Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
که نه وي/ څه قبلوم
15.08.2014
که نه وي
حق او باطل نه معلومېږي حق بیان که نه وي
ظالم ته هیڅ نشې ویلی ټینګ ایمان که نه وي
پینځو روپو باندې یې ولې هره ورځ خرڅوې
دین و ایمان دې مسلمانه ډیر ارزان که نه وي
آه و فریاد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟
چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي
دا میدانونه ولې سره دي په سرو وینو باندې
په هر هیواد کې شرمښان یا قصابان که نه وي
ولې له ظلم ناروا سره جهاد نه کوي
دا په نفلو باندې ولاړ ریاکاران که نه وي
لکه واړه په څو پیسو باندې غولیږي ولې
په خوی او عقل دا لوی خلک ماشومان که نه وي
ستوری د دین به درته وایمه ملا صاحبه!
دا ریا کاره بې عمله ملایان که نه وي
خوار و غریب او بینوا که په راحت وُ پکې
جنت یې بولم خیر دی حورې او غلمان که نه وي
چې مظلومان کړي فریادونه د ظالم له لاسه
ورته دوزخ وایه هیڅ اور لړم ماران که نه وي
دا ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده؟
زموږ کارونه زموږ فکر او خوی وران که نه وي
شاعر : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***
څه قبلوم
یم شمع د تورتم په سر اورونه قبلوم
په زړه لکه لاله سوي داغونه قبلوم
ته وساته په زړه کې محبت د نازنینو
ما پریږده چې د خوار غریب نازونه قبلوم
چې ستړی او ستومان وي په خدمت کې د وطن
په سر او په لیمو یې قدمونه قبلوم
عوض که شي قبول او بندیوان په دې راضي شي
مظلومه ستا د پاره زه جیلونه قبلوم
هر څه به زه قبول کړم که عذاب وي که عتاب
په ژبه او قلم کله قیدونه قبلوم
د یو بل صفت کې څه په کار دي تقریرونه
د حق په دوه حرفو چې زندانونه قبلوم
ډوډی نه خورو غمونه خورو کنځلې خورو وهل خورو
منعمه! ستا له لاسه دا څیزونه قبلوم
ګلزاره ستا ګلونه د مظلوم په وینو سره دي
زه کله دغه شان سمسور باغونه قبلوم
له ژونده یې زړه تور دی خپل وطن ورته سور اور دی
نارې وهي اوس خضر چې مرګونه قبلوم
نور خلق ترې منکر دي یو په ما باندې قیامت دی
تر څو به زه یواځې قیامتونه قبلوم
یوه ژبه راپریږده چې کوم درته عرضونه
په لاس په پښو په غاړه زنځیرونه قبلوم
شاعر : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***