډیر خوشحاله ول او د هغې سره ېې بې کچه مینه کوله هغه د مشرانو خبره ده چې ډیره او بې ځاې مینه انسان د بې لارې کندې ته اچوې د ېو خوا ناهیده د جلا وطنی او بیګانه ټولنه کښې خپل د ژوند غوټې پرانسته او د بلې خوا د هغې مور او پلار د بې حده مینې او ناز نه د هغې د ژوند پلونو د بې لارې پر سړک پل واخسته که څه هم چې جمال اکا ډیر مخور او عزتمند او دروند سړې وه هغه د پښتو متل دې چې واېې ( د بې لارې اولاد په سره ښه مور او پلار هم بد یادیږې) نو هغه تر ډیر حده دا هڅه او اند کوه چې ناهیدې ته د خپلو دودونو او رواجونو په اړه ووایاست خو هغه د چا خبره چې اوبه د ورخه تیرې شوې وې او هغه اوس د پیغلتوب ثمر ته رسیدلې وه د هر څه پریکړه ېې د خپلو غوښتنو پر بنیاد کوله .
دا چې لوې خداې 'ج ' ورته په زړه پورې او ښکلې پیغلتوب او ښایسته صورت ورکړې وه نو له همدې امله هر زلمې دا هڅه او کوښښ کوه چې هغه د خپلو ناوړه غوښتنو ښکار کړې .
ناهید ه په ېو نړېوال کالج کښې په زده کړه بوخته وه چیرې چې د نړې له هر ګوډ څخه د هر ډول کلتور او دودونو خلک موجود ول هغه تر ېو وخته د خپلو دودونو او رواجونو پابنده وه خو په دې نږدې ورځو کښې په کړونو او د ژوند په رفتار کښې پوره توپیر لیدل کیده .
جمال اکا څوپله دا هڅه او اند وکړه چې هغه هیواد ته د خپل نیکه او نیا خواته واستوې تر څو د ېو خوا د هغې په سره د پردې دودونو سپور بت کوز شې او د بلې خوا به د خپلو لرغونو رواجونو او دستورنو سره عادت شې خو ولې هغې د پلار له دې پریکړې نه انکار وکړه د جمال اکا سره هم بله کومه لار او چاره نه وه نو دیته مجبور شو چې هغه په زور دیته واداره کړې چې په دې ترڅ کښې جمال اکا د بندیخانې (جیل) مزه هم وڅکله
بلآاخیر د هغې سیمې څخه د خپل غیرت او د خلکو د شرم نه کوچیدو ته اړ شو څه مهال چې د هغې کورنې د سیمې څخه وکوچیده نو هغې ته نور هم ښه موقعې په لاس ورغله هر څه چې زړه غوښتل هغه ېې کول .
په داسې حال کښې چې ېو ورځ هغه د ښار څخه د کور په لور روانه وه د لارې په وږدو کښې د بریالې سره مخ شوه هغه ډیره چالاکه او مکاره نجلې وه څه وخت چې پر هغه نظر پرېوته نو په ډیر هوښیارې او مکارې ېې د هغه سره خبرې پیل کړې داسې تورې او کلیمې ېې د خولې ویستل چې تابه ویلې سبحان الله پرښته ده پرښته تر ډیر وخته د دواړو تر منځ خوږه مرکه روانه وه ېو وخت چې بریالې لارې ته ځیر شو دوه درې استګاه ( بس سټاپه) د خپل ځاې نه هم تیر شوې وه بیا ېې په بښنې د هغې سره مخه ښه وکړه په تلوتلو کښې هغې ورته خپل د لړغږې شماره (موبایل ) ورکړه .
بریالې چې څه مهال کورته راغې نو له ډیرې خوشحالې نه په جامو کښې نه ځاې ده هغه د چا خبره چې خواړه او ډوډې ترینه هم هیره وه تر زیات وخته ېې د هغې شمارې ته کتلې او داسې انګیرله چې اوس هم د هغې په خوا کښې ناست او خوږې خوږې د مینې خبرې سره کوې تر دې دمخه هغه په ژوند کښې د نجونو سره داسې په زړه پورې خبرې نه وې کړې .
بریالې د برکلې د سفدراکا ځوې وه سفدر اکا په کلې کښې دهقانې کوله او د ژوند اونه ېې د غریبې او بیچارګې په غیږ کښې د صبر او هیلو په بارانونو تازه ساتله خو کله چې بریالې را زلمې شو نو د سفدر اکا هیلې لږ لږ په غوړیدو شوې هغه دا خیال کوه چې بریالې به د هغه دردونو او بې وسې ته اوږه (وګه) ورکړې تر ېو حده ېې پر هغه زده کړه هم کړې وه بیا ېې د هغه د لا ځلولو په موخه د کلې ېو اندازه ځمکه خرڅه کړه او ېو څه ېې د خلکو نه په پور واخستې او هغه ېې پرې بهر ته را واستوه
هغه د پښتو ېو متل دې چې واېې په زړه به دې ېوه وې درپیښه به شې بله .
بریالې چې په خپل ځاې کښې پروت وه او د خیالونو په اسمان کښې دورې وهلې د شپې تر ناوخته پورې ورته خوب هم نه ورتله څو پله ېې هوډ وکړه چې هغې ته زنګ ووهې او کله بې بیا د ځان سره په خندا شو نه اوس نه پریږده چې لږ وخت ووځې د همدې سوچونو او خیالونو په دنیا کښې کرځیده چې د خوب ښاپیرې پرې خپل د پریښانې نه ډک اوربل خور کړه هغه لا په خواږه خوب وده وه چې د صبا وړانګو د نړې په مخ کښې خپلې ځلانده سترګې پرانستې.
بریالې چې څه وخت راپاڅیده په لومړې قدم کښې د ناشتې بندو بس وکړه او بیا ېې وروسته د هغې د لړغږې (موبویل) شماره را واخسته په داسې حال کښې چې په ښکلې صورت کښې د خوښې وړانګې ځلیدې په ېو لاس کښې د هغې شماره او په بل لاس کښې لړغږې نیولې وه او په دې سوچ کښې وچې څنګه خپلې خبرې پیل کړې بیا ېې په ډیره مینه د لړغږې تڼې ته زور ورکړه د ېوې وږدې مرکې نه وروسته دیته ورسیدل چې ڼن ېو ځل بیا د نږدې نه سره وګورې په هغه ورځ کارته هم ولاړ نشو زر زر ېې خپله نوې جوړه غاړې ته واچوله او د کورنه په منډه شوه خو کله چې هلته ورسیده د خمارې سترګو نظر ېې د هغې په ښکلې او زړه وړونکې صورت پرېوته هغې هم داسې ځان جوړ کړې وه تابه وېلې چیرې واده ته روانه ده او داسې بې شرمه جامې اغوستې وې چې سړې ته په یادولو ېې هم حیا راځې بریالې ېو ځل بیا د هغې د زړه وړونکو او خوږو خبرو په چم کښې میلمه شو هغې داسې جملې او کلیمې د خولې نه وېستلې چې په پریښودلو ېې سړې ته ځان ملامت ښکارېده ورځ په ورځ هغوې ېو د بل په مینه کښې ورکیدل .
بریالې چې څومره ګټلې هغه ېې ټولې د هغې په عیاشې او سنګار لګولې بریالې د هغې سر د مزو او چړچو په سمندر کښې ډوب وه خو د سفدر اکا ژوند ته اندیښنو او کړاونو غیږ ورکړې وه هره ورځ به ېې د دروازې مخې ته قرضداران ولاړول سفدر اکا څو پله کوښښ او هڅه وکړه چې د بریالې سره اړیکه ونیسې بدبختانه چې بریالې دومره د ناهیدې په مینه کښې ورک وه چې د خپلې کورنې سره ېې د خبرو کولو وخت هم نه درلوده نوره د سفدر اکا سره هم بله چاره او لاره نه وه هغه د کلې پاتې ځمکه ېې د قرضدارانو په خولو کښې واچوله او خپله ېې مزدورې ته ملا وتړله ېو ورځ چې ډیر د کار نه ستړې شوې وه نو ډیر بې اختیاره ښیرا ېې د خولې نه د بریالې دپاره ووتې هغه د پښتو متل دې چې د ازار نه چا بازارلیدلې نه ده .
ګوره د خداې کارونو ته چې څنګه سړې ته د خپلو اعمالو سزا ورکوې .
ېو څه موده کیده چې بریالې د ناهیدې سره واده کړې وه تیره ورځ چې هغه ستړې ستومانه کور ته راغې د راتلو سره سم ېې نظر په ېو تاند ځوان پرېوته چې خپل کورتې ېې د څوکې پر تکیه خوره کړې او دواړه لاسونه ېې د ناهیدې له غاړې داسې تو کړې لکه همدا چې ریښتینې خاوند وې دا ېو ازینې ورځ نه وه چې هغې دا کار کوه بلکې هغې به هره ورځ د خپلو ګنده غوښتنو د پوره کولو په موخه مختلف خلک را غوښتل دا د هغې زوړه عادت وه له همدې عادت له وجې خو د هغې کورنې هم ترینه لاس اخستې وه لنډه دا چې څه وخت بریالې دا حالات ولیده نو وې نشول زغملې سیده د پخلنځې خوا ته ولاړه او د هغه ځایه ېې ېوه چاړه راواخسته او سیده د هغوې په لور راغې د رارسیدو سره سم ېې برید وکړه هغوې هم تر ډیر حده مقاومت وکړه خو اخیر کښې پدې وتوانیده چې دواړه ېې ووژل او ځان ېې پخپله پولیسو ته وسپاره هغه اوس مهال په بندېخانه (جیل) کښې د ژوند سختې شپې او ورځې تیره وې .