Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د محبت سندره
زرې زرې مې زړه دی خو مې اوښکې نه تویېږي
که اوښکې تویومه نو اغیار پرې خوشحالېږي
توان د محبت او جذبو دواړه لرم زړه کې
نو ځکه مې احساس د پاکې مینې نه ځارېږي
زما دمینې تول څوک په ډبرو کوی نه شي
را جمع که ټول غرونه کړي بیا هم پسې کمېږي
په بڼ کې د پښتو به بیا بلبلې په ګدا شي
قامي وحدت ګلونو غوټۍ کړي دي غوړېږي
غوږونه که اغیارخپل غوڅوي نو دا یې وخت دی
زما د محبت سندره لا پسې جګېږي
دا ستوری د اسمان که څوک په کاڼو باندې ولي
په سر به یې دا کاڼي له اسمانه راورېږي
شاعر : ډاکتر کبیر ستوری
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود
***
Published: 13.07.2014